خان عبدالغفار خان/ فخر افغان

په دې برخه کې د هغه چا په درناوي سرټیټوو چې د خپل پوره اته نوي کاله عمر څخه یې سم نیمایې د انګرېزانو او بیا د پاکستان په نامه د مستبدو جابرو او ظالمو واکمنانو په جېل او په پند کې تېرې کړي دي. دا هغه څوک دي چې پښتانه ورته باچاخان وايې، باچاخان چې اصلي نوم يې عبدالغفار خان دی، دی د اسیا په وچه او بیا د هند په ټاپو وزمه کې د پښتنو د ټبر څخه لومړنۍ سړی دی چې د پښتنو په تاریخ کې په لومړي ځل د ژوند تر پایه پورې لکه د نوح علیه السلام غوندې د عدم تشدد او د خواخوږۍ د سیاست مزي یې ټینګ وساتلی شول .


عبدالغفارخان: خان عبدالغفارخان د محکوم او مرکزي پښتونستان یو نامتو مشر د بهرام خان ځوۍ (۱۸۹۰)م کال په شاوخوا کې د اتمانزو په کلي کې زېږېدلی، ابتدايې علوم يې له کليواله ښوونځیو کې لوستلي دي، د لوړو تحصیلاتو دپاره (علي ګړ) ته لاړ او د امتحان په دوره کې بریالی راووت.

په (۱۹۱۲)م کال د ملي سپاهي او قومي خادم په حیث د پښتونستان په ازادۍ پسې د سیاساتو میدان ته داخل شو.

د قومي ذهن او ملي شعور د بیدارۍ د پاره د معلم او استاد په صفت کلي په کلي وګرځید، په قام کې د علم او ملي تربیې په هڅه احساسات راوپارول او نه هېردونکي او نه غلې کېدونکې تاریخي نهضت یې راولاړ کړ. ۱۹۱۹


چې د پښتونستان عملي مبارزه د همدغه وخت نه شروع وه، په (۱۹۱۹)م کال د خان عبدالغفارخان پلار د یو شمېر مشرانو سره د پرنګي له خوا ونیول شو او د څه مودې بند تېرولو نه وروسه خوشې شو، خان عبدالغفارخان په اتمانزو کې لویه تاریخي جلسه د زیاتو خلکو په شمول وکړه.

په دغه جلسه کې د ملي مشر او لارښود په څېر ومنل شو، په (۱۹۲۰)م کال کې خان عبدالغفارخان افغانستان ته راغۍ او چې واپس لاړ په محکوم مرکزي پښتونستان کې د اصلاح الافاغانه په نوم يې انجمن جوړ کړ.

په (۱۹۲۰)م کال کې خان عبدالغفارخان د پښتونستان د آزادۍ د ملي او سیاسي تحریک په اثر د پښتونستان رهبر په حیث د پرنګي له خوا ونیول شو.

د درې کاله سیاسي بند نه وروسته په (۱۹۲۴)م کال کې خوشې شو، د پښتونستان د خلکو له خوا يې تاریخي هرکلی او د فخرافغان په نوم وستایل شو.


خان عبدالغفارخان په (۱۹۲۴)م کال کې اسلامي ملکونو ته لاړ او په هغه جرګه کې یې د پخواني هندوستان (نماینده) په حیث ګډون وکړ، چې د ابن سعود له خوا په مکه کې جوړه شوې وه.

خان عبدالغفارخان د حج د فریضې د کولو نه وروسته عراق، لبنان، مصر، سوریه، فلسطين او نور عربي ملکونه ولیدل.


د دغې دورې نه چې واپس راغی په پښتونستان کې د ذهني انقلاب د پارولو په مقصد یې د ازاد پښتون په نوم مجله جاري کړه او د خدایي خدمتګار د نماینده ګانو په ملګرتیا په لاهور کې د کانګریس په کلنۍ


بې سوادي لویه ستونزه


باچا خان بې سوادۍ ته د پښتنو د سترې ستونزې په سترګه کتل، نوموړي د پښتنو په سيمو کې د آزادو مدرسو په نوم ۸۷ ښوونځي جوړ کړل.

باچا خان پښتانه د هند د نيمې وچې له نورو قومونو سره د مثبتې مقابلې او د خوشحاله ژوند تېرولو لپاره د راوېښولو په موخه کور په کور او کلي په کلي وګرځېد.

