حیاتي کیمیا

تعریف سمول

هغه علم دی کوم چی د کاربن د مرکباتو او په یو ژوندی موجود کې د هغی د ترکیباتو څخه بحث کوي. یا هغه علم دی کوم چی د یو ژوندی موجود د بدن د کیمیاوي جوړښت او د یو ژوندی موجود په انساجو کې د کیمیاوی موادو د انقلاب څخه بحث کوي.

تاریخچه سمول

» حیاتی کیمیا د نن څخه تقریبا 200 کاله وړاندی رامنځ ته شویده. او د بیولوژی د علم یوه څانګه ده.لومړی عالم چی د یو ژوندی موجود په کیمیاوی ترکیب یی کار وکړو د Karl Sheele په نوم یادیږی. دې عالم حیوانې او نباتی انساج تجزیه کړل.د حیاتی کیمیا څخه مخکی باید د عضوي کیمیا ځيني برخی وڅیړل شي

وظیفوي ګروپونه سمول

: د یو اتوم یا اتومونو یو ګروپ چي یو کیمیاوي مرکب ته یو ځانګړئ شکل ورکړي د وظیفوي ګروپ څخه عبارت دی لکه :
  OH  ، د هایدروکسل وظیفوي ګروپ COOH وظیفوي ګروپ د تیزابو ،  -O-  د ایترو وظیفوي ګروپ

په مجموع کی C, N, H, O, S, P هم د وظیفوي ګروپونو څخه عبارت دي چي دا عناصر د کیمیاوي مرکباتو فزیکی او کیمیاوي خواص تعینوي. ۲ – الکول : که چیرته د هایدروکسل ګروپ د یو کاربن سره وصل وي نو د الکولو څخه عبارت دي او عمومی فرمول یی R - OH الکول د دوه برخو څخه جوړ شوي دي یوه برخه یی OH او بله برخه یی د راډیکل څخه عبارت دی او الکول په دری ډوله دي. Primary Alcohol , Secondary Alcohol , Tertiary Alcohol الف- اولی الکول : هغه الکول دي چی د OH ګروپ لرونکی کاربن یی د یو کاربن سره وصل وي لکه : propanol ب – دوهمی الکول : هغه الکول دي چی د OH ګروپ لرونکی کاربن یی د دوه کاربنونو سره وصل وي لکه 1-Methyl, propanol ج – دریمی الکول : هغه الکول دي چی د OH ګروپ لرونکی کاربن یی د دریو کاربنونو سره وصل وي لکه 1-Dimethyl, propanol ۳ – ایستر : د مشبوع هایدروکاربنونو د مشتقاتو څخه دي چي عمومی فرمول یی R - O - R دی او دوه ډولونه لري. متناظر ایتر او غیر متناظر ایتر الف - متناظر ایتر : هغه ایتر دي د O دواړو خواو ته یو ډول د الکایل ګروپونه وصل وي. Di methyl, ether Diethyl, ether

ب- غیر متناظر ایتر :هغه ایتر دی چي د O دواړو خواو ته مختلف د الکایل ګروپونه وصل وي.

نو بیا په نوم ایښودنه کی اول د چپ خوا د راډیکل نوم او بیا وروسته د ښی خوا د راډیکل نوم اخلو.لکه :

                  Methyl, ethyl, ether                      

د ایتر استحصال : که چیرته د دوه مالیکوله الکولو څخه یو مالیکول اوبه وویستل شي نو ایتر لاس ته راځي. لکه : R – OH + R – OH - H2O R – O – R CH3 – OH + CH3 – OH - H2O CH3 – O – CH3 + HOH CH3 – OH + CH2 – OH - H2O CH3 – O – CH2 + HOH ۴ – الدیهاید : که چیرته د کاربونیل (C=O) د ګروپ کاربن د یو هایدروجن او یو کاربن یا یو راډیکل سره وصل وي الدیهاید بلل کیږي. لکه :

