حياتي فکتورونه

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيريال ساتنې او ځنګلونوڅانګه


حیاتی فکتورونه سمول

Biotic Factors 
 
Beavers are the prototypical ecosystem engineer because of the effects their dams have on channel flow, geomorphology, and ecology.
 
Kelp are autogenic ecosystem engineers, by building the necessary structure for kelp forests

حیاتی فکتورونه یا Biotic Factors د هغه عواملو څخه عبارت دی چه د یو ژوندی موجود پواسطه د چاپیریال په نورو عناصرو او اجزاوو باندی تاثیرات واردیږی او یا هغه عوامل چه حیاتی منشا لری حیاتی یا بیولوژیکی فکتورونه په لاندی دریو گروپونو تقسیم شویدی. • د انسانانو تاثیرات 2- د حیواناتو تاثیرات 3- د نباتاتو تاثیرات

د انساناتو تاثیرات Human Factors سمول

 
Gordon Dam

انسان د یو مهم حیاتی فکتور یا عامل په توگه په ټولنه باندی مثبتی او منفی اغیزی لری د انسان د کړنو په واسطه په طبیعت کی راښی تغیرات منځ ته راځی چه د ژوند یو موجوداتو محیط ته تغیر ورکوی انسانانو د خپل تکامل په پروسه کی لمړی ښکار کولو چه دغه کارهم په غیږ نسی او وحشیانه ډول سرته رسیدلو چه خپله دغه کار د طبعت د توازن خرابوالی سبب گرځی ځکه وحشی ژوی د طبیعت د ایکووسیستم یو جز دی او ددی کړی ماتیدل د طبعت ټول توازن گډوډوی او ځنی تر اوسه پوری انسانان د دغه ناوړه عمل څخه لاس په سر شوی ندی او په لری کی په سلگونو ارقام اوو اقسام د ژوندیو اعوامو (وحشی ژویو) له منځه تللی دی او لا هم یی له منځه تگ ادا نقراض دوام لری. د ښکار څخه وروسته انسانانو په زراعت لاس پوری کړ که څه هم چه دغه کار ته یو ضرورت لیدل کیده او یو لږ سیگنی د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو په برخه کی شویدی ولی د کرهنی پدغه پروسه کی انسانانو د خپلو ضرورتونو د اتباع په خاطر په طبیعت کی په افراطی ډول مداخله کړی او د طبیعت د نظام د خرابوالی سبب گرځیدلی دی او پدی لړ کی یی قوی خاوری له منځه وړی څر ځایونه یی د کښت او کړ پخاطر تخریب کړی او داسی نور. د زراعت او زراعتی انقلاب څخه وروسته انسانانو د ځینو پر مختگونو او تجاربوو په نتیجه کی صنعتی انقلاب منځ ته راوړ او صنعت دومره پرمختگ وکړ او داسی اسباب او وسایل را منځ ته شول چه استعمال یی انسانانو ته د سهولتونو تر څنگ منفی اغیزی هم لری. او زمونږ د محیط اوبه یی ککړی کړیدی هوا یی کثیفه او چټله کړیده ، ځنگلونه تخریب او څړ ځایونه محوه شویدی دننی ورځی او عصر تمدنی انسان د یو مهم فکتور په صفت د بیولوژیکی توازن په خرابوالی لاس لری او د خپلو غیری علمی فعالیتونو په نتیجه کی ایکو سیستم تخریب او محوه کوی که دننی عصر کیمیاوی او بیولوژیکی اسلحو ته ننظر وکړو چه د انسانانو د فعالیتونو او د ساینس او تکنالوژی د انکشاف مسئله ده نو وژونکی او تیاه کووونکی حیثیت لری. او استعمال یی د تاریخ په اوږدو کی د مختلفو ژوندیو موجوداتو د مرگ باعث شویدی او د غیری ژوندی چاپیریال یی داسی تخریب کړی چه بیرته جزایی یی د انسان توان څخه وتلی دی او یو نا ممکن عمل ښکاری د دغه اسلحو د استعمال په نتیجه کی په سلگونو زره هکتاره ځمکه او په میلیونونو ټنه خاوره تخریب شویدی چه د دغه مقدار خاوری جوړښت او تشکیل په طبعی ډول زرگونو کلونو ته ضرورت لری او د اقتصاد او وخت له نقطه نظره یو نا ممکن عمل بر یښی او همدارنگه نور په لس گونومثالونه شته دی چه شاید تشریح کی د یو مستقل کتاب متن تشکیل کړی. • د حیواناتو اغیری انسانان د طبیعت د نظام یوه بله پوره کوونکی کړی شمیرل کیږی چه د طبیعت د نورو اجزاو په شان په محیط او چاپیریال باندی تاثیرات لری او په یوه محیط کی اساسی تاثیرات منځ ته راوری چه د دغه اثراتو په نتیجه کی د حینو نورو ژوندیو اجسامو ژوند تامین او په بله برخه کی بعضی وخت د نورو ژوندیو اجسامو ژوند تهدید وی.

 
Beaver dam on Smilga

د نباتاتو تاثیرات سمول

نباتات په طبیعت کی د نورو ټولو اجزاوو په نسبت یوه مهمه کړی شمیرل کیږی او دغه نباتات د ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره نوری انرژی په کیمیاوی انرژی باندی تبدیلوی او ټولو ژوندیو موجوداتو ته غذا تهیه کوی او د نورو ټولو ژوندیو موجوداتو د پاره د غذاو فابریکی حیثیت لری روحی تر څنگ نباتات د هوا د پاکوالی او تصفیی سبب گرځی او په میلیونونو ټنه گرد او غبار او نور مضر گازات د هوا څخه جذبوی او د هوا پاکوالی سبب گرځی نباتات دی چه شعیفه خاوری قوی او حاصلخیزه کوی او د خاوری حاصلخیزی بیرته په غیری مستقیم ډول د انسانانو ، حیواناتو او نورو نباتاتو په ژوند باندی تاثیر لری. د نباتاتو د عمر او ژوند مختلفی مرحلی د هغوی د نا مساعدو شرایطو په مقابل کی مقاومت سره توپیر لری لکه د یوی هفتی د رطوبت عدم موجودیت په صورت کی د ځوانو او کم عمره ساقو او هغو تخمونو چه نوی شنه شوی وی له منځه ځی لکن پورته حالت پورته حالت د همدی نوعی په لوړ عمرو نباتاتو کی فرق کوی. ځینی وخت نباتات یو پر بل اثر لری او د غذایی موادو په اخستلو کی رقابت کوی او ځینی نباتات د ځینو نورو تر تاثیر لاندی راځی او ځینی لوړ قدی او ځینی ټیټ قدی منځ ته راځی چه دغه په مستقیم او غیری مستقیم ډول د ژوندیو موجوداتو ژوند تهدید وی.

