حقیقت
حقیقت د واقعیت یا رښتینوالي په معنا دی. په ورځنۍ ژبه کې، حقیقت ډېری هغه څه ته ویل کېږي چې موخه یې له واقعیت نه استازیتوب وي یا په کوم بل ډول له هغه سره سمون ولري، لکه: باورونه، وړاندیزونه او خبري جملې.[۱][۲]
د حقیقت ضد کلیمه، معمولاً د باطل کلیمه ده. د حقیقت اصطلاح د فلسفې، هنر، الله(ج) پېژندنې او ساینس په ګډون په بېلابېلو مفاهیمو کې تر بحث لاندې نیول شوې ده. ډېری انساني فعالیتونه په دې مفهوم پورې اړه لري، چې د هغې ماهیت د یوې مفکورې په توګه فرض کېږي، نه تر بحث لاندې د یوې موضوع په توګه، چې په کې ډېری علوم، قانون، ژورنالیزم او ورځنی ژوند راځي. ځینې فیلسوفان د حقیقت مفهوم بنسټیز ګڼي او نه شي کولای، په داسې اصطلاحاتو کې یې تشرېح کړي، چې د حقیقت د مفهوم په پرتله په اسانۍ سره د پوهېدلو وړ وي. په عام ډول، حقیقت د ذهن له خپلواکې نړۍ سره د ژبې او فکر د مطابقت کوونکي په توګه شمېرل کېږي. دې ته د حقیقت د سمون تیوري ویل کېږي. [۲]
د حقیقت ډول ډول تیورۍ او نظریات د پوهانو، فیلسوفانو او الله(ج) پېژندونکو تر منځ په پرله پسې توګه تر بحث لاندې دی. د حقیقت د ماهیت په اړه ډېرې بېلابېلې پوښتنې شته دي، چې لاهم د معاصرو بحثونو موضوع شمېرله کېږي، لکه: موږ څنګه حقیقت تعریف کړو؟ ایا دا ان شونې ده چې د حقیقت معلوماتي پېژند وړاندې کړو؟ کوم څیزونه حقیقت ښودونکي دي او له همدې امله د سم او ناسم (صحیح او غلط) وړتیا لري؟ ایا حق او باطل دوه اړخیز دي، یا د حقیقت نور ارزښتونه هم شته دي؟ د حقیقت معیارونه کوم دي، چې د هغو پر بنسټ حقیقت وپېژنو او له باطل نه یې توپیر وکړو؟ د پوهې په جوړښت کې حقیقت څومره ونډه لري؟ او ایا حقیقت تل مطلق دی، یا کېدای شي، د یوه کس له لیدلوري سره تړاو ولري؟ [۳]
پېژند او رېښه
سمولد truth انګلیسي اصطلاح، له لرغونې انګلیسي tríewþ، tréowþ، trýwþ، د منځنۍ انګلیسي له trewþe نه اخیستل شوې چې له لرغونې جرمني triuwida او لرغونې نارویژي tryggð اصطلاحاتو کې رېښه لري. troth، د th په بنسټ د true د صفت یو مشتق شوی نوم دی (چې په لرغونې انګلیسي کې tréowe ورته ویل کېږي).
د true انګلیسي اصطلاح، د لرغونې انګلیسي (لوېدیځ ساکسون) د (ge)tríewe، tréowe بڼه ده، چې له لرغونې ساکسون (gi)trûui، لرغونې جرمني (ga)triuwu، (عصري جرمني treu، چې د وفادار په معنا ده)، لرغونې نارویژي tryggr، ګوتي triggws، د پروتو جرمني له ټولو بڼو، trewwj- چې د غوره عقیدې د درلودلو په معنا ده، چې کېدای شي، له هند او اروپایي dru چې د (دنګ لکه: بلوط) په متن کې ونې په معنا ده، (د نمونې په توګه: سانسکریت dā́ru (د لرګي ټوټه) سره تړاو لري. [۴][۵][۶]
له دې امله، دا اصطلاح هم د "وفا، صداقت، وفاداري، اخلاص، رښتینولۍ"، او هم له "حقیقت او واقعیت سره د موافقت" ځانګړتیا لري، چې په انګلو-ساکسون کې د sōþ ( او د عصري انګلیسي sooth) پر بنسټ وړاندې شوي دي. [۷]
د انګلیسي ترڅنګ په ټولو جرمني ژبوکې د truth یا حقیقت او fidelity یا وفادارۍ، او د truth یا حقیقت او actuality یا واقعیت ترمنځ اصطلاحي توپیر وړاندې شوی. د actuality یا واقعیت د څرګندولو لپاره، شمالي جرمني د sanna نه اخیستل شوي نومونه غوره کړل، چې د ادعا کولو او وړاندې کولو په معنا دي. په داسې حال کې چې لویدیځ جرمني (جرمني او هالنډ) د wâra اصطلاح ته دوام ورکړ، چې د عقیدې، باوراو تړون په معنا دي (او د سلاويک věra سره چې د مذهبي عقیدي په معنا دی، رېښه لري، خو د لاتین verus اصطلاح تر اغېز لاندې راغلې ده. د رومي ژبې اصطلاحت د لاتیني veritas اصطلاح تعقیبوي، په داسې حال کې چې یوناني aletheia، روسی pravda، سویلي سلاویک istina او سنسکرت sat (د انګلیسي له sooth او د شمالي جرمني له sanna سره تړاو لري) بېلې ایتمولوژیکي رېښې لري.
په ځینو عصري متنونو کې، د truth کلیمه: صداقت، اصل یا معیار ته کارول کېږي. دا کلیمه، د اعتبار په مفهوم سره "له ځان سره ریښتینولي" په مفهوم کې هم کارول کېږي [۸]
لویې تیورۍ
سمولدا پوښتنه چې د پریکړو لپاره مناسب بنسټ څه دی، چې پر مټ یې کلیمې، سمبولونه، نظرونه او باورونه، که هغه د یوه کس له خوا وي یا هم د ټولې ټولنې له لوري وي، څنګه حقیقت وګڼل شي، د حقایقو د پنځو تر ټولو پراخه بنسټیزو د حقیقت تیوریو پر بنسټ وړاندې کېږي. هر یوه داسې لیدلوری وړاندې کوي، چې په پراخه کچه د مشهورو پوهانو له خوا وړاندې شوي دي: [۹][۱۰][۱۱]
د ډېرو نامتو بنسټیزو تیوریو تر څنګ، نورې تیورۍ هم تر بحث لاندې نیول شوې دي. په دې وروستیو کې وړاندې شوې "انقباضي" یا "لږترلږه" د حقیقت تیوري د پراخې اصلي تیورۍ لپاره د ممکنه بدیل په توګه راڅرګنده شوې ده. لږترلږه استدلال د دې مفکورې پر بنسټ ولاړ دی، چې یوې وینا ته د حقیقت د اصطلاح کارول، د هغې په اړه د پام وړ کوم څه، د بېلګې په توګه: د هغې د ماهیت په اړه کوم شی نه څرګندوي. لږ تر لږه استدلال، حقیقت د یوې خاصې اصطلاح په توګه شمېري چې په عمومي وینا کې د هوکړې څرګندولو، د ادعاوو تر فشار لاندې راوستلو او د عمومي فرضیې د منځ ته راوړلو لپاره کارول کېږي.[۱۲][۱۳][۱۴]
د مسلکي فیلسوفانو او نورو پوهانو د یوې سروې پر بنسټ، چې د دوی د فلسفي نظریاتو په اړه د ۲۰۰۹ ز کال د نومبر په میاشت کې ترسره شوه، (د ۳۲۲۶ ګډون کوونکو له خوا ځواب ورکړل شوی، چې ۱۸۰۳ تنه، د فلسفې پوهنځیو غړي او یا پی ایچ ډي او ۸۲۹ کسه د فلسفې فارغ شوي زده کونکي وو). ۴۵ سلنه ځواب ورکوونکو، د اړیکو تیوري مني او یا په هغه اتکا کوي، ۲۱ سلنه انقباضي تیوري او ۱۴ سلنه د معرفت پېژندنې تیورۍ مني او یا هم، په هغوی اتکا کوي. [۱۵]
سرچينې
سمول- ↑ Merriam-Webster's Online Dictionary, truth, 2005
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ "Truth". Stanford Encyclopedia of Philosophy. نه اخيستل شوی 29 June 2020.
- ↑ Alexis G. Burgess and John P. Burgess (2011). Truth (hardcover) (1st ed.). Princeton University Press. ISBN 978-0-691-14401-6. نه اخيستل شوی October 4, 2014.
a concise introduction to current philosophical debates about truth
- ↑ see Holtzmann's law for the -ww- : -gg- alternation.
- ↑ Etymology, Online. "Online Etymology".
- ↑ A Concise Dictionary of Old Icelandic Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine., Geir T. Zoëga (1910), Northvegr.org
- ↑ OED on true has "Steadfast in adherence to a commander or friend, to a principle or cause, to one's promises, faith, etc.; firm in allegiance; faithful, loyal, constant, trusty; Honest, honourable, upright, virtuous, trustworthy; free from deceit, sincere, truthful " besides "Conformity with fact; agreement with reality; accuracy, correctness, verity; Consistent with fact; agreeing with the reality; representing the thing as it is; Real, genuine; rightly answering to the description; properly so called; not counterfeit, spurious, or imaginary."
- ↑ Merriam-Webster's Online Dictionary, truth, 2005
- ↑ Encyclopedia of Philosophy, Supp., "Truth", auth: Michael Williams, pp. 572–73 (Macmillan, 1996)
- ↑ Blackburn, Simon, and Simmons, Keith (eds., 1999), Truth, Oxford University Press, Oxford. Includes papers by James, Ramsey, Russell, Tarski, and more recent work.
- ↑ Hale, Bob; Wright, Crispin, eds. (1999). "A Companion to the Philosophy of Language". pp. 309–30. doi:10.1111/b.9780631213260.1999.00015.x. ISBN 978-0-631-21326-0.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ Encyclopedia of Philosophy, Supp., "Truth", auth: Michael Williams, pp. 572–73 (Macmillan, 1996)
- ↑ Horwich, Paul, Truth, (2nd edition, 1988),
- ↑ Field, Hartry, Truth and the Absence of Fact (2001).
- ↑ "The PhilPapers Surveys – Preliminary Survey results". The PhilPapers Surveys. Philpapers.org. نه اخيستل شوی 2012-05-27.