په پیونګ یانګ کې د جوچه برج.
هغه مجسمې چې کیم ایل سونګ او کیم جونګ ایل ته درناوی کوی.

جوچه (په انګلیسي: /ˈdʒuːtʃeɪ/ JOO-chay)، په رسمي ډول جوچه آیډیا (په کوریايي ژبه: 주체사상; RR: Juche sasang) چې د جوچه تفکر او جوچیزم په توګه هم ژباړل شوې، د شمالي کوریا دولتي آیډیا ده چې د دغه هېواد د دولت له خوا «د ملي او نړیوال تفکر په توګه د کیم ایل سونګ اصلي، ځلېدونکی او انقلابي لیدلوری» بلل شوی. د دغې نظریې له مخې «انسان د خپل برخلیک واکمن دی»، وګړیزې ټولګې باید د «انقلاب او رغاونې» د ماسټرانو په توګه چلن وکړي او همدارنګه یو ملت په ځان باندې د بسیا کېدو او پیاوړي کېدو په حالت کې کولای شي، واقعي سوسیالیزم ته لاسرسی ومومي. [۱][۲]

کیم ایل سونګ دغې ایدیالوژي ته چې په اصل کې د مارکسېزم- لینېنزم ډول بلل کېده، تر هغه مهاله وده ورکړه، کله چې د هغه د ځای ناستي زوی کیم جونګ ایل له خوا د شمالي کوریا لپاره جلا ایدیالوژي اعلان شوه؛ د شمالي کوریا دولت جوچه د سیاسي خپلواکۍ، اقتصادي پرځان بساینې او په پوځي برخه کې د پرځان باور په برخو کې د ګټه اخیستونکو اصولو په توګه ومنله.

په جوچه کې د مارکسېزم- لینینېزم تاریخي ماتریالیستي نظریات شاملېږي، خو په کلکه سره په فردیت، ملي دولت او د هغو پر حاکمیت ټینګار لري. هماغه ډول چې په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې کیم جونګ ایل د کیم د احتمالي ځای ناستي په توګه وبلل شو، رهبر ته وفاداري د جوچه د اساسي برخې په توګه هماغه ډول چې د یو موټي ایډیالوژیک سیسټم د ټینګښت په لسو اصولو کې بیان شوې وه، د تایید وړ وګرځېده.

جوچه آیډیالوژي د هغو د منتقدینو له خوا افراطي ملت پالنه او همدارنګه له مارکسېزم – لینینېزم څخه انحراف بلل شوی.

تاریخچه سمول

رېښه سمول

د شمالي کوریا د دولت له رسمي اعلامیې د جوچه رېښه په ۱۹۳۰ زکال کې په امپریالیزم ضد ځوانانو لیګ کې د کیم ایل سونګ تجاربو او د دغه لیګ آزادي غوښتونکو او جاپان ضد مبارزاتو ته اړونده بولي. د یوې آیډیالوژي په توګه جوچه ته لومړۍ مستنده نغوته په ۱۹۵۵ زکال کې د کیم ایل سونګ له خوا د « مذهبي تعصب د له منځه وړو او په ایډیالوژیکي برخه کې د جوچه د فورمولبندۍ او بنسټ اېښودو» اړوندې وینا پر مهال وشوه. دغه وینا په چین کې د یانانیانو مخکني اصلاحي خوځښت ته د ورته او مشابه پاکسازۍ د ترویج په موخه وشوه. [۳][۴][۵]

د آیډیالوژي په برخه کې څېړونکي او د کیم ستر سلاکار هوانګ جانګ یوپ د کیم دغه د ۱۹۵۵ زکال وینا ،د ۱۹۵۰ مې لسیزې په وروستیو کې لیکلې وه، هغه مهال چې کیم خپل شخصیتي ځایګی جوړاوه او هڅه یې کوله چې د مارکسېزم او لینینېزم په برخه کې خپلې نسخې ته وده ورکړي. [۶][۷][۸]

وده سمول

کیم ایل سونګ لومړنی کس و چې په ۱۹۵۵ زکال کې یې د خپلې وینا پر مهال جوچه ته نغوته وکړه، ده وویل:

په کوریا کې د انقلاب په موخه باید د کوریا تاریخ او جغرافیه او همدارنګه د کوریايي وګړو رسم او رواچ وپېژندل شي. دغه چاره یوازې په دې ډول ترسره کېدلای شي، چې خپل خلک په هغه توګه چې د هغو لپاره مناسبه ده، و روزو او همدارنګه په هغوی کې د هغو د زیږون او مورني وطن اړوند مینه راوپاروو.[۹]

کیم ایل سونګ د ۱۹۶۵ زکال په خپله وینا کې چې د اپرېل په ۱۴ مه نېټه یې وکړه،«د کوریا د خلکو په دیموکراتیک جمهوریت او د سویلي کوریا په انقلاب کې د سوسیالېزم د رامنځته کولو اړوند» د جوچه درې اساسي اصول بیان کړل:
  1. سیاسي خپلواکي (کوریايي: 자주; RR: jaju; MR: chaju)
  2. اقتصادي پرځان بساینه (کوریايي: 자립; RR: jarip; MR: charip)
  3. په پوځي برخه کې پرځان باور (کوریايي: 자위; RR: jawi; MR: chawi )

د جوچه په اړه د کار اصلي پایله د کیم جونګ ایل په نامه د On the Juche Idea تر عنوان لاندې رساله کې په ۱۹۸۲ زکال کې خپره شوه. دغه رساله په شمالي کوریا کې د «جوچه د معتبرې او جامعې شرحې» په توګه عمل کوي. د دغې رسالې پر بنسټ د کوریا کارګري ګوند (WPK) د جوچه د تفکر له مخې د وګړیزو ټولګو د روزنې مسئولیت پر غاړه لري. د دغې رسالې له مخې جوچه په بشپړ ډول کیم ایل سونګ ته اړونده ده چې «د کوریا د انقلاب د مشر د آیډیا استازیتوب کوي ... موږ د جوچه په آیډیا باندې د ټولې ټولنې د برابرولو سپېڅلې دنده پر غاړه لرو». کیم جونګ ایل په دغه اثر کې بیانوي چې جوچه له مارکسېزم – لینینېزم څخه خلاقانه ګټنه نه ده، بلکې د «بشریت د تاریخ په پراختیا کې نوې دوره ده». په داسې حال کې چې د ۱۹۲۰ مې لسیزې په «کمونېستانو او ملت پالو» باندې یې د هغو د اشرافیت پلوه درېځونو له امله نیوکه کوله او ادعا یې کوله چې دوی «له وګړیزو ټولګو طلاق اخیستی اوجلا شوي». د مارکسېزم – لینینېزم له مقدماتو څخه د WPK لرې والی په ښکاره ډول د «راځئ چې د مارکسېزم – لینینېزم او جوچه نظریې تر بیرغ لاندې لاریون وکړو» تر عنوان لاندې مقاله کې څرګندېږي.[۱۰][۱۰][۱۱][۱۱][۱۰]

د ۱۹۹۷ زکال په اګست میاشت کې د کوریا د خلکو د جمهوریت مرکزي کمېټې د جوچه کالیزې د کارونې اړوند یو لړ مقرارت وټاکل. له ۱۹۱۲ زکال (د کیم ایل سونګ د زیږون کال دی) وړاندې کلونو لپاره میلادي کلونه کارول کېږي، خو له ۱۹۱۲ زکال وروسته کلونه د جوچه د کلونو په نوم یادېږي. د بېلګې په توګه: ۲۰۲۲ ز کال  د جوچه کال له مخې «۱۱۱ جوچه کال» کېږي؛ ځکه 2022 − 1911 = 111 کېږي. کله چې له جوچه کال څخه ګټنه کېږي، تر ډېره یې میلادي معادل هم ورسره په خوا کې لیکل کېږي، لکه "Juche 111, 2022" یا «Juche 111 (2022)». [۱۲]

د نړۍ پراختیا سمول

کیم باور درلود چې د جوچه اصول نه یوازې په کوریا بلکې په ټولنه نړۍ کې پلي کېدلای شي. له ۱۹۷۶ کال راهیسې شمالي کوریا د جوچه اړوند نړیوال سیمینارونه مدیریت کړي. د جوچه په اړه نړیوال عملي کنفرانس د ۱۹۷۶ زکال د سپټمبر میاشتې له ۲۸ مې نیټې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې د ماداګاسکار دیموکراتیک جمهوریت په ملاتړ/سپانسرشیپ په آنتاناناریوو (Antananarivo) کې جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د نړۍ له ۵۰ هېوادونو څخه دولتي او ګوندي مخکښو چارواکو، عامه شخصیتونو، د انقلابي او مترقي سازمانونو استازو، پوهانو او خبریالانو ونډه لرله. د مالاګاسي ولسمشر دیدیه راتسیراکا د شمالي کوریا سره خپله خواخوږي او له هغو کلک ملاتړ څرګند کړ. د دغه کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې راغلي: [۱۳]

