ډيم جين مورس ګوډل ډي بي اي (له زېږېدو وروسته په ويليری جين مورس ګوډل نومول شوې وه؛ 3 اپريل 1934)، پخوانی نوم يې «بيرونس جين وين لاوک-ګوډل» و، يوه انګلستانۍ پريميټولوژسته او انسان پېژندونکې ده. نوموړې تر شپېتو کلونو پورې د ځنګلي چمپانزي د ټولنيزو او کورنيو تعاملاتو له مطالعې وروسته، د چمپانزي د نړۍ تر ټولو ستره پوهانده بلل کېږي. ګوډل لومړی په 1960ز کال کې د تنزانيې د ګومبي سټريم ملي پارک ته تللې وه، تر څو په دې پارک کې د چمپانزي مشاهدات  تر سره کړي.[۱][۲][۳]

نوموړې د «Jane Goodall» او «Roots & Shoots» پروګرام بنسټګره ده، او هغې د ژويو د خونديتوب او ښېګڼې پر چارو په پراخه کچه کار کړی. تر 2022ز کال پورې، نوموړې د غېر بشر حقوقو د پروژې په پلاوي کې شامله وه. د 2022ز کال د اپريل په مياشت کې، هغه د ملګرو ملتونو د سولې سفيره ونومول شوه. ګوډل د نړۍ راتلونکی شورا افتخاري غړې ده. [۴]

د ژوند لومړي کلونه

سمول

ويليري جين مورس-ګوډال د 1934ز کال د اپريل په مياشت کې د لندن په «هيمپسټډ» کې زېږېدلې، پلار يې يو سوداګر «مورټيمر هربرټ مورس-ګوډال» (1907-2001) او مور يې مارګريټ مايفنوي جوزف (1906-2000) نومېده، چې د «پيمبروک شاير» د «ميلفورډ هاوين» اوسېدونکې یوه ناول ليکونکې وه، نوموړې د «وين مورس-ګډال» په نوم ليکنې کړې وې.[۵][۶][۷][۸]

دا کورنۍ وروسته «بورن ماوت» ته وکوچېده، او ګوډل د «اپلينډز» په ښوونځي کې زده کړې وکړې، کوم چې د «پول سره نږدې يو خپلواک ښوونځی و.[۹]

په ماشوموالي کې، د ګوډل پلار هغې ته د لوبو د نانځکې پر ځای چې د يږ شکل يې درلود، د لوبو يو بل شی ورکړ چې د چمپانزي څېره يې درلوده، او «جوبلي» نوم يې درلود. ګوډال ويلي دي چې له هغې سره تړاو له ژويو سره د هغې ابتدايي مينه وپنځوله، او تبصره يې کړې چې، "زما د مور ملګرې د لوبو په دې شي حېرانې شوې وې، هغوی ګومان کاوه چې دا به ما ووېروي او ماته به وېرونکي خوبونه راکړي". جوبلي تر اوسه په لندن کې د ګوډال په مېز ايښی دی.[۱۰]

افريقا

سمول

ګوډل د تل لپاره د ژويو او افريقا لور ته ميلان درلود، کومې ليوالتيا چې نوموړې په 1957ز کال کې د کينيا په غره ييزو سيمو کې د يو ملګري فارم ته ورسوله. له همدې ځايه نوموړې د سکرترې په توګه کار کول تر لاسه کړل، او د خپل ملګري په مشوره عمل کولو سره، نوموړې کينيايي لرغون پوه او ژوپوه «لويس ليکي» ته تيليفون وکړ، چې د ژویو په اړه د بحث کولو لپاره د ليدنې د يو وخت ټاکلو څخه پرته يې بل هېڅ موخه نه وه. «ليکي» باور درلود چې د موجودو غټو شاديانو په اړوند مطالعه کول د «هومينيډ» د چلند اشارې چمتو کولای شي، او په همدې موخه د چمپانزي په اړوند د يو څېړونکي په لټه کې و، خو هغه دا نظریه د ځان لپاره ساتلې وه. د دې پر ځای، هغه ګوډال ته وړانديز وکړ چې د هغه د سکرترې په توګه کار وکړي. د خپل همکار څېړونکي او مېرمنې برتانوۍ حياتيات پېژندونکې «مېرې ليکي» څخه د تاييد له تر لاسه کولو وروسته، «ليکي» ګوډل په تانګانيکا (اوسنۍ تنزانيا) کې «اولډوايي ګوريج» ته واستوله، چېرته چې هغه خپلې طرحې وړاندې کړې.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په 1958ز کال کې، «ليکي» «ګوډال» لندن ته واستوله، تر څو له «عثمان هيل» سره د پرايميټ د چلند په اړه او له «جان ناپير» سره د پرايميټ د اناتومي په اړه زده کړه وکړي. ليکلي بوديجه تر لاسه کړه، او د 1960ز کال د جولای په څوارلسمه نېټه ګوډال د ګومبي سټريم ملي پارک ته ولاړه، او لومړۍ هغه څوک شوه چې «The Trimates» بلل کېدل. له هغې سره يې مور هم ملګرې وه، د چا شتون چې د مشر ساتونکي «ډيويډ اينسټي» د اړتياوو د پوره کولو لپاره اړين و، چا چې د دوی د خونديتوب په اړه اندېښنه درلوده. ګوډل دا امتياز خپلې مور ته منسوبوي چې د پرايميټولوژي په برخه کې د خپل مسلک جوړولو ته يې هڅولې وه، کوم چې هغه مهال د نارينه وو اکثريت څانګه وه. ګوډل ويلي چې د 1950ز لسيزې په وروستيو کې کله چې هغې خپلې څېړنې پيل کړې، نو مېرمنې په دې برخه کې نه منل کېدې. تر 2019ز کال پورې، د پرايميټولوژي څانګه نږدې له نارینه او مېرمنو دواړو څخه جوړه وه، او په دې برخه کې امتياز تر يو بريده د ګوډل ثبات او په دې برخه کې کار کولو ته د ښځو هڅولو ته ورکول کېږي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

