جيوپټر (خدای)

جيوپټر چې د «جوي» په نوم هم پېژندل کېږي د اسمان او تندر يو خدای، او په لرغوني رومي دين او افسانو کې د خدايانو پاچا دی. جيوپټر د جمهوري او امپراتوري پړاونو په اوږدو کې د رومي دولتي دين تر هغه مهال تر ټولو ستر اله و، تر څو په سترواکۍ کې مسيحيت مسلط دين وګرځېد. په رومي افسانو کې، هغه د روم د دويم پاچا «نومي پومپيليس» سره خبرې وکړې، تر څو د رومي دين اصول جوړ کړي، لکه هبه کول يا قرباني کول. [۱][۲]

د جيوپټر په اړه عام نظر دا دی چې پيل يې د اسماني خدای په توګه شوی و. د هغه د پېژندلو وسيله اسماني برېښنا او بنسټيز سپېڅلی ژوی يې باز دی، کوم چې له نورو مرغيو وړاندې والی تر لاسه کړی او د رومي پوځ تر ټولو عامو نښو څخه يوه ګرځېدلې. دواړه نښې يې اکثره سره يوځای کېدې، تر څو د يو باز په بڼه د خدای استازولي وکړي، چې په خپلو پنجو کې يې اسماني برېښنا نيولې وي، او عموماً همدا شکل په يوناني او رومي سکو هم ليدل کېږي. د اسمان د خدای په توګه، هغه د سوګندونو يو الهي ګواه و، يو سپېڅلی امانت چې عدل او ښه حکومت په هغې پورې اړه لري. د هغه ډېر کارونه په «کپوټيلاين هيل» تمرکز درلود، چېرته چې کلا موقعيت درلود. په «کپوټيلاين ټرايډ» [د خدايانو يوه ډله وه] کې، هغه د جونو او مينروا سره يوځای د دولت مرکزي ساتونکی و. د هغه سپېڅلې ونه بلوط و. [۳][۴][۵]

روميانو جيوپټر د يوناني «زيوس» سره مساوی باله، او په لاتيني ادبياتو او رومي فنونو کې، د «زيوس» افسانې او انځورونه د جيوپټر د نوم تر مخې سره تنظيمېږي. له يوناني څخه په متاثره شوي روايت کې، جيوپټر د نيپچون او پلوټو ورور و، چې په ترتيب سره د رومي پوسډن او هيډز سيالان دي. هر يو د کايناتو د درې قلمرونو څخه د يو مشري کوي: اسمان، اوبه او د مړيو نړۍ. ايټالوي «ډيسپيټر» هم يو اسماني خدای و، چا چې خپل ځان د ورځې په روښنايۍ کې څرګندولو، عموماً د جيوپټر سره پېژندل کېږي. ټينيا عموماً د هغه «ايټروسکي» سيال بلل کېږي.[۶][۷][۸]

په دولت کې دنده

سمول

روميانو باور درلود چې جيوپټر دوی ته لوړوالی ورکړی ځکه دوی د نورو خلکو په پرتله هغه ته ډېر درناوی کړی دی. جيوپټر "د هغو عبادتونو سرچينه وه، په کومو چې له خدايانو سره د ښار اړيکې ولاړې وې". هغه د روم تر ټولو لوړو دفترونو، داخلي نظم او بهرنيو اړيکو الاهي واک تجسم کاوه. د جمهوريت او سترواکۍ د واک په مرکز کې، د هغه انځور د روم د لرغونو پاچايانو او لوړو مسئولینو او شاهي وياړونو سره د تړليو نښو څخه عبارت وې.[۹]

واکمنو د خپلې دندې سوګند د جيوپټر په نوم کاوه، او د سپتمبر په مياشت کې يې د واک د مرکز په کلنيو ديني مراسمو کې د هغه درناوی کاوه. د هغه د مرستې د مننې په موخه، او د هغه د پرله پسې ملاتړ تر لاسه کولو لپاره به دوی يو سپين رنګه غوايه (بوس ماس) قربانيه کاوه، چې زرين ښکرونه به يې درلودل. همدا ډول قرباني به د فاتحو پوځي قوماندانانو له خوا وړاندې کېده، چا به چې د واک په مرکز کې د جيوپټر د مجسمې پښو ته د خپلې فتحې نښې سپارلې. یو شمېر پوهانو فاتح ته په فاتحانه يون کې د جيوپټر د مجسم کونکي (يا تجسم کولو) په توګه کتل.[۱۰][۱۱]

کله چې روم د حکومت بدله شوه؛ نو د پاچايۍ او مشرۍ سره د جيوپټر تړاو بيا تشريح شو. په اصل کې، پاچايانو په روم پاچايي کوله؛ له هغې وروسته چې ټولواکي پای ته ورسېده او جمهوريت منځ ته راغی، مذهبي امتيازات «پيټريس»، يعنې هېوادپالې واکمنې طبقې ته ولېږدېدل. د پخوانۍ پاچايۍ (affectatio regni) سره خواخوږي خيانت بلل کېدو. د ټولواکۍ د هيلو په لرلو تورن کسان مجازات کېدل، پرته له دې چې د دوی خدمت يا حالت ته وکتل شي. په پنځمه مخزېږديزه پېړۍ کې، بريالی «کيميلس» له دې وروسته تبعيد کړای شو، کله چې هغه د څلورو سپينو اسونو (quadriga) يوه ګاډۍ وچلوله – دا درناوی خپله د جيوپټر لپاره ځانګړی و. کله چې «مارکس مينليس» په سلطنتي ادعاوو تورن شو، چاته چې د بريدګر «ګال» په وړاندې د ځواک د مرکز څخه په دفاع کولو سره ته د «کيپيټولينس» نوم ورکړل شو، نو د «تارپين» له پاڼ څخه په راغورځولو د خيانت په تور اعدام کړای شو. په «کپوټيلاين هيل» کې د هغه کور ړنګ کړای شو، او حکم صادر شو چې هيڅ هېوادپال به کله هم په دې ځای کې د اوسېدو اجازه ونه لري. کپوټيلاين جيوپټر له «ريګل» پړاو څخه د شاهي ځواک د تسلسل استازولي وکړه، او هغو قاضيانو ته يې واکونه ورکړل چې د هغه درناوی يې کاوه.[۱۲]

د احکامو د ټکر پر مهال، د روم ولسونو د سياسي او مذهبي دندو درلودلو د حق غوښتنه وکړه. د خپل لومړي جلاوالي پر مهال (د يو عمومي لاریون په ډول)، دوی له ښاره ووتل او ګواښ يې وکړ چې دوی به خپله خپل ځان جوړ کړي. کله چې دوی روم ته د بېرته راتګ سره موافقه وکړه، نو د روم د «ريس پبليکا» د يووالي د نښې او ضمانت به توګه يې د هغې غونډۍ نذر ومنلو، چېرته چې دوی د چيوپټر لور ته په شا شوي وو. بالاخره د ښکته ټولنيزې طبقې د ټولو منصبونو او ډېرو پادري کېدو لباره وړ وګرځېدل، خو د جيوپټر تر ټولو لوړ پادري (فليمين ډايلس) له خواصو سره پاتې شو. [۱۳]

فليمن او فليمينيکا ډايلس [د خدايانو راهبان]

سمول

د جيوپټر خدمت شريفزاده فليمين ډايلس کاوه، چې د فليمينيس د لوړې رتبې غړی و، فليمينيس د روم په رسمي ولسي فرقه کې د پنځلسو پادريانو يوه ډله وه، او له هر يو يې يو خدای ته وقف و. د هغه مېرمن، فليمينيکا ډايلس خپلې دندې درلودې، او په هر «ننډينای» کې يې د جيوپټر لپاره د يو ګډ د قربانۍ څارنه کوله، «ننډينای» په يو تقويمي جريان کې د بازار ورځې وې، چې له يوې اونۍ سره پرتله کېدای شي. دې جوړې د ځانګړو ازدواجي مراسمو confarreatio په مټ واده ته اړتيا درلوده، په کومو کې چې د جيوپټر فيريس (له لرې څخه "غنم، غله") لپاره د وړو د ډوډۍ قرباني شامله وه.[۱۴][۱۵]

د فليمن ډايلس منصب د يو شمېر ځانګړو رسوماتو په بنديزونو کې را ايسار و، چې يو شمېر يې خپله د خدای د واکمنۍ پر طبيعيت رڼا اچوله. د بېلګې په ډول، فليمن خپل لباس يا د خپل سر تاج (خپله څوکه لرونکې خولۍ) يوازې د بام لاندې ايستلای شول، د دې لپاره چې د اسمان په وړاندې د لغړ ښکاره کېدو مخنیوی وکړي – يعنې "د جيوپټر د سترګو لاندې" چې د اسمانونو خدای دی لغړه نه شي. هر کله به چې فليمينيکا د برېښنا څرک ليدو، يا به يې د اسماني برېښنا (د جيوپيټر ځانګړې وسيله) غږ اورېدو، هغه تر هغه وخته د خپل معمول سره سم د تګ څخه منع وه، تر څو خدای راضي کړي. [۱۶][۱۷]

