دا چې اسلام د عدل او اعتدال دين دى انسان ته يې په ورځني ژوند كې د ژوند داسې لارې چارې ټاكلي چې له مخې يې د نورو انسانانو ژوند هم په امن او سوكالۍ كې ترسره كېدلاى شي اسلام د سلامتيا دين دى او په هره پرېكړه كې يې د انسانانو د ورځني ژوند ساتنه او پالنه له ورايه برېښي تر هغې چې انسانان په اسلامي روحيه سمبال وي او د نورو حقونو ته په ارزښت او درنښت ژمن وي هيڅ ستونزه نه پيدا كېږي، خو لكه چې انسانان د ژوند په ډگر كې له ټاكليو پولو څخه تېرى كوي د نورو حقونو باندې ناروا او ناسمې ولكې كلكوي بيا نو د اسلام په سپېڅلي دين كې داسې قوانين او مقررات شته چې له مخې يې تېري كوونكي انسانان كنترولېدلاى شي او د هغوى د تجاوزونو او ظلمونو څخه مظلوم وگړي نجات موندلاى شي.نو د دې لپاره چې زموږ ټولنه هم اصلاح او په كې ميشت تيري كونكي او ظالمان د نجات لاره ومومي په همدې هيله مو دا دى د اسلامي حدودو لړۍ پيل كړې چې له همدې گڼې څخه به په نوبت سره دغه لړۍ پرمخ وړو، خداى ج دې وكړي چې تاسې ترې د ژوند په ټولو برخو كې گټه پورته كړئ.

  • په همدې موخه د اسلامي حدودو د ليكنې دويمه برخه پيلوو:

د اسلام په سپېڅلي دين كې د حدودو د اقامې خورا زيات حكمتونه ښودل شوي دي او ډېرې گټې لري. اسلامي پوهان وايي كله چې ټولنه كې يو حد تطبيق او ترسره شي له يوې لورې هماغه انسان چې حد پرې تطبيق شوى دى راتلونكى كې د جرم د ترسره كېدا څخه ځان ساتي او له بلې لورې د حد په تطبيق كې لويه ټولنيزه گټه دا ده چې نور مجرمين او تېرى كوونكي ډارېږي، كوښښ كوي چې د جرايمو څخه ځانونه وساتي ځكه هغوى سره دا احساس پيدا كېږي كه موږ د چا په ځاني- مالي حقونو تېرى وكړ، نو موږ هم له داسې انجام سره مخ كېدلاى شو، همدا راز د حدودو په تطبيق كې د ټولنې امن او سوله نغښتې ده، د اسلام د سپېڅلي دين د مقرراتو له مخې ويلاى شو چې د اسلامي حدودو تطبيق په ټولنه كې د امن او سولې ضامن دى، اسلام په خورا حكيمانه ډول د انسان د نفس، وينې او مال د ساتنې لپاره داسې مقررې وضع كړي چې بېلگه يې په نورو اديانو كې نشي ليدل كېدلاى، په ټولنه كې د اسلامي حدودو تطبيق دومره گټور كار دى چې د اسلام ستر پيغمبر محمد مصطفى (ص) يې تشبېه د باران سره وركړې ده، ابن ماجه او نسايي د رسول الله (ص) حديث نقل كړى. رسول الله (ص) ويلي. د الله (ج) په زمكه كې چې يو حد تطبيق شي نو د څلوېښت ورځو باران څخه ډېر غوره والى لري، گومان كوم د حديث څخه به همدا موخه لاس ته راشي چې د باران په وسيله د زمكې ټول نباتات راژوندي كېږي په نوي ژوند او نوې ودې پيل كوي لكه څرنگه چې باران كې د زمكې د نباتاتو همدارنگه د نورو حيواناتو او حشراتو د ژوند راز پروت دى همدارنگه د اسلامي حدودو په تطبيق كې د انسانيت د ژوند، ودې، پالنې او ساتنې راز پروت دى، كه اسلامي حدود په رښتينې ډول تطبيق او ترسره شي يقيني خبره ده چې په ټوليز ډول به د انسانانو وينه، مال او عزت ساتلى وي، دا چې د اسلامي حدودو جزاگانې كومې ځانگړتياوې لري، په دې اړه اسلامي پوهان وايي چې د

حدودو جزاگانې څلور برخې لري:

لومړى: د جزاگانو اهداف يا موخې څه دي؟ دويم: د مقدار او اندازې ټاكنه يې. درېيم: هغه بنسټونه چې جزاگانې پرې ولاړې دي. څلورم: د جزا د تنفيذ او ترسره كولو څرنگوالى. د لومړۍ برخې په اړه فقهاء ليكي چې د حدودو تطبيق او تنفيذ د دې لپاره دى چې مجرمين وكړول شي، ووېرول شي، عبرت واخلي تر څو راتلونكي كې د جرم مرتكب نه شي او نور مجرمين د ده په وسيله وډار شي تر څو هغوى د جرمونو په ترسره كولو كې اخته نه شي، كله چې يو جرم په هراړخيز ډول ثابت او كره شي مجرم يې په اړه اقرار وكړي يا پرې گواهان تېر شي بيا نو د اسلام د سپېڅلي دين دريځ په دې برخه كې روښانه دى چې نور نو د مجرم شخصيت او حيثيت خپل اعتبار له لاسه وركړ، پكار ده چې اسلامي حدود ورباندې بې له قيد او شرطه تطبيق شي داسې مهال كې حاكمانو او د حدودو تطبيقوونكو ته د قرآنكريم د اتلسمې سيپارې د نور د سورة د دويم ( 2 )آيت پرېكړه كتل ضروري ده، ياد شوي آيت كې د زنا د حد په اړه داسې پرېكړه شوې ده چې ژباړه يې داسې ده: زناكاره زنانه او زناكار سړى پس ووهئ هر يو له دې دواړو نه سل سل درې او نه دې نيسي تاسو لره په دې دواړو باندې ترس كول، نرمي كول په جاري كولو د دين د الله (ج) كې كه چرې يې تاسې چې ايمان لرئ په الله او په ورځ وروستۍ باندې او حاضر دې شي عذاب د دې دواړو ته يوه ډله د مؤمنانو نه.

آيت كې هر زناكار سړى او زناكارې ښځې لپاره كه واده يې كړى وي يا يې نه وي كړى سل درې ټاكل شوي دي خو بيا صحيح حديث كې واده شويو لپاره رجم يا په كاڼو ويشتل دي سره د اختلاف د اهل علمو او په غير واده والاؤ باندې يو كال لپاره بهر له ملك نه شړل دي سره د اختلاف د علماؤ، اصلي موخه مو د آيت په رانقلولو كې دا وه چې چا باندې په اقرار يا شرعي شهادت سره جرم ثابت شي بايد د حد په تطبيق كې ورسره له رعايت او نرمۍ څخه كار وانه خيستل شي ښايي اسلامي مقررات پدې اړه ټينگار له دې امله كوي چې له يوې لورې حد اسماني او قوانين امر دي تطبيق يې په درست ډول اړين كار دى او له بل لوري بۀ د حد په سم ډول تطبيق كې گټه دا وي چې محكوم عليه به د حد سره سم له منځه لاړ شي ټولنه او د ټولنې وگړي به يې له شر څخه په امن شي او كه ژوندي پاتې شي نو د نورو لپاره به د اسلامي حدودو د تطبيق په ډگر كې ژوندۍ بېلگه وي هغه پدې مانا چې د اسلامي حدودو د تطبيق بنسټيزه موخه د ټولنې او د ټولنې اوسېدنكيو ته د عامه گټو او مصلحتونو خوندي ساتل، د فساد، ورانۍ او گډوډۍ مخه نيول او د سلامتيا، ارامتيا او سوكالۍ فضا برابرول او واكمن كول دي. د همدې امله اسلامي فقهاء وايي چې كله د كوم جنايت كوونكي قضيه قضايي ارگان ته ورسېږي او جرم يې ثابت شي د قضايي ارگان چارواكي دا حق نه لري چې جنايت كوونكي وبښي.

سرچينه

http://www.tolafghan.com/srak/index.php?action=detail&post_id=2366&b_id=22