حافظ سعید (داعش)

حافظ سعید اورکزی چې د پاکستان د اورکزۍ ایجنسۍ اوسېدونکی دی، د پاکستاني طالبانو د تحریک لوړپوړی غړی، وروسته د داعش له خوا د خراسان (افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنگلدیش) ولایت لپاره د داعش والي او جگړه مار مشر وټاکل شو.

وژنه سمول

حافظ سعید په ننگرهار کې د ناټو په وروستي هوايي بريد کې د داعش ډلې لومړی درجه کس دی چې وژل کېږي. د افغانستان د ملي امنيت رياست رسنيو ته ويلي دي چې د دوی پلټنې ښيي چې په ديرشو وژل شويو کسانو کې د داعش د خراسان لومړی درجه کس حافظ سعید هم وژل شوی دی. ملي امنيت رياست وايي چې سعيد د ديرش تنو په منځ کې و چې په اچين کې په نښه شول. دا په افغانستان کې پر داعش دريم بريد دی او تر دې مخکې د دوی دوهم کس گل زمان هم وژل شوی و. په ورته بريد کې د پاکستاني طالبانو پخوانی وياند شاهد الله شاهد هم په ننگرهار کې و وژل شو. شاهد د اکتوبر په مياشت کې وروسته تر هغه پاکستاني طالبانو وشاړه چې داعش پلوې یې وکړه او خپل بیعت يي ورڅخه اعلان کړو. داعش د سوريي او عراق ډيرې سيمې نيولي دي او اوس اوس ويل کيږي په افغانستان او پاکستان کې يي هم په کار پيل کړی دی چې دې کړنې يي ډيری انديښمن کړي دي. د ملی امنيت رياست تر دې مخکې ويلي و چې دوی به ډير ژر داعش ضدي ډله جوړه کړي چې یوازنی ماموریت به يي د داعش پالو کسانو په نښه کول وي او له وروستیو عملیاتو داسې ښکاري چې ملي امنيت د داعش په ځپلو کې بريالی عمل کړی دی او تر دې دمه يي د دې ډلې نيږدې ډيری مشران په نښه کړي او وژلي دي.

دا هم ولولئ سمول

شاهد الله شاهد داعش

ماخذ سمول