«ليکي» بوديجه چمتو کړه، او په 1962ز کال کې يې ګوډل د کامبريج پوهنتون ته واستوله، په داسې حال کې چې هغې سند نه درلود. نوموړې اتم شخص و چې په کمبريج کې د دوکتورا د زده کړې اجازه په داسې حال کې ورکړل شوه چې د لسانس سند يې نه و تر لاسه کړی. نوموړې د کامبريج «نيونهم کالج» ته ولاړه، چېرته چې هغې تر 1964ز کال پورې په طبيعي علومو کې لسانس سند تر لاسه کړ، دا هغه مهال و چې نوموړې د کامبريج په «ډاروين کالج» کې په اخلاقياتو کې د فلسفې د دوکتورا تر لاسه کولو لپاره ولاړه. د نوموړې رساله په 1966ز کال کې د «رابرټ هندي» تر څارنې لاندې د ازادو ژونديو چمپانزي د چلند په اړوند بشپړه شوه، په کومه کې چې د ګومبي په خوندي ځای کې د هغې د لومړيو پنځو کلونو د مطالعې تفصيلات ورکړل شوي و.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د 2006ز کال د جون په نولسمه نېټه، د تنزانيې پرانيستي پوهنتون نوموړې ته د علومو افتخاري دوکتورا سند ورکړ.

په ګومبي سټريم ملي پارک کې څېړنه

سمول

ګوډل د چمپانزي ټولنيز او کورني ژوند مطالعه کړل، په 1960ز کال کې يې د تنزانيا د ګومبي ستريم په ملي پارک کې د «کاساکيلا» چمپانزي ټولنې څخه پيل کړی و. نوموړې وموندله چې "دا يوازې انسان نه دی چې شخصيت لري، څوک چې د عقلي فکر [او] خوشالۍ او غم په څېر جذباتو وړتيا لري". نوموړې همدا راز په غېږ کې د نيولو، ښکل کولو، په شا ټپولو او ان د تخڼولو په څېر چلندونه هم وليدل، کوم څه چې موږ د انسان کړنې بولو. ګوډل په ټينګار سره وايي چې دا اشارې د "نږدې، مرستندويه، له مينې ډکو اړيکو ثبوت دی چې د کورنۍ د غړيو او د ټولنې د نورو افرادو تر منځ پيدا کېږي، چې شونې ده له پنځوسو څخه د زياتو کلونو ژوند په اوږدو کې پر ځای پاتې شي".[۲۹][۳۰]

په ګومبي سټريم کې د ګوډال څېړنې د هغه مهال دوه پخواني باورونه وننګول او هغه دا چې: یوازې انسانان کولای شي وسايل جوړ او وکاروي، او دا چې چمپانزي يوازې شنه واښه خوړي. کله چې هغې يو چمپانزي وليد چې د بزو (بزه يو ډول خځنده دی) په يوه غونډۍ خوراک کوي، نوموړې وليدل چې چمپانزي بیا بيا د وښو ډنډر د بزو په سوريو کې ښکته کوي، او بيا يې له سوري په داسې حال کې راباسي چې ټول له بزو ډک وي، او دا په اغېزناک ډول د بزو ښکار کول و. چمپانزي به همدا راز له ونو څخه څانګې را اخيستلې، پاڼې به يې ځينې توږلې، تر څو ښه کار وکړي، دا د وسايلو جوړولو يوه بڼه وه، چې د وسايلو د جوړولو ابتدايي پيل دی. انسانانو له اوږدې مودې راهيسې خپل ځانونه د نورو ژويو له پاچاهيو څخه د "انسان د وسيلې جوړونکي" په توګه جلا کړی دی. د ګوډل انقلابي موندنو په غبرګون کې، «لويس ليکي» ولیکل، "اوس موږ بايد انسان او وسيله، يو ځل بيا تعريف کړو، او يا چمپانزي د انسان په توګه ومنو".[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د دې د سوله يیزې او له مينې ډک چلند په خلاف، ګوډل په ګومبي سټريم کې د چمپانزي د طبيعيت يو تيری کونکی اړخ هم وليد. نوموړې وليدل چې چمپانزي په منظم ډول د «کولوبوس» شاديانو په څېر دوی ته ورته کوچني پرايميټ ښکار کوي او خوري يې. ګوډل يوه ښکاري ډله وليدله چې يو کولبوس شادي يې په ونه لوړ ځای کې ګوښه کړ، او د هغه د تېښتې ټولې ممکنه لارې يې بندې کړې؛ له دې وروسته يو چمپانزي وروخوت او کولبوس يې ونيو او بيا يې وواژه. نورو بيا د دې د جسد يو څخه برخې واخيستې، او د هغوی د غوښتنې په ځواب کې يې د دې ډلې په نورو غړيو ووېشلې. چمپانزي په ګوبي کې هر کال د دې پارک د کولبوس د نفوس يو په درېیمه برخه وژني او خوري يې. دا يوازينۍ يوه ستره علمي موندنه وه، کوم څه چې د چمپانزي د خوراک او چلند پخواني تصورات ننګولي وو.[۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې

سمول
  1. The Biography Channel (2010). "Jane Goodall Biography". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Holloway, M. (1997) Profile: Jane Goodall – Gombe's Famous Primate, Scientific American 277(4), 42–44.
  3. "Jane in the Forest Again". National Geographic. April 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Jane Goodall, Board Member". Nonhuman Rights Project. لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Morris-Goodall, Valerie J" in Register of Births for Hampstead Registration District, volume 1a (1934), p. 748.
  6. England & Wales, Civil Registration Death Index, 1916–2007.
  7. 1911 England Census
  8. The Biography Channel (2010). "Jane Goodall Biography". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. The Biography Channel (2010). "Jane Goodall Biography". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Goodall, Jane; Phillip Berman (2000). Reason for Hope: A Spiritual Journey. New York: Warner Books. مخونه 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-446-67613-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Early Days". Jane Goodall Institute. 2010. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Jane Goodall Biography and Interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Jane Goodall helps humans and animals live together. Arusha, Tanzania: TED. June 2007. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Richards, Peter (2000). "Profile: Mirror of Humankind". Cambridge Alumni Magazine (44): 10–13. When I came up to Cambridge in 1962, I had no degree of any sort. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Morell, Virginia (1995). Ancestral Passions: the Leakey family and the quest for humankind's beginnings. New York: Simon & Schuster. مخونه 242. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-80192-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Goodall, Jane; Peterson, Dale (25 September 2002). Beyond Innocence: An Autobiography in Letters: The Later Years. Houghton Mifflin Harcourt. مخونه 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-618-25734-8. لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Early Days". Jane Goodall Institute. 2010. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Morgen, B.(Director).(2017). Jane [Motion Picture]. United States: National Geographic Studios
  19. CBC/Radio Canada, She Walks with Apes, accessed 16 January 2022
  20. The Biography Channel (2010). "Jane Goodall Biography". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Latson, Jennifer (14 July 2015). "How Jane Goodall Made a Scientific Breakthrough Without a College Degree". Time Magazine. لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۳. Goodall (who eventually earned a PhD in ethology at Cambridge University, where she was one of the few to do so without first earning a bachelor’s degree, per PBS) منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. (په 3 March 1996 باندې). Nature: Jane Goodall's Story. PBS.
  23. Richards, Peter (2000). "Profile: Mirror of Humankind". Cambridge Alumni Magazine (44): 10–13. When I came up to Cambridge in 1962, I had no degree of any sort. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Newnham College Honorary Fellows – Jane Goodall (2019)". Newnham College, Cambridge. Dame Jane Goodall DBE (BA Newnham College 1961, Natural Sciences; PhD Darwin College 1964). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Goodall, Jane (1966). Behaviour of free-living chimpanzees. repository.cam.ac.uk (PhD thesis). OCLC 1063634333. کينډۍ:EThOS. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. "Early Days". Jane Goodall Institute. 2010. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. "Curriculum Vitae, Jane Goodall, PhD, DBE" (PDF). Jane Goodall Institute. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Dale Peterson (11 November 2014). Jane Goodall: The Woman Who Redefined Man. Houghton Mifflin Harcourt. مخونه 261. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-547-52579-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Study Corner – Gombe Timeline". Jane Goodall Institute. 2010. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Jane Goodall's Wild Chimpanzees". PBS. 1996. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Goodall, Jane. Reason for Hope: A Spiritual Journey. New York: Warner Books, 1999.
  32. "Jane Goodall's Wild Chimpanzees". PBS. 1996. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Goodall, Jane. Reason for Hope: A Spiritual Journey. New York: Warner Books, 1999.
  34. Goodall, Jane. Reason for Hope: A Spiritual Journey. New York: Warner Books, 1999.
  35. "Tool Use". www.janegoodall.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جنوري ۲۰۱۴ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. The Jane Goodall Institute: "Chimpanzee Central", 2008.
  37. "Jane Goodall's Wild Chimpanzees". PBS. 1996. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. The Jane Goodall Institute: "Chimpanzee Central", 2008.
  39. Tresz, Hilda. "What chimpanzees do?" (PDF). www.chimpanzoo.org. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)