                           Methyl  aldihyde

۵ - کیتون : که چیرته د کاربونیل (C=O) د ګروپ کاربن د دوو کاربنونو سره وصل وي نو د کیتون څخه عبارت دی. لکه :

                           Di methyl, Kenton    

۶ – کاربوکسلیک اسید : که چیرته د هایدروکسل ګروپ (OH) او د کاربونیل ګروپ (C=O) په یو کاربن باندی وصل وي د کاربوکسلیک اسید څخه عبارت دی. څرنګه چي د نوم څخه یی معلومیږي چی carbo د کاربونیل ګروپ (C=O) او oxi د هایدروکسل ګروپ (OH) څخه اخیستل شوي دی چي په مجموع کې د کاریوکسلیک اسید جوړوي. او عمومي فرمول یی په لاندی ډول دی : ۷ – ایستر :که چیرته کاربوکسلیک اسید د الکولو سره تعامل وکړي او یو مالیکول اوبه د لاسه ورکړي نو ایستر په لاس په لاس راځي. لکه : R – C – OH + OH – R -H2O R – C – O – R + HOH څرنګه چی S او O په عین ګروپ کی قرار لري نو سلفر هم د اکسیجن په څیر ورته مرکبات جوړوي. خو د یو مرکب په سر کی به یی د thio)) کلمه ذکر کیږي. لکه : R-OH alcohol R-SH thio alcohol

                        R-O-R      ether                                    R-S-R      thio ether                       

۸ – ریډیکشن : که چیرته په یو کیمیاوي مرکب باندی هایدروجن نصب شي او اکسیجن تری لیري شي ارجاع بلل کیږي. که چیرته تیزاب ارجاع شي نو الدیهاید لاس ته راځي او که الدیهاید ارجاع شي نو الکول لاس ته راځي لکه : R – O – OH H2 R – C – H + HOH

R – C – H H2 R – C – OH ۹ – اسیتایل او هیمی اسیتایل : که چیرته الدیهاید او الکول سره تعامل وکړي هیمی استایل لاس ته راځي او که چیرته هیمی استایل او الکول سره تعامل وکړئ استایل او یو مالیکول اوبه لاس ته راځي.

R – C – H + R – OH R` - C – O – R`

R` – C – O – R` + OH – R`` R – C – O – R + HOH ۱۰ – اسید انهایدراید : که چیرته دوه مالیکوله کاربوکسلیک اسید پخپل سره تعامل وکړي او یو مالیکول اوبه د لاسه ورکړي نو اسید انهایدراید لاس ته راځي. لکه :

  R – C – OH  +  OH – C – R                                                  R – C – O – C – R  + HOH

۱۱ – امایدز : که چیرته تیزاب د امونیا سره تعامل وکړي او ورڅخه یو مالیکول اوبه ویستل شي نو امایدونه لاس ته راځي. لکه : R – C – OH + H – N – H R – C – NH2 + HOH ۱۲ – امینونه : د امونیا څخه مشتق دي. که چیرته د امونیا یو هایدروجن د الکایل په ګروپ باندی عوض شي نو Primary Amines لاس ته راځي. لکه : H – N – H R – N – H که چیرته د امونیا دوه هایدروجنونه د الکایل په ګروپ باندی عوض شي نو Secondary Amines لاس ته راځي. لکه :

                                                                                                  H – N – H        R – N – R 

که چیرته د امونیا دري هایدروجنونه د الکایل په ګروپ باندی عوض شي نو Tertiary Amines لاس ته راځي. لکه :

                                                                                          H – N – H       R – N – R  

۱۳ – امینو اسیدونه : که چیرته د تیزابو ګروپ یوه امونیا ((NH2 ولري نو د امینو اسید څخه عبارت دی. لکه :

» که چیرته امین د الفا په کاربن باندی وصل وي نو ورته الفا امینواسید وایی. لکه :


چي دغه امینواسیدونه په حیوانی پروټینونو کی زیات پیداکیږي. » که چیرته د امین ګروپ په β کاربن باندی نصب وي نو ورته بیتا امینواسید وایی. لکه :

