جوزف پریسټلي

جوزف پریسټلي د FRS اوارډ ګټونکی (/ˈpriːstli/ ۱۷۳۳ مارچ ۲۴مه – ۱۸۰۴ فبروري ۶مه) یو انګرېز کیمیاپوه، طبیعي فیلسوف، جلا غوښتونکی یا معارض الهیات پوه، ژبپوه، د ګڼو مضامینو ښوونکی، او لیبرال سیاسي تیوریست و، چې له ۱۵۰ ډېر اثار یې خپاره کړي دي. له ​​تاریخي اړخه نوموړي ته په ۱۷۷۴ کال کې د اکسیجن د کشف اعتبار ورکول کېږي، چې د سیمابو یا مېرکوریک اکسایډ د حرارتي تجزیې له لارې یې جلا کړی و. که څه هم سویډنی کیمیاپوه کارل وېلهېلم شیله یې هم د کشف په اړه کلکې ادعاوې لري، خو پریسټلي خپلې موندنې لومړی خپرې کړې. ښاغلي شیله دا ګاز پوتاشیم نایټریټ، مېرکوریک اکسایډ، او ګڼو نورو موادو ته د تودوخې په ورکولو سره په شاوخوا ۱۷۷۲ کال کې کشف کړی و.[۱۴][۱۵][۱۶]

جوزف پریسټلي
(انګلیسي: Joseph Priestley د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جوزف پریسټلي
جوزف پریسټلي

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ مارچ ۱۷۳۳[۱]
مړینه 6 فبروري 1804 (71 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای انګلېنډ   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
برېتانيا [۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف [۹]
دينپوهنه
ښوونکی
فزيک پوه
سياستوال
ليکوال [۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي
انگليسي [۱۱][۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
کيميا
طبيعي فلسفه [۱۳]
زده کړه [۱۳]
ژبپوهنه [۱۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر جرمي بینتام
یان آموس کمېنسکي   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د پریسټلي د ژوند پر مهال، د هغه پام‌وړ ساینسي شهرت د کاربونېټ شوو یا ګاز لرونکو اوبو د اختراع، د برېښنا په اړه د هغه د لیکنو، او د څو "هوا" (ګازونو) د کشفولو له کبله و، چې ترټولو مشهور یې نوموړي د "ډیفلوژیکي هوا" (اکسیجن) په نوم یاد کړ. د پریسټلي هغه هوډ چې غوښتل یې د فلوجیسټون تیورۍ دفاع وکړي او هغه څه رد کړي چې بیا پر کیمیاوي انقلاب بدلېږي، بالاخره نوموړی د هغه مهال په ساینسي او علمي ټولنه کې ګوښه او منزوي کړ.[۱۷]

د پریسټلي علم او افکارو د هغه له مذهبي افکارو او الهیاتو سره ټینګه اړیکه لرله، او هغه په ​​​​پرله پسې توګه هڅه کوله چې د روشنګرۍ عقلپالنه له عیسوي خدای‌باورۍ سره یوځای کړي. په مېتافزیکي لیکنو کې یې هم هڅه کړې چې پر خدای (ج) باور، مادېزم یا ماتریالېزم، او جبرپالنه یا حتمیت سره یوځای کړي، هغه پروژه چې "زړور او اصیل" نومول شوې ده. هغه پر ​​​​دې باور و، چې د طبیعي نړۍ سمه پوهه به د انسان پرمختګ ته وده ورکړي او بالاخره به د عیسوي زریزې یا د مسیحیت زرینې دورې (Christian millennium) ته د رسېدلو لامل شي. پریسټلي د نظریاتو پر آزاده تبادله کلک باور درلود او د مذهبي اختلافاتو په برخه کې د زغم او مساوي حقونو مدافع و. د نوموړي همدغو باورونو له هغه سره په انګلستان کې د یوواليزم یا وحدت‌پالنې (Unitarianism) د خوځښت په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړه. د پریسټلي د اثارو او نشریاتو اختلافي ماهیت، د فرانسې له انقلاب څخه د هغه له ښکاره ملاتړ سره یوځای، د خلکو او حکومت شکونه راپورته کړل، او نوموړی بالاخره په ۱۷۹۱ کال کې په برمینګم کې د یوې پارېدلې ډلې له لوري د هغه د کور او کلیسا له سوځولو وروسته لومړی لندن ته او بیا وروسته متحده ایالاتو ته په تېښته مجبور شو. هغه خپل وروستي لس کاله د پنسلوانیا په نارتمبرلنډ سیمه کې تېر کړل.[۱۸][۱۹]

