حسن بن علی رضي الله عنه

زوکړه سمول

د اسلام د ګران پيغمبر(ص) لمسی او د حضرت علی عليه السلام او بي بي فاطمه (ع) لومړی ځوې امام حسن عليه السلام  د هجرت په دريم کال د روژې د مياشتې په پنځلسمه نيټه وزيږيدۀ.1 پيغمبر(ص) د مبارکۍ لپاره حضرت علی عليه السلام کره ورغی او د خداي په حکم يې د هغۀ نوم "حسن" کيښود.2 امام حسن عليه السلام  د خپل عمر قابو اوۀ کاله له خپل نيکۀ پيغمبر(ص) سره تير کړل.3 او نيکۀ به ورسره سخته مينه لرله. اکثره به يې په اوږو کيښنولو او ويل به يې خدايه زۀ له دۀ سره مينه لرم تۀ هم ورسره مينه ولره 4

پيغمبر(ص)  وفرمايي: "څوک چې حسن عليه السلام  او حسين عليه السلام  سره مينه وکړي، له ما سره يې مينه کړې ده او څوک چې له دغو دوؤ سره دښمني وساتي له ما سره يې دښمني کړې ده".5

همداراز فرمايي: حسن عليه السلام  او حسين عليه السلام  د جنت د ځوانانو سرداران دي. 6 يو بل ځاې کې فرماي: زما دا دوه زامن امامان دي که قيام وکړي او که قيام ونۀ کړي 7.

د هغه امام شخصيت دومره لوړ ؤ چې ګران رسول (ص) به په هماغه وړوکوالي کې په ځنو ژمنو او تړونونو ګواه جوړولو.

"واقدی" وايي: پيغمبر (ص) د ثقيف لپاره د ذمې عهد او تړون وکړ. خالد بن سعيد دغه تړون وليکۀ او حسن عليه السلام او حسين عليه السلام  يې ګواهي ورکړه.8 او کله چې پيغمبر(ص) د خداي په حکم د نجران له اوسيدونکو سره مباهلې ته لاړو. د خداي په حکم يې حضرت امام علی عليه السلام، بي بي فاطمه (س)، امام حسن عليه السلام  او امام حسين عليه السلام  هم له ځان سره بوتلل او د هغوي په پاکۍ او پاک لمنۍ د " تطهير " ايت نازل شو. 9

همدا شان امام حسن عليه السلام  د پلار غږملی او ملګری ؤ په ظالمانو به يې نيوکه او د ظلم ځپلو به يې ملاتړ کوؤ کله چې حضرت ابوذر "ربزې" ته جلا وطن کيدو حضرت عثمان   حکم ورکړو چې هيڅوک به يې نۀ بدرګه کوي خو امام حسن عليه السلام  او امام حسين عليه السلام او د دوي پلار هغه ډير په عزت او احترام سره بدرګه کړو او د خداي پامانۍ په وخت کې يې د حضرت عثمان   په حکومت نيوکه وکړه. او حضرت ابوذر   ته يې د صبر او زغم نصيحت وکړو. 10

د هجرت په 36 کال د خپل پلار په ملګرتيا بصرې ته راغی چې د جمل د جنګ اور چې بي بي عائشې او طلحه و زبير بل کړی ؤ، مړ کړي.

بصرې ته له ورتګه مخکې د حضرت امام علی عليه السلام په حکم له لوي صحابي حضرت عمار ياسر   سره کوفې ته لاړ چې خلق تيار کړي او بيا له خلقو سره د امام علی عليه السلام د مرستې لپاره بصرې ته ستون شو 11په خپلو ښکلو او کلکو تقريرونو سره يې د عبدالله بن زبير هغه دروغ څرګند کړل چې د حضرت عثمان قتل يې په حضرت علی پوري تړلو. دغه شان په جنګ کې يې هم ډيره بهادري وښودله او کامياب شو.12

د صفين په جنګ کې هم له پلار سره اوږه په اوږه ولاړ ؤ. په دې جنګ کې معاويه عبيدالله بن عمر هغۀ ته واستوۀ او وې ويل چې د خپل پلار حضرت امام علی عليه السلام له ملګرتيا ﻻس واخله نو تا به مشر کړو ځکه چې پلار دې په جنګونو کې د قريشو ډير غټ غټ کسان وژلي دي او له دې امله ترې خلق نۀ دي راضي. خو په تا باندې ټول قريش راضي کيږي.

حضرت امام حسن عليه السلام  ورته وويل قريشو غوښتل چې د اسلام بيرغ راکوز کړي خو زما پلار د خداي او اسلام په خاطر د هغوي سرغنه ووژل او هغوي يې تيت او پرک کړل نو خلق ځکه د هغۀ دښمنان شول او ورسره ميرڅي کوي.13

امام حسن عليه السلام  په دغه ټول جنګ کې د پلار ملګرې ؤ او کله چې د امام علی عليه السلام او معاويه د سپايانو لخوا دوه کسان غوره شول چې "حکم" شي او فيصله وکړي نو کله چې دوي ناروا حکم وکړ امام حسن عليه السلام  پاڅيد او د پلار په حکم يې يو ګرم او ولوله ناک تقرير کې وويل " تاسو دا دوه کسان ددې لپاره وټاکل چې د خداي له کتاب سره سمه فيصله وکړي خو دوي اپوټه کار وکړو نو داسې کس ته حکم او منځګړی نۀ شي ويل کيدی بلکې داسې کس غندل شوی دی."14

اميرالمؤمنين حضرت امام علی عليه السلام د شهادت په وخت د هغه حکم مطابق چې پيغمبر(ص) ورته کړی ؤ امام حسن عليه السلام  يې خپل جانشين او ځايې ناستی کړو او امام حسين عليه السلام  او د دوي نور بچي ددې کار ګواهان شول.15

پرهيزګاري سمول

امام حسن عليه السلام خداي پاک ته خاصه پاملرنه لرله. او ددې پام او توجه اثار به د اودس او چار اندام په وخت د دوي په مخ څرګنديدل د وضو په وخت به يې رنګ زيړ شو او رپيدو به. چا ورنه پوښتنه وکړه چې په تاسو باندې داسې حالت ولې را ځي؟ ځواب يې ورکړو څوک چې د خداي په درګاه کې ودريږي پکار ده چې په همداسې حالت سره وي.

امام صادق عليه السلام وايي چې امام حسن عليه السلام د خپلې زمانې تر ټولو عابد او پرهيزګار کس ؤ ځکه چې کله به مرګ ورياد شو نو بې حاله به شو او ژړل به يې.16 پياده او کله هم پښې ابلې يې 25 حجونه کړي وو.

سخاوت سمول

يوه ورځ کعبې ته تلی ؤ. يو سړی يې وليد چې خداي ته دعا کوي " خدايه ماته لس زره درهمه راکړې " امام حسن عليه السلام  هماغه وخت کور ته راغی او هغۀ ته يې لس زره درهمه وليږل.

يوه ورځ يوې کنيزې دوي ته په تحفې کې يو خوشبوداره ګل ورکړو امام حسن عليه السلام  د دغه ګل په ځواب کې هغه ازاده کړه او وې فرمايل: خداي پاک مونږ داسي تربيت کړي يو بيا يې دا ايت تلاوت کړو :

" وَ اِذَا حُيْيْتُمْ بِتَحِيَةٍ فَحَيُوا بِاَحْسَنَ مِنْها (که تاسو ته چا څه څيز ډالۍ کړو تاسو تر هغه غوره ځواب ورکړئ") 17

په خپل ژوند کې يې درې ځله خپل ټول مال ان تر پيزاره په دوو برخو وويشل او د خداي په لار کې يې ورکړل.

عاجزي او زغم سمول

د شام يو سړې يوه ورځ د معاويه په لمسون امام حسن عليه السلام  ته کنځل وکړل. امام حسن عليه السلام  ورته په مسکا سره سلام ووې او وې فرمايل "ای مشره! داسي ښکاري لکه چې غريب وې او زما خيال دی تير وتی يې که زما رضا غواړې، زه راضي يم او که زما نه څه څيز يا راهنمايي غواړې هم تيار يم. که په اوږه دې بوج وي وړم يې درسره، که وږی وې مړؤم دې او که بل څه اړتيا لرې يا هر کار لرې پوره کوم يې. که مونږ ته راشې نو ډيره به درته اسانه وي ځکه چې ستا د ملمستيا لپاره هر څۀ تيار دي" هغه سړی وشرميدۀ ، په ژړا شو او وي ويل ګواهي ورکوم چې تۀ په زمکه د خداي رښتونې جانشين يې. او خداي په خپله ښۀ پوهيږي چې خپل رسالت چا ته ورکړي تۀ او ستا پلار تر نننۍ ورځې پورې زما ډير نا خوښ کس ؤ خو اوس په دنيا کې تر ټولو زياته مينه له تاسو سره لرم. بوډا سړي هغه ورځ د امام حسن عليه السلام  ميلمه شو او چې کله لاړو نو له هغې ورځې د امام حسن عليه السلام  ليواله شو.18

مروان حکم چې تل يې امام حسن عليه السلام  ځورولی ؤ د امام حسن عليه السلام  د شهادت په وخت د هغوي په جنازه کې ګډون وکړ. امام حسين عليه السلام  ورته وويل تا زما د ورور په ژوند کې هر هغه څۀ وکړل چې له لاسه د کيدل نو اوس ولې د هغۀ په جنازې کې شريک يې او ژاړې؟

مروان حکم وويل: هر څه چې مې وکړل له هغه چا سره مې وکړل چې د مدينې له غرۀ يې صبر او زغم زيات ؤ. 19

خلافت سمول

د هجرت په څلويښتم کال د روژې د يوويشتمې نيټې په ماښام د حضرت علی عليه السلام شهيد شو او د يوويشتمې په سهار خلق د ښار په جامع جومات کې راغونډ شول. امام حسن عليه السلام منبر ته اوختو او وې فرمايل : " بيګا داسي بې مثاله کس له دنيا سترګې پټې کړې چې په تيرو او راتلونکو کسانو کې د علم او کردار له نظره بې مثاله ؤ د پيغمبر(ص) په څنګ کې يې جنګونه وکړل او په نره يې د اسلام او پيغمبر(ص) دفاع وکړه. پيغمبر(ص) به هغه په جنګونو کې سپه سالار او سر لښکر په توګه استولو او هغۀ به تل بريالې او کامياب راستنيدو. د دنيا له سرو او سپينو يې تر 700 درهمو زيات ميراث پاتې نۀ شو. هغه هم د هغۀ حصه وه او خيال يې ؤ چې په هغې د خپلې کورنۍ لپاره يو خدمتګار ونيسي. دې خبرې ته چې راورسيد نو امام حسن عليه السلام  او خلقو ډير وژړل او بيا يې له ددې لپاره چې امامت له خپلې سمې لارې بي لارې نشي څو جملې وويلې:

