جوړه تاو شوي کیبل

په عمومي ډول ټول Tp کیبلونه د یو یا ډیرو سره تاو شوو او پوښل شوو میسي تارونو یا سیمونو لرونکي وي چي د تارونو تاو والی یا twists ځکه مهم دي چې د همدې تاووالي له امله الیکترومقناطیسي ساحه رامینځ ته کیږي او د باندینو څپو د مداخلې مخینیوی کوي نو څومره چې یې تارونه ډیر سره تاو شوي وي په هماغه اندازه د کیبل مقاومت ډیر او قیمت یې لوړ وي.

TP کیبلونه په دوه ډوله دي

۱- بې پوښه یا Unshielded Twisted Pair (UTP) ۲ - پوښ لرونکی یا Shielded Twisted Pair (STP)

UTP یو یا څو جوړې تارونه لري چې د یو حفاظتي پوښ په وسیله پوښل شوې وي STP هغه ډول کیبل دی چې د بهرني حفاظتی پوښ سربیره پکې هره جوړه د یو بل فلزي تارونو څخه جوړ شوی پوښ په وسیله پوښل شوي وي.

د TP دواړه ډولونه ، یو ټي پي او ایس ټي پي په مختلفو شکلونو کې استعمالیږي چې زیاتره شپکې د یو، دوه، څلور، شپږو او اتو جوړو TP کیبلونه کاروي. یادونه باید وکړو چې ځینې ټي پي کیبلونه کیدای شي د پنځوسو څخه تر سلو جوړو تارونو پورې په یو کیبل کې ولري.

بې پوښه TP یا UTP: هغه یو ټی پی کیبلونه چی نتورک کی کارول کیږی همیشه یو یا څو جوړی تارونه لری چی پکی د تاووالی اندازه د میتر یا فټ له مخی اندازه کیږی. د I EEE له خوا یو بل وړاندی شوی معیار 10BaseT دی چی دلته ټی د یو ټی پی څخه استازیتوب کوی دغه معیار اوس مهال د نیتورک د کیبل غزولو مشهور شکل دی چی اعظمی اوږدوالی یی سل متره دی

یو ټي پي کیبلونه د Electronic Industry Alliance یا EIA ، TIA یا Telecommunication Industry Assosiation او ANSI یا American National Standard Institute له لوري د ANSI/TIA/EIA 568 د سیم غزولو د معیار له مخې په لاندې کتګوریو ویشل شوي:

Category 1 یا لومړۍ کتګوري: د یوټي پي هغه ډول دی چې د عامو تلیفون سیټونو لپاره کارول کیږي چې د ډیټا لیږدولو توان نه لري او یوازې غږونه لیږدولی شي. په دې ډله کې هغه یوټي پي راځي چې د ۱۹۸۲ کال څخه د مخه کارول کیده

Category 2: د یو ټي پي هغه ډول دی چې bandwidth یې 4mbs دی. د معلوماتو د لیږدولو توانایي هم لري او د څلور جوړه سیمونو څخه جوړ شوی. څرنګه چې د دا ډول کیبلونو د لیږد سرعت یا سپیډ ډیر کم دی ځکه خو نن سبا نه کارول کیږي.

Category 3 : د یو ټي پي هغه ډول دی چې د 10mbs په سرعت ډیټا لیږدوي. دا کتګوري هم څلور جوړه تارونه یا سیمونه لري چې هره جوړه کم تر کمه په یو فپ کې درې او په مترکې لس تاوکښونه یا twists لري. دا ډول کیبلونه په زړو نیټورکونو کې کارول کیدل خو دا مهال د نیټورک د ټیکنالوجۍ په پرمختګ سره چې 100mbs او 1Gbps سپیډ لري دا ډول کیبلونه کار نه کوي او باید بدل شي.

Category 4 : د یو ټي پي کیبل هغ ډول دی چې د 16mbs په اندازه معلومات لیږدوي او د سیګنالونو اندازه یې 20MHz دی. دا لومړنی کیبل دی چې له غږ سره سره ډیټا هم لیږدولی شي او څلور جوړه تارونه لري.

