حرارتي ککړتیا

حرارتي ککړتیا، چې ځینې وختونه د "حرارتي بډاینه" بلل کېږي، د هرې پروسې په له لارې د اوبو د کیفیت خرابول دي چې د چاپېریال د اوبو تودوخه بدلوي. حرارتي ککړتیا د طبیعي اوبو په ټولګه کې د تودوخې لوړوالی یا کمښت دی چې د انسان د نفوذ له امله رامنځ ته کېږي. د کیمیاوي ککړتیا برعکس، حرارتي ککړتیا د اوبو په فزیکي ځانګړتیاو کې د بدلون پایله ده. د حرارتي ککړتیا یو عام لامل د برېښنا د فابریکو او صنایعو له لوري د سړولو لپاره د اوبو کارول دي. ښاري جریان — د باران اوبه د بامونو، سړکونو او پارکینګونو څخه د سطحي اوبو ته وځي — او ذخېرې هم د حرارتي ککړتیا سرچینه ګڼل کېدای شي. د حرارتي ککړتیا هم د زیرمو له بنسټ څخه ګرمو سیندونو ته د خورا سړو اوبو خوشې کېدو له امله رامنځ ته کېدای شي.[۱][۲]

کله چې په سړوونکو کې کارول شوې اوبه طبیعي چاپېریال ته په لوړه تودوخه کې را وګرځي، حرارت ناڅاپي بدلون د اکسیجن کچه کموي او د ایکوسیستم  جوړښت اغېزمن کوي. کبان او نور ژوندي موجودات چې د ځانګړي حرارتي حد سره تطابق لري د اوبو د حرارت د ناڅاپي بدلون (یا د چټک زیاتوالی یا کمښت) له امله وژل کېدای شي چې د "حرارتي شاک" په نوم یادېږي. د سړوونکو ګرمې اوبه هم د اوبو په حرارت باندې اوږدې اغیزې کولای شي او د ژورو اوبو په ګډون د اوبو د ټولګې ټولیزه لوړوي. موسمي اغیزې چې دا دي چې څرنګه حرارتي زیاتوالی د اوبو په ټول ستون کې ویشل شي. د اوبو حرارتي لوړوالی د اکسیجن کچه راټیټوي، چې د کبانو د وژني او د خوړو د ځنځير د جوړښت د بدلو لامل کېږي، د نوعو تنوع کموي او د نوو ترموفیلیک نوعو یرغل ته لاره هواروي.[۳][۴]

د حرارتي ککړتیا سرچینې او د هغوی کنترول

سمول

صنعي فاضله اوبه

سمول

په متحده ایالاتو کې نږدې له ۷۵ څخه تر ۸۰ سلنه حرارتي ککړتیا د برېښنا د فابریکو له لوري رامنځ ته کېږي. پاتې برخه د صنعتي سرچینو، لکه د نفتي موادو د تصفیې کارخوني، له لرګیو د کاغذ د تولید کارخونې، کیمیاوي فابریکې، د فولادو کارخونې او د ذوب کارخونې، څخه منځ ته راځي.[۵][۶][۷]

له دې سرچینو ګرمې اوبه کېدای شي په لاندې ډول کنټرول شي:

  • سړوونکي حوضونه، د انسان په لاس جوړې شوې د اوبو هغه ټولګې چې د تبخیر، په مایع کې د حرارت د لېږد او وړانګو پر مټ د سړولو لپاره ډیزاین شوي
  • سړوونکي برجونه، چې د تبخیر او/یا د حرارت د لېږد له لارې اضافه تودوخه فضا خپروي.
  • همزمان تولید، هغه بهیر دی چې اضاف حرارت په کورنیو او/یا صنعت کې د حرارتي موخو لپاره بیا کارول کېږي.[۸]

حرارتي د ککړتیا د مخنیوي ترټولو لوی مرسته کونکي د یوځل د یخولو (OTC) سیستمونه دي چې په اغېزمنه بڼه د پورته سیستمونو په څېر د حرارت درجه نه کموي. د برېښنا یو لویه فابریکه کولای شي په ورځ کې تر ۵۰۰ ملیون ګیلنه اوبه بېرته راوباسي. په منځنۍ کچه، دا سیستمونه ۱۰ سانتي ګراده تودې اوبه تولیدوي. د بېګې په توګه، په سان فرانسیسکو کې د پوټرېرو د تولید سټیشن (چې په ۲۰۱۱ کال کې وتړل شو)، OTC کارو او د سان فرانسسکو خلیجګي ته یې اوبه بهر کولوې چې د دې خلیجګي له حرارت څخه نږدې ۱۰ سانتي ګراد (۲۰ فارانهایت) لوړې وې. له ۱۲۰۰۰ څخه ډیر تاسیساتو په متحده ایالاتو کې تر ۲۰۱۴ کال پورې د OTC سیستمونه کارول.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د حرارت درجه د لرې حسګرو له لارې اخیستل کېدای شي ترڅو په دوامداره توګه د نباتاتو ککړتیا وڅاري. دا د هر نبات د ځانګړو اغیزو په محاسبه کې مرسته کوي او د حرارتي ککړتیا د سختو قوانینو لامل کېږي.[۱۳]

د یو ځل سړولو له سیستمونو څخه، د مسدودې کړۍ سیستمونو ته د فابریکو بدلول کولای شي د پام وړ حرارتي ککړتیا کمه کړي. دا سیستمونه د طبیعي چاپېریال له حرارت سره سم اوبه خوشې کوي.[۱۴]

ذخېرې

سمول

لکه څنګه چې اوبه د انسان په لاس جوړ شوو بندونو کې په څو طبقو وېشل کېږي، په بېخ کې حرارتي درجه په لویه کچه رالوېږې. ډېری بندونه داسې جوړ شوي چې دا سړې اوبه له لاندې برخې څخه طبیعي سیستمونو ته خوشې کړي. کېدای شي بند داسې ډیزان شي چې د لاندې یخو ابو پر ځای له سحطې څخه ګرمې اوبه خوشې کړي ترڅو دا خطر کم کړي.[۱۵][۱۶]

ښاري جریان

سمول

په توده هوا کې، ښاري جریان کولای شي په کوچنیو جریانونو باندې پراخې حرارتي اغیزې ولري. لکه څنګه چې د باران اوبه د ګرمو بامونو، پارکینګونو، سړکونو او پیاده روونو څخه تېرېږي، یو څه تودوخه جذبوي، چې د ښار د حرارت اغېزه ده. د باران د اوبو د مدیریت اسانتیاوې چې د دا اوبه د ځمکې لاندې جریان ته، لکه د بایورتېنشن سیستمونه او د تصفیې ډنډونه، جذبوي یا یې لارښوونه کوي، د زیات وخت په ساتلو د اضافي حرارت د آزادلو له لارې، مخکې له د چې اوبه د چاپېریال سیستم ته ننوځي، دا حرارتي اغیزې کموي. د ښاري جریان د مدیرت لپاره دا ډول سیستمونه د پراخېدونکي ښاري ډیزاین د لیدلوري برخې دي چې معمولا د شنو زیربنا په نوم یادېږي.[۱۷]

ساتونکي ډنډونه (د باران د اوبو حوضونه) د جریان د حرارت په کمولو کې لږ اغېزمن انګېرل کېږي، ځکه مخکې له دې چې اوبه جریان ته توزیع شي، ښایي د لمر لخوا ګرمې شي.[۱۸]

سرچينې

سمول
  1. "Brayton Point Station Power Plant, Somerset, MA: Final NPDES Permit". Boston, MA: U.S. Environmental Protection Agency (EPA). 2021-05-21.
  2. "Protecting Water Quality from Urban Runoff". Washington, D.C.: EPA. February 2003. Fact Sheet. EPA 841-F-03-003.
  3. Goel, P.K. (2006). Water Pollution - Causes, Effects and Control. New Delhi: New Age International. p. 179. ISBN 978-81-224-1839-2.
  4. Laws, Edward A. (2017). Aquatic Pollution: An Introductory Text (4th ed.). Hoboken, NJ: John Wiley & Sons. ISBN 9781119304500.
  5. Laws, Edward A. (2017). Aquatic Pollution: An Introductory Text (4th ed.). Hoboken, NJ: John Wiley & Sons. ISBN 9781119304500.
  6. Technical Development Document for the Final Section 316(b) Existing Facilities Rule (PDF) (Report). EPA. May 2014. EPA 821-R-14-002.
  7. Technical Development Document for the Final Section 316(b) Phase III Rule (PDF) (Report). EPA. June 2006. EPA 821-R-06-003. Chapter 2.
  8. Profile of the Fossil Fuel Electric Power Generation Industry (PDF) (Report). Office of Compliance, Sector Notebook Project. EPA. 1997. p. 24. EPA 310-R-97-007. Archived from the original on 2011-02-03.
  9. "Freshwater Use by U.S. Power Plants". Cambridge, MA: Union of Concerned Scientists. نه اخيستل شوی 2021-04-14.
  10. Madden, N.; Lewis, A.; Davis, M. (2013). "Thermal effluent from the power sector: an analysis of once-through cooling system impacts on surface water temperature". Environmental Research Letters. 8 (3): 035006. doi:10.1088/1748-9326/8/3/035006.
  11. California Environmental Protection Agency. San Francisco Bay Regional Water Quality Control Board. "Waste Discharge Requirements for Mirant Potrero, LLC, Potrero Power Plant." Archived 2011-06-16 at the Wayback Machine. Order No. R2-2006-0032; NPDES Permit No. CA0005657. May 10, 2006.
  12. Technical Development Document for the Final Section 316(b) Existing Facilities Rule (PDF) (Report). EPA. May 2014. EPA 821-R-14-002.
  13. Chen, Chuqun; Shi, Ping; Mao, Qingwen (2003-08-01). "Application of Remote Sensing Techniques for Monitoring the Thermal Pollution of Cooling-Water Discharge from Nuclear Power Plant". Journal of Environmental Science and Health, Part A. 38 (8): 1659–1668. doi:10.1081/ESE-120021487. ISSN 1093-4529. PMID 12929815.
  14. "Freshwater Use by U.S. Power Plants". Cambridge, MA: Union of Concerned Scientists. نه اخيستل شوی 2021-04-14.
  15. Mollyo, Fran (15 September 2015). "A happier environment for fish". Phys.org. ScienceX.
  16. "Cold water pollution". Fishing/Habitat management. Parramatta NSW: Department of Primary Industries, New South Wales Government. نه اخيستل شوی 2021-04-14.
  17. "What is Green Infrastructure?". EPA. 2021-07-29.
  18. Preliminary Data Summary of Urban Storm Water Best Management Practices (PDF) (Report). EPA. August 1999. p. 5-58. EPA 821-R-99-012.