جیودوزي د سپوږمکۍ په واسطه

د سپوږمکۍ پر مټ جیودوزي د مصنوعي سپوږکیو له لارې جیودوزي ده، یعنې د مصنوعي سپوږمکۍ د تخنیکونو پر مټ د ځمکې د شکل او ابعادو سنجش، د هغې په سطحه باندې د شیانو موقعیت او د ځمکې د جاذبې د ساحې شکل سنجش دی. دا د فضايي جیودوزي د پراخې څانګې یوه برخه ده. دودیزه نجومي جیودوزي په عمومي توګه د سپوږمکۍ پر مټ د جیودوزي برخه نه ګڼل کېږي، که څه هم د تخنیکونو ترمنځ د پام وړ ورته والی ليدل کېږي. [۱]

د سپوږمکۍ پر مټ د جیودوزي اصلي موخې په لاندې ډول دي:

  1. د ځمکې د شکل معلومول، موقعیت ټاکل ماو مسیر موندنې  (د سپوږمکۍ پر مټ هندسي جیودوزي).
  2. د جیود معلومول، د ځمکې د جاذبې ساحه او د هغه لنډمهاله بدلونونه (د سپوږمکۍ پر مټ متحرکه جیودوزي یا د سپوږمکۍ پر مټ فزیکي جیودوزي).[۲]
  3. د جیوډینامیکي پدیدو سنجش، لکه د ځمکې د قشر تحرک او قطبي حرکات.  

د سپوږمکۍ پر مټ جیودوزیکه ډېټا او تګلارې په بېلابېلو برخو کې، لکه مسیر موندل، هایدروګرافي (د اوبو نقشه اخیستل)، سمندر ګرافي (د سمندر نقشه اخیستل) او جیو فزیک (د ځمکې فزیکي څېړنه)، کارول کېدای شي. د سپوږمکۍ پر مټ جیودوزي په پراخه کچه په مداري میخانیکونو تکیه کوي.

تاریخچه سمول

لومړي ګامونه (۱۹۵۷ – ز کلونه) سمول

د سپوږمکۍ پر مټ جیودوزي په ۱۹۵۷ ز کال کې د سپوتنیک له توغولو لږ وروسته پیل شوه. په ۱۹۵۸ز کال کې د اکسپلورر ۱ او سپوتنیک ۲ مشاهداتو د ځمکې د اوارېدنې کُرې تشخیص ته لاره هواره کړه. ۱۹۶۰ ز لسیزه د ترانزیت -۱بي د ډاپلر د سپوږمکۍ او د ایکو ۱ ، ایکو ۲ بالون سپوږمکیو او د پجیوس د توغولو شاهده وه. جیوډیزیک برخې ته لومړنۍ وقف شوې سپوږمکۍ ANNA-1B وه، چې د ناسا، دفاع وزارت او نورو ملکي ادارو تر منځ ګډه هڅه وه. دا ماموریتونه د جیو پوټینشیل د مخکښ کُروی همغږو کوونکو د ضریب، د جیوډ د عمومي شکل، د کره ټاکلو لامل او د نړۍ جیودوزیک معلوماتي سیستمونه یې ونیښلول.  [۳]

د شوروي پوځي سپوږمکۍ د ۱۹۶۰ ز کلونو په وروستیو او د ۱۹۷۰ ز کلونو په لومړیو کې د وچه ویشتونو توغوندیو د نښه کولو لپاره د مرستې لپاره جیوډوزیک ماموریتونه ترسره کړل.

د نړیوال جیودوزیک سیستم پر لور (۱۹۷۰ – ۱۹۹۰ز کلونه) سمول

د ټرانزیټ سپوږمکۍ سیسټم د ډوپلر د سروې، مسیر موندنې، او موقعیت موندنې لپاره په پراخه کچه کارول کېده. د نړۍ په کچه د مثلث وېشلو د شبکو له خوا په ۱۹۷۰ ز کلونو کې د سپوږمکۍ مشاهدو د نړیوال جیودوزیک سیسټم رامنځ ته کېدو ته لاره هواره کړه.  په ۱۹۸۰ ز کلونو کې د متحده ایالاتو له خوا د GPS پراختیا د کره مسیر موندنې او موقعیت موندنې لپاره لاره هواره کړه او په چټکۍ سره د سروې معیاري وسیله شوه. په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې د سپوږمکۍ پر مټ جیودوزي، د جیوډینامیک پیښو، لکه د ځمکې د قشر حرکت، د ځمکې څرخېدل او قطبي حرکت، د څارنې لپاره کارول پیل کړل.

عصري زمانه (۱۹۹۰ ز کال – تر اوسه) سمول

۱۹۹۰ ز کلونه د دایمي جیوډوزیکو شبکو او د مبنا اصولو په پراختیا تمرکز درلود.  په ۲۰۰۰ز  کلونو کې ځانګړې سپوږمکۍ، لکه CHAMP، GRACE، او GOCE، د ځمکې د جاذبې د ساحې د سنجش لپاره  وتوغول شوې.

د سنجش تخنیکونه سمول

د سپوږمکۍ پر مټ جیودوزیک تخنیکونه ښایي د وسیلې بڼې پر بنسټ ډلبندي شي. سپوږمکۍ کولای شي:

  1. د ځمکې پر سر د وسیلو پر مټ و څارل شي (د ځمکې څخه فضا ته تګلاره).
  2. یوه وسیله یا حسګر د ځمکې د څارنې لپاره دې له ځان سره و لېږدوي (له فضا څخه ځمکې ته تګلاره).
  3. یا خپله وسیله وکاروي، چې بله سپوږمکۍ یا د بلې سپوږمکۍ له خوا تعقیب شي (د فضا څخه تر فضا تګلاره).

سرچينې سمول

  1. Seeber, Gunter (2003). Satellite geodesy. Berlin New York: Walter de Gruyter. doi:10.1515/9783110200089. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-017549-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Sosnica, Krzysztof (2014). Determination of Precise Satellite Orbits and Geodetic Parameters using Satellite Laser Ranging. Bern: Astronomical Institute, University of Bern, Switzerland. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8393889808. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite report