حسن خاتمة ( ښه پایله )
دپــــوهـــــنـــی وزارت
داسلامــــــــی زده کــــړو معینیــت
دنظارت اوبرنـــامـــــــــو ریاست
ښه پایله
دهغی وسیلی ، نښی اوبدی پایلی څخه ځان ساتل
ترتیبوونکی : معاون مدرس: محمد بشیر "مدنی"
۱۳۹۵هجری شمسی کال
دپیل خبری
داښکاره خبره ده چی انسان د نورو مخلوقاتو په څنګ کی یو مخلوق دی چی الله جل جلاله ورته عقل ور کړی دی نو ددی لوی نعمت( عقل ) په مقابل کی مکلف ګرځول شوی دی . انسان مکلفول ددی تقاضاکوی چی دده دعمل اوکار په بدل کی باید دیته بدله ورکړی شی چی داعقلی دلیل د مجازات هم دی چی شرعی نصوص پری ګواه دی ، دانسان ټول ژوند په دنیا کی چی څومره پړاوونه اړه وی اوپری تیریږی ده ته په بدل کی یا نیکی اویاهم بدی لیکلی کیږی خو آخره مرحله اوپړاو دانسان دژوند خورا اهمیت لری ځکه چی دانسان خاتمه په هرعمل باندی چی وشی په هغی باندی ټول عمر ورته قیاس کیږی، په کوم عمل باندی چی انسان له دنیا څخه سترګی پټی کړی په هماغه عمل باندی مشغول وی اوپه همغه سره له قبره پاڅیږی، یو انسان که په دنیا کی ئی څومره نیک کارونه ترسره کړی وی اوبیا په آخر عمر کی خراب شی اونیکو کارونو ته شا وګرځوی نو ددی انسان آخره خاتمه خرابه شوه ، اوکه یو انسان په ټول ژوند کی ښه کارونه ترسره کړی نه وی اود ژوند په آخری پړاو کی نیکیو ته مخ وګرځوی عمل اوکارونه یی ټول دشریعت موافق تیرشی نوددی انسان پایله اوخاتمه ښه بلل کیږی ځکه چی داعتبار وړ کارآخره خاتمه دانسان ده ، ددی کبله چی خاتمه دانسان په ژوندکی لومړی توب لری نوباید چی دښی پایلی دتقویت لاملونه پیداکړو ترڅو وکولای شو چی دهغی په مرسته خپله پایله نیکه اوروښانه کړو، ددی ترڅنګ ځنی عوامل نورهم شته دی چی دښی پایلی موانع بلل کیږی هغه هم باید وپیژنو تر څو دهغوڅخه پرهیز او اجتناب وکړو، ددی په اخر کی باید د پیغمبرصلی الله علیه وسلم دهغه مبارک حدیث په رڼاکی چی فرمائی : (مَنْ لمْ يشْكُر النَّاسَ لَمْ يشْكُر الله) رواه الترمذي في كتاب البر والصلة ، نوترهرڅه مخکی د اسلامی زده کړو دقدرمن معین صاحب څخه مننه اوقدردانی کوم چی دغه مبارکه پروسه ئی پیل کړه اوبیا د نظارت اوبرنامو دعمومی رئیس صاحب څخه مننه کوم چی ددی رسالی د پشپړیدو دمراحلو د ترسره کیدو لاره ئی راته پرانیسته او هم داډول دخپل لارښود استاد ښاغلی ضیاءالحق حیدری څخه مننه کوم چی ددی رسالی ترپایه ئی زما لارښوونه کړی اوهمدارنګه دټولو هغو دوستانوڅخه مننه کوم چی ددی رسالی په پشپړیدوکی ئی راسره مرسته کړی الله جل جلاله دټولوته اجرعظیم ورکړی .
درسالی لنډیز :
کومه رساله چی زما مخ ته ايښی ده خلاصه اولنډیز ئی په لاندی ډول سره وړاندی کیږی هغه داچی:
الف :هرانسان دخپل ژوند دپیل څخه تراخری لحظی پوری کوم عمل چی ترسره کوی هغه که ښه وی یابد ټول پری حساب دی او دهغه په رڼاکی به ورسره یاجنت اویاهم دوزخ ته د تللو پریکړه کیږی چی ددی لپاره می دغه عوامل یا لاملونه ذکرکړی دی : دښی پایلی تعریف اودهغه نښی ،دښی پایلی نښی دقران کریم له نظره ، دحدیث شریف له نظره، دالله جل جلاله ملاقات خوښول، ګناه ته په کمه سترګه نه کتل، په الله جل جلاله باندی ایمان لرل ورته خوښ وی،دغزا په حالت کی مړکیدل،داحرام اوحج په حالت کی مړکیدل،پداسې حالت كې مړ شي چې د الله جل جلا له په طاعت بوخت وي،د پنځو څيزونو څخه ددفاع دپاره دخپل ژوند نه تیرېدنه،که پداسې حال كې مړ شي چې په يوه وبايي مرض اخته وي،طاعون ،سل( نری رنځ)، دنس درد ، د انسان د څنګ ناروغي،كومه ښځه چى په اولاد مړه شى شهيده ده، د اوبو په وسيله غرقيدل يا په اور سوځیدل، او يا د كوم شى په نړيدو باندی مرشی، دجمعې په شپه او دهغې په ورځ مرګ، د مرګ په وخت كې د توحيد د كلیمې ويل دي ،او شروط ئی دادی : علم ،یقین ، اخلاص ، صدق ،انقیاد ، قبول والی او منل، الکفر بالطاغوت ،
ښی پایلی ته هڅونه د مبارکو آیتونوپه رڼاکی، دښی پایلی سببونه ،دالله جل جلاله إطاعت، دعا کول ،إصلاح دباطن اوظاهره ، استقامت ، په الله جل جلاله باندی ښه ګمان کول، تقوى او دالله جل جلاله څخه په هرحالت کی ویریدل ،صدق او ریښتینولی ،توبه کول الله جل جلاله ته، دالله جل جلاله په طاعت او عبادت همیشوالی او دوام ، دمرګ یادول او لږ امید لرل ، دبدی پایلی دسببونودترسره کولوڅخه ځان ساتل، په ښكاره او پټه باندې د الله جل جلا له څخه وېرېدل ، هميشه الله جل جلا له يادول، دعبرت لپاره دقبرونو زيارت کول ،دمړي پريمنځل اوپه جنازه كې ئې ګډون كول ،بده پایله اودهغه نښی، پخواني نيكان به د بدى پايلې (خاتمې) څخه ډېر وېرېدل، دبدی پایلی اسباب ، وروسته والی په توبه کی ، دسوف لفظ ، د ګناه سره مينه او په هغې ځان عادت كول- اوږدې هيلې،پخپله ځان وژل، بد ملګری،دځینی وبائی مرضونو وضاحت ،طاعون ( وبا، كولرا)،دسل مختلف ډولونه ،،،،،
ب : دڅیړنی طریقه :
څرنګه چی ښه پایله بوه داسی ګټوره علمی رساله ده – زماپه نظر - چی باید هرمسلمان ئی دخپل ژوند مشال وګرڅوی اودغه رساله دکتابتون لپاره ډیرمناسب کتاب دی طرز ئی توصیفی دی څکه چی هرنص می دخپل مرجع څخه اخستی دی او او که تاسو ورته وګوری نو زیاتره مراجع دعربی ژبی دی چی بیا دغه ټول نصوص پښتو ژبی ته ژباړل شوی چی ژباړه پخپل ذات کی یو ستونزمن کاردی او ددی رسالی هرعنوان که اصلی دی یا فرعی د خبل مصدر او منبع نه می نقل کړی دقرآن کریم دمبارکو آیاتونو دسورت نوم او نمبرمی ذکر کړی نبوی مبارک احادیث می دخپل مصدر څخه په پشپړ ډول حتی الوسع تخریج کړی دی .
ج : دڅیړنی دنتائجو ارزښت :
ددی رسالی د نتایجو دارزښت په هکله می دغه څو ټکی یادکړی دی چی څینی ئی به ډیر لنډ ډول دادی :
- دانسان دټول عمر کړني دهغه په پایله کی نغښتی دی ،ا وپه همغه ورسره فیصله کیږی .
- دانسان دښی پایلی لپاره په لار کی خنډونه شته چی انسان باید دغه خنډونه لری کړی اوخپله آخره خاتمه ښه کړی.
- ځنی داسی مرضونه اوآفتونه دی چی انسان ته په ظاهره کی بد ښکاری او نه یی خوښوی خو په حقیقت کی هغه ټول دانسان دآخرت ښه والی لپاره مقرر شوی دی لکه هغه مرضونه چی پدی رساله کی ترینه بحث اوڅیړنه شوی ده
- پایله دانسان مهم اوحساس پړاو دی چی ددی پړاوڅخه تیریدل لویه مبارزه غواړی دشیطان په مقابل کی ددی وجی نه شیطان انسان ته هیلی او امیدونه اچوی چی داد مهمولاملونوڅخه ګڼل کیږی . په دی څیړنه کی دقبر اومړو سره سروکار لرل یاد شول چی همیشه دانسان په ذهن کی مرګ یاد وی ترڅو وکولای شی چی دشیطان په مقابل ودریږی او دهغی له وسوسو سره دهلاکت په کنده کی ونه غورځیږی .
د الله جل جلاله په لوی فضل او كرم سره می دغه علمی رساله پای ته ورسوله الله جل جلاله د دغی رسالی ویونکی اوګټه اخستونکی ته اجر ورکړی اللهم آمین.
دموضوعاتوفهرست
عنوان موضوع مخ
سريزه 1
لومړی فصل: نیکه پایله اودهغی عوامل 3
لومړی مبحث: دښی پایلی تعریف اودهغه نښی سره دهڅونی ښی پایلی ته: 3
۱- دښی پایلی تعریف: 3
۲- دښی پایلی نښی: 3
دښی پایلی نښی دقران له نظره : 3
دحدیث له نظره: 4
1- دالله جل جلاله ملاقات خوښول: 4
2- گناه ته په کمه سترګه نه کتل: 6
۳- الله جل جلاله باندی ایمان لرل ورته خوښ وی: 7
۴- دغزا په حالت کی مړکیدل: 7
۵- داحرام اوحج په حالت کی مړکیدل: 8
۶- :- پداسې حالت كې مړ شي چې د الله جل جلا له په طاعت بوخت وي: 8
۷- د پنځو څيزونو څخه ددفاع دپاره دخپل ژوند نه تیرېدنه: 9
۸- که پداسې حال كې مړ شي چې په يوه وبايي مرض اخته وي: 9
1- طاعون : 10
۲- سل( نری رنځ) 10
۳- دنس درد : 10
۴- د انسان د څنګ ناروغي: 11
9- كومه ښځه چى په اولاد مړه شى شهيده ده: 11
10- د اوبو په وسيله غرقيدل يا په اور سوځیدل: او يا د كوم شى په نړيدو باندی مرګ: 11
11- دجمعې په شپه او دهغې په ورځ مرګ: 12
۱۲- د مرګ په وخت كې د توحيد د كلیمې ويل دي : 12
علم : 13
یقین : 13
اخلاص : 14
صدق : 15
محبت : 16
انقیاد : 16
قبول والی او منل : 17
الکفر بالطاغوت : 17
دښی پایلی ته هڅونه د مبارکو آیتونوپه رڼاکی: 18
دوهم مبحث: دښی پایلی سببونه : 20
دالله جل جلاله إطاعت : 20
* إصلاح دباطن سره دظاهره: 21
* استقامت : 21
*- په الله جل جلاله باندی ښه ګمان کول: 22
*- تقوى او دالله جل جلاله څخه په هرحالت کی ویریدل : 22
*صدق او ریښتینولی : 22
دالله جل جلاله په طاعت او عبادت همیشوالی او دوام : 23
دمرګ یادول او لږ امید لرل : 24
دبدی پایلی دسببونودترسره کولوڅخه ځان ساتل : 24
په ښكاره او پټه باندې د الله جل جلا له څخه وېرېدل : 24
هميشه الله جل جلا له يادول: 25
د قبرونو زيارت کول له عبرت لپاره : 26
دمړي پريمنځل اوپه جنازه كې ئې ګډون كول : 26
نیکانو ته ورتلل او پوښتنه يې كول: 27
پخواني نيكان به د بدى پايلې (خاتمې) څخه ډېر وېرېدل: 31
دبدی پایلی اسباب 33
1- وروسته والی په توبه کی : 33
2 : دسوف لفظ : 36
۳: د ګناه سره مينه او په هغې ځان عادت كول: 37
- اوږدې هيلې: 38
داوږدو هيلو په هكله دعلي رضى الله عنه وينا: 41
۴: پخپله ځان وژل: 41
۵: بد ملګری: 4354
دامام زين العابدين رحمةالله عليه دغربت اويوازيتوب دقصیدى ژباړه: 45
دځینی وبائی مرضونو وضاحت : 48
طاعون ( وبا، كولرا): 48
سل مختلف ډولونه لرى چى مهم يي دادى: 48
۱:- د سږى سل: 48
۲:- د كولمو توبر كلوز: 49
٣- دخصيتينوتوبرکلوز: 49
دسل نور ډولونه : 50
پایله:(خاتمه ) 51
اخځلیکونه 53
سريزه
سمولالحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده وبعد !
د هغه الله جل جلا له په نامه چې رحمت يې هر څيز ته رسیدلى دى او هر څه يې شمیرلي ،دخپلو بندګانو څخه يې په هغه چا رحم وكړاو په دنيا كې يې هغه څه ورته برابركړل چې د اخرت درجې پرې لوړېږي او دا هغه څوك دي چې د الله جل جلا له په طاعت يې هميشه والى وكړ او په عبادت كې يې كوښښ وكړ كه راحت، خوشحالي ورته ورسیږي د الله جل جلا له شكر ادا كوي دا ډېر ورته ښه او غوره کار دى، كه تكليف ، غم او خفګان ورته ورسیږي صبر پرې كوي،
دموضوع اهمیت: دانسان ژوند په دنیا کی دیو ي خاصي موخی لپاره دی چی هغه دالله جل جلاله عبادت دی ددی نتیجه دعمرپه آخره لحظه کی معلومېږي دژوند دغه مرحله د انسان لپاره خورا اهمیت لری چی دژوند لپاره د آخرنی مهر حیثیت لری او دټول ژوند پړاوونه په همدی خاتمه اوپایله باندی قیاس دی. دا دپایلی اهمیت ته اشاره کوی نو پکاردی چی خپله پایله په هره طریقه چی وی الله جل جلاله ته عذر ،زاری اوژړا وکړو تردی چی ښه پایله ولرو .
اوس پوښتنه داده چی دانسان دعمر تر ټولو حساس پړاو کوم دی ؟ آیا دانسان ټول ژوند یو شان دی او که خپلو کی توپیر لری ؟ آخره مرحله دانسان دژوند لپاره دکومو څانګړو اهمیتونوڅخه برخه من دی ؟ دا هغه پوښتنی دي چی ددی تحقیق لاندی موخو د لاسته راوړلو څخه وروسته ځوابیږي.
دتحقیق موخی: ددی تحقیق موخی زیاتی دی خو په لنډه توگه لاندی موخی ترټولو خورا مهمی ګڼل شوی دی: دډېرو مسلمانانو ظاهري جامه غربي لباس وګرځید اوباطنی معامله دهر مسلمان دالله جل جلاله سره ده ،له دې سره جوخت زموږ د ټولنې ډېر وګړي په هغو هلاكوونكو ګناهونو اخته شول چې كول يې په ټولنه كې يو عادي كار ګرځیدلی او څوك اصلاً ورته ګناه نه وايي ،د ساري په ډول بهتان ، غيبت د يتيم حق خوړل، سود، رشوت او داسې نور چى هر څوك يې پخپله ويني او هم یې پخپله كوي نو ما خپل ديني مسؤليت او لازمي دنده وبلله ترڅودغه رساله دعلمی رتبی چی د مرستیال مدرس څخه مدرس ته دلوړیدلو له امله می ترتیب کړه د الله جل جلاله په لوی فضل او كرم سره می پای ته ورسیده ښایی كوم مسلمان ورور ئی ولولی او ګټه تری پورته کړی په پای کی دګناهونو لار پرېږدي او دخپل اخرت په ښه كولو كې هڅې وكړي او ماته يې الله جل جلاله اجر راكړي. بله داچی هرمطالعه کونکی انسان پدی باندی زیار وباسی تردی چی وکولای شی په آخر عمر کی په نیکیو عادت شی او په همدی حالت وفات شی. نیکی پایلی خپل اسباب لری ددغی اسبابو په برابره ولو کی هرڅوک باید ښه کوښښ وکړی تردی چی دښی پایلی درلودونکی شی. همدا راز بده پایله هم شته اودهغی اسباب او عوامل هم شته دی ، پدی رساله کی بله موخه هم داده چی ددغی بدی پایلی اسبابو او عواملو ته باید هر مسلمان یو خوا ته شی اونیک عملونه پریږدی بلکی باید دخپل توان مطابق هڅه وکړی ترڅو وکولای شی چی د خپلونیکو اعمالو په کولوسره دنیکی پایلی درلودونکی شی.
مخکینی لیکني :
دښی پایلی په اړه ډیری لیکنی شویدی چی ټولی په عربی ژبه دی څینی ئي دادی :
علامات وأسباب حسن الخاتمة وسؤ الخاتمة / خالد بن عبدالرحمن الشایع ( معاصر) ،علامات سؤالخاتمة قبل موته وعندالتغسیل للشیخ ندا أبواحمد (معاصر)- حسن الخاتمة لعبدالله بن محمد المطلق ( معاصر)- رسالة فی حسن الخاتمة لمحمد شامی شیبة ( معاصر)دا دساری په ډول یادشول خو په پښتو ژبه فکرنکړم بل چا به لیکلی وی ــ
درسالی کړنلاره :
دغه رساله دجوړښت په لحاظ په لاندی ډول ده : دغه رساله په لاندی مطالبومشتمله ده چی دوه فصلو نه لری په لومړی فصل کی دنیکی پایلی تعریف، عوامل، نښی دقران اوحدیث له نظره تربحث لاندی نیولی شوی دی په دویم فصل کی بدی پایلی ته اشاره شوی ده چی په هغی کی دبدی پایلی اسباب اوعوامل دقران اوحدیث له نظره ذکر شوی دی اوبیا په دوهم فصل کی دامام زین العابدین هغه زرینی ویناوی ضمنا ذکرشوی دی چی دموضوع سره کلکه رابطه لری .ددویم فصل په آخر کی هغه وبایی مرضونه ذکر شوی دی چی دانسان په نیکه پایله باندی دلالت کوی. او په آخر کی دبحث خاتمه ذکر شوی اوپه پای کی منابع ذکر شوی دی .
ومن الله التوفیق
لومړی فصل: نیکه پایله اودهغی عوامل
سموللومړی مبحث: دښی پایلی تعریف اودهغه نښی سره دهڅونی ښی پایلی ته :
سمول۱- دښی پایلی تعریف :
سمولښه پایله پدی معناده چی یو بنده دخپل مرګ څخه وړاندی پدی سره بریالی شی ترڅودخپل رب ( الله جل جلاله ) دقهر اوغصی نه لری شی ، دګناهونواوخطاګانوڅخه توبه وباسی ، دنیکیو او صالحوعملونوخواته مخه کړی اوبیاپه دغه ښه حالت سره وفات شی. لکه چی دنبوی صلی الله علیه وسلم په ارشاداتوکی راغلی چی کله خدای جل جلاله په یوه بنده دخیر اراده وکړی نوهغه په خیر کاروکی استعمالوی.
۲- دښی پایلی نښی:
سمولدښی پایلی نښی دقران له نظره :
سمول۱- الله جل جلاله فرمائی : { إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ } فصلت: 30 ژباړه : بیشکه هغه کسان چی ئی ویلی دی رب زموږ الله جل جلاله دی بیامحکم ولاړوی پدی خبره باندی ، راکوزیږی به په دوی باندی ملائیکی چی مه ویریږی اومه خفه کیږی اوخوشحاله اوسی په هغه جنت چی وی تاسی وعده به ئی درسره کولی شوه. دغه زیری دمؤمنانولپاره دمرګ په وخت، په قبرونواو دقبرونو څخه دراژوندی کیدو په وخت کی حاصلیږی.دمرګ په وخت کی جاته د جنت وعده ورکول اوهمدارنګه دمړی روحیه تقویه کول ترڅو هغه په امن کی وی دالوی نیک بختی دی انسان لپاره ددی وجی نه دا دانسان دښه پایلی ښکارندوی دی .
۲- { وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ﴿۱۶۹﴾ فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۱۷۰﴾يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ }﴿۱۷۱﴾
ژباړه: او له سره ګومان مه كوﺉ ( اى محمده يا اى اوريدونكيه ) پر هغو كسانو چې وژل شوي دي په لاره د الله جل جلا له ( جهاد او طاعت ) كې د مړو ( مړه نه دي) بلكې ژوندي دي په نزد د رب خپل رزق وركولى شي ( د جنت له خوړو او څښو څخه ) پداسې حا ل كې چې خوشحاله دي دوى په هغه شي باندې چې وركړي دي دوى ته الله جل جلا له له فضله خپله او خوشحالیږي دوى ( په راتلو د) هغو كسانو باندې چې لا نه دي رسيدلي دوى، تر هغو پورې وروسته ددوى نه ،په دې شان سره چې نه به وي. داهغه نیکه پایله ده چی دالله جل جلاله دکلمی پورته کولو په خاطر خپل ځان یی له لاسه ورکړی.اودهغی په عوض کی خدای جل جلاله ورته دجنت وعده ورکوی اوچاته چی په دنیا کی دجنت وعده وکړی شو دانسان نیک بخته او ښه پای لرونکی انسان دی نو ویلای شوچی څوک دخدای جل جلاله دکلمی اچتولو په خاطر خپل ځان یی له لاسه ورکړ دا انسان دښه پای لرونکی انسانانو له جملی څخه دی.
دحدیث له نظره :
سمول1- دالله جل جلاله ملاقات خوښول:
سمولعن أم المؤمنين عَنْ عَائِشَةَ، قَالتْ: قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. " مَنْ أحَبَّ لِقَاءَ اللهِ أحَبَّ اللهُ لِقَاءَهُ، وَمَنْ كَرِهَ لِقَاءَ الله كَرِهَ اللهُ لِقاءَهُ ". فَقُلْتُ: يَا نَبِىَّ اللهِ، أكَرَاهيَةُ المَوْتِ؟ فَكُلُّنَا نَكْرَهُ المَوْتَ. فَقَالَ. " لَيْسَ كَذَلِكِ، وَلكِنَّ المُؤْمِنَ إذَا بُشِّرَ بِرَحْمَةِ اللهِ وَرِضْوَانِهِ وَجَنَّتِهِ، أحَبَّ لِقَاءَ اللهِ، فأحَبَّ اللهُ لِقَاءَهُ. وَإنَّ الكَافِرَ إذَا بُشِّرَ بِعَذَابِ اللهِ وَسَخَطِهِ، كَرِهَ لِقاءَ اللهِ، وَكَرِهَ اللهُ لِقاءَهُ متفق علیه . "[1]
ژباړه : دحضرت ام المؤمنین عائشی رضی الله عنها څخه روایت دا وائی : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چی : چاچی دالله جل جلاله ملاقات خوښاوه نو الله جل جلاله هم ددغه ملاقات خوښوی ، او چاچی دالله جل جلاله ملاقات ناخوښ باله الله جل جلاله هم ددغه شخص ملاقات نه خوښوی ، حضرت عائشه وائی ماورته وویل : ای دالله نبی ! آیا دمرګ د ویری له امله ؟ موږ ټول مرګ نه خوښوو پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داسی نده ، کله چی مومن ته دالله جل جلاله درحمت ، رضامندی ، او جنت ته داخلیدو زیری ورکړل شی نو دالله جل جلاله ملاقات ورته خوښ شی شوق اورغبت ئی ورته پیدا شی ، او کله چی کافرته دالله جل جلاله دعذاب او قهر زیری ورکړل شی نودالله جل جلاله ملاقات بد وبولی او الله جل جلاله هم ددغه شخص ملاقات بدوبولی .ددغه مبارک حدیث شریف په هکله امام أبوعبید القاسم بن سلام ویلی دی چی : زما په نظر دمرګ بدګڼل او سختی تری مطلب ندی ځکه ددی څخه هیڅوک هم نه خلاصیږی ، بلکی بد او ناوړه کار دادی چی دنیا ته غوره والی ورکړی او اخرت ته ورتګ بد وبولی ، داځکه چی الله جل جلاله هغه خلک بد ګڼلی دی چی د ژوند سره مینه لری لکه چی فرمایی: {إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّوا بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آَيَاتِنَا غَافِلُونَ}يونس: ۷ آیت .
ژباړه : بیشکه هغه کسان چی امید نلری دملاقات زموږه اوخوښ شوی دی پدی ټول ژوند د دنیا او آرام ئی نیولی دی په دی پوری( ژوند ددنیا ) .بل خبره داده چی انسان ترڅو خپل ځان مطمئن ونه بولی چی ځما آخرت ښه دی ترهغی پوری دی نه مرګ خوښوی اونه دخدای جل جلاله دیدار اوملاقات.اودایو ډول ښه ګمان کول دی په خدی جل جلاله باندی چی ماسره ښه معامله کوی نودخدای جلا جلاله ملاقات خوښوی که بد ګمان ولری نو هیڅ کله به دخدای جلا جلاله ملافات خوښ نکړی.
2- ګناه ته په کمه سترګه نه کتل :
سمولحَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ حَدِيثَيْنِ أَحَدُهُمَا: عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم وَالآخَرُ عَنْ نَفْسِهِ قَالَ إِنَّ الْمُؤْمِنَ يَرَى ذُنُوبَهُ كَأَنَّهُ قَاعِدٌتَحْتَ جَبَلٍ يَخَافُ أَنْ يَقَعَ عَلَيْهِ[2] ژباړه: موږته عبدالله دوه حدیثونه ویلی دی چی یویی دپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه اوبل یی دخپل طرف څخه روایت کړی دی چی : مؤمن هغه څوك دى چې خپل ګناهونه داسې ويني لكه د يوه غره لاندې چې ناست وي او ددې څخه په وېره کې وي چې پرې را وبه لوېږي. او ډېر خلك داسې دي چې په كوچينۍ ګناه ټينګار كوي او دهغې سره عادت شوي وي او هیڅ ورته ښكارېږي او يوه ورځ يې هم داسې فكر ونكړ چې هغه ذات څومره لوى او د عظمت څښتن دى چې ده يې نافرماني كړې ده او دا ګناه يې د بدى پايلې لامل شي. ددی حدیث څخه معلومه شوه چی څوک ګناه ته په درنه سترګه ګوری نودغه سړی ښه پایله لری. حال داچی ګناه ګرچی وړکی وی باید ستر ګناه وشمیرل شی. بل روایت کی راغلی"عَنْ أَنَسٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ إِنَّكُمْ لَتَعْمَلُونَ أَعْمَالاً هِيَ أَدَقُّ فِي أَعْيُنِكُمْ مِنَ الشَّعَرِ إِنْ كُنَّا نَعُدُّهَا عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم من الْمُوبِقَاتِ."[3] ژباړه: حضرت انس بن مالك رضى الله عنه وېلي دي بیشكه تاسو ځينې داسې كارونه كوئ چې ستاسو په وړاندې به د يوه وېښته په اندازه هم ارزښت نلري او ګناه يې نه ګڼي مګر مونږ به د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په وخت كې د لويو هلاكوونكو ګناهونو څخه ګڼل. امام بخاري وایی مطلب یی هلاکوونکی ګناهونه دی .
۳- الله جل جلاله باندی ایمان لرل ورته خوښ وي :
سمول"عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ ثَلَاثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ ، وَجَدَ حَلَاوَةَ الْإِيمَانِ أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا وَأَنْ يُحِبَّ الْمَرْءَ لَا يُحِبُّهُ إِلَّا لِلَّهِ وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الْكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّار.ِ"[4] ژباړه : دحضرت أنس رضی الله عنه روایت دی چی پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی : دری صفات دی چاکی چی موجود شول نو وبه څکی پدی سره هغه خوند اوخوږ والی دایمان اوهغه دری شیان دادی :
اول صفت دایمان : چی الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم ورته ډیر زیات ګران اومحبوب وی دهرچا نه او دهرڅه نه . دوهم صفت دایمان دادی : چی مینه اومحبت دچا سره نه کوی مګر د الله جل جلاله لپاره . دریم صفت دایمان دادی : چی بد وګڼی اوریدل کفر اوهری بی دینی ته وروسته دهغی نه لکه څنګه چی دا خبره بده ګڼي چی اورته وغورځول شی ( یعنی پخپل ایمان ډیر کلک وی لکه څنګه چی په اورکی غورځیدل ورته سخت تمامیږی ) .دادری نښی چی په کوم انسان موجود وی دا انسان مسلمان شمیرل کیږی او دده دښه پایله نښه اوعلامه دی.
۴- دغزا په حالت کی مړکیدل:
سمولپه یو حدیث کی دی "من قُتِلَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ"[5] ژباړه: څوك چې د الله جل جلا له په لار كې ووژلى شي شهيد دى او څوك چې دالله جل جلا له په لار كې وتلى وي او بيا په خپل مرګ مړ شي شهيد دى. ددی حدیث شریف څخه معلومیږی چی هرهغه څوک چی دالله جل جلاله په لاره وتلی وی ولو چی دهرنیک عمل په مقابل کی وتلی وی که هغه جهاد دالله جل جلاله په لاره کی وی یا دعوت په لاره کی وی ولو چی هره شعبه کی وی.
۵- داحرام اوحج په حالت کی مړکیدل:
سمولپيغمبر صلى الله عليه وسلم د هغه سړي په هكله چې د حج دپاره يې احرام تړلى و او بيا د اوښې څخه وغورځېده وفرمايل : « اغْسِلُوهُ بِمَاءٍ وَسِدْرٍ وَكَفِّنُوهُ فِى ثَوْبَيْهِ وَلاَ تُخَمِّرُوا رَأْسَهُ فَإِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مُلَبِّيًا ».[6] ژباړه: د بیرې پاڼـې په اوبو كې ګډې كړى او بيا يې پرې ومينځۍ او له دوه جامو څخه يې كفن وركړﺉ او سريې لوڅ پرېږدى ځكه چې د قيامت په ورځ به د كليمې ويلو په حالت ژوندى كیږي.
۶- :- پداسې حالت كې مړ شي چې د الله جل جلا له په طاعت بوخت وي:
سمولحذيفه رضى الله عنه ويلي دي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: عَنْ حُذَيْفَةَ قَالَ: أَسْنَدْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم إِلَى صَدْرِى، فَقَالَ: مَنْ قَالَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ. قَالَ حَسَنٌ: ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ، خُتِمَ لَهُ بِهَا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ صَامَ يَوْمًا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ، خُتِمَ لَهُ بِهَا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ خُتِمَ لَهُ بِهَا دَخَلَ الْجَنَّةَ.
.[7] ژباړه: چاچې يواځې د الله جل جلا له د رضاء لاس ته راوړلو لپاره د (( لا اله الا الله))د مباركې كليمې په ويلو سره خپل ژوند پاى ته ور ساوه جنت ته به ننوځي او چاچې يوه ورځ يوازې د الله جل جلا له د رضاء لپاره د روژې په نيولو سره دخپل ژوند وروستي پړاو ته ورسید جنت ته به ننوزي او همدا رنګه چاچې يواځې دالله جل جلا له درضاء لپاره خيرات او صدقه وركړه او په همدې باندې يې خپل عمل پاى ته ورساوه جنت ته به داخل شي.
۷- د پنځو څيزونو څخه ددفاع دپاره دخپل ژوند نه تیرېدنه:
سمولهغه شیان چې د اسلام مبارك دين د هغې ساتل په هر چا لازم كړيدي دادي: دين، نفس (ځان). مال، ناموس، او عقل دى .سعيد بن زيد رضى الله عنه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت كړيدى هغه مبارك وفرمايل او داسې ارشاد يې وكړ:" عن سعيد بن زيدٍ، عن النبي- صلى الله عليه وسلم- قال: "مَنْ. قُتِلَ دونَ ماله فهو شهيد، ومَنْ قُتِلَ دون أهلِه أو دون دَمِه أو دون دِينِه فهو شهيدٌ"[8] ژباړه: دحضرت سعید بن زید رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم چی فرمایلی ئی دی : څوك چې د خپل مال نه ددفاع په خاطر ووژل شي شهيد دى، او څوك چې دخپل ناموس نه ددفاع په سبب ووژل شى شهيد دى، او څوك چي دخپل دين د ساتنې په خاطر ووژل شي شهيد دى، او څوك چې دخپل ځان د ساتنې او حفاظت له وجې ووژل شي شهيد دى.
۸- که پداسې حال كې مړ شي چې په يوه وبايي مرض اخته وي:
سمولپه هغه صبر وكړي او اجر يې د الله جل جلا له څخه غواړي چې ځينو ته يې پيغمبر صلى الله عليه وسلم اشاره كړيده او هغه دادي:
1- طاعون :
سمولحضرت انس رضى الله عنه راويت كړيدى دى وايي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "الطَّاعُونُ شَهَادَةٌ لِكُلِّ مُسْلِمٍ"[9] ژباړه: طاعون د هر مسلمان لپاره شهادت دى ( څوك چې په طاعون مرض مړ شي هغه شهيد دى .نوڅوک چی شهید شی دینه غوره اوبهتره پایله په دنیا کی نیشته.
۲- سل( نری رنځ)
سمولحضرت راشد بن حبيش رضى الله عنه روايت كړى وايي: چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل:" قَتْلُ الْمُسْلِمِ شَهَادَةٌ . قَالَ : إِنَّ شُهَدَاءَ أُمَّتِي إِذًا لَقَلِيلٌ قَتْلُ الْمُسْلِمِ شَهَادَةٌ ، وَالطَّاعُونُ شَهَادَةٌ ، وَالْمَرْأَةُ يَقْتُلُهَا وَلَدُهَا جَمْعَا شَهَادَةٌ وَالسُّلُّ شَهَادَةٌ"[10] ژباړه: مسلمان چې ووژل شي شهيد دى، او د طاعون په وسيله مرګ شهادت دی،اوكومه ښځه چې دماشوم د زېږېدو په خاطرمړه شي شهيده ده او په نري رنځ مرګ شهادت دى.
۳- دنس درد :
سمولحضرت ابو هريره رضى الله عنه روايت كړى وايي چې :پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل:"وَمَنْ مَاتَ فِى الْبَطْنِ فَهُوَ شَهِيدٌ "[11] ژباړه: ځوك چې د ګیډې (نس) په مرض مړ شو شهيد دى.
۴- د انسان د څنګ ناروغي:
سمولدانسان د څنګ داخلي پرده پړسیږي چې دنفس تنګي، تبه ،ټوخى اودتشي درد ترې پيداكيږي. جابر بن عتيك د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت كړيدى چى ده مبارك فرمايلي:" وصاحب ذات الجنب شهيد"چې وروسته به پوره بيان كړى شي. ژباړه: د تشي (څنګ ) په مرض اخته شوی چې مړ شي شهيد دى.
9- كومه ښځه چى په اولاد مړه شى شهيده ده:
سمولحضرت عباده بن صامت رضى الله عنه له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت كړيدى چى فرمايي: " وَالْمَرْأَةُ يَقْتُلُهَا وَلَدُهَا جَمْعَاءَ شَهَادَةٌ يجُرها ولدها بسررهِ إلى الجنةِ "[12] ژباړه: كومه ښځه چې د مــــاشوم د زيږيدو له امله مړه شي شهيده ده او خپل ماشوم يې د په وسيله جنت لوري ته كشوي.
10- د اوبو په وسيله غرقيدل يا په اور سوځیدل: او يا د كوم شى په نړيدو باندی مرګ:
سمولله حضرت ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت شوى دى وايي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: " «الشُّهَدَاءُ خَمْسَةٌ، الْمَطْعُونُ وَالْمَبْطُونُ، وَالْغَرِقُ، وَصَاحِبُ الْهَدْمِ » "[13]
ژباړه : شهیدان پنځه دی : چی په کوم شی ووهل بیامړشی ، دنس د درد له امله مړشی ، په اوبوکی غرق شی ، یا کوم شی پری را ونړیږی او مړشی دا ټول شهیدان دی .
حضرت جابر بن عتيك رضى الله عنه څخه روايت دى وايي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل:" الشُّهَدَاءُ سَبْعَةٌ سِوَى الْقَتْلِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ : الْمَطْعُونُ شَهِيدٌ، وَالْغَرِقُ شَهِيدٌ، وَصَاحِبُ ذَاتِ الْجَنْبِ شَهِيدٌ، وَالْمَبْطُونُ شَهِيدٌ، وَالْحَرِقُ شَهِيدٌ، وَالَّذِي يَمُوتُ تَحْتَ الْهَدْمِ شَهِيدٌ،وَالْمَرْأَةُ تَمُوتُ بِجُمْعٍ شَهِيدٌ"[14] ژباړه: د الله جل جلا له په لار كې د وژل كیدو څخه پرته نور اووه كسان هم شهيدان دي، كوم مسلمان چې په ناحقه ووژل شي شهيد دى څوك چې په اوبو ك ې غرق (ډوب) شي شهيد دى څوك چې د تشي د ناروغى له امله مړ شي شهيد دى او څوك چې د ګيډې له ناروغى څخه مړشي شهيد دى.څوك چى د اور سوځیدو له امله مړ شي شهيد دى او څوك چې د كوم شي په نړيدو مړ شي شهيد دى او كومه ښځه چې د اولادزېږېدو له امله مړه شې شهيده ده.
11- دجمعې په شپه او دهغې په ورځ مرګ:
سمولعبدالله بن عمرو رضې الله عنهما د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت كړيدی چې فرمايي:" ما منْ مسلمٍ يموتُ يومَ الجمعةِ أو ليلةَ الجمعةِ إلا وقاهُ اللهُ فتنةَ القبرِ".[15]ژباړه: كوم مسلمان چې د جمعې په ورځ او يايې په شپه مړ شي الله جل جلا له به يې د قبر له عذابه وساتي.ساتل دیوانسان دقبر له عذابه څخه لویه نیک بختی دی انسان لپاره اویو ښه پایله بلل کیږی انسان لپاره.
۱۲- د مرګ په وخت كې د توحيد د كلیمې ويل دي :
سمولامام حاكم د حضرت معاذ بن جبل رضى الله عنه څخه روايت كړيدى او ويلي يې دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: « مَنْ كَانَ آخِرُ كَلاَمِهِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ دَخَلَ الْجَنَّةَ »[16] ژباړه: څوك چې د ژوند په آخري لحظه كې د( لا اله الا الله) مباركه كليمه ووايي جنت ته به ننوزي.نوباید داهم واضح کړل شی چی د کلیمی د ویلوسره دهغی شرطونه هم پوره کول ضروری دی اوهغه اته دی چی په لاندی ډول سره وړاندی کیږی:
علم :
سمولیعنی پدی کلیمی باندی ځان پوهول چی په هغی کی دنورو ټولو باطلو معبودانو نه انکار کول او دیو الله جل جلاله دربوبیت ، الوهیت او اسماؤ صفاتو اقرارکول او منل دی ددی شرط دلیل دقرآن کریم دغه مبارک آیت دی چی الله جل جلاله فرمائی : {فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ }. محمد/ ۱۹ژباړه : پوه شه ای مخاطبه ! چی نشته په رښتیا سره دعبادت او بندګی ، حقدار غیر دالله جل جلاله نه او بښنه وغواړه دګناه خپلی ځان لپاره او مؤمنانوسړو اوښځو لپاره او الله جل جلاله پوه دی ستاسو په ځای داوړیدلو راوړیدلو په ورځ کی او په ځای داستقرار اوآرام په شپه کی .
یقین :
سمولپدی کلیمی داسی کامل یقین کول چی په هغی کی دشک او ګمان لپاره څه مجال نه وی دلیل ددی شرط د قرآن کریم داآیت دی الله جل جلاله فرمائی:{ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَ رَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتابُوا وَ جاهَدُوا بِأَمْوالِهِمْ وَ أَنْفُسِهِمْ في سَبيلِ اللَّهِ أُولئِکَ هُمُ الصَّادِقُونَ }. الحجرات / ۱۵ ژباړه : الله جل جلاله فرمائی یقینا مؤمنان هغه کسان دی چی ایمان راوړی وی په الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم باندی بیا شک او تردد نه وی کړی په خپل ایمان کی او جهاد یی کړی وی په خپل مال او نفس سر د الله جل جلاله په لارکی نو دغه کسان رښتینی دی . اوحدیث شریف کی راځی : عن أبی هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : " أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنِّى رَسُولُ اللهِ لاَ يَلْقَى اللَّهَ بِهِمَا عَبْدٌ غَيْرَ شَاكٍّ فِيهِمَا إِلاَّ دَخَلَ الْجَنَّةَ.)) "[17] ژباړه : ابوهریرة رضی الله عنه روایت کړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه چی ده مبارک فرمایلی دی : هر هغه څوک چی ګواهی وکړی ددی خبری چی نشته بل حقدار دعبادت او بندګی په رښتیا سره غیر د الله جل جلاله نه اوګواهی ددی خبری کوی چی زه د الله جل جلاله لیږل شوی رسول یم نونه مخ کیږی الله جل جلاله سره یوبنده پدی عقیدی پداسی حال کی چی شک نه کوی پدی عقیده کی مګر جنت ته به ننوځی .
اخلاص :
سمولیعنی مسلمان د الله جل جلاله عبادت او بندګی پدی قصد او نیت سره وکړی چی دمخلوق لپاره یا ددنیوی اغراضو لپاره نه وی ددی شرط دلیل دقرآن کریم دغه مبارک آیت شریف دی چی الله جل جلاله فرمائی:{وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ} البینة/ 5. ژباړه : اودی خلکو ته امر نه ؤ شوی مګر ددی خبری چی بندګی وکړی دیو الله جل جلاله خالص ګرځوونکی دخپل دین الله جل جلاله لپاره پداسی حال کی چی کلک ولاړوی په توحید دالله جل جلاله باندی او مقابله کوونکی دی دشرک اومشرکینواو ودروی لمونځونه او ورکوی زکات دمالونواو دادی دین کلک اومحکم .
پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمائی : " إِنَّ أَسْعَدَ النَّاسِ بِشَفَاعَتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَنْ قَالَ : لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ خَالِصًا مِنْ قِبَلِ نَفْسِه"[18] ژباړه : ډیر دښی برخی وړونکی خلک ځما له شفاعت نه هغه څوک دی چی ګواهی کړی وی ددی خبری چی نشته حقدار دبندګی په رښتیا سره غیر دالله جل جلاله نه اودایی په اخلاص سره ویلی وی له زړه نه .
صدق :
سمولیعنی دا انسان په خپل شهادت او اقرار کی رښتینی دی او د دروغو څخه ځان ژغوری دلیل پدی شرط باندی دا آیت کریمه دی ، الله جل جلاله فرمایی:{ الم أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ " عنکبوت} /1.ژباړه : الله جل جلاله ښه پوهیږی په مطلب ددی حروفو مقطعاتو ، آیا ګمان کوی خلک چی پریښودلی به شی صرف پدی خبری چی وائی دوی موږ ایمان راوړی دی او دوی به ونه ازمایلی شی. اوحدیث شریف کی راځی : "عن معاذ بن جبل رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: " مَا مِنْ عَبْدٍ يَشْهَدُ أن لا إلهَ إلاَّ الله ، وَأنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ صِدْقاً مِنْ قَلْبِهِ إلاَّ حَرَّمَهُ الله عَلَى النَّار ". [19]ژباړه : روایت کړی معاذ بن جبل رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هغه مبارک فرمایلی دی : نشته هیڅ یوبنده دالله جل جلاله چی هغه ګواهی کوی په رښتیا سره پدی خبره چی نشته حقدار دبندګی اوعبادت په رښتیا سره غیر دالله جل جلاله نه اوګواهی کوی پدی خبری چی محمد صلی الله علیه وسلم دالله جل جلاله بنده اورسول دی په رښتیا سره دخپل زړه نه مګر الله جل جلاله حرام کړی دی په هغه باندی اور دجهنم .دمبارک حدیث څخه معلومیږی چی دا کلمه باید دزړه له کومی ووایی اوپه زړه کی ورباندی دتصدیق هم وکوی که داسی نوی نو په ښکاره توګه منافقانو هم دا کلمه ویله خوفرق دمسلمان له منافق څخه دی کی دی چی مسلمان یی له رړه له کومی وایی اومنافق په ژبه ورباندی تلفظ کوی خوپه زړه کی ورباندی باور نلری.
محبت :
سمولیعنی د دی کلیمی سره مینه کول معناداچی دغه مبارکه دکوم شی ښودنه او تعلیم ورکوی دهغی سره مینه او محبت کول اودڅه نه چی انسان منع کوی دهغی نه ځان ژغورل ، ددی شرط دلیل دقرآن کریم نه لاندی آیت کریمه دی الله جل جلاله فرمائی : {وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ } البقرة /165. ژباړه : الله جل جلاله فرمائی : ځینی دخلکو نه هغه څوک دی چی نیسی غیر دالله جل جلاله نه نور همسیالی اوشریکان او مینه کوی دهغوی سره په شان دمحبت کولودالله جل جلاله سره او هغه کسان چی توحید والادی او حقیقی مؤمنان دی هغوی ډیر زیات محبت کوونکی دی دالله جل جلاله سره او کله چی ووینی هغه کسان چی ظلم او شرک یی کړی ؤ عذاب بیا به پوه شی چی یقینا قوت او طاقت ټول یو الله جل جلاله سره دی او یقینا الله جل جلاله سخت عذاب ورکوونکی دی .ددی مبارک آیت نه معلومیږی چی دانسان محبت خپل خدای سره دهرڅه نه زیات وی چی دهغی اندازی ته دیو شی محبت هم ونه رسیږی که داسی نوی نو دده دعوا دایمان با د دروغو ایمان دی .
انقیاد :
سمولیعنی تسلیمیدل اوتابعداری ددی کلیمی دحقوقو لپاره اومراد دحقوقونه هغه فرض اوضروری احکام دی چی په اخلاص سره وی اوصرف د الله جل جلاله دراضی کولولپاره وی او پدی شرط باندی دلیل دا آیت کریمه دی، الله جل جلاله فرمایی : "{َأَنيبُوا إِلي رَبِّکُمْ وَ أَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَکُمُ الْعَذابُ ثُمَّ لا تُنْصَرُونَ} زمر /۵۴ .ژباړه : اورجوع وکړی ای خلکو خپل معبود اورب ته اوغاړه کیږدی دهغه اوامروته او توحید ته مخکی ددی نه چی عذاب د الله جل جلاله راشی بیابه تاسوسره هیڅ قسمه نصرت او مدد کیدای نشی . اوحدیث شریف کی راځی چی : لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يكُون هَواه تَبِعاً لما جئتُ به[20]" ژباړه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : ایمان والا اومؤمن نشی جوړیدای یوانسان ترڅو چی خپل خواهشات تابع نکړی دهغه دین چی ما راوړی دی .
قبول والی او منل :
سمولیعنی ددی کلیمی لاندی چی څه احکام دی هغه منل په خپل قول اوعمل ، سیرت او صورت کی او پدی شرط باندی دلیل دا آیت کریمه دی ، الله جل جلاله دکفارو په اړه فرمایی : إِنَّهُمْ كانُوا إِذا قيلَ لَهُمْ لا إِلهَ إلا الله یستکبرون} صافات 35ژباړه : یقینا دوی هغه خلک دی کله چی به دوی دتوحید کلیمی طرف ته را بلل کیدل نو دوی به تکبر او لویی کوله . تکبر په معنا دنه منلو دحق دی نو هغوی که په ژبه ویل خو منلو ته تیار نه وو نوځکه هغوی مشرکان پاتی شول.
الکفر بالطاغوت :
سمولیعنی انکار کول دطاغوت دمعبودیت او تابعداری نه ، اوطاغوت هر هغه معبودته ویل کیږی چی سوا دالله جل جلاله نه دکوم شی عبادت کیږی اوهغه پری راضی او خوشحاله وی ، دلیل پدی شرط باندی دا آیت کریمه دی ، الله جل جلاله فرمایی :{لاَ إِکْرَاهَ فِی الدِّینِ قَد تَّبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِّ فَمَنْ یَکْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَیُؤْمِن بِاللّه فَقَدِ اسْتَمْسَکَ بِالْعُرْوَهِ الْوُثْقَىَ لاَ انفِصَامَ لَهَا وَاللّهُ سَمِیعٌ عَلِیمٌ} البقرة ( ۲۵۶). ژباړه : نشته تکلیف او زور په دین کی ځکه په تحقیق سره ښکاره شوی ده سمه لاره دخرابی نه اوهرهغه څوک چی انکار وکړی دبندګی دغیر الله جل جلاله نه اوتصدیق وکړی دتوحید دالله جل جلاله په تحقیق سره دی انسان کلکی منګولی ولګولی په هغه رسی دتوحید چی هغه نه شلیدونکی ده دهمیش لپاره او الله جل جلاله ډیر اوریدونکی او ډیر پوه دی دمخلوقاتوپه حال .
دښی پایلی ته هڅونه د مبارکو آیتونوپه رڼاکی:
سمول۱- {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ}آل عمران/ 102 ژباړه: اى مومنانو! له الله جل جلا له نه داسې ووېرېږئ لكه څنګه چې له هغه نه د وېرېدو حق دى، تاسې ته دې مرګ رانشي مګر پداسې حا ل كې چې مسلمانان اوسئ .داآیت صریح اوښکاره امر کوی په دی چی په ښه حالت اسلام کی ددنیا څخه ولاړشی اوداسلام په حالت کی مړ کیدل ښه پایله دی انسان لپاره .