دغه امینو اسیدونه په حیوانی پروټینونو کی وجود نلري یواځی د بکتریا خارجی قشر ورڅخه جوړشوي. الفا کاربن :هغه کاربن دی چی په یو مرکب کې اول ځاي ولري او وظیفوي ګروپ پری نصب وي. ۱۴ – پیپتایډی اړیکه (Peptide bond) : د امینو اسیدونو د امین ګروپ د بل امینو اسید د OH د ګروپ سره تعامل کوي او یو مالیکول اوبه د لاسه ورکوي کومه اړیکه چي دلته منځ ته راځي دPeptide bond څخه عبارت ده. لکه :

 ۱۵ – هایدروجنی اړیکه (Hydrogen bond) : که چیرته یو شمیر مالیکولونه یوه جوړه غیرجوړه شوي الکترونونه ولري او په یو بل مالیکول کې هایدروجن چي الکترونونه ونه لري دغه غیر جوړه شوي الکترونونه ځان ته راجذب کړي نو دلته یو اړیکه د H او بل مالیکول ترمنځ جوړيږي چی دا اړیکه د هایدروجني اړیکی په نوم یاديږي. لکه :



کاربو هایدریتونه یا قندونه Carbohydrates or Sugar سمول

په طبیعت کې ډیر داسې مواد شته چي د poly hydroxy aldehide او poly hydroxy ketone څخه جوړشوي وي. چي دغه ډول مواد د قندونو په نوم یادیږي. قندونه په عمومی ډول په اوبو کې منحل دي خو په عضوي محلول کې غیر منحل دي. خو په طبیعت کې یو شمیر مغلق مرکبونه شته چي په اوبو کې هم غیر منحل دي. د خوند له مخی قندنونه خواږه دي خو یو شمیر مغلق قندونه پیکه خوند لري.

قندونه د کیمیاوي جوړښت له مخی ډولونه سمول

a – Mono Sacharides b – Oligo Sacharides c – Poly Sacharides d – Derivative Sacharides a - Mono Sacharides : په طبیعت کې د ټولو نه د کم مالیکولی وزن لرونکی قند دی چی د دری کاربنه قند څخه عبارت دی. یعنی په طبیعت کې یو کاربنه او دوه کاربنه قند وجود نه لري. د دری کاربنه قندونو نموني عبارت دي له :

      Di hidroxy catone                                                                                     glycerol al dehide 



چی دغه دواړه قندونه د حجری په سایتوپلازم کې د ګلوکوز د استقلاب (منحل کیدل) څخه د photosynthesis د عملیي د لاری جوړيږي چی وروسته دغه دواړه قندونه سره تعامل کوي او فرکتور جوړوي.

فرکتوز : Farctos د ځینی انزایمونو په واسطه په ګلوکوز بدلیږي. چی ګلوکوز بیا د نشایستی په ډول په حیوانی او نباتی انساجو کې ذخیره کیږي او حیوانات او نباتات ورڅخه انرژی اخلئ.


Characteristic of Carbohydrates سمول

» قندونه د C , H ,O )) څخه جوړشويدي. » د قندونو په ترکیب کې د H او O نسبت 2 : 1 دی یعنی که اکسجن 6 وي نو هایدروجن به 12 وي. » قندونه د مشرح فرمول له مخي ځنځیري شکل لري. » ‌هر قند د یو څخه زیات د OH ګروپونه لري. » هر قند د الدیهاید یا کیتون وظیفوي ګروپ لري. » په یو قند کې هر کاربن پرته له فعال کاربن څخه یو یو د OH ګروپ لري. » دا فعال کاربن هغه دی چي وظیفوي ګروپ پري نصب دی. قندونه د الدیهاید او کیتون د وظیفوي ګروپونو د لرلو له مخی په دوه ډوله دي.

: Aldo Sugar – (aهغه قندونه دي چی د الدیهاید ګروپ ولري.


: Keto Sugar – (b هغه قندونه دي چی د کیتون ګروپ ولري.