"زۀ د هغه پيغمبر(ص) ځوې يم چې زيری راوړونکې او ويروونکې ؤ او خلق يې خداي ته رابلل. زۀ د پيغمبرۍ د مشال شغله او له هغې کورنۍ څخه يم چې خداي پاک ترې ککړتيا او پليتي لرې کړې او په قران کې يې د دوې مينه فرض کړې ده چې فرمايې: قُلْ لا أسْئلُکُمْ عَلَيهِ اَجْرًا اِلا الْمُوَدَةَ فِی القًربی20ووايه (ای پيغمبره(ص)! زۀ د دې (پيغمبرۍ) په وړاندې او د دې په عوض کې له تاسو زما له اقرباوو او خپلوانو څخه له مينې علاوه بل څۀ نۀ غواړم "

بيا امام حسن عليه السلام  کښيناست او عبدالله بن عباس  پاڅيد او وې ويل: "ای خلقو! دې (يعنې امام حسن عليه السلام) ستا سو د پيغمبر(ص) نمسی د علی عليه السلام جانشين او ستا سو امام دی له دۀ سره بيعت وکړئ"

خلق ډلې ډلې راغلل او له دوې سره يې بيعت وکړ. کله چې معاويه له دې خبر شو نو کوفې او بصرې ته يې جاسوسان وليږل چې له دغو ځايونو رپوټونه راوړي او د امام په حکومت کې له دننه خرابي او ګډوډي رامنځ ته کړي. د امام حسن عليه السلام  کسانو هغوي ونيول او معاويه ته يې يو ليک واستوۀ چې د جاسوسانو له راستولو ډډه وکړي. ځينې هغه ليکونه چې امام حسين عليه السلام  معاويه ته ليکلي او ابن ابی الحديد نقل کړي، دا دي:

"... د حيرانۍ ځائې دی چې قريشو د پيغمبر(ص) تر وفاته وروسته هغۀ په جانشينۍ جګړه شورو کړه. او ځان يې د عربو په نورو قبيلو په دې سبب لوړ وګڼلو چې د پيغمبر(ص) له قبيلې دي. عرب په مونږ راضي شول خو قريشو زمونږ فضيلت او لوړاوی ونۀ منلو مونږ چې پيغمبر(ص) ته تر هغوي زيات نزدې وؤ او خپل حق مو غوښتلو څنګ ته يې کړو او په مونږ يې ظلم وکړو مونږ له جنګ او دښمنۍ ډډه وکړه چې دښمنان او منافقان له دې لارې اسلام خراب نۀ کړي.

نن زۀ تا ته حيران يم چې د داسي کار (مشرۍ او خلافت) غوښتوونکې يې چې له هيڅ نظره يې قابل نۀ يې، نه په دين کې په مونږ لوړ يې او نۀ دې چرته ښۀ کار او ښۀ تاثر پريښی دی ته د هغې ډلې بچی يې چې له پيغمبر(ص) سره وجنګيدل او له پيغمبر(ص) سره د قريشو تر ټولو زياتې دښمنې ډلې اولاد يې. خو پوه شه چې ستا د بدو کارونو سزا له خداي سره ده او وبه وينې چې باالاخره کاميابي د چا ده. په خداي قسم ډير زر به دې عمر پايې ته ورسيږي. خداي ته به ورشې او هغه به ستا د کړو سزا درکړي او خداي په خپلو بندګانو ظلم نه کوي. علی عليه السلام لاړو او خلقو زما په لاس بيعت وکړ. له خدايه غواړم چې په دنيا کې داسي څيز رانۀ کړي چې په اخرت کې راته تاوان ولري.

ما دا ليک ځکه تاته وليکو چې سبا د ځان او خداي تر مينځ عذر ولرم که ته هم د نورو مسلمانانو غوندې دا خبره ومنې نو د اسلام او مسلمانانو په ګټه ده او تا ته هم ډيره ګټه لري. د باطل پيروي مۀ کوه او د نورو په شان زما بيعت وکړه.

تۀ په خپله ښه پوهيږې چې زۀ د دې کار لپاره تر تا ډير قابليت لرم. له خدايه وويريږه او ظلم مۀ کوه او د مسلمانانو د وينې درنښت وکړه او که تيار نشې زه به له مسلمانانو سره ستا په لور درشم او محکمې (عدالت) ته به دې راکاږم چې خداي پاک چې تر ټولو ښۀ فيصله کوونکی دی زمونږ تر مينځ حاکم شي."