د مخالفو ځواکونو په شتون سربېره، د وګړو هوډ، ځواک او باور د ځمکنۍ پراختیا او پرمختللې تکنالوژۍ له مخې نه سنجش کېږي او نه هم له بډاینې او شتمنۍ څخه کم اهمیت لري. هغه کسان چې غواړي د تاریخ درس په ډېرې راحتۍ او چټکۍ له یاده وباسي، الجزایر، ویتنام، ګینه بسائو، موزابیق، انګولا او موږ ته نږدې زیمبابوې، نامیبیا او آزانیا یې ښې بېلګې دي چې کولای شي، دوی ژور فکر کولو ته اړ کړي. هغه څه چې موږ غواړو ، یوازې د سیاسي خپلواکۍ کمال نه دی. شیطاني ځواکونه په چل ول سره په اقتصاي اهرامو کې لاسوهنه کوي، څو خپل غوره توب ته دوام ورکړي او موږ د ځای ناستو او د هر څه بایلونکو ځای ته راټیټ کړي.[۱۴]

د شمالي کوریا دولت د جوچه نظریې نړیوال بنسټ (په پیل کې د جوچه نړیوال څېړنیز مرکز) په ۱۹۷۸ زکال کې په توکیو کې پرانیست، څو د جوچه نړیوال څېړنیز مرکز په چارو څارنه وکړي. په پیونګ یانګ کې د جوچه برج په ۱۹۸۲ زکال کې بشپړ شو چې په کې له ټولې نړۍ څخه د جوچه د پلویانو او څېړونکو ډلو ستاینه شوې وه. د ۱۹۶۰ مې لسیزې په وروستیو کې د متحده ایالاتو د تور پړانګ ګوند (Black Panther Party) د جوچه آیدیالوژي سره خپله همفکري اعلان کړه. په ۲۰۱۶ زکال کې د نیپالي کاریګرو او بزګرانو ګوند په باکتاپور ښار باندې په خپله اداره کې جوچه آیډیا د خپل لارښود په توګه معرفي کړه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې سمول

  1. Juche Idea: Answers to Hundred Questions. Pyongyang: Foreign Languages Publishing House. 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. French 2014، ص. 45.
  3. Juche Idea: Answers to Hundred Questions. Pyongyang: Foreign Languages Publishing House. 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hyung-chan Kim and Tong-gyu Kim. Human Remolding in North Korea: A Social History of Education. Lanham, MD: University Press of America. 2005. p. 10.
  5. Journal of Asiatic Studies. 高麗大學校亞細亞問題硏究所. 13 (3–4): 63. 1970. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: دورية دون عنوان (link)
  6. Choe, Yong-ho., Lee, Peter H., and de Barry, Wm. Theodore., eds. Sources of Korean Tradition, Chichester, NY: Columbia University Press, p. 419, 2000.
  7. Becker, Jasper (2005). Rogue Regime: Kim Jong Il and the Looming Threat of North Korea. New York City: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 65–66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-517044-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. French, Paul (2007). North Korea: The Paranoid Peninsula – A Modern History (الطبعة 2nd ed. Print.). New York: Zed Books. د کتاب پاڼې 30. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cumings 2005، صص. 421–22.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Kwak 2009، ص. 19.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Kwak 2009، ص. 20.
  12. "Rules on use of Juche Era adopted". Archived 13 March 2010 at the Wayback Machine. KCNA.
  13. Cumings 1997، ص. 404.
  14. Juche, the Banner of Independence. Pyongyang: Foreign Languages Publishing House. 1977. د کتاب پاڼې 11. OCLC 4048345. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ""Our Common Struggle Against Our Common Enemy": North Korea and the American Radical Left" (PDF). WilsonCenter.org. Woodrow Wilson International Center for Scholars. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Black Panther's Secret North Korean Fetish". NKNEWS.ORG. 20 December 2012. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مې ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Seulki Lee (په 25 April 2016 باندې). City of devotees devotes itself to development. Nepali Times
  18. Abt 2014، صص. 73–74.
  19. Lynn 2007، صص. 107–108.