حسين احمد مدني

د تحریک آزادی عظیم مجاهد جانیشن شیخ الھند ننگ اسلاف، د پاک زړه خاوند، د ژور علم څښتن، عالم او ډیر تقوا لرونکي شخص شیخ العرب و العجم مولانا سید حسین احمد صاحب مدني رحمة الله ھیهات لایاتی الزمان بمثله - ان الزمان بمثله لبخیل

پيدايښت سمول

شیخ العرب و العجم مولوي سید حسین احمد صاحب مدني رحمة الله عليه د محترم مولوي سید حبیب الله صاحب رحمه الله زوی دی، محترم مولوي سید حبیب الله صاحب رحمه الله د مولوي فضل الرحمن گنج مراد آبادي رحمه الله خاص خلیفه دی.

د شیخ العرب و العجم مولوي سید حسین احمد صاحب مدني رحمة الله تاریخي نوم چراغ محمد دی او د نسب لړۍ یې حضرت محمد ﷺ ته رسېږي او حسیني سید دی ، په ۱۹/ شوال المکرم ۱۲۹۶ھ د هند د موضع الٰه داد پور قصبه ټانډه د ضلع فیض آباد په يوه علمي اود ینداره کورنۍ کي زیږدلی دی.

زده کړي سمول

مدني صاحب رحمه الله خپلي لومړنۍ زده کړه د قرآن او فارسي د خپل پلار او مور څخه حاصل کړي دي. د قرآن کریم حفظ یې د شیخ الهند مولوي محمودالحسن دیوبندي رحمه الله سره د مالټا په بند کي کړی دی ، په ۱۳۰۹ھ کال کي یې په دیوبند مدرسه کي داخله واخسته۔ د درسي نظامي ۶۷ کتابونه چی په ۷۰ فنونونو مشتمل ول په ۶ کال او ۶ میاشتو مکمل کړل او ۱۳۱۵ھ کال کي د دیوبند مدرسې څخه يې د فضیلت پګړی پر سر کړه او د درسي نظامي نه علاوه نور کتابونه لکه د طب، ادب او هیئت يې په مدینه منوره کي پر مشهور ادیب حضرت شیخ آفندی عبدالجلیل بُراده رحمه الله څخه وویل.

په حدیثو او نورو فنون کي د مدني صاحب رحمه الله استاذان سمول

حضرت مولوي شیخ الهند نه یې دستور المبتدی ، زرّادِی ، زنجانی ، مراح الارواح ، قال اَقول، مرقات، تهذیب، شرح تهذیب ، قطبی تصدیقات، قطبی تصورات، مجسطی، مفید الطالیبین ، نفحة الیمن، مطول، هدایه اَخیرین ، ترمذی شریف ، بخاری شریف ، ابو داؤد شریف، تفسیر بیضاوی شریف ، نخبة الفکر، شرح عقائد نسفی، حاشیه خیالی، موطا امام مالک موطا امام محمد۔

د حضرت مولوي ذوالفقار علی صاحب نه یې فصول اکبری، د حضرت مولوي عبد العلی صاحب مرحوم نه یې مسلم ، نسائی شریف ،ابن ماجه شریف ، سبعه معلقه، حمد الله ، صدرا ، شمس بازغه، توضیح تلویح ، تصریح. د حضرت مولوي خلیل احمد صاحب مرحوم نه یې تلخیص المفتاح.

د حضرت مولوي حکیم محمد حسن صاحب مرحوم نه یې پنج گنج ، صرف میر، نحومیر ، مختصر المعانی ، سلم العلوم، ملاحسن، جلالین شریف ، هدایه اولین. د حضرت مولوي مفتی عزیز الرحمن صاحب نه یې شرح ملا جامی، بحث فعل کافیه ، هدایة النحو ، منیة المصلی ، کنز الدقائق ، شرح مائة عامل، اُصول الشاشی.

د حضرت مولوي غلام رسول صاحب مدرس مرحوم نه یې نوراالانوار، حسامی، قاضی مبارک، شمائل ترمذی شریف۔ د حضرت مولوي منفعت علی صاحب مرحوم نه یې میر زاهد، رساله میر زاهد ، ملا جلال ، میبذی، خلاصة الحساب، رشیدیه، سراجي.