معاويه په ځواب کې وليکل: " ... زما او ستا حالت داسې دې لکه ستا د کورنۍ د مشرانو حالت چې د ابو بکر   په نسبت ؤ يعني لکه څنګه چې ابوبکر د ډيرې تجربې په بانه له علی عليه السلام څخه د خلافت مقام واخستو، زۀ هم ځان تر تا غوره ګڼم، او که پوهيږم چې تۀ د خلقو په چارو تر زما ښۀ پوهيږې او له دښمن سره ښه مقابله کوې نو بيعت به مې کړی وی خو خبر يې چې زۀ تر تا ډيره مخينه او تجربه لرم نو ښۀ دا ده چې ته زما پيرو شې، زۀ هم ژمنه کوم چې تر ما وروسته تۀ د مسلمانانو خليفه شې، د عراق ټول بيت المال ستا او د عراق د کومې سيمې درامد او خراج چې  غواړې هغه هم تا ته در کوم ... والسلام "

معاويه په هماغه بانه چې قريشو د هغې په وسيله له علی عليه السلام مخ واړولو، د امام حسن عليه السلام  بيعت ونۀ کړو. معاويه ښه پوهيدو چې امام حسن عليه السلام تر هغه غوره دی. خو د مشرۍ او رياست مينې د حقيقت له پيروۍ منعه کړ، ځکه چې هغه په دې خبر ؤ چې کم عمري د عيسی او يحيی د پيغمبرۍ خنډ نه وه نو په امام کې هم د عمر زياتوالی شرط نه دی.

معاويه نه يوازې بيعت ونۀ کړ بلکې د امام د شهيدولو کوششونه يې پيل کړل. او څو پټ کسان يې مقرر کړ چې امام شهيد کړي. په هم دې وجې امام حسن عليه السلام  له جامو لاندې زغره اغوسته اؤ په مانځه کې به يې هم نۀ ويستله اؤ يوه ورځ چې معاويه پټو سپايانو هغوي په عشي وويشتل نو هيڅ تاوان ورته ونۀ رسيد 21

معاويه  چې د امام حسن عليه السلام په باره کې يې د عمر کمی بانه کولو او له هغه سره يې بيعت ونه کړو د يزيد د وليعهدۍ په وخت يې دا خبره هيره شوه. خپل ځوان ځوې يې د ځان جانشين کړو او له خلقو يې د هغه لپاره بيعت وغوښتۀ.

معاويه  د اسلامې وحدت د راوستلو او د کړ کيچ او بلوؤ د مخنيوي په بانه خپلو کسانو او مامورينو ته وليکل چې يو لښکر جوړ کړي هغوي هم د معاويه په مشرۍ کې يو لښکر برابر کړو او معاويه هغه له امام حسن عليه السلام  سره د جنګ لپاره عراق ته واستوۀ.

امام حسن عليه السلام هم حجر بن کندي ته حکم ورکړو چې قوماندانان او خلق جنګ ته تيار کړي، خلق د امام په بلنې جومات کې راغونډ شول. امام حسن عليه السلام  منبر ته اوختو او وې فرمايل : " معاويه  له تاسو سره د جنګ لپاره راغلی دی تاسو هم د "نخيلې" په فوځي اډه کې راغونډ شئ. د امام د دې خبرې په ځواب کې ټول غلي شول.

د مشهور سخې حاتم طاي ځوې "عدي" پاڅيد او وې ويل زۀ د حاتم طاي ځوې يم، سبحان الله دا چپ ولې يئ؟ ولې د پيغمبر(ص) د ځوې خبرې ځواب نۀ ورکوئ له خدايه وويريږئ، لکه چې تاسو د شرم او بي ننګۍ څه باک نۀ لرئ؟ بيا يې امام ته مخ واړوۀ او وويل ستا خبره مو واوريده او په سر سترګو حاضر يو ، زۀ همدا اوس کيمپ ته ځم. څوک هم چې غواړي له ما سره راتللی شي .

قيس بن سعد بن عباده، معقل بن قيس رياحي او زياد بن صعصعه تميمي هم په ګرمو ويناؤ سره خلق جنګ ته وهڅول پوځ يې برابر کړ او ټول جنګي کيمپ ته لاړل.22

په پوځې کيمپ کې د امام حسن عليه السلام  له اصلي ملګرو علاوه دا کسان هم وؤ .

۞ خوارج، چې يوازي له معاويه  سره د جنګ لپاره راغلي وؤ نه له امام سره د ملګرتيا لپاره.

۞ هغه لالچيان چې هدف يې يوازې جنګي غنيمت او ولجې وې.

۞ هغه کسان چې د خپلې قبيلې د مشرانو په پيروۍ راغلي وو او بل يې هيڅ مقصد او شوق نۀ ؤ .

امام حسن عليه السلام  ځينې سپايان د "حکم" په مشرۍ کې انبار ښار ته وليږل خو حکم له معاويه  سره يو ځاې شو د امام بل سپه سالار يا قوماندان له معاويه  سره جوړ جاړی وکړو. مجبورا امام په خپله د مدائن "ساباط" ته لاړ او له هغه ځايه يې 12 زره تنه د عبيدالله بن عباس په مشرۍ له معاويه  سره جنګ ته وليږل او قيس بن سعد بن عباده انصاري يې د هغه مرستيال کړ، چې که عبيد الله شهيد شي نو دې به سپه سالار شي.

معاويه کوششونه شروع کړل چې قيس وغولوي هغه ته يې لس لکه درهمه وليږل چې ملګرې يې شي يا د امام حسن عليه السلام ملګرتيا پريږدي. قيس ځواب ورکړو چې په دوکې سره زما دين نشې اخستی ځه دا کارونه بل چاته وکاروه.