د قندونو نوم ایښودنه سمول

- (aد الدیهایدی قندونو نوم ایښودنه : دا چی د ټولو څخه ساده قندونه دری کاربنه قندونه دي نو نومونه یی په لاندی ډول دي. Triose , Tetrose , Pentose , Hexose , Heptose - (bد کیتونی قندونو نوم ایښودنه : ددې لپاره لاندی ډول نومونه راځي. Teriulose , Tetrulose , Pentulose , Hexulose , Heptulose په طبیعت کې 8 کاربنه قندونه وجود نه لري. او 7 کاربنه قندونه د نباتاتو په حجراتو کې د نورو قندونو د میتابولیزم څخه رامنځ ته کیږي. یعنی د 3 – 7 کاربنه قندونه شته او نور نه.

د قندونو نوري فعالیت سمول

که چیرته د لمر وړانګی د یو مرکب د هستی څخه تیری کړو. نو هغه وړانګی چه د هستی څخه تیریږي د Polarized وړانګو په نوم یادیږي. او هغه وړانګی چی نه تیریږي د Non Polarized وړانګو په نوم یادیږي. پس که چیرته قندونه د نور د وړانګو په مقابل کې کیږدو نو هغه وړانګی چی ښی خوا ته کږي شی نو دغه قند د Derogatory په نوم يادیږي. او که برعکس چپ خوا ته کږي شي نو دغه قند د Levorotatory په نوم یادیږي. یا D د ښی خوا لپاره استعمالیږي او برعکس L هغه ګلوکوز دی چی وړانګي یی چپ خوا ته کږي شي. نوټ : یو قند ولی د لمر وړانګو ته د نوري فعالیت لپاره ږدو؟ ځکه دغه عملیه یا فعالیت مونږ ته د قند ډول او غلظت څرګندوي. لکه : که ګلوکوز د لمر وړانګو ته کیږدو نو وړانګی د (52,7 ) په اندازه ښی خوا ته کږوي. او که فرکتوز د لمر وړانګو ته کیږدو نو د لمر وړانګی د (92,2) په اندازه چپ خوا ته کږيږي. په اصل کې Optical activity د نور د وړانګو ښی یا چپ لور ته کږولو ته وایی. چي په کیمیا ورته Metatoration وایی یعنی کږیدل. غیر متناظر کاربن : هغه کاربن ته ویل کیږي چي د څلورو مختلفو ګروپونو سره وصل شوي وي. لکه په ګلوکوز کې 4 غیر متناظر کاربنونه وجود لري او ګلسیرو الدیهاید کې 1 غیر متناظر کاربن وجود لري. لکه : برعکس متناظر کاربن هغه دی چی د عین ګروپونو سره وصل وي. لکه : میتان په طبیعت کې ډیر قندونه شته چی د وروستی دوهم کاربن له مخی طبقه بندی کیږي. کچیرته د فعال کاربن څخه نمره وهل شروع کړو که په 5 کاربن باندی د OH ګروپ ښی خوا ته راشی دغه ډول قندونو ته D-glucose وایی. برعکس که چپ خوا ته وي نو دا ډول قندونو ته L-glucose وایی. لکه : دغه ډول تقسیمات د میتابولیزم له مخی ډیر د اهمیت وړ دي. ځکه چی D-glucose د حیواناتو او انسانانو لپاره د استفادی وړ دي. او د هضم لپاره یی په ځان کې انزایمونه لري. خو L-glucose یواځی د بکتریاوو په واسطه تولیدیږي کوم چی حیوانات او نباتات ترې استفاده نشی کولاي. » د ساده قندونو فرمول د لمړي ځل لپاره د یو جرمنی عالم ((Fitting .g له خوا ولیکل شوي.