جین- محوره تکاملي فکر

جین "نه یوازې د DNA د یوې واحده فزیکي ټوټې [بلکې] د DNA د ځانګړې ټوټې د ټولو نسخو په توګه چې د نړۍ په اوږدوکې تیت شوی" تعریف کېږي. جین محوره تکاملي فکر، د جین نظریه، د جین د ټاکنې تیوري، یا د خپل چاري جین تیوري دا په ډاګه کوي چې تطابقي تکامل د مخالفو جینونو د متفاوت پایښت له لارې رامنځته کېږي، چې د هغو متغییرو جینونو فکریکونسي زیاتوي چې د فینوتایپي خاصیت اغېزې یې په بریالۍ توګه خپل تکثیر ته وده ورکوي. د دې اند پلويان استدلال کوي له هغه ځایه چې ارثي معلومات له یو نسل بل نسل ته یوازې د ډي ان اې له لارې لېږدول کېږي، د جینونو له اړخه طبیعي ټاکنه او تکامل تر ټولو ښې لارې ګڼل کېږي [۱][۲][۳]

د جین-محوره فکر پلويان استدلال کوي چې دا د التوریزم (د خپلې نوعې پلوي) او د جینوم تر منځ د تناقص په شان د بېلابېلو پدیدو پوهېدو ته لاره هواروي چې په بل ډول د يوه ارګانیزم محوره لیدلوري له خوا یې تشریح کول ګران دي. [۴][۵]

د تکامل په اړه جین-محوره نظریه د طبیعي ټاکنې، د ارثي ذراتو د لېږد تیوري او د اکتسابي ځانګرتیاوو د نه لیږد تیوري ترکیب دی.

دغه تیوري بیانوي چې هغه متغییر جینونه چې د فینوتایپي خاصیت اغېزې یې په بریالۍ توګه خپل تکثیر ته وده ورکوي، د مخالفو متغییرو جینونو په پرتله په مطلوب ډول په نفوس کې ټاکل کېږي.

دغه پروسه د متغییرو جینونو په ګټه داسې تطابق را منځ ته کوي چې د ارګانیزم د تکثیر بریالیتوب، یا د نورو ارګانیزمونو چې ورته متغییر جین ولري (د جین د خپلوانو تولیدي بریالیتوب او د green-beard  اغېزې)، یا حتی خپل تکثیر ته په ورته ارګانیزم کې د نورو جینونو په پرتله (خپل چاري جینونه او د جینونو تر منځ تناقص) پراختیا ورکوي. [۶][۷]

لنډیز سمول

د تکامل په اړه جین محوره لیدلوری د ټولنیزو ځانګړتیاو لکه خپل چارۍ او الترویزم (د خپلې نوعې پلوي) د تکامل لپاره یوه نمونه ده.

اکتسابي ځانګړتیاوې  سمول

د مالیکولي بیالوژي د اساسي عقیدې جوړښت د مینارد سمیت له خوا په لاندې توګه لنډیز شو:  

که چېرې اساسي عقیده ریښتیا وي او که دا هم ریښتیا وي چې هستوي اسید د نسلونو ترمنځ د معلوماتو د لېږد یوازینۍ وسیله وي، دا د تکامل په اړه خورا ارزښتناکه پایلې لري.  دا به په دې دلالت کوي چې ټول تکاملي نوښت په هستوي اسیدونو کې داسې بدلونونو-اوښتونونو- ته اړتیا لري چې ذاتاً په طبیعت کې تصادفي او غیر تطابقي دي. دغه بدلونونه په نورو ځایونو کې، لکه د هګۍ په سایتوپلازم کې، په هغه موادو کې چې د پلاسنټا له لارې لیږدول کیږي یعنې د مور په شیدو کې – ممکن د ماشوم په وده کې بدلونونه رامنځ ته کړي. دغه بدلونونه پرته له دې چې په هستوي اسید کې وي، اوږد مهاله تکاملي اغیزې نه لري. [۸] —  مینارد سمیت 

د اکستابي ځانګرتیاوو د میراث تیوري رد چې د احصاییه پوه رونالد فیشر له خوا ترکیب شوې، دې موضوع ته ریاضیکي ریښه ورکړه او هغه د ۱۹۳۰ ز کال په کتاب (د طبیعي ټاکنې جنتیکي تیوري) کې وښودله چې څرنګه د مندل جنیتیکي علم د طبیعي ټاکنې سره سمون لري. جې بي اس هادلین او سیوال رایت  د جین د خپل چارې تیوري جوړښت ته لار هواره کړه. په ارثي لېږ باندې د چاپیریال د اغیزو قضایاوو لپاره، ایپی جینیتیکس epigenetics ته مراجعه وکړئ.

جین د ټاکنې واحد په توګه سمول

په ټوله کې د ټاکنې د واحد په توګه د جین نظریه د ریچارد ډاکینز، ډبلیو ډي هیملټن، کولین پیتندریګ، او جورج سی ویلیمز په څېړنو کې رامنځته شوه. دغه فکر په ټوله کې د ډاکنز له خوا د هغه په کتاب د ۱۹۷۶ ز کال کتاب (The Selfish Gene )  کې مشهور او خپور شو.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ویلیمز، تطابق او طبیعي ټاکنې د ۱۹۶۶ ز کال کتاب له مخې،

د طبیعي ټاکنې د جینیتیکي تیورۍ ماهیت د بدیلونو (جینونو، وګړو او نور) د پايښت په نسبي اندازه کې یو احصایوي انحراف دی. د تطابق په راوستلو کې د دې ډول انحراف اغېزمنتیا د عملي فکتورنو تر منځ د مشخصو مقداري اړیکو په ساتلو مشروطه ده. یو اړین شرط دا دی چې ټاکل شوی موجود باید د احصایوي انحراف اړوند د پایښت لوړه او د داخلي بدلون ښکته کچه (د ټاکنې په ضریب کې توپیر) ولري. ویلیمز، ۱۹۶۶، ۲۲-۲۳ مخ[۱۵]

ویلیامز ادعا وکړه چې " د فینوټایپ طبیعي ټاکنه په یوازې توګه نه شي کولای زیاتېدونکی بدلون راوړي ځکه چې فینوټایپ  خورا لنډ مهاله ظاهري بڼه ده". هر فینو ټایپ د جینوم او چاپېریال ترمنځ د متقابلې اغیزې بیساری محصول دی. دا مهمه نه ده چې فینوټایپ تر کومه حده وړتیا او زیږنده خاصیت لري، په پای کې ویجاړیږي او هېڅکله غبرګېدونکی نه دی.

د ۱۹۵۴ ز کال را په دې خوا، دا څرګنده شوې چې DNA د جینیتیکي معلوماتو د لېږد اساسي فزیکي لایه (سبسترېت) دی او په لوړ دقت سره د ډېرو نسلونو له لارې د کاپي کولو وړتیا لري. نو یو ځانګړی کود لرونکی جین د DNA کاپي شوي مالیکولونه د  نسب په هستوی بنسټه سلسله کې کولای شي قوي پایښت او د داخلي بدلون تيټه کچه ولري.  [۱۶]

یو بشپړ جینوم په عادي جنسي تکثیر کې د پلار او مور د کروموزمونو یو ځانګړی جوړښت دی چې د القاح پر مهال تولیدېږي. دا عموماً له خپل ارګانیزم سره له منځه ځي، ځکه چې "مییوسس او بیا جوړښت جینوټایپ خاصیتونه په پوره ډول له منځه وړي." د خپلواک بیلتون له امله هر اولاد ته یوازې د دې هغه نیمایي لیږدول کیږي.  [۱۷]

په باکتریا او ارکیا کې د جین د افقي لېږد پراخه کچه په دې معنی دی چې د غیر جنسي تولیدي ډلو جینومیک ترکیبونه هم د تکامل په وخت کې لڼد مهاله دي: "دا چې پروکاریوتیک تکامل اساساً د غیر جنسي جلاتوب او دوريي ټاکنې له مخې د پوهېدو وړ دی، عنعنوي لید لوری باید د جین بدلون د یو نوښتګر ځواک په توګه و مني."  [۱۸][۱۹]

د یو معلوماتي برخې په توګه جین د نسب د څو فزیکي کاپیو له لارې د ارزښتناکه تکاملي زماني دوره په موده کې پاتې کېږي.[۲۰][۲۱]