Category 5 : پنځمه کتګوري یا Cat 5 د یو ټي پي هغه ډول دی چې د 100mbps په تیزوالي ډیټال لیږدوي او څلور جوړه تارونه لري.

۶ - پرمختللې پنځمه کتګوري 'Cat 5 Enhanced : لکه د نامه څخه چې یې ښکاري د Cat 5 پرمختللي بڼه او هغه کمی پکې پوره شوی چې پنځمې کتګورۍ لرلو. دا ډول کیبل په ګیګابایټ نیټورک کې کارول کیږي.

Cat 6: د یو ټي پی نوموړی ډول د 250MHz په فریکوینسيۍ ډیټا لیږدوي او د ډیټا د لیږد تیزوالی یا بینډویډت یې 1000Mbps دی. نوموړی کیبلونه په 10000Mbps نیټورکونو کې هم کار کوي.

Cat 6A : دا د TP کیبلونو تر ټولو وروستۍ بڼه ده چې د 2008 کال د فبروري په میاشت کې بازار ته وړاندې او معرفي شوې. د کیبلونو دغه ډول د 500MHz په فریکونسۍ سره فعالیت کوي او د معلوماتو د لیږدولو تیزوالی یا سرعت یې په یوه ثانیه کې لس ګیګا بایټه یا 10GBps دی.

Cat 7: د ټې پی نوې بڼه ده چې د ۶۰۰ میګا هرتز په فریکوینسۍ سره په یوه ثانیه کې د لس ګیګا بایټو ډیټا د لیږدولو توانايي لري. نوموړی کیبل نن سبا په نیټورکونو کې ډیر نه کارول کیږي.

پوښ لرونکي TP یا Shilded Twisted Pair(STP د TP دا ډول کیبلونه د باندیني پوښ سر بیره دننه یو بل پوښ هم لري، همدارنګه د تارونو هره جوړه د یو پوښ په وسیله پوښل شوې وي. دا ډول پوښونه د کیبل د لیږد چټکتیا زیاتوي همدارنګه کیبل ته په اوږدو فاصلو د معلوماتو دلیږد توانایي وربخښي او د باندنیو اغیزو څخه د نه یا کم اغیزمن کیدو چانس رامینځ ته کوي ځکه خو ایس ټي پي د یو ټي پي څخه په زیاته فاصله او ډیر سرعت سیګنالونه لیږدولی شي.

د STP لپاره د ANSI/EIA/TIA کوم ځانګړی معیار نشته. دا ډول کیبلونه په دننه کې دوه جوړې تارونه لري چې ۱۵۰۰ اومه مقاومت لري او په عامو نیټورکونو یا ایدرنیټ کې نه کارول کیږي، البته په ځینو ځانګړو لیږدونو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د کمپیوټر سره هغه نښلوونکی یا Connector چې د یو ټي پي کیبلونو لپاره کارول کیږي RJ-45 یا Regestered Jack #45 دی. دا کنیکټر د تلیفون د کنکټر یا RJ -11 سره ورته دی یوازې په دومره توپیر سره چې د تلیفون د کنکټر څخه یو څه پراخه او د اتو نښلیدونکو سیمانو لرونکی دی په داسې حال کې چې د عام تلیفون نښلوونکی څلور سیمه لري.

په پای کې یادونه کوو چې TP کیبل په کمپیوټري شبکو کې تر هر بل کیبل څخه زیات کاریدونکی کیبل دی چې نن سبا د نیټورکونو لپاره تل لومړنی انتخاب دی او په دفترونو، کورونو او نورو ځایونو کې د نیټورک د جوړولو لپاره همدا ډول کیبلونه کارول کیږي. د نیټورک نور کیبلونه د بیلګې په ډول نوري فایبر او نور د backbone په ډول کارول کیږي.