د لښکر اصلي سپه سالار يعني عبيد الله بن عباس د پيسو په تشې وعدې دوکه شو او د شپې له يو څو سپايانو سره د معاويه  په لور وتښتيدۀ سهار چې کله پته ولګيده چې لښکر بې مشره پاتې دی نو قيس خلقو ته مونځ وکړو او فوځ مشر شو او امام حسن عليه السلام  له دې قيصې خبر کړی شو. قيس په ميړانتيا سره وجنګيدو معاويه چې کله د هغه د دوکه کولو څه لاره پيدا نه کړه د امام لښکر ته يې جاسوسان واستول چې په دروغه له معاويه سره د قيس د سولې اوازه خوره کړي او ځيني کسان يې د قيس لښکر ته وليږل چې مشهوره کړي چې امام حسن عليه السلام  له معاويه  سره سوله کړې ده 23 په دي طريقه خوارج او هغه کسان چې سوله يې نه غوښته په دي چال وغوليدل، په غوصي سره يې د امام په خيمې يرغل وکړ او لوټ مار يې پيل کړ تر دې چې د امام حسن عليه السلام د پښو لاندې درۍ يې هم وتښتوله او د امام په پتون يې دومره سخت ګوزار وکړ چې د ډيرې وينې بهيدنې په وجه د امام حالت ډير بد شو 24 د امام يارانو هغه د په مدائن کې د دغه ځايې د ګونر سعد بن مسعود ثقفي چې امام علی عليه السلام  مقرر کړی ؤ، ځايي ته يوړو څه موده د ثقفي په کور کې د امام علاج وشو په دي منځ او مان کې هغوي ته وويل شول چې د ځينو قبيلو مشرانو چې دينې مينه يې نه لرله يا يې د امام سره دښمني لرله معاويه  ته په پټه ليکلي دي چې که عراق ته ورشي نو امام به ورته حواله کړي. معاويه  د هغوي ليکونه امام حسن عليه السلام  ته وليږل، سوله يې وغوښته او وويل تۀ چې کوم شرط هم لګوې زۀ يې منم.25 امام سخت ناروغه ؤ او ياران يې هم خوارۀ وارۀ وؤ. لښکريان او فوځيان يې هم په يوه خبره نه راغونډيدل او هر يو خپله باجه غږوله. امام حسن عليه السلام  فکر وکړو چې في الحال جنګ د مسلمانانو په ګټه نه دی نو په ډيرو سختو او بدو شرائطو سره يې سولې ته غاړه کيښوده.26

ددغي سولې ځنې مادې دا دي:

۞ امام حسن عليه السلام  د منوونکو سر او مال به محفوظ وي.

۞ حضرت امام علی عليه السلام ته به سر عام کنځل نۀ کيږي 27

۞ معاويه  د "دارا بکر" د سيمې له عايد څخه لس لکه درهمه د جمل او صفين د جنګ په يتيمانو کې تقسيم کړي.

۞ امام حسن عليه السلام  به معاويه ته اميرالمؤمنين نه واي.28

۞ معاويه ته پکار دي چې د خداي د کتاب او سنت په مطابق عمل وکړي .29

۞ معاويه  به تر خپل مرګه وروسته خلافت بل چا ته نۀ ورکوي.30  

معاويه  دا شرطونه او  نورداسي ډير شرطونه چې د اسلام او مسلمانانو د حفاظت لپاره ضروري وو، اومنل او جنګ ختم شو.

ځينو مستشرقينو چې دقيقه مطالعه نه لري د خپلو سطحي مطالعو او بې خبرۍ په وجه ګمان کړی دی. چې امام حسن عليه السلام  له معاويه سره په جنګ کې سستي کړې ده او که سستي يې نوه کړي او پرله پسي کوششونه يې کړې وی نو کامياب شوی به ؤ. دغو کسانو که په ژور نظر سره د هغه وخت مسلم تاريخونه ښۀ مطالعه کړي وی او د قيصې ټولو اړخونو ته يې نظر کړی وی نو داسي فضول نتيجه به يې نۀ اخسته ځکه چې تاريخ ګواه دی چې امام حسن عليه السلام  د خپل ژوند رغاوونکې ورځې په بهادرۍ سره د پلار په څنګ کې د جمل او صفين په جنګ کې تيرې کړې او د دښمن په فوځ تر زړه پورې يې مقابلې کړې، توره يې وهلې او کامياب راستون شوی دی نتيجه دا چې امام حسن عليه السلام  له جنګه نۀ ويريدۀ هغه به په خپله له معاويه سره جنګ ته خلق هڅول خو په هغه خاصو شرائطو کې د هغوي سوله د دې نه علاوه چې له داخلي نظره او د اسلام د ګټې او د مسلمانانو د سر د حفاظت لپاره ضروري وه د اسلام د بهرني سياست له نظره هم ژوره دور انديشي وه ځکه چې په دغو ورځو کې د ختيځ روم امپراطوري چې اسلام پرې سخت ګوزارونه کړي وؤ په کمين کې ناسته وه او د داسي موقع په انتظار وه چې په مناسب وخت خپله بدله واخلي.

