جې جي بالارډ

انګرېز لیکوال

جېمز ګراهام بالارډ (په انګلیسي: James Graham Ballard ، زوکړه د ۱۹۳۰ز کال د نومبر ۱۵مه ـــ مړینه د ۲۰۰۹ز کال د اپرېل ۱۹مه نېټه) یو انګرېز ناول لیکونکی، د لنډو کیسو لیکونکې، طنز لیکونکی او رساله لیکونکی و چې د خپلو پاروونکو اثارو لپاره یې کومو چې انسان د ارواپوهنې، تکنالوژۍ، جنسیت، او ټولیزو رسنیو تر منځ د اړیکو څېړنه کوله، شهرت درلود. هغه په لومړيو کې د علمي تخیلي ژانر د ناولونو په نوې څپه کې، کوم چې له اخر الزمان څخه د وروسته په اړه وو ښکلېل شو، لکه ډوبه شوې نړۍ (۱۹۶۲ز کال)، اما وروسته یې د فجایعو د نندارې (۱۹۷۳ز کال) په نامه د لنډو تجربوي کیسو مجموعې جنجالونه راوپارول چې د ۱۹۶۸ز کال کیسه " زه ولې غواړم له رونالډ ریګن سره همبستر شم" او د ټکر ناول (۱۹۷۳ز کال)، چې د فېتېشیستانو د یوې منحرفې ډلې د موټر د ټکر په اړه یوه کیسه، پکې شامله وه. [۱][۲]

په ۱۹۸۴ز کال کې، بالارډ د خپل جنګي ناول، د لمر د سترواکۍ لپاره، چې د جاپانیانو د اشغال پر مهال په شانګهای کې د یو ځوان برتانوي هلک د تجربو د نیمه-شخصي ژوند لیک یوه نسخه وه، په لوړه کچه شهرت وموند؛ یاده کیسه د ۱۹۸۷ز کال په یو فلم کې چې د ستیفن سپېلبرګ په واسطه یې لارښوونه کېده، اقتباس شوه. له ځوانۍ څخه تر منځني عمر پورې د مولف سفر د ښځو د مهربانۍ په نامه اثر کې (۱۹۹۱ز کال) د هغه د مستقیم ژوند لیک د ژوند معجزو (۲۰۰۸ز کال) کې له داستاني عطفونو سره تشرېح شوی دی. د هغه یو شمېر لومړني اثار په فلمونو کې اقتباس شوي دي، چې له هغې جملې څخه ټکر د ډېویډ کرونېنبرګ د ۱۹۹۶ز کال جنجالي اقتباس او د بالارډ د ۱۹۷۵ز کال له لوړ برج ناول څخه  د بېن وېتلي د ۲۰۱۵ز کال اقتباس د یادونې وړ دي.[۳]

د بالارډ د افسانوي کیسو ادبي بېلوالی د دې باعث شوی دی چې د بالارډي (Ballardian) صفت رامنځته شي، کوم چې په کولینز انګلیسي قاموس کې د "له هغو شرایطو سره ورته والی یا یې ښودنه ده چې د جې جي بالارډ په ناولونو او کیسو کې، په ځانګړې توګه دېستوپیان عصریت، د انسان په لاس جوړ شوي تورې منظرې او د تکنالوژیکي، ټولنیزو یا چاپېریالي پرمختګونو د اغېزو په توګه تعریف شوی دی."  د اکسفورډ د بیوګرافۍ ملي قاموس د بالارډ اثار د ژوند په انرژۍ (Eros) د مړینې په انګېزه (Thanatos)، په ټولیزو رسنیو او  په نویو ظهور کوونکو تکنالوژیو باندې مشتمل بولي.[۴][۵]