۲-{وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ. }حجرات / ۹۹ ژباړه: او تر هغه وروستي ساعت پورې د خپل رب بندګي كوه چې دهغه راتګ يقيني دى يعنې: ( تر مرګ پورې ) . دی ایت کی خدای جل جلاله ترمرګه پاتی کیدل په عبادت اوخدای عبادت ته دوام ورکولو باندی امر کوی اوآخر عمر دانسان چی په عبادت وی دا ددی انسان په ښه پایله دلالت کوی. نو د الله جل جلا له څخه د وېرې او د هغه د عبادت كولو فرمان او امر تر مرګه پورې دوام لري تر څو چې د انسان د ښې پايلې ( نتيجې ) سبب وګرځي داحساس ترین پړاو پایله دانسان ده ، پيغمبر صلى الله عليه وسلم په څرګند ډول را ښوولي دي چې ځينې خلك ټول عمر د الله جل جلا له په بندګۍ كې هڅه او هاند كوي او دګناه څخه ځان ژغوري مګر كله چې مرګ ته نژدې شي داسې بدكارونه او ګناهونه وكړي چې د بدې پايلې ( خاتمې ) سبب يې شي پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:"وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ الْجَنَّةِ حَتَّى مَا يَكُونُ بَيْنَهُ وَبَيْنَهَا إِلاَّ ذِرَاعٌ فَيَسْبِقُ عَلَيْهِ الْكِتَابُ فَيَعْمَلُ بِعَمَلِ أَهْلِ النَّارِ فَيَدْخُلُ النَّارَ."[21] ژباړه : بې له شكه يو انسان د جنتيانو عمل كوي تردې چې ددغه سړي او جنت ترمنځ تقريباً د يوه ګز په اندازه مسافه پاتې شي نو د الله جل جلا له لخوا ليكل شوى تقدير وړاندې شي او ددوزخيانو كارونه وكړي ( ګناه وكړي ) او ددوزخ اور ته ننوزي، د ا حديث شريف بخاري روايت كړيدى .دحضرت سهل بن سعد ساعدي رضى الله عنه نه چی : عَنْ سَهْلٍ أَنَّ رَجُلاً مِنْ أَعْظَمِ الْمُسْلِمِينَ غَنَاءً عَنِ الْمُسْلِمِينَ فِي غَزْوَةٍ غَزَاهَا مَعَ النَّبِيِّ - صلى الله عليه وسلم - فَنَظَرَ النَّبِيُّ - صلى الله عليه وسلم - فَقَالَ: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يَنْظُرَ إِلَى الرَّجُلِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ فَلْيَنْظُرْ إِلَى هَذَا». فَاتَّبَعَهُ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ، وَهْوَ عَلَى تِلْكَ الْحَالِ مِنْ أَشَدِّ النَّاسِ عَلَى الْمُشْرِكِينَ، حَتَّى جُرِحَ فَاسْتَعْجَلَ الْمَوْتَ، فَجَعَلَ ذُبَابَةَ سَيْفِهِ بَيْنَ ثَدْيَيْهِ حَتَّى خَرَجَ مِنْ بَيْنِ كَتِفَيْهِ، فَأَقْبَلَ الرَّجُلُ إِلَى النَّبِيِّ - صلى الله عليه وسلم - مُسْرِعًا فَقَالَ: أَشْهَدُ أَنَّكَ رَسُولُ اللهِ. فَقَالَ «وَمَا ذَاكَ؟». قَالَ: قُلْتَ لِفُلاَنٍ: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يَنْظُرَ إِلَى رَجُلٍ مِنْ أَهْلِ النَّارِ فَلْيَنْظُرْ إِلَيْهِ». وَكَانَ مِنْ أَعْظَمِنَا غَنَاءً عَنِ الْمُسْلِمِينَ، فَعَرَفْتُ أَنَّهُ لاَ يَمُوتُ عَلَى ذَلِكَ فَلَمَّا جُرِحَ اسْتَعْجَلَ الْمَوْتَ فَقَتَلَ نَفْسَهُ. فَقَالَ النَّبِيُّ - صلى الله عليه وسلم - عِنْدَ ذَلِكَ: «إِنَّ الْعَبْدَ لَيَعْمَلُ عَمَلَ أَهْلِ النَّارِ، وَإِنَّهُ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَيَعْمَلُ عَمَلَ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَإِنَّهُ مِنْ أَهْلِ النَّارِ » وفي بعض الروايات زيادة (وَإِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالْخَوَاتِيمِ"[22] ژباړه : دحضرت سهل رضی الله عنه څخه روایت دی چی یو ډیر اوچت شخص د مسلمانانو په منځ کی وه او هم دمسلمانانو ډیر جنګی شخصیت وه په يوه غزا كې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره يو ځاى وه نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وکتل او وئی فرمایل : که څوک غواړی اوخوښوی چی داسی یوچاته وګوری چی ددوزخ داهل څخه وی نودغه کس ته د وګوری ، اودغه شخص ډیر اوچت شخص د مسلمانانو او ډیر جنګی وه ، نویوکس ددی ډلی نه ورپسی شو ، دی دمشرکانو په مقابل کی په ډیره سخته جګړه بوخت وه تردی چی ټپي شو او غوښتل يې چې زر مړ شي ، د تورې څوكه يې خپلې سينې ته برابره كړه او بيا يې زور پرې وكړ تردی چی ترشایی ووته ، نوهغه سړی په ډیره تیزی سره پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغی او وئی ویل : زه په تحقیق سره پردی ګواهی ورکوم چی ته دالله جل جلاله رسول یی پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمايل: څه دی ؟ صحابی وائی : مګر هغه صحابي چې تاسې ياداوه چی دوزخي دى، اوزموږ په منځ کی دیو ځانګړی مقام لرونکی وه اوهم پدی پوه شوم چی داسی به نه مړ کیږی خو کله چې سخت ټپي شو ، صبر يې ونشو كړاى او د زرمړينې په لټه كې شو او خپله توره يې راواخيسته او خپل ځان يې وواژه، ، بيا پيغمبر صلى الله عليه وسلم په دې ترڅ كې وفرمايل: بيشكه يو سړى ډير ښه عمل كوى چي خلكو ته په څرګند ډول د جنتيانو عمل ښكاري او هغه دوزخي وي او بل داسې سړى وي چې دهغه عمل د خلكو په وړاندې ددوزخيانو عمل ښکارېږي او هغه جنتي وي ) په ځينې روايتونو كې دا زياتوالى هم شته چې وايي: په يقيني توګه عملونه تر پايلې ( خاتمې ) پورې تړلي دي. الله جل جلا له خپل مومن بنده ګان داسې ښودلي چې مومنان دالله جل جلا له څخه ډېر وېرېدونكى او د ښه او غوره عمل كوونكي دي الله جل جلا له خپل مومن بنده ګان داسې ښودلي چې مومنان دالله جل جلا له څخه ډېر وېرېدونكى او د ښه او غوره عمل كوونكي دي او بيا يې فرمايلي دي: الَّذِينَ هُمْ مِنْ خَشْيَةِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ (57) وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ (58) وَالَّذِينَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ (59) وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ (60) أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ (61}سورة مؤمنون ژباړه: بیشكه هغه كسان چې دوى د خپل رب د عذاب څخه وېرېدونكي دي، او دا مومنان هغه كسان دي چې دوى په اياتونو د رب خپل ايمان راوړى، او هغه كسان دي چې له خپل رب سره بل هېڅ شى نه شريكوي، او هغه كسان دي چې وركوي له زكاتونو او خيراتونو څخه حال داچې زړونه ددوى وېرېدونكي دي له نه قبلیدو څخه ځكه چې بیشكه دوى خپل رب ته ورتلونكي دي، هغه كسان دي چې ډېر تلوار كوي په نیكيو كښې او دوى هغو ( نیكيو) ته ړومبى كیدونكي دي ( له نورو خلكونه ) .او دغه د صحابه وو رضى الله عنهم د ژوند حالت وه امام احمد رحمةالله عليه د حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه څخه روايت كړيدى چې فرمايلي يې دي : "وددت أنى شَعرة في جنب عبد مؤمن )) وكان يأخذ رضى الله عنه بلسانه ويقول: ( هَذَا الَّذِي أَوْرَدَنِي الْمَوَارِدَ)"[23].
ژباړه: زه به پردې خوشحاله وم چي د يو مؤمن بنده په اړخ كې يو وېښته واى، خپله ژبه به يې ونيوله او ويل به يې: دا هغه څيز دى چې زه يې هلاكت ته رسولى يم.
دوهم مبحث: دښی پایلی سببونه :
سمولدالله جل جلاله إطاعت :
سمولترټولو او چت سبب دښی پایلی دادی چی دالله جل جلاله په طاعت او تقوا سره ځان سنبال کړی چی اساس او بنسټ ئي دالله جل جلاله تو حید دی ، دمحرماتو نه ځان وساتی ، توبی ته منډه وکړی دلوی او وړوکی شرک څخه ځان وژغوری کوم چی دمسلمان ټول نیک عملونه پری باطلیږی اواجر او ګټلی ثوابونه ئی له منځه وړی .ځنی وختو کی یو انسان ځان ته یی پام نوی داسی کار ترسره کوی چی ددی ټول عمل محوه کوی دی به دثواب په لټه کی وی حال داچی هغه ټول دده دیو عمل په ذریعه له مینځه تللی وی لکه شرک چی دانسان عمل له مینځه وړی یا حسد چی دانسان عمل خوری لکه چی زنګ په وسپنه ولګی او هغه له مینځه ختم کړی ، مهم دادی چی همیشه اوتل دخدای جل جلاله په اطاعت کی وسیږو ترسو وکولای شو چی خپل کړی عملونه خوندی کړو او الله جل جلاله ددی اعمالو ثواب موږ ته راپه برخه کړی.
* دعا کول :
بل داچی انسان دالله جل جلاله څخه په دعاکولو کی ډیر اصرار وکړی چی : یا الله جل جلاله په ایمان اوتقوی سره مرګ راکړه .لکه څنګه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل دښی پایلی دعا ګانی غوښتل حال داچی درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول تیرشوی اوراتلونکی ګناهونه یی الله جل جلاله ورته معاف کړی وو، دا تعلیم اوښودنه ده امت ته چی هر امتی باید په دغه لاره خپل تګلاره برابره کړی.
* إصلاح دباطن سره دظاهره:
سمولبل داچی انسان باید ډیر کوښښ وکړی او ټول توان او طاقت وکاروی ترڅو خپل باطن او ظاهر اصلاح کړی او نیت او قصد ئی دواړه ددغه هدف او موخی لپاره استعمال کړی ، داد الله جل جلاله سنت او ثابته لارده چی څوک حق غواړی هغی ته ئی الله جل جلاله درسیدو توفیق ورکوی په هغی دثابت پاتی کیدو او په هغی دمرګ لارورته برابروی . که ښکاره کی یو انسان ښه مسلمان ځان وروپیژنی خلکو باندی اما په باطن کی دی بدکار وی نوداخطرناکه مرحله دانسان دی ځکه داسی انسان سره هیڅ غم اوفکر نوی .
* استقامت :
سمولیعنی په خپل اقرار یی چی کړای دی ثابت پاتی کیدل اوپه هره زمانه کی چی له فتنوسره مخامخ کیږی په خپل ایمان اواقرار ثابت پاتی شی. په دی اړه الله جل جلاله فرمایی{ِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلاّ تَخَافُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ}سورة (فصلت /۳۰
ژباړه : بیشکه هغه کسان چی ئی ویلی دی رب زموږ الله جل جلاله دی بیا محکم ولاړوی په دی خبری باندی راکوزی به په دوی باندی ملائکی، چی مه ویریږی او مه خفه کیږی اوخوشحاله اوسی په هغه جنت چی وی تاسی وعده به ئی درسره کولای شوه .نو زیری ورکول له ملائکو له خوا یو مسلمان ته دا دده ښه پایلی نښه ده چی الله جل جلاله ورباندی په قهر ندی ُ که وای نو ولی به فرشتو دی ته دجنت زیری وکوله بلکه دا انسان به په ډیره خطرناکه حالت کی قبض کاوه.
*- په الله جل جلاله باندی ښه ګمان کول:
سمولپه دی اړه دپیغمبرصلی الله علیه وسلم حدیث دی "عن أبي هريرة رضي الله أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : " يقول الله تعالى: أَنَا عِنْدَ حَسَنِ ظَنِّ عَبْدِي بِي }[24] ژباړه : دحضرت أبوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : الله جل جلاله فرمایی : زه دخپل بنده دښه ګومان سره یم .تردی چی دیو مسلمان په دعاکی هم په خدای جل جلاله باندی ښه ګمان کول ددعا دقبولیت درجه اخلی، ځکه دعا وکړی اوګمان یی دا وی چی ځما دعا قبلیږی نو خدای جل جلاله له ده له ګمان سره سم کارکوی ، ددی وجی نه ددعا آداب دادی چی دزړه دیقین نه به دعا غواړی اودغافل زره څخه دعا نه قبلیږی
*- تقوى او دالله جل جلاله څخه په هرحالت کی ویریدل :
سمولقال تعالى: {َمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا} لطلاق آیة / 4 ژباړه : اوهغه څوک چی ویریږی دالله جل جلاله نه نووبه ګرځوی هغه لره له کاره دهغه نه آسانی .
*صدق او ریښتینولی :
سمولپه دی اړه الله جل جلاله فرمایی:{ یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِين} (التوبة ) آیة ( ۱۱۹ )
ژباړه : ای هغوکسانو چی ایمان موراوړی دی وویریږی د الله جل جلاله نه اوشی دریښتینانوسره . پدی آیت کی خدای جل جلاله همیشه پاتی کیدل یی سره د ریشتنی خلق امر کړی دی او دا حسن خاتمه یا نیکه پایلی د انسان لپاره لوی عامل دی ځکه چی انسان دخپلو ملګرو له لاسه یا بی راهه کیږی اویا هم سمی لاری ته ګرځی.
توبه کول الله جل جلاله ته:
توبی سره دانسان ټول کړی ناکاره اوناروا عملونه محوه کیږی اګر که دبحر اودریا دزګ هومره وی. اوتوبه دانسان دکامیابی یولامل د انسان له بریاوو څخه دی. خدای جل جلاله په دی اړه فرمایی:{ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ} سوره النور آیت / ۳۱ .ژباړه : اوتوبه وباسی الله جل جلاله ته ټول ای مومنانوښائی چی تاسو به خلاص شی له عذابه .
دالله جل جلاله په طاعت او عبادت همیشوالی او دوام :
سمولدالله جل جلاله عبادت په همیشه توګه اداکول په دی معنا چی هیڅ کله دخدای له عبادت څخه غفلت نکوی اودینه نګوری چی کم عبادت دی اوکه زیات ولی په همیشوالی سره یی اداکوی دا دانسان دنیکی پایلی لوی سبب دی. داچی په نیک عمل باندی همیشوالی کول مهم دی دپیغمبرصلی الله علیه وسلم له مبارک حدیث څخه معلومیږی:عن أبی سلمه عن عَائِشَةَ رضى الله عنهاأنها قالت: سئل النی النبي صلى الله عليه و سلم : " أَيُّ الأَعْمَالِ أَحَبُّ إِلَى اللهِ؟ قَالَ: «أَدْوَمُهَا وَإِنْ قَلَّ ». " [25] ژباړه : حضرت ابی سلمه رضی الله عنه د عائشی رضی الله عنها څخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه کوم عمل الله ج ته محبوب دی پیغمبرصل الله علیه وسلم وویل همیشه عمل کول اګرکه کم وی.
دمرګ یادول او لږ امید لرل :
سمولدمرګ یادونه خو هره شیبه کی دانسان لپاره پکاردی تردی چی ددنیا له محبت سره دډیروالی له امله ځان هلاک نکړی اورسره امید اوهیله لرل دخدای جل جلاله درحمت ځکه ایمان دویری اوامید ترمینځ دی. نودغه یادول دمرګ اوهیله دخدای دمغفرت اورحم دواړه دانسان دښی پایلی سبب ګرځی.
هر وخت د مرګ يادونه ددې سبب كيږي چې دنيا او دهغې نعمتونه پرېږدي او د آخرت لپاره تشويق او ترغيب شي دابه يې دې ته وهڅوي چې د نیك عمل په كولو كې كوښښ وكړي او دمنځه تلونكې دنيا ناروا غوښتنو ته تكيه ونكړي.
دبدی پایلی دسببونودترسره کولوڅخه ځان ساتل :
سمولهر هغه شیان چی دبدی پایلی سبب وی له هغوڅخه ډډه اوپرهیز کول لکه په ګناهونو باندی اصرار او ټینګار کول ددنیا سره مینه لرل اویاهم په توبی کولو کی وروسته والی په خپل ګناه باندی نه پښیمانه کیدل اوبرسیره پردی په ګناهونو باندی فخرکول لکه چی دادځنی بدبختو انسانانو عمل اوتګلاره دی. داسی نورشیان چی دشریعت له لاری معلومیږی چی ګناه اومعصیت دی له هغوڅخه زان ژغورل دښی پایلی سبب ګرځی انسان لپاره.
په ښكاره او پټه باندې د الله جل جلا له څخه وېرېدل :
سمولاو په هغه څه باندې منګولې لږول چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم د الله جل جلا له له لوري موږ ته راوړى دى همدا دكاميابۍ او خلاصون يوازينۍ لاره ده الله جل جلا له فرمايلي دي: { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ} د آل عمران سورة102 آية .ژباړه: اى هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى ( اى مومنانو)وورېږی له الله جل جلا له نه په حق وېرېدلو سره اومه مرى مګر په داسې حال كې چې تاسې مسلمانان ( موحدان) ياست. او بايد بنده د ګناهونو څخه ډېر کلک ووېرېږي ځكه لوی ګناهونه انسان هلاكوي د ټینګار او دوام په صورت سره واړه ګناهونه غټ ګرځي او كله چې واړه ګناهونه زيات شي او په څنګ كې يې توبه او له الله جل جلا له څخه بښنه نه وي نو دا په زړه باندې راچاپیره او ديوه داغ په بڼه واقع شي ، عن سهل بن سعدعن النبی صلی الله علیه وسلم : إيَّاكمْ ومُحَقَّرَاتِ الذُّنُوبِ فإِنَّمَا مَثَل مُحَقَّرَاتِ الذُّنُوبِ كمثل قوم نزلوا بطن واد فجاء ذا بعود وجاءَ ذَا بِعُودٍ حَتَّى حَمَلُوا مَا أنْضَجُوا بِهِ خُبْزَهُمْ وإنَّ مْحَقَّراتِ الذُّنُوبِ مَتَى يُؤْخذْ بها صاحبها تهلكه .[26]
ژباړه: د ګناهونو د لږ ګڼلو څخه تاسو وېروم او بايد په كم نظر ورته ونه ګوری او بابيزه يې ونه شمیرى ځكه ددې سارى داسې دى لكه يو ټولى خلك چې يو خوړ ته كوزشی هریویولرګی راوړی اوپه پای کی تری لوی انبارجوړشی اوپه آسانی سره خپله ډوډی پری پخه کړی په همداډول وړوګناهونوته بایدپه کمه سترګه ونه کتل شی ځکه که دکوونکی سره پری حساب وکړی شی نوددی په وسیله به هلاک شی.
هميشه الله جل جلا له يادول:
سمولچاچې هر وخت الله جل جلا له ياد كړ په همدې يې خپل عمل پاى ته ورساوه او د ژوند په وروستیو شيبو كې يې د ((لا اله الا الله)) مباركه كلیمه وويله د پيغمبر صلى الله عليه وسلم زيرى يې په برخه شو چې فرمايي :« مَنْ كَانَ آخِرُ كَلاَمِهِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ دَخَلَ الْجَنَّةَ»[27]
ژباړه: د چاچې د ژوند اخرى شيبى د (لا اله الا الله ) مباركه كلیمه وی جنت ته به داخل شي. معاذ رضی الله عنه روايت كړى هغه وويل له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه دغوره عملونو په هكله پوښتنه وشوه پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: " أحبُّ الأعْمالِ إِلَى الله أَن تَمُوتَ ولِسانُكَ رطب من ذكر الله ." [28] ژباړه : الله جل جلاله ته ترهرڅه غوره عمل دادی چی ته په داسی حالت کی مړ شی چی ژبه دی لنده وی په ذکر دالله جل جلاله .
د قبرونو زيارت کول له عبرت لپاره :
سمولكله چى انسان دا ژور او تورتم كورونه وويني او د مړو دغه پايلې ( خاتمې ) ته ځير شي چې په تنګ قبر كې يې كیږدي او دپاسه تيږې او خښتې پرې برابرې كړي او ښه ډېره خاوره پرې واچوي او بيا ژوندي خلك بیرته راوګرځي د مال په وېشلو يې پيل وكړي او خاص څيزونه يې هم وويشي او ښځه يې په نكاح كړي څه وخت وروسته يې بالكل هیر كړي سره ددې چې په ژوند كې ټول واك او اختيار دده سره وه. امر به يې منل كیدو او د ويلو به يې چا مخالفت او نافرماني نه كوله، نو كله چې يو مسلمان هديرې ته ورشي او پدې كې فكر وكړي نو د پيغمبر صلى الله عليه وسلم پدې مبارك ارشاد به پوه شي او حكمت به يې ورته څرګند شي چې فرمايي:
"فَزُورُوا الْقُبُورَ؛ فَإِنَّهَا تُذَكِّرُ الْمَوْتَ. ".[29]ژباړه: زيارتونو ته ورشى ځكه دا انسان ته مرګ ور په يادوي.
