جوړښت په يو مادي شي يا نظام کې د عناصرو تر منځ يو له بل سره د يو ځای کېدو ترتيب يا جوړښت دی، يا هغه شي يا نظام دی چې په دې ډول منظم شوی وي. په مادي جوړښتونو کې د انسان له خوا جوړ شوي شيان شامل دي، لکه: ودانۍ او ماشينونه او طبيعي شيان لکه بيالوژيکي ژوندي موجودات، کاني توکي او کيمياوي مواد. په مطلقو جوړښتونو کې په یو کمپيوټر کې د معلوماتو جوړښتونه او د موسيقۍ بڼې شامل دي. د جوړښت په ډلو کې يوه ډلبندي (له يو څخه نیولې تر ډېرو پورې د اړیکو يوه لړۍ)، يوه شبکه چې له ډېرو سره د ډېرو د اړيکو ځانګړتيا لري، يا په خلا کې يو له بل سره په ګاونډ کې اجزاوو تر منځ د اړيکو ځانګړتياوې لري.[۱]

د بار اخستل سمول

ودانۍ، الوتکې، سکيلټونه، د ميږیانو ځالې، د لرګيو بندونه، پلونه او د مالګې ډېرۍ د بار اخستلو جوړښتونو ځينې بېلګې دي. د جوړښتونو پايلې په جوړو شويو او نا جوړو شويو جوړښتونو وېشلي دي او د انساني ټولنې زېربناوې تشکيلوي. ودان شوي جوړښتونه د هغوی د بېلا بېلو طرحو د طريقو او معيارونو پر بنسټ په پراخه کچه وېشل شوي دي چې په دې کې ودانيز جوړښتونه، تعميراتي جوړښتونه، د انجنيرۍ جوړښتونه او ميخانيکي جوړښتونه شامل دي.

په فزيکي جوړښتونو د بار اغېزې د جوړښتي تحليل په مټ تشخيصيږي، کوم چې د ودانيزې انجنيرۍ د کارونو يوه برخه ده. جوړښتي عناصر په يو بعديز (تنابونه، ستنې، غشي، ليندۍ) ، دوه بعديز (پردې، تختې، ميلې، ګومبزې) يا درې بعديز (سختې کتلې) ډول وېشل کېدای شي. درې بعديز عناصر د لومړيو جوړښتونو لپاره لومړی غوراوی و لکه «چيچن اټزا» يو بعديز عنصر يو بعد درلود چې له نورو دو, عنصرونو څخه ډېر ستر و، په همدې بنسټ دوه نور بعدونه په محاسبه کې له نظره غورځېدل، خو شونې ده چې د کوچنيو ابعادو نسبت او ترکيب د عنصر نرمي او پرتليزوالی وټاکي. دوه بعديز عناصر له يوه نري درېیم بعد سره کم کشش لري، خو کولای شي د دوه محوره عنصر د کشش په وړاندې مقاومت وکړي.[۲]

د جوړښت عناصر په جوړښتي نظامونو کې يو ځای وي. د ورځني بار زغملو جوړښتونه ډېر ځله د یوې برخې پر لور فعال جوړښتونه وي، لکه چوکاټ، کوم چې په بنسټيز ډول د يو بعديز (کاتيدونکي) جوړښت څخه جوړ شوي وي. نور ډولونه يې بار اخستونکي جوړښتونه دي، لکه «سټريسس» (منا ته ورته جوړښت)، سطحي فعال جوړښتونه لکه صدف ته ورته ودانۍ او راتاو شوې تختې، فارم اکټيو لکه مزی يا پردې جوړښت او هايبريډ جوړښتونه.[۳]

د بوج لرونکي بيالوژيکي جوړښتونه، لکه: هډوکي، غاښونه، خول او عصب، دوی خپل ځواک د بايومينرل او پروټين کارونکو جوړښتونو ګڼ سطحي ډلبندۍ څخه تر لاسه کوي، چې په ټيټه برخه کې يې کوليجين فايبر وي.[۴]

بيالوژيکي سمول

په بيالوژي کې، د ژوند یوه ځانګړتيا د هغه لوړ منظم جوړښت دی، کوم چې په ګڼو سطحو لیدل کېدای شي، لکه په حجرو، نسجونو، غړيو او ژونديو موجوداتو کې.[۵]

په بل ډول، په کوچنیو مالیکولونو کې هم جوړښت ليدل کېدای شي، په ځانګړي ډول په پروټينو او نيوکليک اسيډونو کې. د دې مالیکولونو دندې د دوی د بڼې او تر څنګ يې د دوی د اجزاوو په مټ ټاکل کېږي او د دوی جوړښت ګڼې سطحې لري. د پروټینو جوړښت څلور سطحيزه درجه بندي لري. بنسټيز جوړښت يې امينو اسيډ ترتيب دی چې دا ورڅخه جوړ شوی. دا يو پيتيدي د ملا تير لري(پيپټايد هغه شی چې له دوه يا زیاتو اميو اسيد څخه جوړ وي)، کوم چې د نايټروجين او دوه کاربوني اتومونو له  تکراري سلسلې جوړ شوی وي. دويمه درجه جوړښت يې د هايدروجني بندونو په مټ ټاکل شوي بيا بيا نمونو څخه جوړ وي. دوه بنسټيز ډولونه يې « α-helix» (مارپېچ) او « β-pleated» (ګونځې) پاڼه وي. درېیم جوړښت يې د «پولي پيپټايډ» ځنځيري مخکې او شاته تاويدونکی دی او څلوريز جوړښت يې هغه طريقه ده چې له درېيمو واحدونو څخه رايوځای کېږي او بيا تعامل کوي. د جوړښتي بيالوژي اړيکه د کوچنيو ماليکولونو د بايومالیکولر جوړښت سره ده.[۶][۷]

کيمياوي سمول

کيمياوي جوړښت هم ماليکولي، هندسې او هم برېښنايي جوړښت ته اشاره کوي. شونې ده چې د دې جوړښتونو استازولي په ډول ډول ډياګرامونو (انځورونو) سره وشي چې جوړښتي فارمولا يې بولي. ليويس جوړښتونه د يو اتوم لپاره د والس اليکترون د استازولۍ لپاره د ټکو (نقطو) له اشارو کار اخلي؛ دا هغه اليکترونونه دي، کوم چې په کيمياوي تعامل کې د اتوم دنده ټاکي. د ۷۱-۷۲ اتومونو تر منځ پيوند په يوې لیکې سره د اليکترونونو د هرې جوړې لپاره د يوې ليکې په مټ ښودل کېدای شي کوم چې شريکه ليکه ده. د داسې يو ډياګرام په ساده کړای شوې نسخې سره، چې سکيلټي فارمولا ورته وايی، يواځې کاربن-کاربن پيوندونه او عاملي ډلې ښيي.[۸][۹]

په يو کرايسټل کې اتومونه يو جوړښت دی، په کوم کې چې د يو بنسټيز واحد تکرار شامل وي چې واحده حجره يې بولي. اتمونه په يو جال باندې د ټکو په توګه جوړېدای شي او يو څوک کولای شي چې د همغږو کارونو اغېزې، په کوم کې چې د يوه ټکي په اړه تاوېدل، د متناسبو سطحو په اړه انعکاس، او ځای پر ځای کول معلوم کړي (په يو ميزان د ټولو نقطو حرکت). هر کريسټال يوه محدوده ډله لري چې د خلا ډله يې بولي، د هغو کارونو په ګډون چې په خپل ځان يې نقشه کاږي، د ۲۳۰ خلايي ډلو د شتون امکان شته. د نيومن د قانون سره سم، د کرايسټل همغږي د دې ټاکنه کوي چې د «پيزواليکټرسټي» او «فيرو ميګنيټزم» په ګډون يو کريسټال کوم فيزيکي خصوصيات لرلای شي.[۱۰][۱۱]

رياضيات سمول

موسيقي سمول

د عددي ارزونې يوه ستره برخه د موسيقۍ د کارونو جوړښت او تشريح پوښلې ده. جوړښت د يوه کار يوه برخه، ټول کار، يا د کارونو د يوې ډلې په کچه موندل کېدای شي. د موسيقۍ عناصر، لکه: زېر و بم، دوران او د موسيقۍ ظرفيت يا کيفيت په کوچنیو عناصرو کې راټولیږي، لکه: شکلونه او جملې او همدا بيا په خپل وار سره په سترو جوړښتونو کې یو ځای کېږي. ټولې موسيقۍ د درجه بندۍ جوړښت نه لري (د بېلګې په ډول د جان کيج) خو درجه بندي او تسلسل يې د اورېدونکي لپاره پوهېدل او د موسيقۍ زده کول اسانه کوي.[۱۲][۱۳]

له ژبنيو اصطلاحاتو سره په مقايسه کې، شکلونه او فقرې (جملې) د بشپړو موسيقي اندونو د جوړولو لپاره سره يو ځای کېدای شي، لکه جملې او فقرې. ستره برخه يې د دورې په نوم پېژندل شوې ده. د ۱۶۰۰ او ۱۹۰۰ تر منځ موده کې په پراخه ډول کارېدونکې بڼې يې دوه فقرې درلودې چې یوه يې مخکې او بله يې پايله ده چې نيم سر او تال (اهنګ) يې په منځ کې دی او يو بشپړ اهنګ يې په پای کې دی چې د پای نښه ايېښودل يې برابروي. په پراخه کچه يې يو حرکتي شکلونه شته، لکه سونيتا بڼه او کانتراپونټال بڼه، او ګڼې حرکتي بڼې، لکه: سمفوني.[۱۴][۱۵][۱۶]

ټولنيز سمول

ټولنيز جوړښت د اړیکو يوه بېلګه ده. دوی د ژوند په بېلا بېلو حالتونو کې د افرادو ټولنيز سازمانونه دي. جوړښت په خلکو عملي کېږي چې يوه ټولنه څه ډول د اړیکو د خصوصيت د نمونې په مټ په يو نظام کې منظمه شوې ده. دا د ډلې د ټولنيز تنظیم په نوم پېژندل کېږي. ټولنپوهانو د دې ډلو بدلېدونکی جوړښت مطالعه کړی دی. جوړښت او اداره د انساني چلند په اړه دوه سره په ټکر کې اندونه دي. په بشري افکارو د جوړښت او ادارې د اغېزو په اړوند بحث د ټولنپوهنې یو له مرکزي مسائلو څخه ده. په دې سياق او سباق کې، اداره د انفرادي بشر هغې وړتيا ته اشاره کوي چې کولای شي په خپلواک ډول عمل وکړي او په ازادانه ډول انتخاب وکړي. په دې ځای کې جوړښت هغو عواملو ته اشاره کوي، لکه ټولنيزې طبقې، دين، جنسيت، توکم، رواجونه او داسې نور. داسې ښکاري چې دا انفرادي فرصتونه محدودوي يا پرې اغېز لري.[۱۷]

سرچينې سمول

  1. "structure, n.". Oxford English Dictionary (Online). 
  2. Carpinteri, Alberto (2002). Structural Mechanics: A unified approach. CRC Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780203474952. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Knippers, Jan; Cremers, Jan; Gabler, Markus; Lienhard, Julian (2011). Construction manual for polymers + membranes : materials, semi-finished products, form-finding design (الطبعة Engl. transl. of the 1. German). München: Institut für internationale Architektur-Dokumentation. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783034614702. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Zhang, Z.; Zhang, Y.-W.; Gao, H. (1 September 2010). "On optimal hierarchy of load-bearing biological materials". Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences. 278 (1705): 519–525. doi:10.1098/rspb.2010.1093. PMC 3025673. PMID 20810437. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Urry, Lisa; Cain, Michael; Wasserman, Steven; Minorsky, Peter; Reece, Jane (2017). "Evolution, the themes of biology, and scientific inquiry". Campbell Biology (الطبعة 11th). New York: Pearson. د کتاب پاڼي 2–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0134093413. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Banaszak, Leonard J. (2000). Foundations of Structural Biology. Burlington: Elsevier. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780080521848. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Purves, William K.; Sadava, David E.; Orians, Gordon H.; H. Craig, Heller (2003). Life, the science of biology (الطبعة 7th). Sunderland, Mass.: Sinauer Associates. د کتاب پاڼي 41–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780716798569. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hill, Graham C.; Holman, John S. (2000). Chemistry in context (الطبعة 5th). Walton-on-Thames: Nelson. د کتاب پاڼې 391. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780174482765. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. DeKock, Roger L.; Gray, Harry B. (1989). Chemical structure and bonding (الطبعة 2nd). Mill Valley, Calif.: University Science Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780935702613. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ashcroft, Neil W.; Mermin, N. David (1977). Solid state physics (الطبعة 27. repr.). New York: Holt, Rinehart and Winston. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780030839931. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Newnham, Robert E. (2005). Properties of materials anisotropy, symmetry, structure. Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191523403. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Analysis". Grove Music Online. Oxford Music Online. Oxford University Press. 
  13. Meyer, Leonard B. (1973). Explaining music : essays and explorations. Berkeley: Univ. of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520022164. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Stein, Leon (1979). Anthology of Musical Forms: Structure & Style (Expanded Edition): The Study and Analysis of Musical Forms. Alfred Music. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781457400940. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Sentence". Grove Music Online. Oxford Music Online. Oxford University Press. 
  16. "Phrase". Grove Music Online. Oxford Music Online. Oxford University Press. 
  17. Lopez, J.; Scott, J. (2000). Social Structure. Buckingham and Philadelphia: Open University Press. OCLC 43708597. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780335204960. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)