ژوند

سمول

شانګهای

سمول

د بالارډ پلار، جېمز (زوکړه ۱۹۰۱ز کال ـــ مړینه ۱۹۶۶ز کال)، د نساجیو په یو شرکت کې چې به مانچستر کې مستقر و او د کالیکو چاپ په اتحادیه کې یو کېمیا پوه و، او د چین په شانګهای کې د هغې د فرعي شرکت چینا چاپ او بشپړونکي شرکت (China Printing and Finishing Company) رییس او عامل مدیر شو. مور یې ادنا نومېده (زوکړه ۱۹۰۵ز کال ـــ مړینه ۱۹۹۸ز کال) چې کوچینی نوم یې جانستون و. بالارډ د شانګهای په نړیوال مېشتځای کې زیږېدلی او رالوی شوی و، یاده سیمه د بهرنیانو تر واک لاندې یوه سیمه وه چېرته چې هغه " یو د امریکایي سبک ژوند درلود". هغه د شانګهای بانډ ته څېرمه د انګلیکن د تثلیث د مقدسی کلیسا د جامع کلیسا ښوونځي ته واستول شو. د چین-جاپان د دویمې جګړې له پیلېدو څخه وروسته، د بالارډ کورنۍ اړ شوه تر څو خپل د ښار په څنډه کې کور د لنډې مودې لپاره تخلیه کړي او په مرکزي شانګهای کې یو کور په کرایه ونیسي تر څو د چینایي او جاپاني ځواکونو له خوا د تر سره کېدونکو ډزو څخه خوندي پاتې شي. [۶][۷][۸][۹]

په هانګ کانګ باندې د جاپانیانو له حملې وروسته، جاپانیانو په شانګهای کې نړیوال مېشتځای یا ښارګوټی اشغال کړ. د ۱۹۴۳ز کال په لومړیو کې، هغوي د ملکي متحدینو په اسیرولو پیل وکړ او او بالارډ له خپل مور او پلار او کشرې خور سره د لانګهوا ملکي پنډغالي مرکز (د جاپان د سترواکۍ له خوا د اروپایي و امریکایي اتباعو لپاره جوړ شوی کمپ) ته ولېږل شو. هغه د دویمې نړیوالې جګړې پاتې برخه، هلته د اسارت په کمپ کې له دوو کلونو څخه زیات تېر کړل. د هغه کورنۍ په یوه کوچینۍ ساحه کې په جي (G) بلاک کې چې د ۴۰ کورنیو لپاره یوه دو پوړیزه رهایشي ساحه وه، اوسېده. هغه په کمپ کې د ننه ښوونځي ته تله، چې ښوونکي یې د بېلابېلو حرفو لرونکي د کمپ اسیران وو. لکه څرنګه چې هغه وروسته د خپل ځان په ژوند لیک د ژوند معجزو کې یادونه کړې ده، دغو تجربو د لمر د سترواکۍ بنسټ تشکیل کړ، که څه هم چې بالارډ د یاد کتاب په لیکلو کې، د کیسې له عمده برخو څخه د خپلو والدینو د ایسته کولو په شمول د پام وړ شمېر هنري رمزونو څخه ګټه پورته کړه.[۱۰][۱۱]

داسې فرض کېږي چې په یو اغېزمنېدونکي عمر کې د جنګ د کړاوونو سره د بالارډ مخ کېدل د هغه د تخیلي کیسو د زیاتې برخې اخر الزماني او له تاوتریخوالي ډک ماهیت توصیفوي. مارتین امیس لیکلي دي چې د لمر سترواکي "هغه څه ته بڼه ورکوي کوم څه چې ده ته بڼه ورکړې ده". له دغې تجربې څخه د بالارډ خپل روایت لا هم ظریف و: زه فکر نه کوم چې تاسې د جنګ تجربه پرته له دې چې د نړۍ په اړه مو درک د تل لپاره بدل شي، تجربه کړئ. هغه اطمئنان بخښونکې صحنه چې د لوېدیځې څنډې د هرې ورځې حقیقت موږ ته وړاندې کوي، پرې شوې ده؛ تاسې شلېدلې خوازې وینئ، او بیا د هغه تر شا حقیقت وینئ او دا کیدای شي یوه وېروونکې تجربه وي. اما همداراز: زه ـــــ نه وایم چې خوشحاله یم ــــ زه له کمپ څخه ډېرې دردوونکې خاطرې لرم. [...] زه په ناڅاپي توګه تر سره کېدونکي ډېر وحشیتوبونه او وهل ټکول په یاد راوړم ــــ خو هماغه وخت به موږ ماشومانو د تل لپاره یو سل او یوه لوبې کولې!. بالارډ وروسته یو ملحد شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

