حضرت محمد (ص) په تورات او انجیل کې
سرچینه: نور تفسیر
مفسر: شیخ محسن قرآیتی
ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال
پته: www.andyal.com
___________________________________________
وَ إِذْ قالَ عِیسَی ابْنُ مَرْیَمَ یا بَنِی إِسْرائِیلَ إِنِّی رَسُولُ اللّهِ إِلَیْکُمْ مُصَدِّقاً لِما بَیْنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوْراهِ وَ مُبَشِّراً بِرَسُولٍ یَأْتِی مِنْ بَعْدِی اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمّا جاءَهُمْ بِالْبَیِّناتِ قالُوا هذا سِحْرٌ مُبِینٌ«6»
6 او (درياد كړه) چې عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په رښتینه كې زه درته د الله استازى يم [حال دا] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم، چې تر ما روسته راځي [او] نامه يې ((احمد)) ده))؛ نو چې له معجزو او روښانه دلايلو سره ورغى ويې ويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي .))
ټکي:
*شک نشته، نن چې د تورات او انجیل په نامو کوم کتابونه د یهودو او مسیحیانو په لاس کې دي، هغه کتابونه نه دي، چې د الله له لوري پر حضرت موسی او حضرت مسیح علیهما السلام رانازل شوي دي؛ بلکې د هغو کتابونو ټولګه ده، چې د هغوی یارانو او یا هغو وګړیو راټوله کړې،چې تر هغوی روسته زیږېدلي دي. ددې کتابونو یوه ځغلنده مطالعه، پردې مدعا یو ژوندی ګواه دی او په خپله یهود او مسیحیان هم تردې ډېره ادعا نه لري.
البته شک نشته، چې د حضرت موسی او حضرت عیسی د ښوونو یوه برخه په دې کتابونو کې یې د لارویانو له لوري رانقل شوې ده؛ نوځکه نشو کولای، له ټولو هغو مطالبو انکار وکړو،چې په عهد قدیم (تورات او اړوند کتابونه یې) او عهد جدید(انجیل او اړوندو کتابونه یې) کې راغلي دي؛ بلکې ددې کتابونو منځپانګه، د الله ددې دوو پېغمبرانو د ښوونو او د نورو افکارو له ورګډ کړای شویو مطالبو ګډوله ده.
په دې کتابونو کې په راتلونکي کې د یو ستر پېغمبر د راڅرګندېدو زېری ورکول شوی، چې ځانګړنې یې یوازې د اسلام له پېغمبر سره سمون خوري.
په زړه پورې خو داده، چې پرته له هغو وړاندوینو، چې په دې کتابونو کې لیدل کېږي او پر حضرت محمد (ص) یې تطبیقوي. په «یوحنّا» انجیل کې په درېیو ځایونو کې په «فارقلیط» کلیمې ټینګار شوی دی، چې مانا یې ((تسلي ورکوونکی)) دی. دلته مو له نمونه تفسیره د یوحنا انجیل متن راخستی دی:
«او زه به مې له خپل پلاره وغواړم او هغه به بل ((تسلي ورکونکی)) تاسې ته درکړي، چې تر ابده به درسره پاتې شي[1].»
او په ۱۵ باب کې راغلي دي:« او چې ((تسلي ورکونکی)) راشي؛ نو زما په اړه به شهادت ورکوي[2].»
او په ۱۶ باب کې هم لولو:« خو تاسې ته رښتیا وایم، چې تاسې ته ګټوره ده، چې زه ولاړ شم، چې که زه ولاړ نشم؛ نو هغه ((تسلي ورکونکی)) به درنشي؛ خو که زه ولاړ شم؛ نو هغه ((تسلي ورکونکی)) به درواستوم[3].»
مهمه داده، چې د اناجیلو په سریاني متن کې، چې له اصل یوناني ځنې اخستل شوی، د ((تسلي ورکونکي)) پر ځای،«پارقلیطا»راغلی دی او په یوناني متن کې «پیرکلتوس» راغلی، چې په یوناني کې «ستایل شوي وګړي» ته، چې په عربي کې یې معادل «محمّد و احمد»دي راغلی دی.
خو چې کله د کلیسا اربابان متوجه شول، چې دا ډول ژباړه یې تشکیلات خورا ټکني کوي؛ نو د «پیرکلتوس»پر ځای یې د «پاراکلتوس» کلیمه ولیکله، چې د «تسلّي ورکوونکي »په مانا ده او په دې اړونې یې دا ژوندی سند واړاوه، که څه له دې دومره سترې اړونې سره سره، په راتلونکي کې د یو ستر پېغمبر راڅرګندېدل څرګند دي[4].
په دایرة المعارف بزرگ فرانسه کې په دې اړه راغلي دي:
سمول«محمّد،د اسلام دین بنسټګر، د الله استازی او د پېغمبرانو خاتم دی. د «محمّد» کلیمه؛ یعنې د ډېر ستایل شوي په مانا ده، چې جرړه یې له «حمد» ځنې ده، چې د تجلیل او تمجید مانا ورکوي او بله نامه یې «احمد» ده، چې د «حمد»له جرړې دی او د «محمّد» کلیمې هم مانا او هم لفظ دی، چې قوي احتمال یې دی، چې د عربستان مسیحیان یې د «فارقلیط» کلیمې پرځای کاروي. احمد؛ یعنې ستایل شوی او ډېر ځلېدلی، چې د «پیرکلتوس» کلیمې مانا ده او په ناسمه یې د هغه پر ځای د «پاراکلتوس» کلیمه راوړې ده او په دې توګه اسلامي لیکوالو تل ویلي، چې له دې کلیمې مراد، د اسلام د پېغمبر راڅرګندېدل دي. قرآن مجید هم په صف سورت، شپږم آیت کې دې خبرې ته په زغرده اشاره کوي[5].»
* آیا د اسلام د پېغمبر نامه «احمد»وه؟
سمولالف)په تاریخي کتابونو کې راغلي دي، چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله له ماشومتوبه دوې نامې درلودې او خلکو به دواړه نامې ورته اخستې، چې یوه یې «محمّد» او بله یې «احمد»وه. لومړۍ نامه یې پرې نیکه؛ عبدالمطلب او دویمه نامه یې ورته مور بي بي ټاکلې وه. دا مطلب په حلبي سیره کې په تفصیل سره راغلی دی.
ب)یو له هغو کسانو ځنې چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله ته یې د «احمد» نامه ډېره اخستې ده، د آنحضرت تره یې«ابوطالب» دی او نن چې د ابوطالب دیوان په نامه کوم کتاب زموږ په لاسرس کې دی، ډېری اشعار پکې لیدل کېږي، چې د اسلام پېغمبر ته پکې د «احمد[6]» نامه اخستل شوې؛لکه:
ارادوا قتل احمد ظالموهم
و لیس بقتلهم فیهم زعیم
ظالمانو یې وژنې ته هوډ کړی و؛ خو دې کار ته یې مشر و نه موند.
ج) «حسان بن ثابت» د پېغمبر اکرم د پېر شاعر دی، چې دا تعبیر پکې ډېر لیدل کېږي:
مفجعه قد شفها فقد احمد
فظلت لآلاء الرّسول تعدّد
یوغمځپلی چې د احمد نشتون وارخطا کړی و، تل یې د رسول ورکړې او پېرزوینې شمېرلې[7].
* په حدیث کې راغلي: پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: پر ځمکه مې نامه،«محمّد» او په آسمانونو کې «احمد»ده»[8].
[1] - یوحنّا انجیل :باب، 14،جمله 16.
[2] - انجیل یوحنّا، باب 15،جمله 26.
[3] - یوحنّا انجیل، باب: 16،غونډله: 8.
[4] – فرقان تفسیر.
[5] - دایره المعارف بزرگ فرانسه،ج 23،ص 4176،له نمونه تفسیر مو راخستی دی.
[6] – د ابوطالب دیوان ،ص 25 تا 29. ابن عساکر، تاریخ، ج 1،ص 275.له نمونه تفسیر مو راخستی دی.
[7] - د حسان بن ثابت دیوان،ص 59، له نمونه تفسیر مو راخستی دی.
[8] – برهان تفسیر