جینيټيکي بیاترکیب

جنټيکي بیاترکیب (چې د جنټيکي بیاتنظیم په نوم هم بلل کېږي) د ډول ډول ژوندیو موجوداتو تر منځ د جنټيکي موادو تبادله ده، چې د اولاد د را منځ ته کېدو لامل کېږي چې د خاصیتونو ترکیب یې د مور او پلار له خاصیتونو سره توپیر لري. جنټيکي بیاترکیب کولای شي په یوکاریوتونو یا یو هستوي موجوداتو (eukaryotes) کې د مایوسیس یا سلولي وېش (meiosis) په جریان کې د جنټيکي معلوماتو یو نوی سټ رامنځته کړي، چې د مور او پلار څخه اولاد ته لېږدول کېږي. زیاتره بیاترکیب په طبیعي ډول پېښېږي.  

په یوکاریوتونو کې د مایوسس په جریان کې، په جنټيکي بیاترکیب کې د هم مثله کروموزومونو (homologous chromosomes) جوړه کېدل شامل دي. په دې پسې د کروموزومونو ترمنځ د معلوماتو لېږد ترسره کېږي. د معلوماتو لېږد ممکن د فزیکي تبادلې پرته پېښ شي (د جنټيکي موادو یوه برخه له یوه کروموزوم څخه بل ته کاپي کېږي، پرته له دې چې مرسته کوونکی کروموزوم بدلون ومومي) (په شکل کې د SDSA لاره وګورئ)؛ یا د DNA د رشتو په ماتېدو او بیایوځای کېدو سره، چې د DNA نوي مالیکولونه جوړوي (په شکل کې د DHJ لار وګورئ).  

بیاترکیب ممکن په یوکاریوتونو کې د میتوسز یا غیر مستقیم وېش (mitosis) په اوږدو کې هم پېښ شي، چې معمولاً دوه جفت کروموزومونه چې د کروموزموم د کاپي کېدو وروسته رامنځته شوي، په کې شامل دي. په دې حالت کې د نامتجانسو جینونو يا آللونه  (alleles یا ارث لېږدوونکی جین) نوي ترکیبونه نه تولیدیږي، ځکه چې دا جفت کروموزومونه معمولاً یوشان وي. بیاترکیب په مایوسس او میتوسیز کې د DNA ورته مالیکولونو (هم مثله سلسلو) ترمنځ پېښېږي. په مایوسس کې، ناجفت هم مثله کروموزومونه له یو بل سره جوړه کېږي، ترڅو بیاترکیب مشخصاً د ناجفت هم مثلانو ترمنځ پېښ شي. په دواړو مایوټیک او میتوټیک حجرو کې، د هم مثله کروموزومونو تر منځ بیاترکیب یو عام میکانیزم دی، چې د DNA په رغونه کې کارول کېږي.    

د جین بدلون - هغه پروسه ده چې په جریان کې یې هم مثله لړۍ یوشان کېږي، هم د جنيټیکي بیاترکیب تر اغېزې لاندې راځي.  

جنټیکي بیاترکیب او د بیاترکیبي DNA رغونه په باکتریا او لرغونې باکتریا یا آرکیا (archaea) کې چې غیرجنسي تکثیر کاروي، هم پېښېږي. 

بیاترکیب په مصنوعي ډول په لابراتواري (په مصنوعي چاپېریال کې یا in vitro) چاپېریال کې القا کېدای شي چې د واکسین د پراختیا په شان موخو لپاره بیاترکیبي DNA تولیدوي.  

V(D)J بیاترکیب په ژوندیو موجوداتو کې چې د معافیت تطابقي سیستم لري، د ځای ځانګړي جنټیکي بیاترکیب یو ډول دی چې د معافیت حجرو سره مرسته کوي چې په چټکۍ سره متنوع شي، ترڅو نوي رنځېږن یا پاتوجېنونه (pathogens) وپېژني او ورسره سمون وکړي.  

کروموزومي جفت والي   سمول

د مایوسیس په جریان کې، کروموزومي جفت والی (د هم مثله کروموزومونو جوړه کېدل) د جنټیکي بیاترکیب څخه معمولاً وړاندې دی.  

میکانیزم   سمول

جنټيکي بیاترکیب د ګڼ شمېر مختلفو انزایمونو له خوا کاټالیز (ګړندی) کېږي. ریکومبینازونه (Recombinases) مهم انزایمونه دي چې د بیاترکیب په اوږدو کې د رشتو د لېږد مرحله کاټالیز کوي. رک اې (RecA) پروتین اصلي ریکومبیناز دی چې په اېشیریکا کولي (Escherichia coli) کې موندل شوي او د DNA دوه ګونه رشته يي ماتېدنو(DSBs) د رغونې مسئولیت په غاړه لري. په خمیره او نورو یوکاریوتي موجوداتو کې د دوه ګوني رشته يي ماتېدنو رغونې لپاره دوه ریکومبینازونه اړین دي. RAD51 پروټین د میتوتیک او مایوتیک بیاترکیب لپاره اړین دی، په داسې حال کې چې د DNA د رغونې پروټین، DMC1 د مایوتیک بیاترکیب لپاره ځانګړی شوی دی. په آرکیا کې، د RecA باکتریايي پروټین آرتولاګ راد اې یا RadA دی.  

باکتریايي بیاترکیب

  • په باکتریا کې منظم باکتریایي بیاترکیب، د جنټیکي موادو نااغېزمن لېږد شته دی، چې ناکام لېږد یا نیمګړی لېږد څرګند شوی چې د ورکوونکې حجرې څخه اخیستونکو حجرو ته هرډول باکتریايي DNA لېږد دی، چې دې اخیستونکو حجرو وارده DNA د جنټیکي موادو د یوې برخې په توګه تنظیم کړې ده. ناقص لېږد په راتلونکي لېږد او جفتېدو کې ثبت شو. په ټولو حالتونو کې، لیږدول شوې ټوټه د کښت ودې په واسطه کمزورې کېږي. [۱][۲][۳]

سرچينې سمول

  1. Rieger R, Michaelis A, Green MM (1976). Glossary of genetics and cytogenetics: Classical and molecular. Heidelberg - New York: Springer-Verlag. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-07668-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. King RC, Stransfield WD (1998). Dictionary of genetics. New York, Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-50944-1-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bajrović K, Jevrić-Čaušević A, Hadžiselimović R, المحررون (2005). Uvod u genetičko inženjerstvo i biotehnologiju. Institut za genetičko inženjerstvo i biotehnologiju (INGEB) Sarajevo. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9958-9344-1-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)