نوموړي د قومونو په ژوند کې د مورنۍ ژبې په ارزښت پوهېده او له دې امله یې له موډرنه ساینسي علومو سره سره د پښتنو بچو ته په آزادو مدرسو کې په پښتو ژبه تدریس کاوه. له دې امله نه یوازې دا چې پښتنو بچو ته په خپله ژبه آسانه شوه، بلكې پښتنو پېژندګلوي ومونده او ژبه یې له بشپړې نابودۍ وژغورله.


خدايي خدمتگار ټولنه

پښتني ټولنه کې ډېر ناسم دودونه وو او خان عبدالغفارخان يې د سمون لپاره ډېر کړاوونه وگالل، خو په خواشينۍ سره چې لا هم پرځاى دي.

دى کلي په کلي وگرځېد او د ولس د تنويرولو هڅه يې وکړه. په پښتنو کې د بدل او غچ اخيستو د دود له منځه وړلو په موخه يې کار پيل کړ.

د پښتونخوا ولسونه هغه مهال سخت فشار لاندې وو. او خلکو ته به ډله ييزې سزاگانې ورکول کېدې. پاچاخان په دې برخه کې يوه بېلگه داسې راوړې:

“زه حکومت د بغاوت په تور نيولى وم او شپاړس ورځې وروسته زما د پلار په گډون زموږ د کلي يو شمېر نور کسان هم هماغه زندان ته راوستل شول. هغوى نکل کاوۀ چې پوځيان سپېده چاود مهال کلي ته راغلل، مدرسې ته څېرمه په يوۀ ډاگ کې يې توپونه ځاى پرځاى کړل، او کوڅو کې به يې چې هر څوک ليدل هغوى به يې نيول او ډاگ ته به يې راوستل. چې لږه رڼا شوه بيا کورونه يې وپلټل وسلې يې واخيستې او سړي يې ټول ونيول او ډاک کې يې توپونو ته مخامخ کېنول. ښځې پر بامونو ختلې وې، ژړا او انگولا وه، ټولو داسې انگېرل چې گواکې اوس به وژل کېږي. کمشنر راغى او وې ويل چې ستاسو کلى مو ٣٠ زره روپۍ جريمه کړى. خو دومره پيسې له کليوالو سره نه وې، نو دوى ١٠٠ سړي زندانونو ته راوستل تر هغه چې کليوال دا جريمه پرې کړي.”

خان عبدالغفار وايي نو ځکه خلکو ته د منظم خدمت اړتيا وه. باچا خان د خداى خدمتگار غورځنگ را منځته کړ او پښتانه يې نه تاوتريخوالي يا عدم تشدد ته را وبلل.


په ١٩٦٩ز کال ، د هند ستر زعيم مهماتماگاندهى جى

د زيږيدو سلمه کاليزه وه . د هند د ملي کانگرس او د هند د حکومت لخوا ، دې مراسمو ته خان عبدالغفار خان هم وبلل شو . دى د کابل نه ډيلي ته ولاړ او په مراسمو کې يې د خورا معزز ميلمه په توگه برخه واخسته . په دې موقع د هند حکومت ده ته ( د سولي او بين المللى  تفاهم ) لوړه جايز ورکړه . خان عبدالغفار خان لومړنى سړى و چې دا جايزه ورکړى  شوه .


_ خان عبدالغفار خان په ډيلى کې خپل کورته د تلو په تکل کې و . د ١٩٨٧ز کال د جولاى په څلورمه کې هلته د هند د حکومت مشرانو ترې وغوښتلى چې يو څه موده پاته شي او د هندوستان د آزادئ د ورځې په مراسمو کښې برخه واخلي . هغه وويل : د يو چا چې خپل وطن آزاد نه وي د بل وطن د آزادئ له جشن څخه به څه خوند واخلي ؟ همدې سره غلى شو . په چرت کې ډوب شو . ويده شو او چې ويده شو بيا نوويښ نه شو . خوب يې دروند او ژور شو ، په خوب کې د فالج د ناروغئ حمله پرې راغله د کوما ( بي هوشئ ) حالت ته ولاړ .

_ باچا خان د اوږدې مودې ناروغئ نه وروسته د ١٩٨٨ز کال د جنورى د مياشتې په ٢٠ مه نيټه د فانې نړۍ څخه سترگې پټې کړې او د هغه د وصيت سره سم په جلال آباد کې خاور وته وسپارل شو .