کله چې امام حسن عليه السلام او معاويه پوځيان يو بل ته مخامخ شول، روميانو هم د ناڅاپه او پټې حملې سريزې برابرې کړې. او که امام حسن عليه السلام جنګ جاري ساتلی وی، ممکنه وه د اسلام وجود ته سخت تاوان رسيدلی وی خو چې امام حسن عليه السلام  سوله وکړه نو د هغوي له ﻻسه هم موقعه اووته.

تر دې خبرې زيات د هغو مستشرقينو خبره فضوله او بې بنياده ده چې وايي: امام حسن عليه السلام  ته معاويه تر ځانه زيات قابل او لايق ښکاريدو ځکه يې له خلافته لاس واخستو او هغه يې معاويه ته ورکړو حال دا چې امام حسن عليه السلام  تر سولې په وړاندې او وروستو ليکونو کې په څرګنده ليکلي دي چې زۀ د خلافت زيات لائق او وړ يم او کله چې معاويه د کوفې جومات په منبر وويل چې امام حسن عليه السلام زۀ د خلافت وړ ګڼم او ماته يې خلافت راکړو  نو امام حسن عليه السلام  د خلقو په غونډې کې پاڅيد او وې ويل معاويه دروغ وايي، بيا امام(ع) په خپل فضيلت کې خبرې وکړې، په مباهلې کې يې ګډون ته اشاره وکړه او وې فرمايل: مونږ د قران او پيغمبر(ص) د حديثونو له نص سره سم افضل او غوره يو او هم ځکه د خلافت وړ يو. خو نورو په مو ظلم وکړو او زمونږ حق يې وخوړو.31

تر دې چې تير شو د سولې په يوې مادې کې هم ليکل شوي چې امام به معاويه ته اميرالمؤمنين نه وايي نو څرنګه ممکنه ده چې امام حسن عليه السلام  له هغه سره بيعت کړی وي؟ او که له هغه سره يې بيعت کړی وی نو پکار وه چې د هغۀ په حکم يې عمل کولی. خو تاريخ ګواه دې چې هيڅ کله يې د هغه حکم ونۀ منلو د خوارجو کسان چې کله د معاويه په خلاف جنګ ته راووتل. معاويه امام حسن عليه السلام  ته وويل چې له هغو سره وجنګيږي خو امام حسن عليه السلام  بلکل د هغۀ خبرې ته پام ونۀ کړو او وې ويل که ما غوښتل چې له مسلمانانو سره وجنګيږم نو لومړی به له تاسره جنګيدم32نو له دغو حقائقو څرګنده ده چې ځينو ليکوالو چټې خبرې له دروغو پرته بل څۀ نه دي. امام حسن عليه السلام  د اسلام دګټو لپاره سوله کړي وه نۀ د دې لپاره چې معاويه يي د خلافت قابل ګڼلو.

بي ځايه اعتراض  سمول

ځينې ليکوالان وايي چې مشر او لارښود بايد په کارونو کې د ټولنې د غوښتنيو پيروي وکړي نو امام ولې د هغو خلقو خبره ونه منله چې له معاويه سره يي جنګ غوښتلو؟ د دې ځواب دا دی چې د جنګ دوام او اوږديدل د اسلام او مسلمانانو په ګټه نه ؤ نو دا ښۀ خبره نه وه چې امام د هغوي خبره منلې وی.

ډير ځايونه داسي دي چې پيغمبر(ص) يا امام ځني کارونه کړي دي چې په هغه وخت د هغو په ګټه نه پوهيدل خو ورو ورو د هغه کار په مصلحت او ضروري والي پوه شول مثلا پيغمبر(ص) چې کله له مسلمانانو سره د خداي کور د زيارت لپاره روان شو او حديبې ته ورسيد قريشو مکې ته د هغوي د ورتګ مخه ونيوله ځکه چې بې له مخکنۍ اجازه د پيغمبر(ص) او د هغه د يارانو ورتګ يې له ځان لپاره يو سر ټيټی او سپک والی بلل ډير تګ راتګونه او خبرې اترې وشوې او باالاخره د دريو کالونو لپاره په دغو شرائطو سوله وشوه

۞ . په راتلونکې کال به قريش درې ورځې خانه کعبه مسلمانانو ته پريږدي چې هغوي پکې په ازاده خپل مذهبي کارونه او مراسم تر سره کړي.

۞ . تر دريو کالو پورې به مسلمانان او قريش په يو بل غرض نه لري او په  مکې کې به د مسلمانانو لپاره تګ راتګ ازاد وي. 33

۞ . د مکې مسلمانان به په خپل دين په څرګنده عمل کوي.

۞ . په دغو دريو خبرو به په دې شرط عمل کيږي چې که څوک له مکې وتښتيدل او مدينه ته يې پناه يوړه نو په مسلمانانو لازمه ده چې هغه مکې ته واپس کړي خو که څوک له مدينې وتښتيدل او مکې ته يې پناه راوړه نو ضروري نه ده چې قريش يې بيرته ستون کړي.34

د اسلام ګران پيغمبر (ص) د دغې سولې له مفادو سره موافق  او راضې شو خو ځيني مسلمانان د دې سولې په وروستي بند ډير معترض وؤ او سوله يې نه منله پيغمبر(ص) وفرمايل:

اَنَا عَبْدُاللهِ وَ رَسُولُهُ لَنْ اَخَالفُ اَمْره و لَن يضِيعني (يعني زۀ د خداي رسول او بنده يم هيڅ کله د هغه د فرمان نافرماني نۀ کوم او پوهيږم چې په دې کې ماته تاوان نه رسي.35

او همداسي وشوه ځکه  چې څه موده پس د دې سولې مصلحتونه ټولو ته څرګند شول ځکه چې د جنګ د ختميدو او د مسلمانانو په تګ راتګ سره  مشرکانو د اسلام حقيقته خبر شول. اسلام يې په زړۀ کښيناست او اکثره مسلمانان شول او د سولې په همدغو څو کلونو کې اسلام د مکې عام دين شو.36

" زهرې " وايي د سولې په دغو دوو کلونو کې د مسلمانانو شمير د مخکې کلونو له مسلمانانو زيات شو.

ابن هشام ليکې: زهري رښتيا وايي ځکه چې مسلمانان چې کله حديبې ته راغلل نو څوارلس سوه تنه وؤ خو دوه کاله وروسته د مکې د فتحې په وخت لسو زرو تنو ته رسيدلې وؤ نو څوک چې د پاکو امامانو په امامت ايمان لري پکار نه ده چې د امام حسن عليه السلام په سولې نيوکه وکړي  لکه څنګه چې له قريشو سره د پيغمبر (ص) په سولې نيوکه نۀ ده پکار.37

ابوسعيد عقيصا وايي: امام حسن ته مې وويل چې ولې دې له معاويه سره سوله وکړه حال دا چې تۀ په حقه يې او معاويه ظالم او ګمراه دی؟ امام حسن عليه السلام  وفرمايل: چې ايا زۀ له خپل پلاره وروسته امام او د خداي حجت نه يم؟ ما ووي ولې نه يې. نو وې فرمايل: ايا پيغمبر(ص) زما او د ورور په باره کې نۀ دي ويلي:

" الحَسَنُ وَالحُسَينُ اِمامانِ قَامَا اَو قَعَدا" يعني امام حسن عليه السلام  او حسين عليه السلام  امامان دي که پاڅون او قيام وکړي او که يې ونه کړي"

ما وويل "هو" نو وې فرمايل زۀ امام يم که پاڅون وکړم او که وې نه کړم بيا يې ده خپل نۀ پاڅون سببونه وفرمايل په هماغو سببونو مې معاويه سره سوله وکړه چې پيغمبر(ص) له بني ضميره بنی اشجع او له مکې والؤ سره په حديبيې کې کړې وه فرق يوازې دا دی چې هغوي کافران وو او معاويه او د هغه ملګري د کافرانو په حکم کې دي.

ای ابو سعيده که زۀ د خداي له خوا امام يم نو زما خوښې ته سپک مۀ ګوره څۀ دا چې مصلحت يې له تا پټ وي زما او ستا مثال د خضرعليه السلام او موسی عليه السلام په شان دی خضر عليه السلام به داسي کارونه کاول چې موسی عليه السلام به پرې نه پوهيدو او غصه کيدو به خو چې خضر عليه السلام به د هغو په مصلحتو خبر کړو نو کراره به شو ما هم ستاسو غصه پارولې ده او سبب يې دا دی چې زما د کار په مصلحت نۀ پوهيږئ خو دومره پوه شه چې که له معاويه سره مې سوله نه وې کړی سم مسلمان به په زمکه نۀ ؤ پاتې.38

معاويه د حکومت له کنټرولولو وروسته خپله سمه او حقيقی څيره څرګنده کړه او په "نخيلې" کې يې په لويې وينا کې وويل:په خداي قسم د دې لپاره مې له تاسو سره جنګ نه دي کړی چې مونځ ګزار شئ او روژه ونيسئ بلکه د دې لپاره وجنګيدم چې په تاسو حکومت وکړم چې دا دی اوس ورته ورسيدم نو دا اعلان کوم چې هغه ټول شرطونه چې په سوله ليک کې مې له امام حسن عليه السلام سره منلې دي چخڼې کوم. 39

مدينې ته ستنيدل    سمول

معاويه له هره خوا او هر نظره په امام حسن عليه السلام  او د هغه په ملګرو تنګسا راوسته هغو به يې ازارول او د حضرت امام علي عليه السلام او د هغه د کورنۍ سپکاوې به يې کوو کله خو به دا سپکاوی دومره زيات شو چې د امام حسن عليه السلام  په وړاندې به يې په مجلسونو کې علی عليه السلام ته بد رد ويل که څه هم امام حسن عليه السلام  به ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوؤ خو کوفې کې پاتې کيدل د هغوي په ګټه نۀ وؤ نو مدينې ته راستون شو خو په مدينې کې هم د دوي لپاره پاتې کيدل اسان کار نه وؤ ځکه چې د مروان په نوم د معاويه يو کس چې ډير پليد سړی ؤ، د مدينې حاکم ؤ هغه کس چې پيغمبر(ص) د هغه په حقله فرمايلي وو: "هُوَ الوَزع اِبنِ الوَزَع المَلَعُون اِبن الملعون"40

دۀ د امام حسن عليه السلام ژوند ډير تنګ کړو تر دې چې د امام کور ته د هغوي د ملګرو تګ راتګ سخت ؤ نو ځکه سره د دې چې امام حسن عليه السلام  لس کاله په مدينې کې تېر کړل خو د هغوي ملګرو د هغوي فيض او علمه ډيره کمه استفاده وکړه او له همدي امله د دې امام روايتونه ډير کم دي.

مروان کوشش کولو چې امام حسن عليه السلام په وړاندې امام علي عليه السلام ته بد رد ووايي او کله کله به يې نور کسان تيارول چې د امام حسن عليه السلام سپکاوی وکړي.41 په دغو لسو کلونو کې له مروانه وروسته چې څوک هم د مدينې ګورنر شو امام حسن عليه السلام او د هغه ملګري يې زورولي او ازار کړي دي.

شهادت سمول

معاويه چې د امام حسن عليه السلام  د کم عمرۍ په وجه دې ته تيار نه شو چې خلافت هغه ته پريږدي، کوششونه شروع کړي وو چې د خپل پليد او رذيل ځوي يزيد لپاره ولي عهدي مسلمه کړي چې د دۀ له مرګه وروسته د هغۀ په حکومت کې کومه ستونزه رامنځته نشي خو په دې لاره کې يې امام حسن عليه السلام  لويې خنډ ګڼلو ځکه چې ګمان يې کولو چې د ده له مرګه وروسته به خلق بيا امام حسن عليه السلام ته ستانۀ شي ځکه چې خلق د معاويه له کورنۍ راضي نۀ وؤ نو څو څو ځله يې کوشش وکړو چې امام حسن عليه السلام شهيد کړي او باالاخره په يو سازش سره يې هغه امام په زهرو شهيد کړو او هغه مبارک د هجرت د پنځوسم کال د صفرې د مياشتې په 28 نيټه شهيد او د مدينې په بقيع اديرې کې خاورو ته وسپارل شو.

د خداي سلام دې وي په هغۀ.



1 . ارشاد مفيد ص 169، تاريخ الخلفاء سيوطي ص188

2 . بحارالانوار ج 43 ص 238

3 . دلائل الامامه .محمد بن جرير الطبري ص 60

4 . تاريخ الخلفاء ص 188، صحيح بخاري کتاب الحلق باب مناقب الحسن والحسين ، صحيح ترمذي ج 2 ص 307

5 . ابن ماجه فضائل حسن و حسين ،. مسند احمد ابن حنبل ج 2 ص 288 ، تاريخ خطيب بغدادي ج 1 ص 141

6 . صحيح ترمذي ج 2 ص 306 ،. مسند احمد ابن حنبل ج 2 ص 3-62-82 ، تاريخ الخلفاء ص 189

7 . بحارالانوار ج 43 ص 178 ، ارشاد مفيد ص 181

8  . طبقات کبير ج 1 ،. دويم ټوک ص 33

9 . صحيح مسلم ، مشکواة شريف باب مناقب اهلبيت (ع) غاية المرام ص 287

10 . حياة الامام حسن عليه السلام  بن علی عليه السلام ص 261-262

11  . طبقات کبير ج 3 جز اول ص 20

12 . حياة الامام الحسن عليه السلام بن علي (ع) ج 1 ص 399-396

13 . حياة الامام الحسن عليه السلام بن علي (ع) ج 1 ص445-444

14 . حياة الامام الحسن عليه السلام بن علي (ع) ج 1 ص 479 ، اسد الغابه  چ 2 ص 13

15  . اصول کافي ج 1 ص 298-297 

16  . بحارالانوار ج 43 ص 331

17 . بحارالانوار ج 43 ص 343 – 342

18 . بحارالانوار ج 43 ص 344

19 . تاريخ الخلفاء ص 191

20 . سورة شوری اية 23

21 . بحارالانوار ج 44 ص 33

22 . نهج البلاغه ابن ابی الحديد ج 16 ص 40 – 37

23 . تاريخ يعقوبي ج 2 ص 207 – 204

24 . تاريخ يعقوبي ج 2 ص 207- 204 ، تاريخ طبري ، ج 7 ص 1

25 . ارشاد مفيد ص 172-173

26 . تاريخ يعقوبي ج 2 ص 207 – 204

27 . ارشاد مفيد ص 173، مقاتل الطالبين ص 26

28 . بحارالانوار ج 44 ص 2-3

29 . بحارالانوار ج 44 ص 65، په دې حقله سوله نامې نه يوه بله جمله هم نقل شوي ده خو زمونږ په نظر صحيح نه ده ځکه دلته رانغله

30 . بحارالانوار ج 44 ص 65، په دې حقله سوله نامې نه يوه بله جمله هم نقل شوي ده خو زمونږ په نظر صحيح نه ده خکه دلته رانغله

31 . بحارالانوار ج 44 ص 62

32 . کامل ابن اثير ج 3 ص 208 ، حياة الامام الحسن بن علي ج 2 ص 279

33 . تاريخ يعقوبي ج 2ص 44 – 45

34 . بحار ج 20 ص 367- 368

35 . سيرة ابن هشام ج 4 ص 317

36 . بحار ج 20 ص 367

37 . سيرة ابن هشام ج 4 ص 322

38 . بحار ج 44 ص 1

39 . بحار ج 44 ص 9

40 . حياة الامام الحسن بن علي ج 1 ص 218

41 . تاريخ الخلفاء سيوطي ص 190