حضرت علي د خپلو مخالفينو په كلام كې

حضرت علي  د خپلو مخالفينو په كلام كې

سمول

حضرت قيس ابن ابي حازم وويل: يو سړى معاويه بن ابوسفيان ته راغى او د يوې مسئلې په هکله يې وپوښتل. معاويه بن ابي سفيان ورته وويل : ولاړ شه او له علي وپوښته،چې تر ما اعلم دى.سړي ورته ووېل: زه له تا ځواب غواړم. معاويه بن ابي سفيان ورته وويل:مور دې سر ته كېنه ! خوښ نۀ يې، چې له داسې سړي دې ځواب واورې،چې د څښتن رسول پخپله ژبه ورته علم ورښوولى او رسول اكرم يې په هکله  وويل:(( ستا مقام ماته داسې دى؛لكه د هارون چې موسى ته و)) او حضرت عمر بن خطاب به هم له هغه پوښتنې كولې او ځوابونه به يې وركول او که حضرت عمر به په كوم مشكل كې راګېر شو؛ نو ويل به يې:حضرت علي چېرته دى.(بيا معاويه بن ابوسفيان پر غوسه سړي  ته وويل:) پاڅه ! څښتن دې واخله او د سړي نوم يې د بيت المال له دفتره وکېښ.

وګورئ : 1 _ بوستان معرفت، 305مخ چې هغه هم د حموئى د فرائد السمطين د لومړى ټوك، 68باب، 371مخ، له 302حديثه راخېستى دى.3 _ ابن عساكر، تاريخ امير المومنين، لومړى ټوك، 369 – 370 مخونه، 410 – 411 حديثونه.4 _ ابن مغازلي  ، مناقب، 34مخ، 52حديث.


٭ يوه ورځ احنف بن قيس له معاويه بن ابوسفيان سره روژه ماتي ته پر دسترخوان ناست و؛رنګارنګ او ډېرو خواړو حېران كړ،اوښكې يې له سترګو راروانې شوې.معاويه بن ابي سفيان ترې ددې اوښكو علت وپوښته . هغه وويل: هغه روژه ماتى را پر ياد شو، چې له حضرت علي سره وم؛ څومره ساده روژه ماتى و. معاويه بن ابي سفيان وويل:هغه سارى نلري؛نو خبره يې مكوه.

وګورئ : حضرت علي  معيار كمال، د كتر مظلومى، 158مخ.


٭ معاويه بن ابي سفيان ته به،چې د كوم سوال ځواب نۀ ورتله؛نو هغه به يې ليكه او يو تن ته به يې وركاوه،چې له حضرت علي يې ځواب واخلي. معاويه بن ابوسفيان ته چې د علي د شهادت خبر ورسېد؛ و يې ويل: د علي پر مرګ د فقهې او علم كډه بار شوه. د معاويه بن ابوسفيان ورور "عتبه" وويل:دا خبره درنه د شام خلك وا نۀ وري. معاويه بن ابوسفيان ورته وويل : ما (پر خپل حال) پرېږده!

وګورئ : بوستان معرفت، 659مخ، چې هغه د ابوعمر د استيعاب له 3ټوك، 45مخه يې راخېستى دى .


٭  معاويه بن ابي سفيان حضرت ابوهريره ته وويل:فكر نکوم، چې زه به د خلافت چارو ته تر حضرت علي  غوره يم.

وګورئ : بررسي مسايل كلي امامت، آيت الله ابراهيم اميني، 74مخ، چې هغه هم د "الامامه والسياسه" د لومړي ټوك، له 28مخه راخېستې.


٭ معاويه بن ابي سفيان په يوه ليك كې حضرت علي  ته وليكل: پر خپل سر قسم چې په اسلام كې ستا له فضايلو او له رسول الله سره له خپلوۍ دې منكر نۀ يم.