پریسټلي د خپل ژوند په اوږدو کې د یوه عالم او ښوونکي په توګه، د انګلیسي ګرامر په اړه یو بنسټیز او د نوي فکر لرونکی اثر او د تاریخ په اړه څو کتابونو د خپرولو په شمول، د روزنپوهنې یا تدریس علم (pedagogy) په برخه کې هم پا‌وړ کار کړی، او ځینې خورا اغېزناک لومړني مهالوېشونه یې چمتو کړل. دا تعلیمي او روزنیزې لیکنې د پریسټلي ترټولو مشهور اثار دي. که څه هم د هغه مېتافزیکي یا ماوراءالطبیعتي اثارو بیا خورا زیات نفوذ درلود او د جېرمي بېنتام، جان سټوارټ مېل، او هربرټ سپېنسر په څېر فیلسوفانو لخوا د ګټورتیا یا منفعت‌پالنې د تیوریو لپاره لومړنۍ سرچینې ګڼل کېږي.

وارېنګټن اکاډمي (۱۷۶۱-۱۷۶۷) سمول

پریسټلي په ۱۷۶۱ کال کې د چیشیر سیمې وارېنګټن ښارګوټي ته ولاړ او د دغه ښار په مخالف فکره اکاډمۍ (Dissenting academy) کې یې د عصري ژبو او بیان او بلاغت د ښوونکي دنده په غاړه واخیسته، که څه هم هغه د ریاضیاتو او طبیعي فلسفې تدریس ته ترجیح ورکوله. هغه په​​ وارېنګټن کې ښه سمبال شو او ژر یې ګڼ ملګري پیدا کړل. په دغو ملګرو کې یې ډاکټر او لیکوال جان آیکین، د هغه خور د ماشومانو لیکواله انا لیتیتیا آیکین، او کلال او سوداګر جوسیا ویج‌ووډ شامل وو. ویج‌ووډ په ۱۷۶۲ کې له پریسټلي سره ولیدل. دوی بیا وروسته ډېر کم له یو بل سره لیدل، مګر لیکونه، د کیمیا په اړه مشورې او لابراتواري تجهیزات به یې سره تبادله کول. [۲۰][۲۱]

د ۱۷۶۲ کال د جون پر ۲۳مه پریسټلي د ریکسام ښارګوټي اوسېدونکې ماري وېلکېنسن سره واده وکړ. پریسټلي د خپل واده په اړه لیکلي:

دا یوه ډېره مناسبه او خوشحاله اړیکه ثابته شوه، زما مېرمن د ښې پوهې خاونده ښځه ده، له مطالعې او لوستلو سره لا ډېره ښه شوې، د لوی زغم او ذهني ځواک خاونده، او په لوړه کچه مینه ناکه، خیرخواه او سخاوتمنده ده. د ځان په پرتله نورو ته زیاته توجه کوي. همدارنګه، د کورنیو چارو په اړه په هر کار کې خورا ښه ده، هغې زه په بشپړه توګه له ټولو اندېښنو او جنجالونو بېغمه کړم، او ما ته یې ممکنه کړه چې خپل ټول وخت خپلو زده کړو او مطالعاتو او خپلو نورو دندو او کارونو ته ورکړم.[۲۲]

د ۱۷۶۳ کال د اپریل په ۱۷مه د دوی یوه لور پیدا شوه، چې دوی د پریسټلي د ترور په نوم "سارا" ونوموله. [۲۳]

ښوونکی او تاریخپوه سمول

ټول هغه کتابونه چې پریسټلي په وارینګټن کې خپاره کړل د تاریخ پر مطالعه یې ټینګار درلود. پریسټلي دا د دنیوي کامیابۍ او مذهبي ودې لپاره اړینه ګڼله. هغه د ساینس او ​​​​عیسویت تاریخونه په دې هڅه ولیکل چې د بشر پرمختګ او په متناقضه توګه د سوچه "لومړني مسیحیت" نشتون روښانه کړي.[۲۴]