بیولوژیکی محیط سمول

Biological Environment

هر ژوندی موجود د خپلو فعالیتونو د پاره فزیکی او بیولوژیکی محیط سره مستقیم ارتباط لری هیڅ ژوندی موجود په تنهایی ډول سره ژوند نشی کولی بلکه د خپل ژوند د تامین پخاطر په نورو ژوندیو اجسامو پوری تړلی دی او د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په خاطر د یو سیستم څخه استفاده کوی چه دغه ډول رابطه او سیستم د Bioceonosis پنوم یادیږی او د یوی یا څو نوعو څخه تشکیلیږی چه د حیواناتو او نباتاتو تعداد چه په هره اندازه په یوه ایکو سیستم کی زیاتیږی په همغه اندازه د خپلو ضرورتونو د دفع کولو په خاطر رقابت کوی د دو مختلفو نوعو تر منځ اړیکی او ارتباط په لاندی دوو گروپونو ویشل کیږی. -a همزیستی -b خصومت یا جگړه چه همزیستی لاندی ډولونه لری : • Commenalism 2- Mutalism 3- Neutralism چه هر یو یی په مفصل ډول تر څیرنی لاندی نیسو : • Commenalism دغه د همزیستی د هغه ارتباط څخه عبارت دی چه د تل لپاره د یوی نوع په گټه تمامیږی پداسی حال کی چه بلی نوعی ته تاوان او ضررونه بلیږی لکه د یو حیوان د پاتی شونی غذا څخه چه بل حیوان گټه اخلی او یا هغه نباتات چه دونو د پاسه نسلی لاکن خپله غذا په خپله تهیه کوی او ونو ته کوم ضرر او تاوان نه رسوی. • Mutalism دا هغه ارتباط او اړیکو څخه عبارت دی چه دوه مختلفی نوعی یو د بل څخه مستفیدی کیږی او یو د بل څخه غیر په طبعیت کی ژوند نشی کولی بلکه گل سنگونه چی د الحر او فنجی د ټولنی څخه عبارت دی چه پدی ټولنه کی الحر د غذا د تهیی او ترتیب وظیفه پر غاړه لری او فنجی د ساتنی او د محافظت وظیفه پر غاړه لری. • Neutralism پدغه ډول اړیکو کی هیځ د دوی څخه یو د بل څخه نه متاثره کیږی د دغه ډول همزیسی مثال په طبیعت کی ډیر کم موندل کیږی د ایکالوژی له نظره د خاص ارزښت ور نه شمیرل کیږی . خصومت یا Antogonism خصومت یا Antogonism په لاندی گروپونو ویشل شویدی. • رقابت یاCompetation  : د دوو یا زیاتو ژوندیو موجوداتو تر منځ د حیاتی او ضروری موادو د لاس ته راورلو لپاره کشمکش او د جنجال ته رقابت یا Competition ویل کیږی. چه دغه رقابت د غذایی موادو ، پنا گاه ، ځای ، او نورو لپاره وی په هغه صورت کی چه غذایی مواد زیات رقابت کم واقع کیږی او کچیری غذایی مواد کم وی نو پدی صورت کی رقابت دایر قوی وی او ضعیفه ژوندی موجودات د دی رقابت په نتیجه کی یا محیط پریږدی او یا شاید مړه شی رقابت معمولا په دوو شکلونو سره صورت نیسی په مستقیم او غیر مستقیم ډول . مستقیم رقابت هغه وخت واقع کیږی چه حدی محاربه یا مجادله موجوده وی او د دوو نوعو تر منځ واقع وی او غیری مستقیم رقابت د غذایی موادو د کموالی یا د ځای په اساس د قوی ژوندیو اجسامو پوسیله واقع کیږی. • ښکار کوونکی یا Prodition : حقیقی ښکار کوونکی هغه آزاد حیوانات دی چه نور حیوانات د غذا په منظور او یا هم د خصومت او دشمنی له مخی په ښکار او قتل رسوی ښکار کوونکی عموما حیوانات دی او ښکاری حیوانات د غوښو خوړونکو او حشرو خوړونکو څخه عبارت دی. • Antibiosis : ځینی ژوندی موجودات ځینی مواد ترشح کوی چه نور ژوند اجسام متاثره کوی لکه Co2 او ځینی عضوی تیزابونه او نور مواد. • انتفاع Exploitation  : د یوی نوعی گټه اخستنه ابلی نوعی څخه د انتفاع پنوم یادیږی د دی بڼه اربره شمال د یو نومه میږی څخه عبارت دی چه دغه میږی د یو تعداد نورو میږیانو کورونه د ژوند په اوایلو کی تر خپلی حملی لاندی راولی او د هغوی زیات شمیر لاروا او پیوپا تر خپل اسارت لاندی راولی چه بیا د دغه لاروا او پیوپا د بلوغیت څخه وروسته د خپلو با دارانو لپاره کورونه جوړوی او هغوی ته غذایی مواد برابر وی.

د محیط یا چاپیریال ککړتیا سمول

Pollution

ککړتیا Webstarcolligiate Dictionary مطابق (چاپ 1982) د ککړولو یا چټلولو په معنی دی او د محیط او چاپیریال ساتنی د اداری په وینا ککړتیا د هغه نا مساعده تغیراتو څخه چه د انسانی فعالیتونو او د هغوی د فرعی محصولاتو په نتیجه کی طبعیت باندی واردیږی او یا هم کله نا کله خپلی طبعی پیسی د محیط د ککړتیا باعث شویدی د چاپیریال د ککړتیا موضوع کومه نوی مسئله نده چه خلکو ته تازه والی ولری بلکه د ډیری پخوا څخه یعنی 750 کلونو څخه د مخه دورو را پدیخوا وجود لری چه په هغه وختونو کی ځنگلونو د %90 څخه زیاته برخه د شنه پوښ په صفت پوښلی وه او د چین او غربی افریقا او شرقی اسیا (فلپانی ، مالیزیا ، انندونیزیا ، کمبوریا ، تایلند ، ویتنام او نور) اکثره برخی یی پوښلی وی. د هغه وخت انسانانو د اور لگولو په سبب اور غیری فنیی او نا معقوله گټو اخستلو او نا پوهی له امله د ځنگلونو هغه شین پوښ د نړی په اکثره منطقو کی له منځه یوړ د انسانانو د اولنی حملی آثار او ښیی اوس هم د Savana په شکل په غربی افریقا کی او جنوب شرقی آسیا کی پاتی دی. د چاپیریال د ککړتیا عوامل یا طبعی نشا لری او یا د شر د لاس کړنی او محصولات دی هغه گازونه جه د اتش فشانی غرونه څخه خارجیږی او یا هم هغه گرد او غبار چه د بارانو د لگیو په اثر د صحرای اداسپی مناطقو څخه الوزی د طبعت زیړ نده دی لکی انسانانو هم له ډیری پخوا څخه د فلزاتو په ویلی کولو او بالخصوص د 19 قرن څخه را پدیخوا د صفت په انکشاف سره د چاپیریال په ککړولو کی مهم نقش درلود تر څو چه د 19 قرن په وسط کی د تکنالوژی په انکشاف او زیاتو اختراعاتو په نتیجه کی مجهزو وسایلو په منځ ته راتگ سره انسانانو په بی رحمانه توگه په طبعت حمله وکړه او په نتیجه کی د صنعتی هیوادونو تر منځ یو رقابت رامنځ ته شو او غوښتل یی چه د دغه تجهیزاتو او وسایلو او طبعی منابعو ته په گټی اخستنی سره یو پر بل حاکمیت پیدا کړی چه دغه کار نوره هم په طبعت حمله زیاته کړه د دغه ثابت اوبه کوونکی راښی وحشتناکه لوبه وکړه چه انجام او نتیجه یی د دواړو طرفونو اخستگی څخه غیر بل څه نه وو هغه ستړیاوی چه مونږیی نن ورځ حسن کوو د هغه بشری ټولنی سره د هغه ټولنی سره او د هغه طب سره چه مخکی موجود کاملا فرق کوی او علت یی د دغه اعمالو پواسط د چاپیریال ککړتیا ده چه په ډیره چټکه توگه یی صورت نیولی دی ، هغه څه چه مونږ کی خورو ، هغه څه مونږ یی اغوندو او هغه څه چه مونږ یی د زندگی د عنوان په صفت ادیا کوو د ښایست په منظور استعمالوو او د هغه مواد ډیره کوچنی برخه ده چه د ډیری انرژی مصرف څخه وروسته او د ډیر وخت د تیریدو څخه وروسته مونږ ته رسیدلی دی چه په نتیجه کی یی زمونږ په روزانه زندگی کی د دغه موادو زیاته برخه د فاضله موادو په صفت سیندونو ته علاوه کیږی او هلته د اوبو د ککړتیا باعث گرځی او یا په کوڅو او جادو کی انبار او غورځول کیږی او د فضا د ککړتیا باعث گرځی او بالاخره پای کی د یوو تعداد مختلفو سیمی گازونو په شکل هوا او فضا ککړتیا باعث گرځی د 20 قرن د مادرنی زندگی نه یواځی دوی موجب شویده چه طبعی منابع د بایو سفید تخریب او تهدید کړی بلکه په زیات مقدار فاضله مواد ئی طبعت ته علاوه کړی چه دغه کړنو د بشریت آینده د لوی گواښ سره مخامخ کړی.

د ککړتیا انواع Kind of Pollution سمول

د ککړتیا څخه د مخنیوی پخاطر باید تر هر څه اول د ککړونکو توکو نشاء او منابع وپیژنو او بیا وروسته یی د مخنیوی لپاره تدابیر د نجوو البته باد آوری کول لازم چه د ککړتیا په برخه کی د طبعی عواملو اثرات کم اړنا چیزه گنل کیږی مثال د آتش فشان غرونه د دنیا په ډیرو برخو کی لیدل کیږی لکن د انسانی فعالیتونو لمن پراخه ده او مخصوصا د صنعتی کیدلو پالیسی او د صنعت چټک پرمختگ راټول چاپیریال او په خصوصی توگه د هوا د ککړتیا په برخه کی رول لری دا دی په لاندی توگه د بعضو آلوده گیو (ککړتیاو) او د هغوی د عواملو او په انسانانو او چاپیریال باندی د هغه ناوړه تاثیرات تر بحث لاندی نیسو.