د حضرت مولوي الحافظ احمد صاحب مرحوم نه یې شرح ملا جامي بحث اسم. د حضرت مولوي حبیب الرحمن صاحب مرحوم نه یې مقامات حریری ، دیوان متنبی. د حضرت مولانا صدیق احمد صاحب مرحوم(مشر ورور د شیخ الاسلام نورالله مرقده) نه یې میزان الصرف ، ایسا غوجی ، منشعب ولوستل.

درس او تدریس سمول

۱۳۱۶ھ نه ۱۳۳۱ھ پوري په مدینه طیبه کي د حرمِ نبوي صلى الله عليه وسلم سره نژدې به یې درس ورکاوه. ۳۰ کال په دارالعلوم دیوبند کي شیخ الحدیث او صدرالمدرسین (مشر استاد) ؤ ، دې نه علاوه په مدرسه امروهه، کلکته کي مدرسه عالیه او سهلټ کي جامعه اسلامیه کي استاد پاتی شوی دی.

بيعت او سلوک سمول

په ۱۳۱۶ھ کي یې د قطب الارشاد حضرت مولانا رشید احمد گنگوهي رحمة الله عليه څخه ئې د بيعت او سلوک مراحل هم سر ته ورسول.


شیخ العرب و العجم مولانا سید حسین احمد صاحب مدني رحمة الله عليه د درس او تدریس نه علاوه نور ھم ډیر خدمات لري په سیاسي، ملي، طریقت او شریعت، تصوف، جھاد او د مسلمانانو د رهبرۍ او لارښووني له پاره ئې په ټولنیزه، تمدني او سياسي برخه کي ھم لوی خدمت ترسره کړی دی.


شیخ العرب و العجم مولانا سید حسین احمد صاحب مدني رحمة الله عليه پع مختلفو فنون باندي کتابونه ليکلي دي چي په لاندي ډول دي:

نقشِ حیات“ ۲جلد مکتوبات شیخ الاسلام رحمة الله عليه ۴ جلد بدعت په خلاف مشهور کتاب ”الشهاب الثاقب“ تعلیمی هند اسیر مالټا متحده قومیت اور اسلام ایمان وعمل مودودی دستور وعقائد کي حقیقت سلاسل طیبه کشفِ حقیقت همدارنګه خطباتِ صدارت ھم لري

مشهور شاګردان سمول

شیخ العرب و العجم حضرت مولانا سید حسین احمد مدني رحمه الله الله ستر ستر زده کوونکي لري چې مشهور يې په لاندې ډول دي:

امام اهلسنت حضرت مولانا سرفراز خان صفدر رحمه الله شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالحق اکوړه خټک رحمه الله پیر طریقت حضرت مولانا سید امین شاه رحمه الله شیخ الحدیث حضرت مولانا سلیم الله خان رحمه الله شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالستار تونسوي رحمه الله حضرت مولانا عبدالحفیظ کردي رحمه الله مدینه منوره حضرت مولانا احمد البساطی رحمه الله نائب قاضی مدینه منوره محمود عبدالجواد رحمه الله شیخ بشیر ابراهیمي جزائري رحمه الله مولوي محمد یوسف خان کشمیري رحمه الله

مړينه او جنازه سمول

د علم او عرفان دا ځلانده ستوری په ۲۸/محرم الحرام ۱۳۷۷ھ د بخاری شریف جلد اوّل آخری سبق ووایه او په ۱۳/جمادی الاولیٰ ۱۳۷۷ھ د علم او عمل، زهد و تقویٰ او رُشد وهدایت ستر داعي ددې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې د جنازی لمو نځ پرې حضرت شیخ الحدیث برکة العصر مولانا محمد زکریا رحمه الله ادا کړ او د خپل استاد شیخ الهند رحمه الله د قبر تر څنګ په قبرستان قاسمي کي دفن کړل شو. انا لله وانا الیه راجعون

قلم بشکن، سیاهی ریز، کاغذ سوز، دم ورکش حسن این قصه عشقست در دفتر نمی گنجد

ماخذ سمول

https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=9256 سوانح شیخ الاسلام حضرت مولانا سید حیسن احمد مدني رحمه الله از مولانا عبدالقیوم حقانی صاحب

ماهنامه دارالعلوم ، شماره 9-10 ، جلد: 93 رمضان-شوال 1430 ھ مطابق ستمبر-اكتوبر 2009ء
احناف ڈیجیٹل لائبریری