چی یو د OH ګروپ یی ورکړي وؤ. چی دا یو ګلوکوز وؤ. » څرنګه چی د ساده قندونو دغه ډول فرمولونه د ګلوکوز د انواعو خصوصیات په ښه ډول نشی ښودلائ. نو یو بل جرمنی عالم د (Fisher)په نوم ساده قندونو ته دا ډول شکل ورکړو. چی Fisher ګلوکوز په اوبو کې منحل کړ او د لمر وړانګو ته یی کیښود له نیم ساعت وروسته د لمر وړانګی د 52,7 درجو په اندازه کږي شوي یعنی په کیمیا کی د لمر د وړانګو کږیدلو ته Metatoration وایی. نو Fisher ثابته کړه چی د نور د وړانګو کږیدل نه یواځی په D-glucose کې بلکی د قندونو په محلولونو کې هم رامنځ ته کیږي. یعنی قند چی په هر شکل وجود لري نو Polarized یی ثابت پاتی کیږي. همدارنګه Fisher وویل چی قندونه د H او OH ......... کاربن او 5 کاربن سره تعامل کوي. چی د یو مالیکول HOH په خارجولو سره دوه ډوله نور قندونه د α او β په نامه رامنځ ته کوي. » کچیرته په یو قند کې د OH ګروپ په اول کاربن باندی ښی خوا ته واقع وي. نو د الفا ګلوکوز په نوم یادیږي. » کچیرته د OH ګروپ په اول کاربن باندی چپ خواته وجود ولري نو د بیتا ګلوکوز په نوم یادیږي. الفا ګلوکوز : د حیواناتو او نباتاتو یا هغه حیواناتو چی ساده معده ولري د هضم وړ دی. بیتا ګلوکوز : د هغه حیواناتو لپاره چی مرکبی معدي ولري او د β ګلوکوز د هضم لپاره پخپلو شکمو یا Grabage کې انزایمونه ولري د هضم وړ دی. په نړۍ کې د 75% په اندازه د β ګلوکوز قندونه وجود لري. د ګلوکوز د تعامل معادله داده چی 1 او 5 کاربن سره تعامل کوي. او α او β په نامه قندونه جوړوي. نو دا چی د α او β قندونو د لیکلو لپاره ډیر وخت او ډیر ځای ته ضرورت دی.نو د Huwart په نامه یو عالم ددوی لپاره حلقوی فرمولونه جوړ کړل چی په لاندی ډول دي. -1 یو شپږ ضلعی رسموؤ. -2 کچیرته د OH ګروپ په اول کاربن باندی ښی خوا ته واقع وي نو د OH ګروپ لاندی لیکل کیږی. او کچیرته د OH ګروپ په اول کاربن باندی چپ خواته وي نو په حلقوی فرمول کې پورته لیکل کیږي. لکه د α قند کې :