دمړي پريمنځل اوپه جنازه كې ئې ګډون كول :
سمولكله چى مړى مينځی او په جنازو كې يې ګډون كوﺉ، نو د لرګي په تخته هرې خواته د مړي را اړول دا پخپله لوى پند او نصيحت دى، ځکه كه چیرې ژوندى وى نو د خپل توان په وسيله به يې هیچاته دا اجازه نه وه وركړې چې دی بربنډکړي اوپه تخته یې واچوي يا ددې جرات وكړي او دده له اجازې پرته به څوك ور نږدې شوى هم نه وه. ښايي ډير قوي او د لوى هيبت څښتن به و مګر د مرګ په وسيله داسې يو غلى او بې حركته جسم ترې جوړ شو چې مينځونكي يې پخپله خوښه هر لوري ته اړوي او وينځي يې.كله به چې مكحول د مشقي رحمةالله عليه كومه جنازه وليدله ويل به يې: راځى چې ځو، موږ روان يودا څومره لوي پند او نصيحت دى، او څومره لوی غفلت او بې پروايي ده، لومړنی شخص مړوي قبر ته يې بيايي او وروستنى ناپوه او بې عقل ژوندى ورځنې هیڅ پند او نصيحت نه اخلي.حضرت عثمان رضى الله عنه به چې په كومه جنازه كې ګډون وكړ او په قبر به ودريد ډېر به يې ژړل، يو كس ورته وويل: كله چې جنت او دوزخ ياد شي ته نه ژاړې او چې په قبر ودرېږې بيا ژاړې ؟ ده مبارك وفرمايل چي ما د پيغمر صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې ويل به يې: " إِنَّ الْقَبْرَ أَوَّلُ مَنَازِلِ الآخِرَةِ ، فَإِنْ نَجَا مِنْهُ ، فَمَا بَعْدَهُ أَيْسَرُ مِنْهُ ، وَإِنْ لَمْ يَنْجُ مِنْهُ ، فَمَا بَعْدَهُ أَشَدُّ مِنْهُ }[30]ژباړه: د آخرت د منـزلونو څخه لومړی منـزل قبـر دى څوك چې ددې له عذاب څخه وژغورل شي بيا وروستني منزلونه ډېر آسانه دي ، او څوك چې ددي څخه ونه ژغورل شي او په كې ګير شي بيا راتلونكي منزلونه ډېر سخت دي.
نیکانو ته ورتلل او پوښتنه يې كول:
سمولدنیكانو پوښتنه زړه بيداروي ، همت پيدا كوي، اراده او قصد ټينګوي، ځکه چې زيارت كوونكي ( پوښتونكي) خلك نیك او متقي كسان ويني چې د الله جل جلا له په بندګى او عبادت كې هڅه او هاند كوي يو له بل څخه مخكې كیږي او مسابقه كوي، مقصد يي يوازى د الله جل جلا له رضا، او د جنت ګټل او لاس ته راوړل وي،
او په نفسیاتي غوښتنو كې یې له ډوبیدلو څخه ځانونه ګوښه كړي او مخونه يې ترې ګرځولي دي او په دنيايى كارونو ځانونه ډېرنه مصروفوي ځكه چې دا پدې نیكه او لويه لاره باندې د تللو مخنيوى كوي. الله جل جلا له خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته لار ښوونه كړېده چې ددې خلكو سره يو ځاى پاتې شي { وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا} د كهف سورة 28 آیت .
ژباړه: او بند ( ټينګ ) كړه نفس خپل له هغو كسانو سره چى بولى (عبادت كوى) د رب خپل په سبا (د ورځې په لومړنۍ برخه کې) او بيګاه (د ورځې په وروستۍ برخه کې يعنى تل ) غواړي دوى ذات ( رضاء) د الله.
حسن بصري رحمةالله عليه ته چا وويل اى ابو سعيده: موږ ته لار وښايه ايا دهغو خلكو سره كښینو چې موږ تردې پورې وېروي چې نږدې زړونه مو له وېرې څخه وخیژي، حسن بصري ورته وويل: كه چيرې دداسې خلكو سره كښینې چې تا وېروي ترڅو چې ډاډ( دزړه آرام) او اطمئنان درته ورسیږي ډېر غوره دى د هغو كسانو له ملګرتيا څخه چې تاته اطمئنان در كوي ترڅو چې د ډار او وېرې سره مخامخ شې.
دوهم فصل بده پایله اودهغه نښی
سمولبده پایله داده چی یوانسان پداسی حالت کی مړشی چی دالله جل جلاله څخه ئی مخ ګرځولی وی ، دالله جل جلاله احکام ئی په ځان نه وی منلی ، خپلو ګناهونوته ئی دوام ورکړی وی نو بی له شکه دغه انجام ډیر بد او دتشویش وړ دی ، چی نیکان خلک ډیر زیات تری ویریږی او الله جل جلاله ته زیاتی دعاګانی او تضرع کوی ترڅو د داسی انجام څخه بچ شی .دمرګ په وخت کی په ځینو خلکو داسی نښی ظاهریږی چی په بدی پایلی دلالت کوی الله جل جلاله مودتری وساتی ، د مثال په ډول لکه د شهادت دکلیمی ویلو څخه مخ ګرځول ، یا دمرګ په وخت کی ځینی بد او محرم الفاظ ویل دلته باید ځینی مثالونه دوضاحت لپاره وړاندی شی اوهغه داچی : یوکس ته دمرګ په وخت کی وویل شول چی لااله الاالله کلیمه ووایه هغه شخص وویل چی ماته به څه ګټه ورسوی ځکه ما هیڅ لمونځ ندی کړی .همدارنګه امام ابن رجب رحمه الله په خپل کتاب جامع العلوم والحکم کی دامام عبدالعزیز بن ابی رواد رحمه الله له قوله لیکی : هغه وایی : زه یوکس ته راغلم چی دمرګ په بستر پروت وه د لااله الاالله کلیمی تلقین ئی ورکاوه هغه شخص وویل : هغه په دغو ویلو کافر دی او په همدی حالت مړشو .اوهمدارنګه وایی چی مائی په هکله پوښتنه وکړه راته وویل شوه چی هغه شخص به شراب څښل ، عبدالعزیزرحمه الله به ویل : دګناهونوڅخه وویریږی ځکه داهغه څه دی چی زه ئی غورځولی یم . بده پایله دوه مرتبی لری ـالله جل جلاله مود تری وساتی ـ یوداچی دروح دقبض کیدو په وخت کی په زړه باندی یوحالت راشی چی دا دشک ، انکار له سببه راځی نو روح په همدی حالت کی قبض کیږی او دا دده او الله جل جلاله ترمنځ دپردی په ډول واقع کیږی او دغه حالت دبنده دائمی لری والی دالله جل جلاله درحمت څخه اود همیشه نی عذاب لامل ګرځی .دوهمه مرتبه دبدی پایلی تراولنی څخه لږ کمه ده اوهغه داچی دمرګ په وخت کی دانسان په زړه باندی د دنیائی کارونویا کوم ناروا غوښتنی څخه کوم څه ورباندی غالبیږی او داشی ئی په زړه کی شکل اخلی او انسان په همدی حالت د دنیا څخه رحلت کوی ، که دغه شخص سودی کارونه کوی په همدی سره مری ، اوکه رشوت اخلی په همداسی حالت مړکیږی ،
که مخدره توکی کاروی په همداسی حالت سره مړکیږی ، او که په خلکو باندی ظلم کوی په همداسی حالت کی به مړکیږی ، او که ناروا لوڅو عکسونوته ګوری په همداسی حالت کی مړکیږی اوداسی نورګناهونه ...... یعنی په هغه شکل به مړکیږی چی کومه ګناه ئی په دنیاکی خوښوه ، دهمدی ګناهونوعذاب به ورته رسیږی چی اصل توحید ورسره وی .پدی سره معلومیږی چی دبدی پایلی لاملونه ځینی په ټولیز ډول ذکر شول باید ځان تری وساتل شی اودزیات خطرناک څخه پیل بیاهمداسی ښکته خواته وړاندی کیږی : چی ترټولو اوچت اوډیر خطرناک سبب ئی دعقیدی فساد دی که دچا عقیده خرابه اوفاسده شی نو باید دالله جل جلاله څخه مرسته او په دین باندی دثابت پاتی کیدو دعا وغــواړی ځکه چی دچا عقیده سمه نه وی دهغه شخص هیڅ عمل دقــبول وړندی که هــرڅـــو یو څــوک کــوښښ وکـــړی ځکه چی دعــمل دقبلــیدو لپاره دوه اساســی شرطـــونه دی یو :۱- دشرعیت سره مطابقت.۲- دپیغمبر صلی الله علیه وسلم متابعت.نوکه یوشرط هم موجود نشی نودانسان عمل نه قبلیږی .ئی دعمل له لوری ککړوی ، دګناهونوپه کولوکی جرأت ولری اودکوم فکر او سوچ پرته ئی په کولو اقدام کوی ، ښائی دغه شخص پدی حالت اخته چی مرګ پری راشی او دتوبی پرته د دنیا څخه لاړشی .نو عاقل انسان ته ضروردی چی ډیر زیات دغه ټکی ته متوجه شی ترڅو ئی زړه دهغه محرم او ناروا څه نه را بیل کړی چی ورپوری تړلی وی ، او خپل زړه ، ژبه اواندامونه دالله جل جلاله طاعت او ذکر باندی مشغول او مصروف وساتی او په هر ځای اوهر وخت کی باید دالله جل جلاله دعبادت څخه لری نشی ، نودهمدی ښی پایلی دترلاسه کولو په خاطر ددی حساسی لحظی نه په ګټی پورته کولو هڅه وکړی چی د دائمی شقاوت او بدبختی څخه وژغورل شی .
پخواني نيكان به د بدى پايلې (خاتمې) څخه ډېر وېرېدل:
سمولسهل تسترى رحمةالله عليه وايي: د بدې پايلې څخه د صديقينو ( ريښتينو مسلمانانو) وېره په هر خوځښت او حركت كې وي او الله جل جلا له ددوۍ په هكله فرمايلي دي:{ وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَة"زړونه يې د الله جل جلا له له عذابه وېرېدونكي وي.
او بايد په هره لحظه او وخت كې د بنده سره دبدې پايلې (خاتمې) سره د مخ كیدلو وېره وي ځكه چې وېره د عمل او كار لامل كیږي بیشكه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: "قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مَنْ خَافَ أَدْلَجَ ، وَمَنْ أَدْلَجَ بَلَغَ الْمَنْزِلَ أَلاَ إِنَّ سِلْعَةَ اللهِ غَالِيَةٌ أَلاَ إِنَّ سِلْعَةَ اللهِ الْجَنَّةُ"[31]ژباړه: څوك چې ددښمن د حملې او يرغل څخه وېرېږي نو دشپې خپل ځان محفوظ ځاى ته رسوي او چاچې دا كار وكړ خپل هدف ته ورسید، پدې خبر اوسئ چې د الله جل جلا له توښه او متاع د جنت نعمتونه دي، ډېر اوچت او د قدر وړدي او پدې خبردار اوسى؟ چې دجنت قيمت نېك عملونه دي: امام طيبي رحمةالله عليه وايي: دا مثال د آخرت تلونكي ته دى چې شيطان يې په لاره ولاړ دى او نفس ، دروغجنې هيلې يې مرستندويه دي څوك چې بيداروي او نيت يې په عمل كې خالص وي د شيطان له چل څخه به په امن وي)).( ژباړن).مګر كله چې انسان مرګ ته نژدې شي نو دا مناسبه او غوره خبره ده چې بايد دهيلې او اميد لوري يې غالب شي او الله جل جلا له ته د ورتلو شوق او رغبت يې زيات شي په يقيني توګه هغه څوك چې الله جل جلا له ته د ورتلو شوق او رغبت لري الله جل جلا له هم دهغه ورتلل خوښوي پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: « لاَ يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلاَّ وَهُوَ يُحْسِنُ الظَّنَّ بِاللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ »[32].امام خطابی وایی: دحسن ظن څخه مطلب نیک عمل دی . ژباړه: ستاسو څخه دې هیڅو ك نه مړكیږي مګر پداسې حال كې دې مړ شي چې په الله جل جلا له باندې د رحمت او مغفرت كولو هيله او نیك ګمان ولري.
ډېرو جاهلو او ناپوهو مسلمانانو د الله جل جلا له په زيات رحمت او بښنې تكيه كړى او په زياتو ګناهونو كې ننوتلى دبديو څخه نه منع كيږى او د كوم وخت څخه چي د الله جل جلا له په مغفرت ،عفوى او ډير رحمت پوه شوي دي دا ددې لوى لامل شوئ چې نور يې هم دګناهونو په دوام ځانونه هلاكت ته رسولى ، دا ډيره څرګنده غلطى او لويه خطا ده او هغه بې ځايه استدلال دى چې انسان د هلاكت كندې ته رسوي الله جل جلا له بښونكى او مهربان ذات دى ،
ولی همدا رنګه سخت عذاب وركوونكى هم دى لكه څنګه يې چې دخپل سپیڅلي كتاب قران كريم په ډېرو ځايونو كې په څرګندو ټكو بيان كړيدى او فرمايي: {نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (49) وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ }.د الحجر سورة 49_ 50 آياتونه .
ژباړه: خبر كړه ( اى محمده ) بندګان زما (پدې) چې بیشكه زه همدا زه ښه بښونكى ( د ګناهونو) اود ډېر رحم والا يم ( د اجر او ثواب په انعام سره). ( او بل پدې) چې بیشكه عذاب زما (هم) همدغه عذاب ډېر درد ناك دى.په بل ځاى كې الله جل جلا له فرمايي : {حم (1) تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (2) غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ} د غافر سورت (1-3) آياتونه.
ژباړه: نازلیدل ددې كتاب ( قرآن) له (جانبه) د الله جل جلا له دى چې (دې) ښه غالب قوي ( په انفاذ د احكامو) ښه عالـــم دى (پر هر څيز) بښونكى د ګناهـــــونو دى ( ګناه كونكوته)اوقبلوونكى د توبې دى ( توبه كوونكو لره).معروف كرخي رحمةالله عليه وايي:د هغه ذات څخه درحمت هيله او اميد چـــې ته يې نافرماني كوې عار او حماقت دى.
ځينوعلمانو ويلي دي : چاچې په دنيا كې ددرى درهمو( روپيو) په غلا سره يوغـــړى درځينې پرېكړددې خبرې څخه هم مه بې پرواكيږه چي په آخرت كښى به سزا هم په همدى ډول وي، نو د يو مسلمان دپاره دا لازم دي او بايدډېر كوښښ، هڅــــه او هاند وكړي چې دخلكو د قرضونو(پورونو) او نورو حقوقو څخه ځان خـــلاص كړي او دا يقيني خبره ده چې څوك دخپل مسلمان ورور سره كوم څيز لري ضرور به يې د قيامت په ورځ ترې غواړي،
كه قرضدار نیكي ولري ترې اخستل كیږي به ،او كه نه د حقدار بدي او ګناهونه به پرې ورواچول شي، بیشكه پيغمبر صلى الله عليه وسلم خبر وركړی او فرمايلي يې دي:چې د مؤمن ساه او نفس به د هغه په پور (قرض) پورې تر هغه وخته بندوي تر څو يې پور( قرض) ادا كړى شي.
دبدی پایلی اسباب:
سمول1- وروسته والی په توبه کی :
سموليوازى الله جل جلا له ته له ټولو ګناهونو څخه توبه ايستل په هر بالغ انسان په هره لحظه او وخت كې واجب ده چې دالله جل جلا له دا فرمان هم پدې دلالت كوي : { وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ } د نور سورت(۳۱ )آيت.
ژباړه: او توبه وباسی تاسې الله جل جلا له ته ټول اى مؤمنانو دپاره ددې چې خلاصى ومومی ( په دنيا او اخرت كښى).پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره ددې چې ټول مخكيني او وروستني ګناهونه او خطاګانې ورته بښل شوې وى بيايي هم الله جل جلا له ته په ورځ کې سل ځله توبه ايستله.پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: { «يا أيها الناس توبوا إلى الله فإني أتوب إليه في اليوم مائة مرة» [33]
ژباړه: اى خلكو الله جل جلا له ته توبه وباسى ځكه چې زه په ورځ كې سل ځله الله جل جلا له ته توبه وباسم. په يقيني توګه پيغمبر صلى الله عليه وسلم په بل ځاى كښى په څرګند ډول بيان كړى دى :« التَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ كَمَنْ لاَ ذَنْبَ لَهُ »[34].
ژباړه: هغه څوك چې د ګناه څخه توبه وباسي داسې دى لكه هيڅ ګناه يې چې نه وي كړې دخلكو په اړوند د ابليس دهغه برياليو مكرونو څخه يو هم دتوبې وروسته والۍ دى چې وايي خير دى توبه به وباسم او ګناه كوونكي ته دا په زړه كې ورواچوي چې وخت ډير دى د توبې د ايستلو په اړه دومره تیزي مه كوه او كه اوس توبه وباسى بيابه ګناه ته بيرته راوګرځى او بيا د دتوبې دقبلیدو امكان نشته نو پدې صورت كې به دوزخي شې او اور ته به ننوزې، او يا دا په زړه كې ورواچوي كله چې پنځوسو يا شپيتو كلونو ته ورسيږي بيا به خالصه او سوچه توبه وباسي ،
هميشه به په جومات كښى وي او ډېر نیك عملونه به وكړي ، اوس ځوان يې او دعمر غوټى دې لا تراوسه نده غوړيدلې ، ډير وخت بايد په مزو او خوندونو كې تیر كړې، دالله جل جلا له په طاعت او عبادت باندې د لا داوس څخه ځان مه په تكليفوه او داسې نور.