ډاکنز د خدای د مطلوبیت تابع اصطلاح په خپل کتاب (River out of Eden) کې منځ ته راوړه، څو د ټاکنې د معیار په توګه د جینونو په اړه خپل نظر تشریح کړي. هغه دغه اصطلاح د " ژوند معنی" یا "د ژوند موخه" د مترادف په توګه کاروي. د موخې د کلمې په بیا تعبیرولو سره هغه څه چې اقتصاد پوهان یې د مطلوبیت د تابع په نوم یادوي، داسې معنی ورکوي چې "یو څه اعظمي حد ته رسېږي"، ډاکنز هڅه کوي چې د طبیعت د الهی انجینیر یا د خدای د مطلوبیت په تابع کې دغه موخه په معکوسه انجینیري تعبیر کړي. په پای کې، ډاکنز استدلال کوي دا غلطه ده چې فرض کړو یو اکوسیستم یا یوډول ټول د یوې موخې لپاره دي. هغه لیکي دا ناسمه ده چې فرض کړو انفرادي ژوندي موجودات یو معنی لرونکی ژوند کوي؛ په طبیعت کې، یوازې جینونه د مطلوبیت تابع دي  څو د خپل وجود د دوام لپاره د لویو رنځونو په هغو ارګانیزمونو باندې راځي چې دوی یی را منځ ته کوي، ګته ترې اخلي او له منځه یی وړي، پروړاندې تل ژوندي پاتې شي.

ارګانیزمونه د لېږدوونکو په توګه سمول

جینونه معمولا د جینوم دننه یوځای کېږي چې په خپله په یو ارګانیزم کې شته. جینونه په جینومونو کې سره یوځای کېږي ځکه چې "جینیټیکي تکثیر له انرژي او سبستریت څخه کار اخلي چې د میټابولیکي سرچینې له خوا په خورا لوی مقدار د جینټیکي کار له وېش پرته ممکنه نه ده، چمتو کیږي". دوی داسې لېږدوونکي را منځ ته کوي چې د راتلونکي نسل لېږدوونکو ته د لېږد لپاره خپلو ګډو ګټو ته وده ورکړي. لکه څنګه چې ډاکنز وايي، ژوندي موجودات د جینونو "د پايښت ماشینونه" دي.   [۲۲][۲۳]

د یو ځانګړي جین فینوټایپیک اغیز د نږدې جینونو په ګډون چې ټول جینوم جوړوي، د هغه په چاپیریال پورې اړه لري. یو جین هېڅکله ثابت اغېز نه لري، نو دا څنګه ممکنه ده چې د یوه جین اوږد بحث ولرو؟ دغه جین د ډولونو تر منځ د فینوټایپیک توپیرونو له امله دی. یو څوک کېدای شي ووایي چې د جین یو ډول یا متغییردی، په داسې حال کې چې نور ټول شیان په مساوي یا په ټاکلو حدودو کې توپیر لري چې د بديل په پرتله د لویو غړو سبب کیږي. دغه توپیر د طبیعي ټاکنې څېړنې ته لاره برابروي.  

"یو جین کولای شي ډیری فینوټايپيک اغیزې چې هر یو یې ممکن د مثبت، منفي یا خنثی ارزښت درلودونکي وي، ولري. دا د جین د فینوټایپیک اغیز خالص ټاکلی ارزښت دی چې د جین برخلیک ټاکي. "د بیلګې په توګه، یو جین د دې لامل کېدای شي چې په ځوان عمر کې د خپل کوربه د تکثیر  د ستر بریالیتوب سبب شي، په وروستي عمر کې د مړینې د لوی احتمال سبب هم کېدای شي. که په منځنی توګه د هغو افرادو او چاپیریالونو په پرتله چې جین په کې رامنځ ته کېږي، ګټه یې له زیان څخه ډېره وي، نو د جین لرونکي فینوټایپونه به په ټوله کې په مثبت ډول وټاکل شي او په دې توګه به په نفوس کې د دې جین زیاتوالی لوړ شي.[۲۴]

له دې سره اړینه ده چې په ترکیب کې د جینونو بېلګې له لېږدونکو او همدا رنګه د دوی د لېږدوونکي چاپیریال سره په ترکیب کې طرحه کړو.