پریسټلي "د مدني او فعال ژوند لپاره د لیبرال زده کړو د دورې په اړه مقاله" (۱۷۶۵)، "د تاریخ او عمومي پالیسۍ په اړه لیکچرونو" (۱۷۸۸)، او نورو اثارو کې استدلال کړی چې د ځوانانو زده کړې باید د دوی د راتلونکو عملي اړتیاوو اټکل وکړي. د ګټورتیا دغه اصل د وارېنګټن اکاډمۍ د متوسط ​​​​ټولګي د لېواله زده کوونکو لپاره د غیردودیز نصاب اړوند د هغه انتخابونه رهبري کړل. هغه د کلاسيکو ژبو پر ځای عصري ژبې او د لرغوني تاريخ پر ځای د عصري تاریخ سپارښتنه وکړه. د تاریخ په اړه د پریسټلي لیکچرونه په ځانګړي ډول انقلابي وو. هغه د تاریخ په اړه پروډینټالیست یا د ټولو پېښو خدایي کنټرول (providentialist) او پر طبیعت ولاړ روایت بیاناوه او استدلال یې کاوه چې د تاریخ مطالعه د خدای (ج) د طبیعي قوانینو درک ته وده ورکوي. پردې سربېره، د زریزې یا د مسیحیت طلایي دورې په اړه د هغه لیدلوری له ساینسي پرمختګ او د بشریت د پرمختګ اړوند د هغه له خوشبینۍ سره کلک تړلی و. هغه پر ​​دې باور و، چې هره تاریخي دوره به د پخوانۍ هغې په پرتله وده وکړي او د تاریخ مطالعه خلکو ته دا شونتیا وربښي چې دا پرمختګ درک او پرمخ بوځي. دا چې پریسټلي د تاریخ مطالعه یوه اخلاقي اړتیا ګڼله، هغه د منځنۍ طبقې د مېرمنو د زده کړو ملاتړ هم کاوه چې هغه مهال یوه غیر معمول چاره وه. د ښوونې او روزنې ځینو پوهانو پریسټلي د ۱۷مې پېړۍ د جان لاک او د ۱۹مې پېړۍ هربرټ سپېنسر ترمنځ دورو کې د تعلیم او ښوونې او روزنې په اړه ترټولو مهم انګرېز لیکوال بللی دی. د هغه د "تاریخ په اړه لیکچرونه" اثر پراخ هرکلی شوی او د ګڼو تعلیمي بنسټونو لخوا کارېدلی، چې پکې په هاکني کې نوی کالج، براون پوهنتون، پرینسټون پوهنتون، ییل پوهنتون، او کامبریج پوهنتون یې د یادولو وړ دي. پریسټلي دوه داسې چارټونه ډیزاین کړي وو چې د هغه د لیکچرونو لپاره د نظري مطالعې د مرستندویه موادو په توګه کار وکړي. دا چارټونه په حقیقت کې مهالوېشونه دي، او په ۱۸مه پېړۍ کې خپرو شوو مهالوېشونو ترټولو اغېزناکو هغو په توګه ګڼل شوي دي. دواړه چارتونه ډېرې لسیزې خورا مشهور وو، او د وارینګټن اکاډمۍ چارواکي د پریسټلي له لیکچرونو او چارټونو دومره متاثر شوي وو چې د اډینبورګ پوهنتون له لوري یې هغه ته په ۱۷۶۴ کال کې د حقوقو د دوکتورا سند د ورکړې زمینه برابره کړه. د دې دورې په جریان کې پریسټلي په منظمه توګه د بیان او بلاغت په اړه لیکچرونه وړاندې کړل چې وروسته بیا په ۱۷۷۷ کال کې "د وینا فن او تنقید په اړه د لیکچرونو یوې دورې" په بڼه خپاره شول.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

