حضرت ابوبکر صدیق او حضرت علي کرم الله وجهه

٭ حضرت ابوبكر (رض) وايي:څښتن او رسول يې رښتيا وويل؛د څښتن رسول له غاره دباندې پر هغه شپه،چې مدينې ته د تګ اراده موكړې وه، وويل:(( زما او د علي  لاس په عدالت او مساوات كې يو شان دى . ))

وګورئ : 1 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 438مخ، 953حديث . 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : باب مناقب السبعون؛ 277مخ، 17حديث، 300مخ . 3 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ 11ټوك، 604مخ، پينځم ټوك د بيروت چاپ .

 

٭  ام المومنين عايشه وايي:پلار مې (حضرت ابوبكر ) ليده،چې ډېر  د علي  څېرې ته ګوري. ورته مې وويل : پلار جانه ! ولې د علي  څېرې ته ډېر ګورې؟

راته يې وويل : لورجانې!د څښتن له رسوله مې واورېدل چې: (( د علي  څېرې ته كتل عبادت دى . ))

وګورئ : 1 _ ابن كثير، البدايه والنهايه؛ 7ټوك، 358مخ . 2 _ سيوطي ، تاريخ الخلفاء؛ 172مخ. 3 _ابن مغازلي؛ مناقب؛210مخ، 252حديث، لومړى چاپ. 4 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 391مخ، 895حديث ( دمحمودي شرحه)


٭ له حضرت ابن عمر نه روايت دى،چې حضرت ابوبكر ويلي دي:د اهلبيتو په هکله  د حضرت محمد عليه السلام د خبرو خيال ساتئ او په اهلبيتوكې يې درناوى وکړئ او اهلبيت يې مۀ ازاروئ.

وګورئ :1 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 54باب، 194او 256مخونه . 2 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ 13ټوك، 638مخ .

٭ له حضرت حارث بن اعور نه روايت دى، چې يوه ورځ پېغمبر اکرم  پخپلو يارانو كې ولاړ و،چې ويې ويل:(( هغه سړى درته وښيم، چې په علم كې د حضرت آدم (ع)،په پوهه كې د حضرت نوح (ع) او په حكمت كې د حضرت ابراهيم (ع) غوندې دى؟)) ډېر وخت لا تېر شوى نۀ و،چې حضرت ابوبكر وويل:دا سړى څومره نېكمرغه دى،چې له درېو پېغمبرانو سره دې برابر كړ؛ نو هغه څوك دى؟پېغمبر اکرم ورته وويل:((ابابكره! آيا هغه نۀ پېژنې؟))  ابوبكر وويل:څښتن او استازى يې ښه پوهېږي.پېغمبر اکرم وويل:((هغه "ابالحسن علي  بن ابيطالب" دى.))بيا حضرت ابوبكر وويل: وا وا ابالحسنه! ستا جوړه به پېدا نشي.

وګورئ : سيد هاشم حسيني تهرانى، بوستان معرفت؛ 447مخ، د خوارزمي  د مناقبو له 7فصل، 45مخه راخېستى دى.


٭ شعبي وويل: يوه ورځ حضرت ابوبكر ناست و،چې له ورايه يې پر حضرت علي يې سترګې ولګېدې او و يې وويل:كه څوك غواړي، چې تر ټولو  د ستر مقام نوم او منزلت خاوند او تر ټولو پېغمبر (ص) ته نږدې ووينئ؛نو دا هغه دى چې را روان دى .

وګورئ : بوستان معرفت،650مخ، چې له ابن عساكر (تاريخ اميرالمومنين، 3ټوك، 70مخ، 100حديث) او خوارزمي (مناقب، 14فصل، 98مخ) يې راخېستې دى.


٭ له زيد بن علي بن الحسين نه روايت دى: له خپل پلار "علي بن الحسين" نه مې اورېدلي:له خپل پلار "حسين بن علي" مې اورېدلي: حضرت ابوبكر ته مې وويل:ابوبكره! تر رسول الله وروسته تر ټولو غوره انسان څوك دى؟ راته يې وويل: ستا پلار.....

وګورئ : كنزالعمال؛ 12ټوك، 489مخ (موسسه الرساله بيروت – پينځم چاپ)


٭ له معقل بن سيار مزني روايت دى:له حضرت ابوبكر نه مې اورېدلي دي چې و يې ويل:علي  بن ابيطالب د پېغمبر اکرم  له اهلبيتو دى.

وګورئ : كنزالعمال؛ 13ټوك، 115مخ.

د رياض النضره د2ټوك په 163مخ كې راغلي:حضرت ابوبكر او حضرت علي د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته د هغه قبر ته ولاړل،چې حضرت علي  حضرت ابوبكر ته وويل:مخكې شئ !حضرت ابوبكر ورته وويل: زه به كله هم  تر هغه چا مخكې قدم وانۀ خلم،چې خپله مې له رسول الله،د هغه په هکله  اورېدلي:((علي له ما سره هغه مقام او منزلت لري؛لكه زه يې چې له څښتن سره لرم. ))

وګورئ : آثارالصادقين؛ 14ټوك، 277مخ، له فضايل الخمسه، لومړى ټوك، 297حديث يې راخېستې دى.


٭ له معقل ابن سيار مزني روايت دى:وا مې ورېدل،چې حضرت ابوبكر حضرت علي ته ويل:((عقدة رسول الله))؛يعنې هغه چې د مسلمانانو له پېغمبر سره يې بيعت وكړ.

وګورئ : العقده :كحرمه، والجمع عقد كحرم، الولايه، البيعه المعقوده او همداسې : ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 3ټوك، 54مخ، 1092حديث.


٭ له حضرت قيس بن حازم نه روايت دى:حضرت ابوبكر له حضرت علي  سره وكتل. حضرت ابوبكر د حضرت علي څېرې ته وكتل او په موسكا شو؛ حضرت علي ورته وويل: ولى موسكى شوې.حضرت ابوبكر وويل: له پېغمبر اکرم نه مې واورېدل چې ويې ويل:(( هغه به له پُل صراطه تېرېږي، چې علي  ورته اجازه وركړى وي. ))

دا روايت د ډاكټر تيجانى سماوي د" آنګاه هدايت شدم" د كتاب په 2مخ كې راغلى چې هغه هم له لاندې كتابونو راخېستې دى : 1 _ ابان السمان په الموافقه كې 137مخ . 2 _ ابن حجر ، الصواعق المحرقه؛ 126مخ،3 _ ابن مغازلي  شافعي، مناقب علي ؛ 119مخ .


٭ حضرت ابوبكر پر منبر وويل:ما پريږدئ! ما پريږدئ! علي چې وي؛نو زه په تاسې كې غوره نۀ يم.

وګورئ : "چرا شيعه شدم" ، محمد رازى؛ 332مخ چې له لاندې  كتابونو نه چې راخېستى دى : فخر رازي، نهايه العقول. طبري پخپل تاريخ كې. بلاذري په انساب الاشراف كې. سمعاني په فضايل كې غزالي په سرالعالمين كې. سبط بن جوزي په تذكره كې. قاضي فضل ابن روز بهان او ابن ابي الحديد.