حديقه کياني (په انګرېزي: Hadiqa Kayani), يوه مشهوره پاکستانۍ سندرغاړې ده. نوموړې د خوږ غږ په درلودلو سره ډېر مينه وال ځان ته را جذب کړې دي. نوموړې نه يوازې دا چې په اردو ژبه سندرې وايي، بلکې په پښتو ژبه يې هم ډېرې سندرې ويلي. له هغو څخه يې يوه (جانان چې پکې اوسي څومره ښکلې دنياګۍ ده). دا سندره يې په ټولو سندرو کې ډېره مشهوره ده.

حديقه کياني

شاليد
زېږون نوم حديقه کياني
زېږېدنه اګست 11, 1974(1974 -08-11)
, پاکستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 1961–1979

حديقه كياني يوه پاكستانۍ سندرغاړې ده، چې په اردو موسيقۍ كې د يوه جلا او زړه راښكونكي ځېل څښتنه ده. پاكستانيان يې د سروزرو نجلۍ بولي، د لقب لامل يې ښكلا او د موسيقۍ جلا او په زړه پورې ځېل بلل كيږي. حديقه كياني د راولپنډۍ په " سيران پټوار" ښار كې نړۍ ته سترگې پرانستې دي. كياني په يوه هنري او هنرپاله كورنۍ كې خاپوړې وكړې او ډېر ژر له هنر او موسيقۍ سره وتړل شوه. كياني درې كلنه وه، چې له سر نه يې د پلار سيورى ولوېد، كورنۍ يې د پاكستان د هنرد ملي ټولنې استازې وه. دغه استازيتوب كياني ته لاس وركړ او د پاكستان د هنري ټولنې غړې يې وگرځوله. كياني ، د لومړي ځل لپاره د پنډۍ په گلياقت هال" كې د زرگونو مينه والو په وړاندې راڅرگنده شوه. د كياني د اكاډميكو زده كړو په خاطر د پېنډۍ د "وقارالنساء" د نجونو د ښوونځي ور پرانستل شو. وروسته يې د پاكستان په استازيتوب په تركيه، اردن، بلغاريا، او يونان كې د ماشومانو په فسټيوالونو كې برخه واخسته. حديق كياني، دڅه وخت لپاره د سهيل رانا په "رنگ په رنگ نړۍ" اوونيزه خپرونه كې برخه واخسته، دغې خپرونې د كياني په هنري وده او شهرت كې ډېره مرسته وكړه. د نوموړې د زده كړو دوهم لوژيكل ځاى "عليگړ" ښوونځى و، وروسته دولتي كالج ته ولاړه او په كالج كې يې د هنر پر ارزښتونو ځان وپوهاوه. دغه مهال كياني له امجد بابي او خالد احمد سره د لاهور په تلويزيون كې د ماشومانو ميوزيكل خپرونې كولې. اوس د حديقه كياني د مينه والو شمېر مليونونو ته اوړي، كياني د كلاسيكې موسيقۍ په زده كړه كې د" فياض احمد خان" له تجربو او لارښوونو گټه واخسته او كلاسيكه موسيقي يې په خپله ژوره معنا ولوسته. وروسته يې له عدنان سميع اړيكي ټينگ كړل او د هغه له تجربو يې هم گټه ترلاسه كړه.حديقه كياني د هنر او موسيقۍ په ډگر كې يوه ځانگړې لاره، شخصيت او مينه وال لري. له موسيقۍ او سندرو سره د كياني ځانگړيو حركتونو او له اورېدونكو سره نېغو اړيكيو د هغې په محبوبيت كې زياتون راوست. په تېرو پنځو كلونو كې د حديقه كياني په هنري وده او سندريزتوب كې دېر توپير تر سترگو كيږي، كياني د كلاسيكې موسيقۍ پرځاى پاپ او لويديزې موسيقۍ ته ډېره غاړه ږدي. ويل كيږي كله، چې د حديقه كياني پلار مړ كېده او د نوموړي د مړي امبولانس يې ترڅنگ تېرېده، پر كياني يې ډېر اغيز وكړ، دغه اغيز حديقه كياني له رواني ستونزو سره مخ كړه ، همدا لامل و، چې مور يې وپتېيله، چې د موسيقۍ په يوه ښوونځي كې يې شامله كړي. حديقه كياني ډېر وخت د سندرو د شعر غوراوى، د سندرې كمپوز او ميلوډي پخپله ټاكي. يوځل حديقه كياني په سټوډيو كې د سندرو پر تمرين لگيا وه، د سټوډيو چارواكو سټوډيو روښانه كړې وه او غږ يې نېغ په نېغه ثبتېده، كله، چې دغه تمريني سندره ريكارډ او واورېدل شوه، دومره ښكلې او په زړه پورې وه، چې كياني يې د بيا ويلو هڅه ونه كړه. ددغه بري تر ټولو ستر لامل د هغې ښكلى او كوډگر غږ دى، چې ډېر ژر د اورېدونكو زړونو او دماغونو ته لار پرنيزي. كه د موخې تر لاسه كول غواړئ، راتلونكې ته پام وكړئ! موسيقي د كياني لومړنۍ او وروستنۍ موخه ده، ددغې موخې د پرمخ بېولو او ترلاسه كولو لپاره هغې د خپل ژوندانه ملگرى هم ورسره همغږى كړ. كياني په انگلستان كې د 1375 ل كال د موسيقۍ په نړيواله ډله كې له جنيد عالم، اكاش او فخرالزمان سره يوځاى برخه واخسته، وروسته يې له " بالي ساگو" سره هم كار وكړ او له اسيايي سندرغاړو سره يې يوځاى 16 مليونه وگړو ته سندرې وويلې. نوموړې له بالي ساگو سره په دوو نورو كنسرتونو كې هم گډون وكړ، چې يو يې د بي،بي،سي 2 او بل يې د 1tv له خوا جوړ شوى و. وروسته حديقه كياني امريكا او كاناډا ته لاړه او هلته يې هم كنسرتونه وركړل. له بالي ساگو سره يې په هانگ كانگ كې هم په يوه كنسرت كې ونډه واخسته. كياني په دې وروستيو كې د پيپسي له شركت سره يو دوه كلن تړون لاسليك كړ، چې د هغه ترمخه به نوموړې د پيپسي په ځينو اشتهارونو كې برخه اخلي او هم به پخپلو كنسرتونو كې دپيپسي اشتهارونو ته لاره پرانېزي. په دې وروستيو كې حديقه كياني هڅه وكړه، چې پر پاكستان سربېره په لويديزه نړۍ كې هم د شهرت څښتنه و اوسي، ددغې موخې دړ ترسره كېدا لپاره يې د " رف كټ" په نوم د انگليسي سندرو يو البوم را واېست. په دغه البوم كې له حديقه كياني سره " عامرذكي" هم ترسترگو كيږي. حديقه وايي، د البوم له نومه دا راڅرگنديږي، چې په البوم كې نرمو او نازكو احساساتو ته ځاى نه دى وركړل شوى، بلكې د ژوندانه ترخه او پټ حقيقتونه راسپړي. حديقه كياني د خپلو خبرو په ترڅ كې د "بوهي باريان" سندرې ته نغوته كوي او وايي، چې په دغه سندره كې د جينۍ رول كه د كشميرۍ نجلۍ روايتي كردار بولئ او كه نه د "ماهي وي" ويمپاير، په دواړو اړخونو كې خوند او رنگ لېږدوي.حديقه وايي، د سندرو پر مهال ، چې كوم سټايل او ځانگړنې رابرسېره كوي دايې د اصلي ژوندانه اړخونه هم دي. د هغې په وينا مسلكي كردار يې له چاپېرچل سره د اوو اتو كلونو د استوگنې له بهيره سرچيسنه اخلي او د وخت له بدلون سره يې سم گامونه اخستي دي. حديه كياني، د خپلو جامو په اړه وايي، چې له كوچنيتوبه راهيسې د جامو او لباس ډېر خيال كوي، له نړيوالې موسيقۍ څخه خبرتيا لپاره نه يوازې د موسيقۍ او فېشن خپرونې گوري، بلكې د نوښت او بدلون لپاره د بهرنيو سندرغاړو كسټونه هم اوري. كه د موسيقۍ له اړخه حديقه كياني د خلكو له ذهنونو را وباسو، له سندرغاړې پرته به هغه څه وي؟! كياني يې پخپله ځوابوي: " زه ډېره غلې او شرمېندوكې جينۍ يم، له خلكو سره ډېره لږ ناسته پاسته كوم، زما يوڅو نږدې ملگري شته، خو له خپلې مور، ورور، خور او وريرونو سره ډېره نږدې يم".