ځینی خلک وائی چی کله مړی وخاندی ( تبسم ) داهم د ښی پایلی دنښو څخه ګڼل کیږی خو شیخ منجد الصالح پخپله ویب پاڼه کی لیکی : کوم څه چی موږته معلوم دی کوم داسی صحیح او واضح شرعی دینی نص نشته چی دمرګ په وخت کی تبسم دښی پایلی د نښو څخه ده مګر د ګڼو نصوصو څخه داسی معلومیږی چی که مړی نیک بخت او نیک عمله وی نو کله چی درحمت ملائیکی ووینی چی سپین مخونه او ورسره د جنت خوشبویه کفنونه موجود وی ، بیا کله چی ملک الموت ورته راشی دسر سره ئی کینی اوورته وبه وائی چی :
ای مطمئینه نفسه دالله جل جلاله مغفرت رضامندی ته لاړشه . دغه حدیث شریف امام احمد رحمه الله دحضرت براء رضی الله عنه په روایت سره راوړی دی: نو کله مړی ددی له امله تبسم کوی لکه دغه حدیث شریف چی دلالت پری کوی رواه أحمد عن طلحة بن عبيد الله عندما زاره عمر وهو ثقيل وفيه: إني سمعت من رسول الله صلى الله عليه وسلم حديثاً ما منعني أن أسأل عنه إلا القدرة عليه حتى مات، سمعته يقول: إني لأعلم كلمة لا يقولها عبد عند موته إلا أشرق لها لونه ونفس الله عنه كربته، قال: فقال عمر: إني لأعلم ما هي، قال: وما هي؟ قال: تعلم كلمة أعظم من كلمة أمر بها عمه عند الموت: لا إله إلا الله ؟ قال طلحة: صدقت هي والله. ومحل الشاهد من الحديث قوله: أشرق لها لونه. ولكن هذا مع النطق بالشهادة[35]
.ژباړه : امام احمد رحمه الله دحضرت طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه څخه روایت کړی چی حضرت عمررضی الله عنه ورته راغی اوحضرت طلحه سخت مریض وه نوپدی حدیث دی چی : ما دپیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یوحدیث اوریدلی دی مانه منع کوی چی په اړه ئی پوښتنه وکړم مګر زما توانائی تردی چی مړشو ، مااوریدلی دی چی ویل ئی :
ما ته یوه کلیمه معلومه ده چی یو شخص ئی دمرګ په وخت کی ووائی رنګ ئی تازه ، اوتکلیف ئی تری لری شی . وائی ، نوعمر رضی الله عنه وویل :
زه ښه پوهیږم چی هغه کومه کلیمه ده . حضرت طلحه وویل : هغه کومه ده ؟ عمررضی الله عنه وویل : ته پوهیږی کومه کلیمه به اوچته دهغی کلیمی څخه وی چی خبل تره (کاکا) ته ئی دهغی دویلو امر کړی وه هغه : لااله الاالله کلیمه ده ،
حضرت طلحه رضی الله عنه وویل : رښتیا د وویل همدغه ده په الله قسم .
دحدیث شریف څخه شاهد دمحل دادی چی ـ أشرق لها لونه ـ یعنی دمخ رنګ ئی روښانه شو ، مګر ددی سره چی دشهادت کلیمه به هم وائی . دا هغه شيطاني چلونه او فريبونه دي چې د توبې په وروسته والي كې يې شيطان په كار اچوي:
2 : دسوف لفظ :
سمولځينو پخوانيو نیكانو ويلي دي: تاسو د (( سوف)) د لفظ څخه وېروم ( او دا دوروسته والى په معنى دى) ځكه چى دا د شيطان لوى لښكر دى،
د قاطع مؤمن سارى ( مثال) دا دى چې د هرې ګناه څخه الله جل جلا له ته توبه وباسي ځكه چې دبدى پايلې (خاتمې) څخه وېرېږى او د الله جل جلا له سره مينه لري.او هغه ګناه كوونكى چې وايي خير دى توبه به وباسم او خپله توبه وروسته كوي د هغو خلكو په شان دي چې دخپل سفر دپاره كلي ته ننوزي. هغه څوك چې خپل كارونه ښه برابروي د خپل سفر ټول ضرورتونه او اړتياوې تر سره كړي او دتګ دپاره تيار ناست وي، ګناه كوونكى او سست انسان هره ورځ وايي: سبا ته به ځان تيار كړم په همدې كې شپې سبا كوي تر څو چې دكاروان مشر اعلان وكړي او ده هیڅ يو ضرورت هم نه وي پوره كړى په دنيا كې ځینې خلك همدا مثال لري.هغه مؤمن مسلمان چې د ځان غم يې خوړلى وي نیك عملونه يې كړي وي او د بديو څخه يې ځان ژغورلى وي.
كله چې مرګ ورته راشي پښیماني نه كوي مګر ګناه كوونكى مسلمان چې په خپل ځان يې ظلم كړى وي د الله جل جلا له حق يې نه وي پر ځاى كړى او د خلكو حقوق يې خوړلي وي وروسته د مرګ څخه به وايي: اى ربه ما بیرته دنيا ته ولیږه ښايي نیك عمل وكړم او ستا د عذاب څخه دخلاصون لار ومومم .
۳: د ګناه سره مينه او په هغې ځان عادت كول:
سمولكله چى انسان كومه ګناه خوښه كړي او مينه ورسره پيدا كړي او دهغې نه توبه ونكړي شيطان د هغه په زړه د ګناه په وسيله منګولې لګوي د ژوند په وروستیو لحظو او شیبو( دساپه وتلو) كې هم د انسان په عقیده خپل حاكميت ټينګوي تردې چې خپلوان يې د لااله الا الله كليمه ور په يادوي او تلقين وركوي چې له دنيا څخه د تلو وروستۍ خبره يې د توحيد مباركه كليمه شي مګر ګناه يي په عقل اوعقیده غالبه كيږي او داسې اغیزه پرې كوي ، پداسې څيز اخته كيږي چې هیڅ ګټه نلري، چې ځينې يې د بیلګې په توګه وړاندې كوو:
يو سړى په بازار كې د لا ل و، كله چې مرګ ورته راغى اولاد يې د كليمې ويلو تلقين وركاوه او ورته ويل يې لااله الا الله ووايه نو ده به ويل: څلور نيمې ، څلورنيمې( يعنې خپلې روپی به يې حسابولې).
يو بل سړي ته چا وويل: لا اله الا الله ووايه هغه خپله معشوقه يادوله او خپل بد اعمال به يې تكرارول.
يوه بل سړي ته وويل شو چې: لا اله الاَّ الله ووايه نو هغه د سندرو په ويلو پيل وكړ دا كيسې په جواب كافي 96مخ كې وګورﺉ .
او ځينې داسې هم وي چې مرګ ورته راشي او دى په ګناه كې ډوب وي نو الله جل جلا له ته به هم په همداسې وخت او حال كې ورشي چې ددې په وسيله به الله جل جلا له پرې په قهر كیږي په يقيني توګه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: "مَنْ مَاتَ عَلَى شَيْءٍ بَعَثَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ.[36]" ژباړه: څوك چې په كوم حالت مړ شي الله جل جلا له به يې پداسې ډول بیرته ژوندى كړي چې د همغه كار په كولو به بوخت وي. دا حديث حاكم روايت كړى د مسلم په شرط يې صحيح بللی دى اوذهبى هم ورسره موافق دی مستدرك .
- اوږدې هيلې:
سمولدا دډېرو خلكو دبدبختى لوى لامل دى كله يې چې شيطان دوكه كوي خيالي تصوير ورته انځوروي او ورته وايي په مخكښى اوږد عمر او ډېر كلونه لرې پدې كې به خپل اوچت ارمانونه پوره كړې.
نو ناپوه انسان ددې كلونو ســره دمخامخ كیدو او دارمانونـــو د لاس ته راوړلو دپاره د هرڅه كه رواوي يا ناروا پوخ هوډ كوي،آخـرت هیروي مرګ نه يادوي او كه كــــــومه ورځ د مرګ سوچ او فكر ورشي نو ددې ياد څخه ځان ډېر په تنګ، خفه، اوستړى حس كوي ځكه چې د رفاهيت دښه ژوند مزې او خوندونه يې خرابیږي او پيغمبر صلــــى الله عليه وسلم ددې څخه ډېر سخت وېرولي يو او فرمايلي يې دي:" وَعَنْ «علي» رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ رَفَعَهُ: «إِنَّ أَشَدَّ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ خَصْلَتَانِ: اتِّبَاعُ الْهَوَى وَطُولُ الْأَمَلِ، فَأَمَّا اتِّبَاعُ الْهَوَى فَإِنَّهُ يَصُدُّ عَنِ الْحَقِّ، وَأَمَّا طُولُ الْأَمَلِ فَإِنَّهُ الْحُبُّ لِلدُّنْيَا»[37]
ژباړه: د دوه خويونو د كولو څخه مو زيات وېروم يو د نفس دغوښتنو تابعــــداري او پيروي او بل اوږدې هيلې او اميدونه دي ځكه چې دنفس پيروي انسان د حق منلو څخه منع كوي او اوږدې هيلې لرل ددنيا سره مينه لرل دي او په زړه كې ځاى وركول دي.
كله چې انسان دنياد آخرت څخه زياته خوښه كړي او ښه يي وبولي نود هغې په ښايست ، ښكلا او خوندونو كې داسې مصروف شي چې په جنت كې د هغه كور دجــوړښت چې الله جل جلا له صديقينو، شهيدانو او نیكانو سره ورته خوښ كړﺉ وي مخ وګـــــــرځوي پداسې حال كې چى پدې كسانو الله جل جلا له څـــومره لويه پیرزوینه او احسان كړى او څومره ښه ده دداسې خلكو ملګرتیا، چې الله جل جلا له د چا په برخه كړې وي.
له دنيا څخه د هيلو د پرېکولو اثر پدې ډول څرګندېږي چې انسان نیك عملونه په تیزى سره تر سره كړي او د عمر هره لحظه او شیبه غنيمت وګڼي ځكه چې ساه ګانې په شماردي او ورځې ټاكلې شويدي او هغه څه چې تیر شول بیرته نه راګرځي او په لار كې ډېر خنډونه لوړې ژورې شته، پيغمبر صلى الله عليه وسلم په خپل مبارك ارشاد سره داسې را ښوولي دي. « بَادِرُوا بِالأَعْمَالِ سَبْعًا هَلْ تَنْظُرُونَ إِلاَّ فَقْرًا مُنْسِيًا أَوْ غِنًى مُطْغِيًا أَوْ مَرَضًا مُفْسِدًا أَوْ هَرَمًا مُفَنِّدًا أَوْ مَوْتًا مُجْهِزًا أَوِ الدَّجَّالَ فَشَرُّ غَائِبٍ يُنْتَظَرُ أَوِ السَّاعَةَ فَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ »[38].
ژباړه: اووه كارونه په تیزۍ او چالاكۍ تر سره كړﺉ او د فتنو د راتلو څخه مخكې بايد نېك عملونه وكړﺉ او هغې ته پام وكړﺉ او ددې څخه پخوا چې په تاسو داسې فقر او مسكيني راشي چې د عبادت او اطاعت په كولو كې خنډ شي ،او يا داسې ډېر مــــال پيدا كړﺉ چې ستاسې د سركشى سبب وګرځي ،او عبادت پرې هیر كړي او يا داسې سخت مرض سره مخامخ شۍ چى دبدن توان مو له منځه يوسي او بيا عبادت نشى كولاﺉ او يا داسې بوډاتوب ته ورسیږﺉ چې خبرې مو په واك كې نه وي او يا داسې مـــــــرګ درته ورسیږي چې د توبې او يا وصيت وخت په لاس در نشي او يا ددجال تر راتلـــــو پورې انتظار كوﺉ چې وخت ډېر دى او ښه عمل به وكړو څوك چې ددجال راتلو ته ګورى نو دجال ډېر بد او بې خيره څيز دى ،او يا داچې دقيامت راتلو ته ګورﺉ نو قيامت هـــم ډېر سخت او ډېر تريخ دى، په انسان باندې چې په دنيا كې څومره ستونزې تیرې شوې وي دهغو ټولو څخه ډېر ستونزمن دى د حديث مطلب دادى چې انسان بايد ددغو څيزونو د راتلو او واقع كیدو څخه وړاندې نیك عمل وكړي. عبد الله بن عمر رضى الله عنهماوويل؛ پيغمبر صلى الله عليه وسلم زما په اوږه لاس كیښود او وېې فرمايل:" كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ ، أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ"[39] ژباړه: اى عبد الله په دنيا كې داسې اوسیږه لكه يو پردى اود لیرې وطن اوسیدونكى. په نابلد ځاى كې او يا په لاره تیرېدونكى مسافر.عبد الله بن عمر رضى الله عنهمابه ويل: كله چې شپه درباندې راغله بيا د سباه انتظار مه كوه او كه درباندې ورځ شوه بيا د بیګاه په انتظار مه اوسه په روغوالي كې دومره څه برابر كړه چې په مرض كې در په كار شي او په ژوند كې دومره څه تيار كړه چې په مرګ اوآخرت كې د مشكل پرې حل شي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم مؤمنان له اوږدو هيلو څخه منع كوي :پيغمبر صلى الله عليه وسلم مؤمنانو ته ددې ښوونه كړې ده، د ډيرو اوږدو هيلولــــرلو څخه يې لري او ددنيا په اصل او حقيقت يې پوه كړي :
داوږدو هيلو په هكله دعلي رضى الله عنه وينا:
سمولحضرت علي رضى الله عنه ددوه څيزونو څخه ډېر وېرېده يوه، اوږده هيله او اميد بل د نفس متابعت او پيروي ده .ده مبارك وويل:" فَاَماَ طُولُ اْلأَمَلِ فَيُنْسِىِ الآخرةَ وأمَا إِتَباعِ الهَوى فَيَصُدُ عَنِ الْحَقِ وَ كَان يقول: ألا و إنَّ الدنيا قَد وَلَتْ مُدْبَرةَ وَالآْخرِة قَدْ أَسْرَعَتْ مقبلةُ وَلِكُلِ وَاحِدَةَ مِنْهَا بَنُونَ فَكُونوا مِنْ أَبْناءَ الآخِرَةِ وَلاَ تَكْوُنوا مِنْ أَبْنَاءِ الدُنْيَا فَاِنْ اَلْيَومْ عَمَلُ وَلا حِسْابُ وَغداً حِسْاب ولا عَمَلَ"[40]ژباړه: هغه اوږده هيله اخرت هیروي او د نفس پيروي انسان د حق څخه منع كوي او بندوي يې، او ده مبارك به ويل: پدې پوه شئ چې دنيا شاته لاړه او اخرت په ډېرې تيزى سره مخ ته راځــــي او د هر يوه لپاره بلـــــونكي او خوښوونكي دي نو تاســـــو د اخرت غوښتـــــونكي او خوښوونكي شئ او د دنيا خوښــــــــوونكې مه كیږئ ځكه چې نن ورځ عمل شته حساب نشته او سبا حساب شته عمل نشته .
په اسلام كې ناڅاپي مـرګ بد ګڼل شوى دى ځکه چى انسان ته فــــــــرصت په لاس نه ورځي او نه د توبې او ښه عمل زمينه ورته برابرېږي ښايي د ګناه په حالت كې وي او پايله يې بده شي.
۴: پخپله ځان وژل:
سمولكوم مسلمان ته چې غم او مصيبت ورسید صبر يې پرې وكړ او د الله جل جلا له څخه يې اجر وغوښت نو الله جل جلا له به اجر وركړي او كه چيغې يې وهلې ناخوښي يې څرګندوله ځان يې خفه او په تنګ باله، ښه او غوره لار يې له مشكلاتو او مرضونو څخه همدا ځان وژنه بلله، نو په يقيني توګه ګناه يې غوره كړه او د الله جل جلا له قهر او غوسې ته يې په تلوار مخه كړه، امام بخاري رحمةالله عليه د حضــــــرت ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت كړى دى چې پيغمبر صلــــــى الله عليه وسلم وفـــــــرمايل: " الَّـــــــــــــذِى يَخْنُقُ نَفْسَهُ ، يَخْنُقُهَا فِـــــــــى النَّارِ ، وَالَّذِى يَطْعُنُهَا ، يَطْعُنُهَا فِـــــــــــى النَّارِ "[41] . ژباړه: څوك چې خپل ځان په زندى كولو ووژني په دوزخ كې به هم په همـــــــدې عمل باندې بوخت وي او څوك چې خپل ځان د وسلې په سبب ووژني دجهنم په اور كې به هم په همدې كړنه لګياوي او خپل ځان به ولي او وهي به يې.امام بخاري او امام مسلم رحمةالله عليهما دواړو له حضرت ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت كړيدى چې هغه وفرمايل: " شهد رجل مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَيْبَرَ فَقَالَ رسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِرَجُلٍ مِمَّنْ مَعَهُ يَدَّعِي الْإِسْلَامَ هَذَا مِنْ أَهْــــــلِ النَّارِ فَلَمَّا حَضَرَ الْقِتَالُ قَاتَلَ الرَّجُلُ مِنْ أَشَــــدِّ الْقِتَالِ وَكَثُرَتْ بِهِ الْجِرَاحُ فَأَثْبَتَتْهُ فَجَاءَ رَجُلٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللهِ أَرَأَيْتَ الرَّجُلَ الَّذِي تَحَدَّثْتَ أَنَّهُ مِنْ أَهْلِ النَّارِ قَدْ قَاتَلَ فِي سَبِيلِ اللهِ مِنْ أَشَدِّ الْقِتَالِ فَكَثُرَتْ بِهِ الْجِرَاحُ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَا إِنَّهُ مِنْ أَهْلِ النَّارِ فَكَادَ بَعْضُ الْمُسْلِمِينَ يَرْتَابُ فَبَيْنَمَا هُوَ عَلَى ذَلِكَ إِذْ وَجَدَ الرَّجُلُ أَلَمَ الْجِرَاحِ فَأَهْوَى بِيَدِهِ إِلَى كِنَانَتِهِ فَانْتَزَعَ مِنْهَا سَهْمًا فَانْتَحَرَ بِهَا فَاشْتَدَّ رِجَالٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالُوا يَا رَسُولَ اللهِ صَدَّقَ اللهُ حَدِيثَكَ قَدِ انْتَحَرَ فُلَانٌ فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَا بِلَالُ قُمْ فَأَذِّنْ لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ إِلَّا مُؤْمِنٌ وَإِنَّ اللهَ لَيُؤَيِّدُ هَذَا الدِّينَ بِالرَّجُلِ الْفَاجِرِ" [42]ژباړه: يو سړي د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره د خيبر په غزا كې ګډون وكړ او دې سړي ځان مسلمان هم باله پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: دا دوزخي دى، كله چى جګره پيل شوه نو دې سړي ډېر سخت جنګ وكړ چې په نتيجه كې ټپي شو، پيغمـــــــبر صلى الله عليه وسلم ته يو صحابي وويل: اى د الله جل جلا له رسوله د هغه ســـــــړي په هكله چې تا اوس وفرمايل هغه دوزخي دى، ډيره سخته جګړه يې وكــــړه او مـــــړ شو پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل هغه دوزخ ته لاړ، نږدې وه چې ځينــــــې مسلمانان پدې سره شك وكړي او حيران شول ،دوى په همدې حالت كې وو چې يو سړى راغى او ويې ويل: هغه سړى مړ نشو بلكې هغه سخت ټپي شو كله چې شپه شوه د ټپ درد ته يې تاب او طاقت ونشو كړاى نو بيا يې خپل ځان پخپله وواژه او پيغمبر صلى الله عليه وسلم يې پدې پیښه خبر كړ هغه مبارك وفرمايل: "الله اكبر" زه پدې ګواهي وركوم چې زه د الله جل جلا له بنده او دهغه استازى ( رسول) يم بيا يې بلال رضى الله عنه ته امر وكړ : "په لوړ آواز خلكو ته اعلان وكړه چى پرته له مسلمان څخه بل څوك جنت ته نشي ننوتى بیشكه الله جل جلا له د اسلام دين ديوه فاجر او بدكاره سړي په وسيله هم ټينګوي او مرسته يې كوي"
۵: بد ملګری:
سمولددی دامطلب دی چی دبدی پایلی داسبابوڅخه یوهم دبدملګری ملګرتیا اودهغه توصیی او نصیحت ته غوږ ایښودل دی چی په اصل کی دبد ملګر ی په ذریعه دجهنم کندی ته ورټیلوهل کیږی اوهغه داچی دغه بدملګری ئی په حقیقت کی دښمن دی.
کله چی دخپل بد او ناکاره ملګری سره یوځای شی نو د دنیا او دهغی دزینت او ښایست په اړه ورسره خبری کوی ، دګــناهونوپه ارتباط ورسره غږیږی نو دغه ملـــــګری پدی سخت حالت کی کومه ګټه نه ورته رسوی بلکی پوره تاوان او زیان دی.
لکه چی دحضرت سعید بن المسیب څخه روایت دی چی دخپل پلارڅخه روایت کوی چی کله : ابو طالب ته مرګ راورسید پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته راغی دابوطالب سره ابوجهل او عبدالله بن أمیة ناست وه نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : ای کاکا! لااله الاالله کلیمه ووایه چی دالله جل جلاله په وړاندی پدی کلیمه باندی ستالپاره دلیل وړاندی کړم ، نو پدی درشل کی أبوجهل او عبدالله بن أمیه وویل : ای أبوطالبه ! ایا دعبدالمطلب دلاری اوملت څخه ګرځی تردی چی دابوطالب آخری خبری داسی وی چی هغه دعبدالمطلب په ملت اولاره دی ، اوددی څخه ئی انکار وکړ چی کلیمه طیبه لااله الاالله ووایی ، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : " لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ مَا لَمْ أُنْهَ عَنْكَ".[43]" یعنی : ترهغه به درته مغفرت غواړم تر څومنع شوی نه یم نو دالله جل جلاله دغه مبارک فرمان نازل شوچی : {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ }[التوبة: 113][11].
ژباړه : نه دی روا پیغمبر ته او نه هغه کسانو ته چی ایمان ئی راوړی دی داچی بښنه به وغواړی دپاره دمشرکانو اګر که وی دامشرکان دخپلولی پس له هغی نه چی ښکاره شی دوی ته داچی بیشکه دوی یاران ددوزخ دی .
دامام زين العابدين رحمةالله عليه دغربت اويوازيتوب دقصیدى ژباړه:
سمولمسافر هغه څوك ندى چې دشام اويمن په سفردرومي اويوازې وي، بلكې غريب اويوازې هغه څوك دى چې يوه لحدته ديوه كفن سره ځي. مسافردسفر اويوازيتوب په حالت كې په ،هغو خلكوچې كورونه لري اوكوربه وي حقوق لري . غريب اوبې وطنه مسافرمه رټه ، ترڅووخت اوزمانه تادخوارى اوذلت سره مخامخ نكړي .
سفرمې اوږددى قوت مې كمزورى شوى توښه مې كمه اومرګ مې خپلې خواته كشوي زه دداسې ګناهونو مرتكب شوى يم چې هغه راته معلومې ندي، بلكې يواځې الله جل جلا له مې په پټو اوښكاره ګناهونو خبردى .
الله جل جلا له څومره دلوى مقام اوعظمت څښتن دى چې ماته يې وخت اومهلت راكړى ، زه ګناه كولوته ادامه وركوم اوالله جل جلا له پټې ساتلې دي.دژوند شیبې مې پرته له توبې څخه تیرېږي، نه ژاړم نه دوېرې څه اثرراباندې شته اونه خفه يم .
زه په خپل لاس دګناه كولو په واسطه دبښنې دروازې بندوم، خو الله جل جلا له ماويني . په بې پروايي اوغفلت كې دڅومره غټې ګناه مرتكب شوم، څومره افسوس اوارمان دى چې په زړه يې راته اوربل كړى دى . ماپرېږده چې په خپل حال وژاړم ،افسوس وكړم اوله دنياڅخه دپند ، عبرت اوغم په كولو خداى په اماني وكړم . مامه ملامتوه اودد ې كارڅخه سترګې پټې كړه كه زما په حا ل باندې خبرشې نومابه معذوروګڼې . ماپرېږده چې خپلې اوښكې دتوئيدوپه وخت كې پاكې كړم ، ايا داهيله شته چې دااوښكې به زما دخلاصون سبب شي . زه خپل ځان داسې ګڼم چې دخپل كور په منځ كې په، يوفرش پروت يم اوددوى لاسونه به مې يوخوا بل خواته اړوي . زه فكر كوم چې زما څخه تاودي ، ځينې افسوس كوي اوخفه دي ، ځينې ژاړي اوزما په مرګ خفګان څرګندوي . هغوى طبیب راولى چې زما دارو وكړي اوزه فكرنه كوم چې نن به طبیب ماته څه ګټه ورسوي . دروح وتل مې سخت شوي دي ،دمرګ خواته كشول كیږم اودهررګ څخه مې په سختى دروح وتل پيل شوي دي . دغرغرې په وخت كې مې دجسم څخه روح ووتله ، دروح دوتلو په وخت كې مې دخولې لاړې ترخې شوې . زما سترګې يې وتړلې اوټول راڅخه لاړل زما دژوندي پاتې كیدلوڅخه بې هيلې شول اودكفن راوړلو په لټه كې شول .په چاچې زه ډيرګران وم په منډه دمړو غسل خانې ته ورغلل ترڅومړي وينځونكي راولي اوماپريمنځي . اوومې ويل اى خلكو يوادبناك ، هوښيار ، ښه اخلاقي مړي وينځونكي ته اړتيالرم ،مړى وينځونكى راغى اوجامې يې راڅخه ويستلى ، زه يې لوڅ اوبربنډ كړم . زه يې په تخته واچولم، اودپاسه يې راباندې اوبه واچولې ترڅو بدن مې پاك شي. درى ځلې يې غسل راكړ اوكفن يې راوغوښت .
ماته يې پرته له لستو ڼو څخه جامه راواغوستله اوخوشبويي يې راباندې ووهله زه ددنيا څخه لاړم خوډيرافسوس پدې دى چې زه دې سفرته توښه نلرم .زه څلورو كسانو په تخته واخستلم اونوركسان زما په جنازه پسې روان شول زه يې دجومات محراب ته يوړم اودوى راڅخه ستانه شول په ما پسې ودرېدل ،دجنازې لمونځ يې اداكړاو زما سره يې خداى په اماني وكړه .
خلكو په ماباندې دركوع اوسجدې څخه پرته لمونځ وكړ ښايي ددې په واسطه الله جــــــل جلا له په مارحم وكړي . زه يې په قراره په قبركې كیښودم اوله دوى څخه يوكس قبرته راښكته شو ترڅو ماپه لحد كې وردننه كړي .
زما دمخ څخه يې كفن پورته ،كـــــړترڅود وروستـــــي ځل لپاره زما سره وګـــــوري، دسترګوڅخه يې ښكته اوښكې تويې شوې اوزه يې په اوښكوكي ډوب كړم . زما ددرناوي لپاره پاڅیده اوزماله پاسه يې خښتې برابرې كــــــــړې اوله قبرڅخه ووت اووېې ويل: خاورې پرې واچوﺉ اودالله جل جلا له څخه چې ډيرمهربان اوداحســــــــان څښتن دى بښنه وغواړﺉ . دقبرپه تياره كې یې پرته له ګرانې مور ، مهربان پلار اوهغه ورور چې زما سره مينـــه وكړي یوازې پرې ښودم . هغه څه چې ماپه سترګوولـــــــيدل ډېريې ووېرولم ځكه چې دهغه سره مخامخ كـــــــيدل ډيرويروونكى وو . نكيراومنكرو ځکه ځواب به وركوم زه دهغو ى څخه ډېرووېرېدم ځكه چې دهغوى شكل اومنظردېروېروونكى وو. زه يې په قبركې كیښودلم اوپوښتنې ډيرې سختې وې، اى الله جل جلا له پرته له تاڅخه بل مرسته كوونكى اوژغورونكى نلرم . نوپه مااحسان وكړه اوماوبښه ، زما دهيلې ځاى ته يې ، ځكه چې زه دخپلې ګـــناه سره بنداوګراويم . زما خپلوان دمقبرې څخه لاړل ،زما مال يې وویشه ؟اوګناه پرمانوره هم درنه شـــــوه ښځې مې بل میړه وكړ اوهغه ته يې زما دمال اوشتوواك وركړ . ښځې مې زما زوى ېې دهغه نوي میړه خدمتګاركړ اوزما شته هغوى ته وړیا په لاس ورغلل . بايد دنيا اودهغې زينت اوښكلا تاونه غولوي ځكه چې دې دنيا دوطن اووطنوالو په هكله څه ونكړل . هغه چاته وګوره چې په دنيا پسې يې منډې وهلې ايا پرته له خوشبويي اوكفن څخــــه يې نورڅه يوړل!!!؟ .
په دنيا كې قناعت خپل عادت اوخصلت وګرځوه اوپه هغه خوښ اوسه که څه هم دجسم اوبدن له راحت اوهوساينې پرته بل څه نه وي . اى دخير اونيكۍ كوونكيه ! ته به دخپل عمل حاصل حتماَ اخلې.
اواى دشر كوونكيه! دشر څخه ځان وساته اوجزابه يې وينې . اى نفسه! دګناه څخه ځان وساته ،دخير اونیكۍ كاروكړه ، اى الله جل جلا له په مارحم وكړه . اى نفسه! پرتاافسوس توبه وكـــړه ، دخير اونيــكۍ كاروكړه ځكــه چې له مـــرګ څخه وروسته به دهغې بدل په لاس درځي .
په پای كې دزمونږ په غوره كـــړل شوي اوپاك پيغمبر درود وى ،ترهغه چې په شـــام اويمن کې لمرراخيژي .
سهاراو ماښـــــام الله جل جلا لــــه ته ثنا اوستاینه د ه، دخير عافيت نيــــكۍ اواحســــان لپــــاره .
دځینی وبائی مرضونو وضاحت :
سمولطاعون ( وبا، كولرا):
سموليوه خطر ناكه سارى ناروغى ده مكروب يي په 1894م كښي ير سنى yersin كشف كړي دى دا ناروغى په دوو ډولو څرګنديږى:د سنجكى (دمل) په ډول او بله يي په ريوى ( ذات الريه ) ډول . عوارض يي تر پنځــــو ورځو وروسته څرګنديږى او هغه دادى چي ناروغ د ســـــر په درد، لــــړزی، سخـــتى تبى، سر ګـــــرځيدو د لنفاوى غــــدو په التهاب د پښتورګو تورى ( طحال) او د اينى په پاړسوپ اخته كيږى اپلتى وايي په ورانه يا تخرګ يا غاړه كښي يي د چارمغـــز په اندازه دردناكه پړسوپ پيدا او تريوي اونـــــى ( هفتى ) وروسته نم كوى. (1)
(دوهم ) :- سل ( نرى رنځ )د سږو ناروغى، توبركلوز، توبر كيولوسس، ټى بى T.B يوه ناروغى ده ) چى: ميكروب يي په 1882م كال د يوه المانى پروفيسور په واسطه چى كنج نوميده كشف شو د بسيل په واسطه منځ ته راځى او د عضويت په مختلفو برخو باندى اخته كيږى دا ناروغى عموماً په ناتوانو او كمزورو خلكو كښي را پيدا كيږي او د ټولنيزو ناسمو شرايطو سره ټينګ ارتباط او اړيكى لرى د نفوسو دزياتوالـــى او په تيره بيا فقر او د لمر د وړانګو څخه نه استفاده دناروغى په تقويه كښي پوره مرسته كــــــوى.
سل مختلف ډولونه لرى چى مهم يي دادى:
سمول۱:- د سږى سل:
سمولد كوخ د بسيل په وسيله پيدا كيږى دغه بسيل د تنفس له لارى سږو ته داخليږى او هغه په مختلفو درجو سره مصابوى.د ناروغى عمومى نښى: تبه اوټوخى، ډنګروالى، بى اشتهايي او نور دى. ناروغ تل كسالت لرى او جسمى فعاليت يى د منځه ځى د تداوى او علاج دپاره يي روحى او جسمى استراحت او په انتى بيوتيكوستريتومايسين ( د ورځى يوګرام) يا دى هيدرو بتومايسين، ايزونيازيد باس P.A.S توصيه كیږې.
۲:- د كولمو توبر كلوز:
سمولكله كله د ناروغى عامل د هغو خلكـــو په وجود كښي چى د سږى توبركــــــــــلوز لري دخپلوبلغمودتيرولو په اثر معدى ته ځى او دهغه ځايه بيا په كــــولمو كښي ځاي نيسي او كله بيا پداسی حال كښي چى د ناروغ سږى روغ وى مرض په كولمو كښي پيداکيږي. دا وروستى ډول يي زياتره د هغو غواوو د شيدو د خوړو څخه را پيدا كيږى چى مسلولـــي وى. ددى مرض تشخيص د سږى د توبركلوز د لرلو د سابقي يا د بطن دردونو د پيدا كيدو او ځينى په حرقفى حفره كي د پاړسوپ د پيدا كيدوله مخه كيږى او كله بياناروغ په يوه دوامداره اسهال اخته وى چى دا نښى د كولمو سل تاييدوى دا اسهال په واقعاتو كښي د سل مخصوصه دارويي ماده د عرضى تداوى سره استعماليږى او د نس دپاړسوب په صورت كي كه دارويي تداوى اثر ونه كړى نو د جراحى څخه كار اخستل كيږى.
٣- دخصيتينوتوبرکلوز:
سمولعموماپه تالي صورت سره منځ ته راځي اودپوښتورګوبډوډي)اوبولي لارودټوبرکلوزي آفت څخه وروسته پيښيږي،دغه آفت په نادرډول دسږي دټوبرکلوزڅخه وروسته راپـيدا کيږي،تداوي يي دارواوجراحي عمل ده.
دسل نور ډولونه :
سمولدسږي جاورسي سل، دهډوکو او مفصلونو توبرکلوز، دزنګانه دمفصل توبـــــرکلوز، دحرقفي دمفصل توبرکلوز،دعجزي حرقفي مفصل توبرکلوز، عضدي ترقوي مفصل توبرکلوز، دفقاري ستنې توبرکلوز،دلنفاوي غداتو توبرکلوز دپښتورګو توبـــــرکلوز ، دسحایاوو توبرکلوز ...... اوداسې نور.[44]
الهم اجعل خير أعمالنا خواتيمها، وخير أعمارنا أواخرها، وخير أيامنا يوم نلقاك فيه، اللهم وفقنا جميعا لفعل الخيرات واجتناب المنكرات . وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه.
پایله:(خاتمه )
سمولددی لیکنی په پایله کی ویلی شو چی: دانسان ټول ژوند دسرنه ترپایه پوری ټول دعمل اودکار شپی ورځی دی ترڅوانسان وکولای شی چی دښی پایلی غوښتونکی شی اوکه وغواړی دابه دامکان څخه لری نه وی چی ښه پایله دانسان په نیک بختی باندی دلالت کوی، اواسلامی شریعت دښی پایلی لپاره هم نښی اونښانی پریښی دی اوهم ددی کار موانع یی بیان کړی دی چی پدی رساله کی دښه پایلی نښی هم بیان شوی اوموانع یی هم اودهر مانع لپاره یو علاج شته چی ددی موانعو علاج هم بیان شوی دی، ددی ترڅنګ بده پایله هم شته چی ځانته نښی اوعوامل لری چی هغوته هم اشاره شوی ده ترڅو ددغو عواملو څخه ځانونه وژغورو او ددی په بدل کی ښی پایلی ته ځان ورسوو، که په لنډه توګه ووایو ددی رسالی ترڅنګ موږ په لاندی توګه مهم اوضروری شیان لاس ته راوړی دی :
۱- دانسان دټول عمر کړني دانسان په پایله کی نغښتی دی ُ دټول عمر عمل اوکارونه دانسان دخاتمی پوری اړه لری که آخره خاتمه دانسان ښه وه نو ددی ټول ژوند ددی پوری تړلی ده ُکه یوچا ټول عمر کی ښه کارونه کړی وی خو آخر ه خاتمه یی ښه نه وی په بده خاتمه باندی ددی فیصله کیږی اوکه ټول عمر یو انسان بد اوناوړه کاورنه ترسره کړی وی خو آخر عمر کی دی ښه شی نو ددی انسان آخره خامه ښه ده.