سرچينې

سمول
  1. Iūpiter is thought to be the historically older form and Iuppiter, to have arosen through the so-called littera-rule. Compare Weiss (2010). "Observations on the littera rule" (PDF). Cornell Phonetics Lab. Ithaca, NY: Cornell University. Archived from the original (PDF) on 17 October 2016.
  2. de Vaan, Michiel (31 October 2018). Etymological Dictionary of Latin and the other Italic Languages. Leiden; Boston. p. 315. ISBN 9789004167971.
  3. (Dumézil 1974، م. کينډۍ:Pn) citing Pliny Naturalis Historia X 16. A. Alföldi Zu den römischen Reiterscheiben in Germania 30 1952 p. 188 and n. 11.
  4. Servius Ad Aeneidem II 374.
  5. Dictionary of Roman Coins, see e.g. reverse of "Consecratio" coin of Emperor Commodus & coin of Ptolemy V Epiphanes minted c. 204–180 BC.
  6. Larousse Desk Reference Encyclopedia, The Book People, Haydock, 1995, p. 215.
  7. Massimo Pallottino, "Etruscan Daemonology", p. 41, and Robert Schilling, "Rome", pp. 44 and 63, both in (1981, 1992) Roman and European Mythologies, University of Chicago Press, 1992, transl. from the 1981 French edition; Giuliano Bonfante and Larissa Bonfante, (1983, 2003) The Etruscan Language: An Introduction, Manchester University Press rev. ed., pp. 24, 84, 85, 219, 225; Nancy Thomson de Grummond, (2006), Etruscan Myth, Sacred History, and Legend, University of Pennsylvania Museum of Archaeology and Anthropology, pp. 19, 53–58 et passim; Jean MacIntosh Turfa, (2012), Divining the Etruscan World: The Brontoscopic Calendar and Religious Practice Cambridge University Press, p. 62.
  8. Diespiter should not be confused with Dis pater, but the two names do cause confusion even in some passages of ancient literature; P.T. Eden, commentary on the Apocolocyntosis (Cambridge University Press, 1984, 2002), pp. 111–112.
  9. Orlin, in (Rüpke 2007، م. 58).
  10. Scheid, in (Rüpke 2007، مم. 263–271); (Dumézil 1977، م. 181) citing Jean Bayet Les annales de Tite Live édition G. Budé vol. III 1942 Appendix V p. 153 and n. 3.
  11. (Dumézil 1977، م. 259 note 4): cf. Servius Eclogae X 27 "unde etiam triumphantes habent omnia insignia Iovis, sceptrum palmatamque togam" "wherefore also the triumphing commanders have all the insignia of Jupiter, the sceptre and the toga palmata'". On the interpretation of the triumphal dress and of the triumph, Larissa Bonfante has offered an interpretation based on Etruscan documents in her article : "Roman Triumphs and Etruscan Kings: the Changing Face of the Triumph" in Journal of Roman Studies 60 1970 pp. 49–66 and tables I–VIII. Mary Beard rehearses various views of the triumphator as god or king in The Roman Triumph (Harvard University Press, 2007), pp. 226–232, and expresses skepticism.
  12. (Dumézil 1977) citing Livy V 23, 6 and VI 17, 5.
  13. (Dumézil 1977) citing Dionysius of Halicarnassus Roman Antiquities VI 90, 1; Festus s.v. p. 414 L 2nd.
  14. Matthew Dillon and Lynda Garland, "Religion in the Roman Republic", in Ancient Rome: From the Early Republic to the Assassination of Julius Caesar (Routledge, 2005), pp. 127, 345.
  15. Macrobius, Saturnalia 1.16.
  16. Most of the information about the Flamen Dialis is preserved by Aulus Gellius, Attic Nights X 15.
  17. Macrobius Saturnalia I 16, 8: flaminica quotiens tonitrua audisset feriata erat, donec placasset deos. The adjective feriatus, related to feriae, "holy days", pertains to keeping a holiday, and hence means "idle, unemployed", not performing one's usual tasks.