جیحون راډیو

جیخون راډیو جيحون د کندز ولايت له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې فعاليت لري او د وخت د اطلاعاتو او کولتور د رييس عبدالشکور دوست له خوا دانترنيوز موسسې په مرسته په ١٣٨٣ لمريز کال تاسيس شوې ده.ياده راډيو د سهار له ٦ دغرمې تر ١٢ او د غرمې له ٣ دشپې تر ٩ خپرونې لري. دا راډيو چې يواځې په امام صاحب کې اورېدل کېږي، ١٥ کارکوونکي لري او د اعلاناتو له لارې خپل لګښتونه پوره کوي.