۲- الله جل جلاله هرشی لپاره یو علاج ایښی دی ترڅو هرانسان وکولای شی چی دخپل مرض درمل اوعلاج ومومی نو دانسان دښی پایلی لپاره په لار کی خنډونه شته چی دا هم یو لوی مرض دی خوددی لپاره هم علاج شته چی انسان دغه خنډونه لری کړی اوخپله آخره خاتمه ښه کړی.
۴- ځنی داسی مرضونه اوآفتونه دی چی انسان ته په ظاهره کی بد ښکاری او نه یی خوښوی خو په حقیقت کی هغه ټول دانسان دآخرت ښه والی لپاره مقرر شوی دی لکه هغه مرضونه چی پدی رساله کی ترینه بحث اوڅیړنه وشوه.
۵- پایله دانسان مهم اوحساس پړاو دی چی ددی پړاوڅخه تیریدل لویه مبارزه غواړی دشیطان په مقابل کی ددی وجی نه شیطان انسان ته هیلی او امیدونه اچوی چی داد مهمولاملونوڅخه ګڼل کیږی .
۶- په دی څیړنه کی دقبر اومړو سره سروکار لرل یاد شول چی همیشه دانسان په ذهن کی مرګ یاد وی ترڅو وکولای شی چی دشیطان په مقابل ودریږی او دهغی له وسوسو سره دهلاکت په کنده کی ونه غورځیږی .
اخځلیکونه
سمولقرآن کریم
1- إبن رجب عبد الرحمن بن شهاب الدین زین الدین، أبوالفرج، جامع العلوم والحکم .فی شرح خمسین حدیثا من جوامع الکلم ، طبع دار ابن کثیر 1427ه .
2- ـإبن قیم الجوزیة محمد بن أبی بکربن أیوب ابن قیم الجوزیة أبوعبدالله / الجواب الکافی لمن سأل عن الدواء الشافی / طبع مجمع الفقه الاسلامی بجدة عام ۱۴۲۹.
3- إبن کثیر، إسماعیل بن عمر،تفسير القرآن العظيم (تفسير ابن كثير) (ط. العلمية. المحقق: محمد حسين شمس الدين ، منشورات محمد علی بیضون بیروت لبنان طبع ( ۱) عام ۱۴۱۹هـ ق .
4- البانی، احکام الجنایز، وبدعها، طبع المکتب الاسلامی عام 1385 ق بیروت لبنان.
5- ألشائع، خالد بن عبد الرحمن ، علامات و أسباب حسن الخاتمة و سوء الخاتمة. بدون تاریخ.
6- ألعنزی، عبد ، أسباب حسن الخاتمة العقد الثمين لعيد العنزي دانتر نیت نه په استفادی سره .
7- امام احمد بن محمدبن حنبل ، کتاب زهد، طبع دارالکتب العلمیه بیروت لبنان .بدون تاریخ.
8- إمام مالک ، أنس بن مالک ، مؤطاامام مالک رح تصحیح اوترقیم محمدفؤادعبدالباقی داراحیاء الکتب العربیه قاهره مصر.بدون تاریخ.
9- بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری ، المکتبه السلفیه القاهره مصر دریم چاپ.
10- پښتو تشریحی قاموس دافغانستان دعلومواکادمی دولتی مطبعه ۱۳۶۵ لمریز کال دچاپ نظارت کوونکی سرڅیړونکی حبیب الله اپریدی.
11- ترمذی، محمد بن عیسی، سنن ترمذی شرح وتحقیق احمدمحمدشاکروآخرون دارالکتب العلمیه بیروت لبنان الطبعه الاولی ۱۴۰۸عام.
12- خطابی معالم السنن المطبوع مع سنن أبی داؤد ،اعداد وتعلیق عزت عبیدالدعاس وعادل السید طبع دارالحدیث بیروت لبنان عام ۱۳۹۴هـ ق .
13- دارمنگی پښتو ترجمه دقرآن کریم / اداره اشاعت اسلامیه لاهور پاکستان .بدون تاریخ.
14- دیوبندی، أبوالحسن، تفسیر کابلی چی بیا دافغانستان علماء کرامو په پښتو اودری ژبو ژباړه.
15-سجستانی، سلیمان بن اشعث بن إسحاق أبو داود الأزدي السجستاني / سنن ابی داود ، طبع في دار الحديث حمص 1394 بتحقيق " عزت عبيد الدعاس " ومعه " معالم السنن للخطابي ".
16- شاه فیصل ، فهم القرآن، شاه فیصل کتابخانه محله جنګی پیښور پاکستان .بی له تاریخه.
17- شیبانی، إمام احمد، مسندامام احمد بن محمد، تصویرالمکتب الاسلامی بیروت لبنان .
18- طبرانی، سلیمان بن احمد ، المعجم الاوسط، دارلحرمین قاهره مصر عام 1415 ه ق
19- طبرانی، سلیمان بن احمد المعجم الکبیر، تحقیق حمدی عبدالمجیدالسلفی العراق .طبع مکتبه ابن تیمیه،
20- طیالسی، أبی داوود ، سلیمان بن داود ، دارهجر مصر چاپ اول 1419 ه ق .
21- عبدالله ابن مبارک ، زهد، طبع دارالکتب العلمیه بیروت لبنان.1425 ه ق .
22- عسقلانی، ابن حجر، الاتحاف الجلی بتقریب اطراف المسندالحنبلی، تهذیب،خلیل مامون شیحا دارالمعرفه بیروت لبنان الطبعه الاولی ۱۴۳۱قمری .
23- عسقلانی، حافظ إبن حجر ،فتحالباری شرح صحیح البخاری تحقیق محب الدین الخطیب ،المکتبه السلفیه القاهره مصر رقم الطبع 3.
24- عظیم آبادی محمد شمس الحق عون المعبود شرح سنن أبی داؤد .طبع دارالفکر عام 1415هـ ق .
25- عمید، حسن، فرهنګ عمید انتشارات امیرکبیر تهران چاپ هشتم ، 1371 ه ش
26- غزالی، ابوحامد محمد بن محمد، احیاء علوم الدین، طبع مرکز الاحرام للترجمه والنشر قاهره مصر طبع اول 1408 ه ق .
27- قزوینی، أبی عبد الله محمد بن یزید، سنن ابن ماجه تحقیق وترقیم محمدفؤادعبدالباقی طبع دارالریان للتراث قاهره مصر.
28- قشیری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم ، دارالکتب العلمیه بیروت لبنان.
29- مبارکپوری،محمد بن عبد الرحمن، تحفه الاحوذی، شرح سنن الترمذی المکتبةالسلفیة بالمدینة المنورة.
30- منذری، عبد العظیم الترغیب والترهیب من الحدیث الشریف، الطبعة الثالثة عام ۱۹۶۸للمیلاد دارالایمان دمشق – بیروت .
31- نسائی، أحمد بن شعیب ، سنن النسائی بشرح الحافظ جلال الدین السیوطی وحاشیة الامام السندی ، مکتب المطبوعات الاسلامیة حلب سوریة .
32- نیسابوری،أبوعبد الله محمد بن عبد الله الحاکم المستدرک علی الصحیحین طبع دارالکتب العلمیه..1422.
33- هیثمی، إبن هیثمی ، مواردالظمآن فی زوائد ابن حبان تحقیق محمدعبدالرزاق حمزه دارالکتب العلمیه بیروت لبنان .
34- هیثمی، حافظ علی بن أبی بکر بن سلیمان الهیثمی نورالدین تحقیق محمد عبدالقادر أحمد عطاء مجمع الزوائد ومنبع الفوائد ، الناشر : دارالکتب العلمیة ، سنة النشر: ۱۴۲۲هـ ق .
۱ـ متفق عليه امام بخاری په خپل صحیح کی په " (6507)، نمبر او امام مسلم په (6508)، (2683 - 2686)، نمبرونو روایت کړی دی اامام بخاري په كتاب الرقاق،ا و امام مسلم په كتاب الذكر والدعاء، دواړو په باب: من أحب ..... کی روایت کړی دی . [1]
۱ ـ امام بخاری په کتاب الرقاق، باب ما يتقي من محقرات الذنوب: 11 / 329، کی روایت کړی دی .
1ـ صحیح امام بخاری کتاب الایمان باب حلاوة الإیمان د حدیث 16نمبرروایت کړی دی
2- متفق علیه :امام بخاري په كتاب المظالم، باب من قتل دون ماله، حديث نمبر (2480).او امام مسلم (141) نمبر كتاب الإيمان، باب: هدر دم من قصد أخذ مال غيره بغير حق كان القاصد مهدر الدم، نمبردحدیث 141. . روایت کړی دی .
۱- صحیح مسلم په ۱۲۰۶نمبررواېت کړېدی.
۲ـ امام احمد بن حنبل مسند احمد بن حنبل ج ۵ ص ۳۹۱ روایت کړی امام البانی وائی صحیح دی اوامام منذری وائی : باک پری نشته (لا بأس به .) کتاب "صحيح"، الترغيب والترهيب (985)، سلسلة الاحادیث الصحيحة (1645).
۱ ـ امام أبو داود په (2 / 275) مخ اوامام النسائي اوامام ترمذي په (2 / 316) مخ روایت کړی دی اوصحیح ئی بللی دی ، اوامام أحمد په (1652) 1653) نمبرد حضرت سعيد بن زيد څخه روایت کړی. ،اوسند ئی صحيح دی .احکام الجنائز للالبانی ج ۱ ص ۴۲ ، اوهمدارنګه شعیب ارنوؤط دسنن ابی داؤد په حاشیة کی دشیخ البانی حکم ذکر کړی اود حدیث ټول طرق ئی ډیر په تفصیل سره بیان کړی اوصحیح ئی بللی دی .
مخ روایت کړی دی . - صحیح امام بخاری ج ۱۰/ ص ۱۵۶- ۱۵۷-[9]
۲- امام احمد په (4 / 201 - 5 / 323) او امام دارمي په (2 / 208) او امام طيالسي په (582) روایت کړی امام البانی وائی إسنادئی صحيح دی احکام الجنائز ج ۱ ص ۳۹ ، اما م هیثمی په مجمع الزوائد ج ۱۲ص ۱۱۶ کی لیکی : امام طبرانی په معجم اوسط کی روایت کړی راویان ئی د صحیح راویان دی .
۳- صحیح امام مسلم دحدیث نمبر 1915 دی .
۱ـ امام احمد په (4 / 201 - 5 / 323) اوامام دارمي په (2 / 208) اوامام الطيالسي په (582) روایت کړی اوامام البانی ویلی دی إسناد ئی صحيح دی .[12] احکام الجنائزج ۱ ص ۳۹
۲ـ متفق علیه : صحیح البخاری 1/167(652) اوامام مسلم ج6/51. کی روایت کړی دی .
[14] ـ امام مالك په موطأ، په كتاب الجنائز، باب النهي عن البكاء على الميت: 1/234. اوامام نسائي، په كتاب الجنائز، باب النهي عن البكاء على الميت، نمبر 1846. امام أبو داود، په كتاب الجنائز، باب فضل من مات في الطاعون، نمبر 311. اوامام أحمد په الفتح الرباني: 14/39. امام نووي ویلی دی : دغه حدیث پرته له خلافه صحیح دی ، اګرکه امام بخاری او امام مسلم دغه حدیث ندی روایت کړی . شرح صحيح مسلم: 13/62. امام ألباني وائی : زه ددی حدسث دمتن په صحت کی شک نلرم ځکه چی شواهد ئی ډیر دی ". أحكام الجنائز، ص40.
۱ـ امام احمد بن حنبل په مسند ج ۲ ص ۱۷۶کی اوامام ترمذي په ۱۰۷ ۴ نمبر روایت کړی او ویلی ئی دی : دغه حدیث غریب دی اواسناد ئی متصل ندی
حافظ ابن حجر ویلی دی فتح الباری " 3 / 253 په سند کی ضعف دی ، أبو يعلى د أنس دحدیث څخه روایت کړی اوسند ئی ډیرضعیف دی .نحوه و إسناده أضعف .
ألباني په أحكام الجنائز (35) کی ویلی دی : حديث د طرقه ټولوطرقوته په کتلوسره :حَسَنٌ أو صحيح دی. په مشكاة (1367) کی ئی ویلی دی : حسن دی .
۲ـ امام أبو داود په ج ۳ ص ۴۸۶ (3116)او امام حاكم په مستدرك 1/351 کی روایت کړی او صحیح ئي بللی دی اوامام ذهبي ورسره موافق دی ، او ألباني په صحيح الجامع (6479) نمبر صحیح کړی دی .
۱ـ صحیح مسلم ج اول ص 57 د حدیث 27 نمبر روایت کړی دی .
۲ـ صحیح البخاری ج 1 ص 193 د حدیث نمبر۹۹ دی .
۱ـ امام بخاري په كتاب العلم: باب من خص بالعلم قومًا دون قوم كراهية أن لا يفهموا.کی روایت کړی دی .
[20] ـ قال الخطيب التبريزي في المشكاة (1-59): رواه في شرح السنة وقال النووي في "أربعينه" هذا حديث صحيح رويناه في كتاب الحجة بإسناد صحيح.وعزاه الألباني أيضا للحسن بن سفيان في "الأربعين" له (ق 56-1) والقاسم بن عساكر في أربعينه وقال: حديث غريب، قال الألباني متعقبا النووي ـ رحمه الله ـ: هذا وهم فالسند ضعيف فيه نعيم بن حماد وهو ضعيف، وأعله الحافظ ابن رجب بغير هذه العلة متعقبا على النووي تصحيحه إياه.
ابن حجر: فتح الباري شرح صحيح البخاري 11/ ۴۹۹ مخ. 2898 - مسلم: 112 - - [21]
ابن حجر- فتح الباري شرح صحيح البخاري ج 11/ ۳۳۷ مخ -[22]
۱ـ امام احمد کتاب الزهد ص ۱۰۹ و کتاب الزهد امام عبدالله بن مبارک ص۱۲۵/ جامع الحدیث مسند ابی بکر الصدیق 27447- (أبو يعلى، والييهقى فى شعب الإيمان. قال ابن كثير: إسناده جيد) [كنز العمال 8890]
۱- متفق علیه : امام بخاري (13/ 328 - الفتح)، اوامام مسلم (8/ 62)، د حدیث نمبر2675
۱ـ صحیح البخاری کتاب الرقاق باب القصد والمداومه علی العمل رقم [انظر: 1970 - مسلم: 782، 783 - فتح: 11/ 294]۶۱۰۰[25]
امام البانی ویلی دی : (صحيح) دی ، انظر حديث نمبر: 2686 په صحيح الجامع کی . ۱ـ مسند احمد بن حنبل ج 5 ص 231
۲- رواه أبو داود (1616) وأحمد 5/ 233. والحاكم 1/ 351 وقال: هذا حديث صحيح الإسناد ولم يخرجاه ووافقه الذهبي، عن معاذ بن جبل - رضي الله عنه -. والحديث حسنه الألباني في "الإرواء" (687).
۳ـ امام البانی وائی : حسن دی ، حديث نمبر: 165 په صحيح الجامع .
- ۱ـ صحیح مسلم دحدیث نمبر ۹۷۴. د پیغمبرصلی الله علیه وسلم قول : اللهم اغفرلاهل بقیع الغرقد .
1- مسند احمد بن حنبل ج ۱ ص ۶۳ سنن ترمذی دحدیث نمبر ۲۳۰. امام الباني ویلی دی (حسن) دی د حديث نمبر: 1684 په صحيح الجامع کی روایت کړی .
۱ـ صحیح مسلم کتاب الجنة حدیث نمبر2877[31]
(2) مسند احمد ، الاتحاف الجلی نمبر ۱۴۸۷ اومسلم کتاب الجنه نمبر ۲۸۷۷ او ابوداؤد الجنائزنمبر ۳۱۱۳
۱ـإبن حجر عسقلانی، فتح الباری ج 11 ص 104[33]
۲ـ صحیح مسلم حدیث نمبر 2702
۱ـ امام احمد په مسند أبی محمد طلحه بن عبید الله په (نمبر 1384) روایت کړی ، امام البانی وائی : سند ئی صحيح دی، اوابن حبان په همدی ډول سره روایت کړی ، امام حاكم په (1 / 350، 351) والزيادة له، او ویلی ئی دی " صحيح على شرطهما " ووافقه الذهبي. ا احکام الجنائز ص ۳۴
۱ـ امام حاكم په ۴/ ۳۱۳په ۷۹۴۳ روایت کړی اودامام مسلم په شرط ئی صحیح کړی اوامام ذهبی ورسره موافق دی على شرط مسلم ووافقه الذهبى. امام ألباني په "سلسلة الأحاديث الصحيحة" (283) 1 / 510،صحیح کړی دی . ـ
۱ـ احياء علوم الدين 4/354 مخ کی ددی حدیث په تخریج کی لیکی : ابن ابی دنیا په ضعیف سند سره روایت کړی دی .
۱ـ داحديث ترمذي په 2306 نمبركتاب زهد کی روايت کړی او ویلی دی حسن اوغريب دى ، شیخ البانی وائی : ضعیف دی سلسلة الأحاديث الضعيفة 1666 " ضعيف الجامع الصغير 2315 " )
۲ـ فتح الباری ۱۱/ ۲۳۷د حدیث نمبر ۴۶۱۶
صحیح مسلم کتاب الجنه نمبردحدیث۲۸۷۷[40]
ابن حجر فتح الباری ج 11 ص 507.
متفق عليه: بخاري په 6/125 مخ او مسلم په 111 نمبر روايت کړی دی. ـــ[42]
[43] ۱ـ دغه واقعه ابن کثیر په تفصیل سره ذکرکړیده سورت توبه آیت ۱۱۳ امام احمد مسند (5/533) مخ امام بخاري په مناقب الأنصار، نمبر 3884، "فتح الباري" 7/ 193، اوامام مسلم 1/ 54 په کتاب الإيمان, نمبر 24.
۱- دریم ټوک د۲۶۷۲ څخه تر ۲۶۷۳ پورې مخونه ، فرهنګ عمید۱۲۱۹ مخ (1) د پښتو ، پښتو تشريحى قاموس 4 ټوك 2074 مخ د ژباړونكى له پلوه.