حاجي جمال خان

حاجي جمال خان (۱۷۱۹ ز. - ۱۷۷۲ ز. ) د بارکزيو قبيلې سردار او د محمد يوسف، چې د توپچي ځواکونو مشر و، زوی و. هغه دوه ودونه کړي و. لومړنۍ ښځه يې بارکزۍ او دويمه يې غلجۍ وه. د حاجي جمال څلور زامن او يوه لور وه.

۱- عبدالحبيب خان سخي (له بارکزۍ ښځې څخه)

۲- بهادر خان حاجي دروېش (له بارکزۍ ښځې څخه)

۳- سردار رحيم داد خان (له ۱۷۷۲ - ۱۷۷۴ ز. پوري د سلطان محمد بارکي لقب سره د بارکزيو د قبيلې سردار وو.)

۴- سردار پاينده خان (د غلجۍ ښځې څخه د امير الامرا د لقب سره له ۱۷۷۴ نه تر ۱۸۰۰ ز. کاله پوري د بارکزيو د قبيلې سردار وو)

۵- يوه لور (د سردار پاينده خان سکه خور او د تېمور شاه دراني ميرمن)