٭ چې کله "محصن ضبى" له معاويه بن ابي سفيان كره ولاړ؛نو معاويه بن ابي سفيان ترې وپوښتل: له كومه ځايه راغلې؟ ورته يې وويل: تر ټولو د کنجوس له څنګه راغلم!معاويه بن ابوسفيان په جيګ غږ ورته وويل:غرق شې! څنګه دې داسې سړي  ته "ابخل  الناس" وويل، چې كه يو كور سره زر او يو كور سپين زر ورسره وي؛نو له سپينو زرو به يې زيات سره زر فقيرانو ته وركړي واى او سرو او سپينو ته به يې ويل: سرو او سپينو! ولاړ شئ او بل څوك وغولوئ،چې ما نشئ غولولاى! تاسې ما نشئ تېر ايستلاى! تاسې مې درې طلاقه كړئ، چې بېرته راګرځېدل پکې نشته.

وګورئ : "چرا شيعه شدم"، 227مخ .


٭ مغيره وويل : اوړى و او معاويه بن ابي سفيان له خپلې ښځې "فاخته بن قرظه" سره و چې د حضرت علي د شهادت خبر يې ورته راوړ؛نو معاويه بن ابي سفيان پاڅېد او و يې ويل:((انا لله و انا اليه راجعون )).خلكو علم، فضيلت او خېر له لاسه وركړ. ښځې يې ورته وويل :تر پرونه دې ورپسې توره را ايستلې وه او اوس ورته :" انا لله و انا اليه راجعون" وايي ؟ ورته يې وويل: كه  له علم، فضيلت او سوابقو يې خبره وې؛نو داسې خبره به دې نۀ واى كړې.

وګورئ : د ابن عساكرد تاريخ اميرالمومنين 3ټوك، 405 او 409مخونه، 1505 او 1507حديثونه او د خوارزمي  د مناقب 26فصل، 283مخ او د ابن كثير البدايه والنهايه د 8ټوك، 15مخ.


٭ ستر سني عالم جاحظ د "المحاسن و الاضداد" په كتاب كې ليكلي:يوه ورځ "امام حسن مجتبى" د معاويه بن ابوسفيان مجلس ته ورننوت، چې پدې مجلس كې "عمرو بن عاص"، " مروان بن حكم"، "مغيره بن شعبه" او نور ناست وو. چې کله امام حسن راننوت؛نو معاويه بن ابوسفيان يې ډېر درناوى وكړ او پر جيګه يې كېناوه. "مروان بن حكم" ته د معاويه بن ابوسفيان دې كار زور وركړ او په غبرګون كې يې امام حسن ته بې احترامي وكړه .امام حسن هم د هغه ځواب په سړه سينه وركړ.دلته معاويه بن ابوسفيان مروان ته وويل : زه دې ددې سړي له بې احترامۍ منع كوم (ځكه چې) نۀ يې پلار ستا د پلار غوندې دى او نۀ پخپله ستا غوندې دى،تۀ د شړل شوي زوى يې او دا د څښتن د رسول زوى دى .

وګورئ : المحاسن والاضداد، جاحظ، 181مخ.


٭ معاويه بن ابوسفيان محمد بن ابي ابكر ته وليكل: د رسول الله پر ژوند ما او ستا پلار د حضرت علي  د حق رعايت كول پر ځان واجب ګڼل او د هغه د فضيلتونو او ستروالي مو سترګې نشوې پټولاى؛خو کله چې څښتن، حضرت علي د پېغمبر اکرم ځايناستى وټاكه؛نو ستا پلار او فاروق (عمر بن خطاب) لومړي كسان وو،چې د علي حق يې تر پښو لاندې كړ او د هغه له فرمان سره يې مخالفت وكړ.

وګورئ: ابن عساكر، شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق، 432مخ (د محمودي شرح).


٭ عمرو عاص، معاويه بن ابوسفيان ته وويل:دا چې زه د حضرت علي نوم په دبدبه اخلم، تۀ تر ما پدې كار كې ډېر مخكې يې؛ خو تۀ دا خبره پټوې او زه يې ښكاره كوم.

وګورئ: اسرار آل محمد، سليم بن قيس، 203مخ، 12چاپ.


٭ "عمرو بن عاص" د حضرت علي په هکله معاويه بن ابوسفيان ته لاندې شعرونه وليكل:((د څښتن له رسوله مې د علي په هکله ډېر سپارښتونه اورېدلي دي.

پېغمبر اکرم  د "خم غدير"  پر ورځ پر منبر وويل:حال دا چې له پېغمبر اکرم  سره تللي كسان ټول ورسره وو او د څښتن له اړخه د مسلمانانو امارت يې حضرت علي ته وروباښه،حال دا چې غوره ځايناستى او امير و او ( پر هغه ورځ) د حضرت علي لاس د پېغمبر اکرم  په لاس كې و او په ښكاره يې خلكو ته د څښتن حکم ووايه :((د چا چې زه مولى يم؛نو تر نن وروسته علي  تر ټولو غوره مولى دى. ))

وګورئ: ابن عساكر؛ شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق، 89مخ.


٭ معاويه بن ابوسفيان چې يزيد ته بيعت اخېستو ته مکې  ته راغى؛ نو په  "دارالندوه"كې د پېغمبر اکرم د اصحابو شورا جوړه كړه،معاويه بن ابوسفيان د غونډې په پېل كې په حضرت علي پسې خوله راوسپړله او په تمه و چې سعد هم ورسره يوه خوله شي؛خو سعد معاويه بن ابوسفيان ته وويل : ما ته د حضرت علي  دا درې ځانګړنې را پرياد شي؛نو د زړۀ له كومې وايم، چې كاشكې ما هم دا ځانګړنې درلوداى. 1 _ پېغمبر اکرم  حضرت علي  ته وويل:(( ستا مثال ما ته داسې دى؛لكه د هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير چې تر ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.2 _ د خېبر د جګړې پر ورځ پېغمبر اکرم  وويل:(( سبا به بېرغ داسې سړي ته وركړم، چې څښتن او رسول يې پرې ګران دى او هغه هم پر څښتن او رسول يې ګران دى او دا جګړه به ګټي او هېڅكله له جګړې نۀ تښتي.3 _ د نجران له مسيحيانو سره دمباهلې پر ورځ پېغمبر علي،فاطمه ، حسن او حسين له ځان سره راوړل او ويې ويل : ((  پالونکيه! دوى زما اهل بيت دي. ))

وګورئ :1 _ الهيات ومعارف اسلامى، استاد جعفر سبحانى، 399مخ، چې هغه هم د صحيح مسلم له 7ټوك، 120مخه راخېستې دى. 2 _ كنزالعمال، 13ټوك، 162 – 163 مخونه (موسسه الرساله بيروت پينځم چاپ ) 3 _ ابن كثير، البدايه والنهايه، 7ټوك، 340مخ، باب فضايل علي .


٭ معاويه بن ابوسفيان په حج كې و، چې حضرت سعد بن ابي وقاص ورغى او د حضرت علي خبره رامنځ ته شوه؛نو معاويه بن ابوسفيان حضرت علي  ته كنځلې وكړې.سعد پر غوسه شو او و يې ويل:هغه چا ته كنځلې كوې چې د څښتن رسول يې په هکله  وويل:(( د چا چې زه مولى  يم؛ نو د تره زوى مې علي به يې هم مولى  وي . )) او همداسې له رسول الله مې واورېدل : ((  ماته د علي مثال داسې دى؛لكه د هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير چې تر ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.))او بيا يې  ويل : (( بېرغ به نن داسې سړي ته وركړم چې څښتن او رسول يې پرې ډېر ګران دي او هغه هم پر څښتن او پر رسول يې ګران دى. ))

وګورئ : آثارالصادقين، 14ټوك، 462مخ، چې هغه هم د الغدير د لومړي ټوك له 39مخه راخېستى دى  او الغدير هم د سنن ابن ماجه له لومړى ټوك 30مخه راخېستې دى.


٭ ابويعلي او بزار له سعد بن ابي وقاص نه روايت كوي:د څښتن استازي وويل : (( چا چې علي  ازار كړ؛ نو زه يې هم ځورلى يم. ))

٭ مسلم له حضرت سعد بن ابي وقاص نه روايت كوي:د "ندع ابناءنا و ابناءكم...." آيت چې نازل شو؛نو پېغمبر(ص) علي،فاطمې او حسنين راوغوښتل او ويې ويل : (( خدايه! دوى زما اهل بيت دي. ))

وګورئ : مصباح الموحدين، 52مخ.


٭ حضرت سعد بن ابي وقاص وايي : له حضرت علي وپوښتل شول : ولې تۀ د پېغمبر  (ص) تر نورو اصحابو ډېر پر احاديثو پوه يې؟ و يې ويل : له رسول الله به مې چې پوښتنه كوله؛نو ځواب يې راكاوه او چې چوپ به شوم؛هغه به خبرې  پېلولې.

وګورئ : مصباح الموحدين، 55مخ.


٭ مروان بن حكم چې له يزيد بن معاويه بن ابي سفيان وروسته د خلافت پر ګدۍكېناست؛امام سجاد ته يې وويل:هيچا د حضرت علي هومره له حضرت عثمان څخه دفاع ونكړه. امام سجاد ورته وويل:نو ولې پر منبر ورته كنځلې كوئ ؟ مروان ورته وويل : بې لدې پر خلكو واکمني نشو كولاى.

وګورئ :1_دابن عساكر، تاريخ اميرالمومنين 3ټوك، 127مخ، 1149حديث 2_ بلاذري ، انساب الاشراف، 2ټوك، 184مخ، 220حديث.3 _ ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه، 13ټوك، 220مخ د 238 خطبى شرح (قاصعه).


٭ معاويه بن ابي سفيان د صفين په جګړه كې وويل : پر څښتن چې له تاسې غواړم چې پر علي د غشيو باران جوړكړئ او سورې سورې يې كړئ، چې خلك او ملك ترې خلاص شي. پدې  وخت كې مروان وويل:پر څښتن قسم ، چې پر موږ تنګ يې (موږ پرې وژنې)؛ځكه تۀ مې مرګ ته د زمري خولې ته لېږې.دا يې وويل او پر غوسه پاڅېد او ولاړ.وليد بن عقبه پدې باب شعر ويلې چې پښتو مفهوم يې دادى : موږ ته د زمري د وژلو فرمان راكوې، چې د جنګ په مېدان كې ترې ټول تښتي.

وګورئ : آثارالصادقين، 9ټوك، 301خ، چې هغه هم د سفينه له لومړى ټوك، 690مخه راخېستى دى .

عبدالرحمن بن ملجم مرادي (د حضرت علي  قاتل)

سمول

د بحارالانوار په نهم ټوك كې علامه مجلسي ليكلي:عبدالرحمن بن ملجم چې له "يمنه" راغى او حضرت ته ورغى؛نو د حضرت د شان او فضيلت ته يې قصيده وليكله او هماغلته پاتې شو،څو ناروغه شو او  پخپله حضرت علي يي څارنه كوله .د نهروان په جګړه كې هغه د حضرت علي د لښكر د يوې ډلې بېرغچي و؛حتى حضرت علي هغه ته وويل: تۀ زما وژونكى يې . ورته يې وويل:اميرالمومنينه ! ما ووژنه چې دومره غټه ګناه ونكړم؛ خو حضرت له جنايته مخكې غچ اخيستنه غندم؛خو عبدالرحمن بن ملجم له دوو خوارجو سره د ناستې پاستې او د هغې بدلمنې ښځې "قطامه" د عشق لپاره د حضرت علي  وينه توۍ كړه.

وګورئ : زندګانى فاطمه الزهرا، آيت الله دستغيب، 178                                           

يادونه : د (( جرجي زيدان )) د ((قطام )) کتاب ولولئ چې په فارسي هم اړول شوى؛دغسې په پښتو هم ژباړل شوې؛خو لا چاپ ندى .