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Dawkins, R. (1976). The Selfish Gene. Oxford University Press, Oxford, UK. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-286092-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Haig, David (2012-07-01). "The strategic gene". Biology & Philosophy. 27 (4): 461–479. doi:10.1007/s10539-012-9315-5. ISSN 0169-3867. S2CID 28597902. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gardner, Andy (2016). "The Strategic Revolution". Cell. 166 (6): 1345–1348. doi:10.1016/j.cell.2016.08.033. hdl:10023/11635. PMID 27610556. S2CID 34023979. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dawkins, Richard (January 1979). "Twelve Misunderstandings of Kin Selection". Zeitschrift für Tierpsychologie. 51 (2): 184–200. doi:10.1111/j.1439-0310.1979.tb00682.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ågren, J. Arvid (2016-12-01). "Selfish genetic elements and the gene's-eye view of evolution". Current Zoology. 62 (6): 659–665. doi:10.1093/cz/zow102. ISSN 1674-5507. PMC 5804262. PMID 29491953. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Tiège, Alexis De; Tanghe, Koen B.; Braeckman, Johan; Peer, Yves Van de (2015). Life's dual nature: a way out of the impasse of the gene-centred 'versus' complex systems controversy on life. Evolutionary Biology: Biodiversification from Genotype to Phenotype. Springer, Cham. د کتاب پاڼي 35–52. doi:10.1007/978-3-319-19932-0_3. S2CID 82619358. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319199313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Crow, James F. (2001-02-15). "The beanbag lives on". Nature. 409 (6822): 771. Bibcode:2001Natur.409..771C. doi:10.1038/35057409. PMID 11236977. S2CID 205014199. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Maynard Smith, J. (1998). Evolutionary Genetics (الطبعة 2nd). Oxford University Press, Oxford, UK. د کتاب پاڼې 10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Okasha, Samir (2016). "Population Genetics". In Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Winter 2016). Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dawkins, R. (1982). The Extended Phenotype. Oxford University Press, Oxford, UK. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-288051-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hamilton, W. D. (1963). "The evolution of altruistic behavior". The American Naturalist. 97 (896): 354–356. doi:10.1086/497114. S2CID 84216415. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hamilton, W. D. (1964). "The genetical evolution of social behaviour I". Journal of Theoretical Biology. 7 (1): 1–16. doi:10.1016/0022-5193(64)90038-4. PMID 5875341. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hamilton, W. D. (1964). "The genetical evolution of social behaviour II". Journal of Theoretical Biology. 7 (1): 17–52. doi:10.1016/0022-5193(64)90039-6. PMID 5875340. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Pittendrigh, C. S. (1958). "Adaptation, natural selection and behavior". In Roe, A.; Simpson, G. G. (المحررون). Behavior and evolution. Yale University Press, USA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Williams, G. C. (1966). Adaptation and Natural Selection. Princeton University Press, USA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Williams, George C. (1995). "A package of information". Edge.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Williams, G. C. (1966). Adaptation and Natural Selection. Princeton University Press, USA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gogarten, J. Peter; Doolittle, W. Ford; Lawrence, Jeffrey G. (2000-12-01). "Prokaryotic Evolution in Light of Gene Transfer". Molecular Biology and Evolution. 19 (12): 2226–2238. doi:10.1093/oxfordjournals.molbev.a004046. ISSN 0737-4038. PMID 12446813. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Thomas, Christopher M.; Nielsen, Kaare M. (September 2005). "Mechanisms of, and Barriers to, Horizontal Gene Transfer between Bacteria". Nature Reviews Microbiology. 3 (9): 711–721. doi:10.1038/nrmicro1234. ISSN 1740-1534. PMID 16138099. S2CID 1231127. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Haig, David (2012-07-01). "The strategic gene". Biology & Philosophy. 27 (4): 461–479. doi:10.1007/s10539-012-9315-5. ISSN 0169-3867. S2CID 28597902. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Williams, G. C. (1992). Natural Selection: Domains, Levels and Challenges. Oxford University Press, Oxford, UK. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-506932-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Haig, D. (1997). "The Social Gene". In Krebs, J. R.; Davies, N. B. (المحررون). Behavioural Ecology. Blackwell Scientific, UK. د کتاب پاڼي 284–304. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Dawkins, R. (1976). The Selfish Gene. Oxford University Press, Oxford, UK. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-286092-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Cronin, H. (1991). The Ant and the Peacock. Cambridge University Press, Cambridge, UK. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-32937-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)