حاد مايلوييد ليوکېمي

حاد مايلوييد ليوکېمي (په انگرېزي:Acute myeloid leukemia چې لنډون يې (AML), او يا هم حاد مايلوجينوس ليوکېمي acute myelogenous leukemia يا حاد غيرلېمفوسايټيک ليوکېمي acute nonlymphocytic leukemia چې لنډون يې (ANLL) دی ) د وينې د مايلوييد ژونکو يوه سرطاني ناروغي ده. په دې ناروغۍ کې د وينې د سپينو کروياتو يو غېرنورماله چټکه وده او په هډمغز کې يې راغونډېدنه، په هډمغز کې د وينې د نورو ژونکود نورمالې جوړېدنې خنډ گرځي. حاد مايلوييد ليوکېمي د حاد ليوکېمي تر ټوو ډېر پېښېدونکی او عام ډول د ناروغۍ دی چې بالغ وگړي اغېزمن کوي او د عمر د پورته تللو سره د دغې ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. که څه هم چې حاد مايلوييد ليوکېمي په نسبي ډول لږه پېښېږي خو د امريکا په متحده ايالتونو کې دغه ناروغي د نژدې 1.2% سرطاني ناروغيو د مړينې سبب گڼل کېږي،[۱] د عمر د پورته کېدو سره د دغې ناروغۍ د پېښېدلو اټکل هم ډېرېږي.

د AML نښې نښانې د هډمغز د نورماله حالت د بدلېدلو په سبب راولاړېږي. په بله وينا په هډمغز کې د ليوکېميک ژونکو د حد څخه ډېره وده او خپرېدا د وينې د سرو توکو، سپينو توکو اود پلېټلېټونو د نورمالې کچې څخه د ټيټېدو سبب گرځي. د دغې ناروغۍ په نښو نښانو کې ستړيا، سالنډي، په آسانۍ د بدن شين کېدل او وينې بهېدل او په انتاني ناروغيو ژر اخته کېدل د پاموړ نښې او د خطر عاملين گڼل کېږي. د کروموزومونو غيرنورمالتياوې او د خطر ډېر داسې عاملين پېژندل شوي چې دا ناروغي پېښوي، خو ځانگړی سبب يې لا نه دی روښانه پېژندل شوی. د حاد ليوکېمي په ډول، AML په چټکۍ سره وده کوي او که چېرته سمه او پر وخت درملنه يې و نه شي، نو په اونۍ او مياشتو کې مرگونې تمامېدلی شي.

AML بېلابېل څېرمه ډولونه لري؛ او درملنه او وړاندوينه يې د بېلابېلو ډولونو له مخې له يو بل سره توپير لري. پينځه کلن پايښت په کې له 15–70% پېښو کې او د بابېړون کچه هم په کې له 33–78% پورې ده, البته دا ټول د ناروغۍ په څېرمه ډول پورې اړه لري. په لومړي سر کې AML د کيميادرملنې له مخې درملنه کېږي چې موخه په کې د اعراضو او علايمو کمېدنه او له مېنځه وړل دي. ناروغ ته اضافي کيميادرملنه او يا د هډمغز ټرانسپلانټ هم کېدای شي چې غوره درملنه کې وگڼل شي. د حاد مايلوييډ ليوکېمي اړونده جنېټيکي تازه څېړنو په پايله کې دا څرگنده شوې چې د يو ځانگړي ناروغ لپاره د کومو درملو درملنه اغېزمنه ده، همداراز دا څېړنه دا په ډاگه کوي چې د يوه ناروغ پايښت (ژوندی پاتې کېدل) تر څومره مودې پورې رسېدی شي.

ډلبندي سمول

د AML تر ټولو عامه کارېدونکې دوه ډلبندۍ دي، زړه ډلبندي، فرانسوي-امريکايي-برتانيوي (FAB) سيستم او نوې ډلبندي د روغتيا نړېوال تنظيم (WHO) پر بنسټ جوړ سيستم دی.

روغتيا نړېوال تنظيم سمول

د حاد مايلوييد ليوکېمي لپاره د روغتيا نړېوال تنظيم ډلبندۍ هڅه دا ده چې د کلينيکي کارېدنې له مخې گټوره وي او د فرانسوي-امريکايي-برتانيوي (FAB) شرطونو په پرتله د ناروغۍ د وړاندوينې مانادار مالومات وړاندې کړي. د روغتيا د نړېوال تنظيم هره کټگوري په ځان کې گڼ شمېر څرگندونکې وړې کټگورۍ رانغاړي چې د سرطانپوهانو او وينرنځپوهانو لپاره پزړه پوري مالومات شته. د روغتيا د نړېوال تنظيم سکيم اکثره اهم کلينيکي مالومات د لانديني وېش له لارې په لاندې څېرمه ډولونو کې پېژندل کېږي.

د AML لپاره د روغتيا د نړېوال تنظيم څېرمه ډولونه:[۲]

نوم څرگندونې ICD-O
حاد مايلوييد ليوکېمي د بياپېښېدونکو جنېټيکي غيرنورمالتياو سره
Acute myeloid leukemia with recurrent genetic abnormalities
Includes:

Patients with AML in this category generally have a high rate of remission and a better prognosis compared to other types of AML.

Multiple
AML with multilineage dysplasia This category includes patients who have had a prior myelodysplastic syndrome (MDS) or myeloproliferative disease (MPD) that transforms into AML. This category of AML occurs most often in elderly patients and often has a worse prognosis. M9895/3
AML and MDS, therapy-related This category includes patients who have had prior chemotherapy and/or radiation and subsequently develop AML or MDS. These leukemias may be characterized by specific chromosomal abnormalities, and often carry a worse prognosis. M9920/3
AML not otherwise categorized Includes subtypes of AML that do not fall into the above categories. M9861/3

د مبهم جنس حاد ليوکېمي (چې د گډ فېنوټايپ يا دوه فېنوټايپيک حاد ليوکېمي په نامه هم يادېږي) هغه وخت پېژندل کېږي کله چې ليوکېميک ژونکې نه په مايلوييډ او يا هم نه په لېمفوييډ ژونکو د ډلبندۍ وړ نه وي، او يا هم کله چې د ژونکو دواړه ډولونه موجود وي.

فرانسوي-امريکايي-برتانيوي سمول

The French-American-British (FAB) classification system divides AML into eight subtypes, M0 through to M7, based on the type of cell from which the leukemia developed and its degree of maturity. This is done by examining the appearance of the malignant cells with light microscopy and/or by using cytogenetics to characterize any underlying chromosomal abnormalities. The subtypes have varying prognoses and responses to therapy. Although the WHO classification (see above) may be more useful, the FAB system is still widely used.

Eight FAB subtypes were proposed in 1976.[۳]

ډول نوم سايټوجېنېټېکس په بالغانو کې د AML سلنه
M0 minimally differentiated acute myeloblastic leukemia 5%[۴]
M1 acute myeloblastic leukemia, without maturation 15%[۴]
M2 acute myeloblastic leukemia, with granulocytic maturation t(8;21)(q22;q22), t(6;9) 25%[۴]
M3 promyelocytic, or acute promyelocytic leukemia (APL) t(15;17) 10%[۴]
M4 acute myelomonocytic leukemia inv(16)(p13q22), del(16q) 20%[۴]
M4eo myelomonocytic together with bone marrow eosinophilia inv(16), t(16;16) 5%[۴]
M5 acute monoblastic leukemia (M5a) or acute monocytic leukemia (M5b) del (11q), t(9;11), t(11;19) 10%[۴]
M6 acute erythroid leukemias, including erythroleukemia (M6a) and very rare pure erythroid leukemia (M6b) 5%[۴]
M7 acute megakaryoblastic leukemia t(1;22) 5%[۴]

The morphologic subtypes of AML also include rare types not included in the FAB system, such as acute basophilic leukemia, which was proposed as a ninth subtype, M8, in 1999.[۵]

سرچينې سمول

  1. Jemal A, Thomas A, Murray T, Thun M (2002). "Cancer statistics, 2002". CA Cancer J Clin. 52 (1): 23–47. doi:10.3322/canjclin.52.1.23. PMID 11814064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  2. Bennett J, Catovsky D, Daniel M, Flandrin G, Galton D, Gralnick H, Sultan C (1976). "Proposals for the classification of the acute leukaemias. French-American-British (FAB) co-operative group". Br J Haematol. 33 (4): 451–8. doi:10.1111/j.1365-2141.1976.tb03563.x. PMID 188440. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ ۴٫۵ ۴٫۶ ۴٫۷ ۴٫۸ Seiter, Karen; Jules, E Harris (May 20, 2011). "Acute Myeloid Leukemia Staging". د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Duchayne E, Demur C, Rubie H, Robert A, Dastugue N (1999). "Diagnosis of acute basophilic leukemia". Leuk Lymphoma. 32 (3–4): 269–78. doi:10.3109/10428199909167387. PMID 10037024. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)