گرد او غبار سمول

گر او غبار د سمنت جوړونی فابریکی ، چونه جوړونی ، د فلزاتو د ویلی کولو ، د نفتو سوځولو ، پطرولو ، د خارو تیلو ، د ډبر سکرو سوځولو څخه په کورونو او یا هم د نباتی پوښ د له منځه وړلو په اثر د قوی یا درنو پواسطه د خاوری تخریب په اثر را منځ ته کیږی همدارنگه په موټرو کی د تیلو د استعمال له امله واړه ذرات په هوا کی په معلق ډول پاتی کیږی. یوو د دغه عناصرو څخه چه گرد او غبار تشکیلوی هغه سرب Pb څخه عبارت دی چه په موټرو کی د پطرولو د سوخت له امله محیط ته آزادیږی که په خپل هیواد کی ځینی پر نفوسه ښارونو لکه کابل ته نظر وکړو نو گورو چه د موټرو د تراکم له امله په کلنی په زرگونو گرامه سرب Pb هوا ته ازادیږی د هر لیتر تیلو د سوځولو څخه 0.2-0.6 gr سرب هووا ته آزادیږی. چه بیا دغه سرب یا په مستقیم ډول د تنفس د لاری او یا د هغه میوه جاتو او سبزیجاتو د لاری چاری د پارکونو او سرکونو تر څنگ په آزادانه ډول څرڅیړی د هغی د لاری د انسان بدن ته داخلیږی هر کله چی د صنعتی ځایونو تر څنگ د حیواناتو د تری مرکزونه او حیوانی فارمونه موجود وی نو د هغوی علوفه جاتو د موم کیدلو له لاری د حیواناتو بدن ته Pb داخلیږی او بیا د شیدو له لاری د انسان بدن ته داخلیږی د همدغه شکل په اساس په 1964 میلادی کال کی د آلمان د برمن په ښار کی په هغه نرعه کی چه منفی پارک ته نیږدی یی موقعیت درلود په سر پو د ککړو خوړوله امله مړی شوی لدی څخه علاوه د %20-10 د لمر وړانگی د گرد او غبار پواسطه منع کیږی چه دغه وړانگی د ویتامین D اصلی عامل گڼل کیږی د کابل د ښار په شاوخوا او اطراف کی د نباتی پوښ د منځه تلو په اساس اکثره وخت گرد او غبار د کابل په ښار باندی سیوری نیولی وی او دغه اثرات کیدای شی د ورځی په آخرنی برخه یعنی مازدیگر کی ښه مشاهده شی دغه گرد او غبار کابل د ښار اوسیدونکی د همیشه لپاره تهدید کوی.

گازات سمول

په کلنی ډول په میلیونونه ټنه So2 , Co2 , Co د نفت اوو ډبرو سکرو د سوخت له امله کارخانو او کورونو د دود کثونو خارجیږی او هوا ته آزادیږی او محیط د خرابوالی سبب گرځی. نن ورځ 7,2X16 ټنه د Co گاز 7X10 ټنه د Co2 گاز او 4,5X10 ټنه د اوبو بخارات په کلنی ډول د طبعی عواملو او پدیدو پواسطه اتوموسفیر ته ازادیږی چه په ترتیب سره د دی په مقابل کی یعنی د دی تر څنگ 1,5X10 ټنه Co گاز 1,8X10 ټنه Co2 او 9X10 ټنه د اوبو بخارات د صنعتی فعالیتونو پواسطه چه د لاس محصول دی اتوموسفیر ته آزادیږی په لاندی څو مثالونو کی د چاپیریال ککړتیا او د هغی ضرورتونه چه د دنیا په بعضی ښارونو کی واقع شویدی نظر کوو او هغه دا چه : په 1930 میلای کال کی لوسیس په ښار کی 60 نفره د زهری مواد د تراکم له امله تلف شول. په 1948میلادی کال کی دامریکا دمکسیکو په ایالت کی20 نفره د هوا د ککړتیا له امله مړه شول. په1950م کال کی دامریکادمکسیکوپه ایالت کی دگازپایپ لاین دخلاصیدوله امله22نفرمړه شول. په1952م کال کی د لندی په ښار کی دزهری موادو د غلظت له امله 4000 نفره مړه شول. په 1969م کال کی د لونیځ په ښار کی 34 نفره د هوا د ککړتیا له امله تلف شول. او د دوی ښار اکثره اوسیدونکی د سرو په امراضو مبتلا شول او همدارنگه د شو شقو راپورنو مطابق په 1980 لیزه کی په سلگونو نفره د نیو یارک ، لندن ، توکیو ، کی د هوا د ککړتیا له امله مړه شول د پروفیسور د شمک د مطالعاتو له مخی چه د المان د السن په ښار کی د هوا د ککړتیا سره د مبارزی د انجمن رئیس اور د اطفالو تخصص و داسی ویل کیږی چه د هوا ککړتیا په کوچنیانو باندی د بدنی رشد د کموالی سبب گرځی او په لویانو کی د سرو د سرطان باعث گرځی. مطالعاتو ښودلی ده چه د غیری صنعتی سیمی ماشومان د صنعتی سیمی د ماشومانوو څخه 6 میاشتی فکری وی او بدنی نمو له مخی فرق لری د هوا ککړتیا د روانی ناراحتیو ، د سترگوو تخریش ، د سر درد

سرچینې سمول

لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه –