ډاکټر حبيب منگل يو افغان سياستمدار دی. حبيب منگل د ببرک خان منگل زوی دی، چې په 1327 کال د خوست ولايت د کلندر ولسوالۍ د سترکوټ په کلي کې اوسېدلی دی . د نوموړي پلار د خوست، پکتيا او پکتيکا يو قامي مشر و، چې د هغه وخت د جمهوري دولت په لويو جرگو کې يې د خوست او پکتيا ولايتونو د خلکو په استازيتوب گډون هم کړی و . حبيب منگل خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په رحمان بابا لېسه او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د طب په پوهنځي کې کړې دي . نوموړي د خوست په ملکي روغتون کې د ډاکټر په حيث هم کار کړی او د سمنگان ولايت د عامې روغتيا رياست يې هم چلولی . ښاغلی منگل د ببرک کارمل په مشرۍ د پرچم په ډلې پورې اړه لري او د دغې ډلې د واکمنۍ پرمهال يې لوړې ديپلماتيکې دندې ترسره کړې دي . په مسکو، فنلنډ، رومانيا او قبرس کې د افغانستان د ديموکراتيک جمهوريت د استازي په توگه هم پاتې شوی دی . نوموړی د افغانستان د 1388 کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د هغې ډلې له خوا چې ځان (د ډيموکراسۍ او پرمختيا د پراخ غورځنگ) بولي، کانديد دی . د ده مرستيالان پوهنوال ډاکټر محمد داود راوش او نفس دي . نوموړی هم لکه د نورو کانديدانو په څېر د پرمختيا، ديموکراسۍ او عدالت نارې وهي .

ډاکټر حبيب منگل

حبيب منگل وايي چې زموږ په هېواد کې د امريکا او ناټو ځواکونو شتتوالی که له يوې خوا د اوسني دولت د پر پښو درولو اصلي او مهمترين عامل دی، خو له بل پلوه بيا د دوی له شتون سره د افغانستان د خلکو ملي واکمني له محدوديت سره مخامخ شوې ده .

دی وايي که چېرې د افغانستان خلک په ټاکنو کې ده ته رايه ورکړي نوموړی به د افغانانو د سوکالۍ لپاره ترخپله وسه کوښښ وکړي .