برتانیا او کاناډا

سمول

د ۱۹۴۵ز کال په وروستیو کې، د جګړې له پای ته رسېدو څخه وروسته، د بالارډ مور له هغه او د هغه له خور سره یو ځای د اس اس اراوا (SS Arawa) بېړۍ له لارې برتانیې ته راستانه شول. دوی د پلاموت (Plymouth) په څنډو کې استوګنه غوره کړه او بالارډ په کمبرېج کې په لېز ښوونځي (The Leys School) کې داخله وکړه. هغه د ښوونځي پر مهال د مقالې جایزه وګټله اما د ښوونځي په مجله کې یې برخه وانخیسته. وروسته له دوو کلونو د هغه مور او خور بېرته چین ته راستنې او د بالارډ له پلار سره یو ځای شوې او بالارډ یې په هغه صورت کې چې که چېرې به د شپې او ورځې ښوونځي ته نه تلو خپل نیکه او نیا ته پرېښود. هغه په ۱۹۴۹ز کال کې د کامبرېج په کېنګ کالج کې د یو عقلي عصبي ډاکتر کېدو په نیت د طب زده کړې پیل کړې. [۱۶][۱۷][۱۸]

بالارډ په پوهنتون کې، د اوانت ګرېد (تجربي، راډیکال یا غیر اورتودوکس وګړی یا اثر) تخیلي کیسې لیکلې چې په ژوره بڼه د ارواپوهنې د تحلیل او سوریالېستو (ماوراءِ واقعیت پالونکو) نقاشانو څخه اغېزمنې شوې وې. په دې وخت کې هغه غوښتل چې یو لیکوال شي او همداراز یو طبي مسلک پر مخ یوسي. د ۱۹۵۱ز کال په مې میاشت کې، کله چې په کامبرېج کې د بالارډ دویم کال و، د هغه لنډه کیسه، "له تاوتریخوالي ډکه غرمه"، چې د ارنېست مېلر هېمېنگوې په سبک لیکل شوې یو تقلید و، او د مسابقې د داورانو د هیئت د رضایت په لاس راوړلو په موخه لیکل شوې وه، د جنایت د افسانې یوه سیالي یې وګټله او د محصیلینو په ورځپاڼې پوهنتون (Varsity) کې خپره شوه [۱۹][۲۰]

بالارډ چې د خپلې کیسې په خپرېدو سره تشویق کړای شو، او دې پایلې ته ورسېد چې کلینیکي طب هغه لیکنو ته نه پرېږدي، خپلې طبي زده کړې یې پرېښودې او د ۱۹۵۱ز کال په اوکتوبر کې یې د ملکې ماري په کالج کې نوم لیکنه وکړه تر څو انګلیسي ادبیات ولولي. هغه له یو کال وروسته د اعلاناتو له یوې اجېنسۍ سره د کاپي رایټر په توګه د کار کولو په موخه خپل تحصیل پرېښود، چې له هغه وروسته یې د پوهنغوڼد د پلورونکي په توګه کار وکړ. هغه لنډو افسانوي کیسو لیکلو ته ادامه ورکړه خو د هغو خپرول ورته ناممکن ثابت شول. [۲۱][۲۲][۲۳]

