نظر محمد خاشه چې په خاشه ځوان یې شهرت درلود یو کندهاری ټوکمار (کامیډین) او اربکی و. هغه د کابو څلویښتو کالو په عمر کې د طالبانو له لوري ووژل شو.

مړینه: سمول

خاشه ځوان د جولای پر ۲۳ مه کال ۲۰۲۱ میلادي کې د طالبانو لخوا له خپل کور څخه برمته شوی او وژل شوی وو چې درې ورځې وروسته یې بیا مړی ومونده شو. دده وژنه طالبانو په رسمي توګه ومنل، خو تر څنګ يې دا هم وويل چي ولې له نیول کیدو وروسته محاکمې ته نه دی وړاندې شوی په دې اړه به پوښتنه او پلټنه وکړي.

سرچینې سمول

[۱]