حوصله نه لرم لنډه کیسه

حوصله نه لرم ..... دا چی ځوان یم , 25 کلن یم , مور اوپلار په ښه ډول تربیه کړی او روزلی یم ,مینه یې راکړې ده ,زحمتونه یې راسره ایستلي دي , تعلیم یې راباندي کړی او حتي واده یی له غاړی دی یوازنۍ ستونزه چي موږ ټول ورسره مخ یو هغه زما طبیعت دی یعنی په نه څه خفه کیږم , چاته سمه خبره نه کوم ,روانی ستونزه یی بولم ځکه څومره چی زه د ګرځنده ځیرک تیلیفون څخه کار اخلم هغومره وختله کورنۍ سره نه تیروم ,دنده لرم په دنده کی هم کوم توپیر نه وینم یوازی می په کور کي د کورنۍ غړو ته حوصله ختمه سی پوهږئ چي ولي? ځکه د کور نۍ ترټولو کشر زه یم څه چي غواړم هغه رارسیږی بهر څوک ماته دوه ساعته دری ساعته وخت راکوي چی ځای پرځای کښینم او ګوته پورته او کښته کړم , خلک کار راڅخه غواړی خو په کورنۍ کی څوک ماته ږغ نه کوي ځکه فکر کوی چی ځوان یم خپله ښه پوهیږم ښه او بد پیژنم خو افسوس داسي نه ده , تاسو پوهیږی موږ او ستاسو سرونه اوس ټول له یو مخه له خپل سرونو څخه د لاسو د ګوتو پ څیر کار اخلو .تاسو دوې ورځی یوه هواره تخته د موبایل په اندازه پرې کړی او په تمثیلي ډول یې د ځانه سره وګرځوی یقین او باور لرم چی له ځانه مو بد راسی. بل مور اوپلار ته ډیر خوند ورکوی په ځانګړي ډول هغه وخت کله چی یې ماشوم په خبرو راځی نو ډیر خوشحاله وی ځکه اوس دوی کولی سی خپل کیسې او دردونه ,خوشحالۍ ورسره شریکي کړي.نو زه دومره وخت هم نه لرم چی خپل مور او پلار سره بحث وکړم تاسو داسی فکر مه کوی چی موضوع مو باید مخکی له مخکی ټاکلې وي هغوی مو مور اوپلار دی لږ تر لږه د یوه کوچنی شی په اړه هم هغوی غواړی له تاسو څخه یوڅه واوري نو ....... اوس زه لږ لږ له ځانه سره دا تحلیل کوم چی له ځانه دا عادت لیري کړم .... وخت ورکړی هغه چاته چاچي رښتینې مینه درسره لري...