د ۱۹۵۴ز کال په پسرلي کې، بالارډ په سلطنتي هوايي ځواک کې شامل شو او د کاناډایي سلطنتي هواي ځواک د الوتنو د روزنې اډې ته، چې په کاناډا کې د سسکچوان ایالت په په موس جاو کې پرته ده، ولېږل شو. نوموړي هلته په امریکایي مجلو کې علمي تخیلي ژانر کشف کړ. هغه مهال چې نوموړی په سلطنتي هوايي ځواک کې و، د علمي تخیلي ژانر لومړنۍ کیسه، "ابدیت ته پاسپورټ" یې چې د امریکایي علمي تخیلي ژانر کوم چې ده لوستی و یو تقلید او خلاصه وه، هم ولیکله. یاده کیسه تر ۱۹۶۲ز کال پورې نه وه خپره شوې. [۲۴]

سرچينې

سمول
  1. Jones, Thomas (10 April 2008). "Thomas Jones reviews 'Miracles of Life' by J.G. Ballard · LRB 10 April 2008". London Review of Books. pp. 18–20.
  2. Dibbell, Julian (February 1989). "Weird Science". Spin Magazine.
  3. "Empire of the Sun (1984)". Ballardian. 16 September 2006. خوندي شوی له the original on 20 June 2020. بياځلي په 3 July 2014.
  4. "About". Ballardian. خوندي شوی له the original on 13 February 2009. بياځلي په 3 July 2014.
  5. Will Self, ‘Ballard, James Graham (1930–2009)’, Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, January 2013. Retrieved 3 January 2013, کينډۍ:Subscription required
  6. Will Self, ‘Ballard, James Graham (1930–2009)’, Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, January 2013. Retrieved 3 January 2013, کينډۍ:Subscription required
  7. Pringle, D. (Ed.) and Ballard, J.G. (1982). "From Shanghai to Shepperton". Re/Search 8/9: J.G. Ballard: 112–124. ISBN 0-940642-08-5.
  8. "Grand Gothic cathedral restored to former glory". Shanghaidaily.com. بياځلي په 11 March 2017.
  9. "JG Ballard in Shanghai". Timeoutshanghai.com. بياځلي په 21 May 2018.
  10. Ballard, J.G. (4 March 2006). "Look back at Empire". The Guardian. Retrieved 25 April 2009.
  11. "J.G. Ballard". Jgballard.ca. بياځلي په 3 July 2014.
  12. Cowley, J. (4 November 2001). "The Ballard of Shanghai jail". The Observer. Retrieved 25 April 2009.
  13. Hall, C. "JG Ballard: Extreme Metaphor: A Crash Course in the Fiction Of JG Ballard". Retrieved 25 April 2009.
  14. Livingstone, D.B. (1996?). "J.G. Ballard: Crash: Prophet with Honour". Retrieved 12 March 2006.
  15. Welch, Frances. "All Praise and Glory to the Mind of Man". Ballard confesses to being an atheist, but adds: "that said, I'm extremely interested in religion... I see religion as a key to all sorts of mysteries that surround the human consciousness."
  16. Campbell, James (14 June 2008). "Strange Fiction". The Guardian.
  17. Pringle, David (19 April 2009). "Obituary:JG Ballard". The Guardian. بياځلي په 3 June 2014.
  18. Frick, Interviewed by Thomas (21 May 1984). "J. G. Ballard, The Art of Fiction No. 85". The Paris Review. Winter 1984 (94). بياځلي په 21 May 2018.
  19. "Collecting 'The Violent Noon' and other assorted Ballardiana". Ballardian. 5 February 2007. خوندي شوی له the original on 4 February 2009. بياځلي په 3 July 2014.
  20. "The Papers of James Graham Ballard - Archives Hub".
  21. Jones, Thomas (10 April 2008). "Whisky and Soda Man". London Review of Books. pp. 18–20. بياځلي په 21 May 2018.
  22. "'What exactly is he trying to sell?': J.G. Ballard's Adventures in Advertising, part 1". Ballardian.com. 4 May 2009. بياځلي په 21 May 2018.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  23. "Notable Alumni/ Arts and Culture". Queen Mary, University of London. خوندي شوی له the original on 20 October 2014. بياځلي په 8 August 2014.
  24. Pringle, David (19 April 2009). "Obituary:JG Ballard". The Guardian. بياځلي په 3 June 2014.