ساده قندونه سمول

په طبیعت کې ډیر قندونه شتون لری چی ټول 6 کاربنه دي. ددغه 6 کاربنه قندونو د جملی نه 4 قندونه زمونږ په ژوند کې د انرژی او نورو محصولاتو د تولید لپاره مهم دي. چی عبارت دي له : Glucose Gluctose Mannose Fructose


D ورته ځکه استعمالیږي چی په 5 کاربن باندی د OH ګروپ ښی خوا ته وصل وي. 5 کاربنه قندونه : د پنځه کاربنه قندونو د جملی نه د Ribose قند ډیر مشهور دی او نور 5 کاربنه قندونه عبارت دي له : D- Ribose D- Ribulose D- Arabinose D- Xylose 4 کاربنه قندونه : د 4 کاربنه قندونو د جملی نه 2 قندونه ډیر مهم دي. چی عبارت دي له : D- Arathose D- thraose 3 کاربنه قندونه : په طبیعت کې صرف 2 قندونه وجود لري. چی عبارت دي له : Di hydroxi Catone Glycero Aldahide

د ساده قندونو(Monosaccharide) تعاملات سمول

د alpha قندونه پخپل منځ کې سره تعامل کوي او ګلوکوزسایډی اړیکه رامنځ ته کوي. یعنی مختلف ساده قندونه د ګلوکوزسایډی اړیکی په واسطه سره یو ځای کیږي تعامل کوي او مختلف مغلق قندونه جوړوي. الف : Alpha glucose د بل Alpha glucose سره تعامل کوي د اول او څلورم کاربن تر منځ د یو مالیکول اوبو په لیری کیدلو سره ګلوکوزسایډی اړیکه رامنځ ته کوي او مرکب قند لاس ته راځي. ب : که چیرته د یو قند 2 کاربن د OH ګروپ سره په H باندی تعویض شي نو لاس ته راغلی قند د Deoxi Sugar په نوم سره یادیږي. چی یو ښه مثال یی د Ribose قند دی. که چیرته د Ribose قند دویم کاربن د OH ګروپ د H په واسطه تعویض شي نو لاس ته راغلی قند د Deoxi Ribose په نوم یادیږي. چي دغه قند د کروموزوم ، جنین ، پروټینونو او انزایمونو په تولید کې مهم رول لري. C )-که چیرته د یو قند د OH د امین د ګروپ سره تعویض شی نو لاس ته راغلی قند د Amino Sugar په نوم يادیږي.



Oligo Sacharide سمول

هغه قندونو ته ویل کیږی چی د 7-10 پوری د ساده قندونو څخه جوړ شوی وي. چی په دوه ډوله دی. a)- Homo Oligo Sacharide b) - Hetro Oligo Sacharide Homo Oligo Sacharide : هغه مرکب قندونو ته ویل کیږی چی د یو ډول ساده قندونو د یوځای کیدلو څخه رامنځ ته کیږي. لکه : Maltose او Cellubiose Maltose د نشایستی ساختمانی واحد چی نشایسته یو پولی سکراید دی. Cellubiose د سلولوز ساختمانی واحد دی. Hetro Oligo Sacharide : هغه مرکبو قندونو ته ویل کیږی چی د 2-3 پوری د مختلفو ساده قندونو د یوځای کیدلو څخه رامنځ ته کیږي. لکه : Lactose او Sacharose یو څو مهم مرکب قندونه 1- Maltose : د amylase په نوم د یوډول نشایستی ساختمانی واحد دی. چی د دوه مالیکوله alpha glucose څخه د 1-4 glucosidal bond په واسطه رامنځ ته شوي دی. فرمول یی په لاندی ډول دی.



2 – Iso maltose: د amylo pectin په نوم د یو ډول نشایسی ساختمانی واحد دی البته حیوانی نشایستی چی د glycogen په نوم یادیږي. چی دغه قند د دوه مالیکوله alpha glucose څخه د په 1-6 glucosidal bond په واسطه رامنځ ته شوي وي.

3 - Cellubisose : هغه مرکب قند دی چی د دوه مالیکوله beta glucose څخه د glucosidal bond په واسطه تشکیل شوي دی. 4 – Lactose : د شیدو د قند په نوم هم یادیږي کوم چی د ماشومانو د تغذیی لپاره ډیرمهم دی. دا قند په بدن کې د phosphate (PO4) جذب ګړندی کوي او هم Lactic acid جوړوي.چی دغه Lactic acid د هاضمی جهاز PH راښکته کوي او هم د میکروبونو د ودی مخنیوي کوي. Lactose د یو مالیکول beta glucose او مالیکول beta gluctose څخه د 1-4 - β glucosidal bond په واسطه لاس ته راځي.

5 – Sacharose : دغه مرکب قند د یو مالیکول څخه د 1-2 glucosidal bond – β په واسطه لاس ته راځي.

مغلق قندونه سمول

هغه قندونه دي چی د زیاتو ساده قندونو د یوځای کیدلو په نتیجه کې رامنځ ته کیږي. هغه ساده قندونه چی په مغلقو قندونو کې د glucosidal bond په واسطه مغلق قندونه رامنځ ته کوي د 11-500 پوری دي.

هغه پولی سکرایدونه چی د alpha glucosidal bond په واسطه رامنځ ته کیږي عبارت دي له نشایستی او ګلایکوجن څخه. او هغه پولی سکرایدونه چی د beta glucosidal bondپه واسطه رامنځ ته کیږي عبارت دي له سلولوز او همی سلولوز څخه عبارت دی. پولی سکرایدونه په دوه ډوله دي: A – Homo Poly Sacharide : هغه مغلق قندونه دي چی د یو ډول ساده قندونو د یوځای کیدلو په نتیجه کې رامنځ ته کیږي. دغه ډول قندونه په نباتاتو کې زیات او په حیواناتو کې کم پیدا کیږي. B – Hetro Poly Sacharide : هغه مغلق قندونه دي چی د مختلفو ساده قندونو د یوځای کیدلو په نتیجه کې رامنځ ته کیږي. لکه : Heparin ، hydraulic acid ، Chondrotine Heparin : د حیواناتو په وینه کې پیدا کیږي او د وینی د لخته کیدلو مانع ګرځي. Hydraulic acid : دغه قند په حجراتو کې د ascorbic acid ( (Vit Cپه واسطه تولیدیږي. که چیرته په حجراتو کې دغه قند کم شی حجرات سستیږي او د خون ریزی باعث کیږي. Chondrotine : دا ډول قندونه د هډوکو او کرپندوکو د انساجو د جوړولو وظیفه په غاړه لري.

یو څو مهم پولی سکرایدونه (څو قیمته قندونه) سمول

هغه ساده قندونه چی مغلق قندونه ورڅخه جوړیږي عبارت دي له : glucose , xylose , monose , gluconic acid , glucornic acid , arabinose مغلق قندونه د ساده څخه د 1-1 , 1-2 , 1-3 , 1-4 , 1-5 , 1-6 ګلوکوزسایډی اړیکی په واسطه رامنځ ته کیږي. 1 – Starch : نشایسته

په طبیعت کې پیدا کیږي چی د حیواناتو او نباتاتو لپاره د انرژی منبع ده. او په دوه ډوله ده :

a)- Amylase : یوه نباتی نشایسته ده چی ساختمانی واحد یی مالتوز دی او د alpha 1-4 ګلوکوزسایډی اړیکی په واسطه رامنځ ته کیږي. دا قند -o-o-o-o- په دا سې شکل یو زنځیر جوړوي. او ساختمانی فرمول یی په لاندی ډول دی.

b)- Amylopectin : دا ډول نشایسته په نباتاتو کې زیاته او په حیواناتو کې په کمه اندازه پیدا کیږي.او د alpha 1-4 او alpha 1-6 ګلوکوزسایډی اړیکی په واسطه رامنځ ته کیږي. او تقریبا د 24-30 پوری د ګلوکوز مالیکولونه لري.


د قندونو مشتقات سمول

هغه مرکبات دي چی د قندونو د اکسیدیشن او ریډیکشن څخه په انساجو کې جوړیږي عبارت دي له :

- ( a هغه قندونه چی د Oxides په نتیجه کې رامنځ ته شوي وي. 

1 - gluconic acid که چیرته د ګلوکوز اول کاربن Oxides شی نو gluconic acid لاس ته راځي. تیزاب دي چی په طبابت کې د عملیاتو لپاره استفاده کیږي. 2 – glucornic acid که چیرته د ګلوکوز 6 کاربن Oxides شی نو glucornic acid لاس ته راځي. 3 – Saccharic acid که چیرته د ګلوکوز 1 او 6 کاربن Oxides شی نو Saccharic acidلاس ته راځي د ریډیکشن په نتیجه کې رامنځ ته شوي قندونه : د قندونو څخه د ارجاع په نتیجه کې Sarbitol او Anositol لاس ته راځي. چی ددې دواړو څخه په طبابت کې استفاده کیږي. 1 - Sarbitol که چیرته د ګلوکوز اول کاربن ارجاع شي نوSarbitol لاس ته راځي. 2 - Anasitol هغه مرکب دی چی د ځیګر څخه انساجو ته د شحمیاتو د انتقال وظیفه لري. کچیرته په انساجو کې ورته اړتیا پیدا نشی بیا یی بیرته ځیګر ته انتقالوي. په بدن کې د Anasitol په زیات والی سره د Fatty acid په نوم ناروغی منځ ته راوړي.

سرچینې سمول