طبیعي فیلسوف: برېښنا، د بصریاتو علم، او ګاز لرونکې اوبه سمول

که څه هم پریسټلي ادعا کړې چې طبیعي فلسفه یې یوازې یو شوقي کار و، خو بیا یې هم جدیت پکې درلود. د "برېښنا تاریخ" اثر کې نوموړي ساینسپوهان د "بشریت د امن او خوښۍ" سرچینه بللې ده. د پریسټلي ساینس یا علم خورا عملي بڼه لرله او هغه په ندرت سره پر تیوریکي پوښتنو فکر کاوه. د هغه ماډل بنیامین فرانکلین و. کله چې هغه لیډز ښار ته ولاړ، هلته یې خپلو برېښنایي او کیمیاوي تجربو ته دوام ورکړ (چې وروستنۍ هغه یې په ګاونډ کې د بیر یا شرابو له فابریکې څخه د کاربن ډای اکسایډ د ثابتې رسونې په مرسته وشوه). د ۱۷۶۷ او ۱۷۷۰ کلونو ترمنځ، هغه له دغو لومړنیو تجربو څخه پنځه مقالې شاهي ټولنې ته وړاندې کړې. په لومړیو څلورو لیکنو کې د کورونال یا برېښنایي تاج ایستلو (coronal discharges) او د برېښنا له خارجېدو سره تړلو نورو ښکارندو څېړنه شوې وه، او پنځمې مقالې بیا له بېلابېلو سرچینو څخه د لرګیو د سکرو د تېرولو پر توان (conductivity of charcoals) بحث کړی و. د هغه نورو تجربو بیا پر کیمیا او نیوماتیک یا د ګازونو د خواصو پر علم تمرکز درلود.[۳۳][۳۴]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/joseph-priestley — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  2. Joseph Priestley — سمونګر: National Assembly
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Joseph-Priestley — subject named as: Joseph Priestley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7041 — subject named as: Joseph Priestley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/priestley-joseph — subject named as: Joseph Priestley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb121114992 — subject named as: Joseph Priestley — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  7. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=joseph;n=priestley — subject named as: Joseph Priestley
  8. Joseph Priestley
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118793357 — د نشر نېټه: ۱۱ اپرېل ۲۰۲۳
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121114992 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/258898531
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=nlk20010094363 — د نشر نېټه: ۸ جنوري ۲۰۲۳
  14. "Priestley" Archived 30 October 2014 at the Wayback Machine.: Collins English Dictionary – Complete & Unabridged 2012 Digital Edition.
  15. H. I. Schlesinger (1950). General Chemistry (الطبعة 4th). د کتاب پاڼې 134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kuhn, 53–60; Schofield (2004), 112–113. The difficulty in precisely defining the time and place of the "discovery" of oxygen, within the context of the developing chemical revolution, is one of Thomas Kuhn's central illustrations of the gradual nature of paradigm shifts in The Structure of Scientific Revolutions.
  17. "Joseph Priestley, Discoverer of Oxygen National Historic Chemical Landmark". American Chemical Society (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Tapper, 10.
  19. Tapper, 314.
  20. Schofield, Robert E. (2009). Enlightened joseph priestley : a study of his life and work from 1773 to 1804. University Park: Penn State Univ Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-271-03625-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Meyer, Michal (2018). "Old Friends". Distillations. 4 (1): 6–9. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Priestley, Autobiography, 87.
  23. See Thorpe, 33–44 for a description of life at Warrington; Schofield (1997), 89–90, 93–94; Jackson, 54–58; Uglow, 73–75; Thorpe, 47–50; Holt, 27–28.
  24. Sheps, 135, 149; Holt, 29–30.
  25. Priestley, Joseph. Essay on a Course of Liberal Education for Civil and Active Life. London: Printed for C. Henderson under the Royal Exchange; T. Becket and De Hondt in the Strand; and by J. Johnson and Davenport, in Pater-Noster-Row, 1765.
  26. Thorpe, 52–54; Schofield (1997), 124–25; Watts, 89, 95–97; Sheps, 136.
  27. Schofield (1997), 121; see also Watts, 92.
  28. Schofield (2004), 254–59; McLachlan (1987–90), 255–58; Sheps, 138, 141; Kramnick, 12; Holt, 29–33.
  29. Priestley, Joseph. A Chart of Biography. London: J. Johnson, St. Paul's Church Yard, 1765 and Joseph Priestley, A Description of a Chart of Biography. Warrington: Printed by William Eyres, 1765 and Joseph Priestley, A New Chart of History. London: Engraved and published for J. Johnson, 1769; A Description of a New Chart of History. London: Printed for J. Johnson, 1770.
  30. Rosenberg, 57–65 and ff.
  31. Gibbs, 37; Schofield (1997), 118–19.
  32. J. Priestley. A Course of Lectures on Oratory and Criticism. London, 1777. Ed. V. M. Bevilacqua & R. Murphy. Carbondale: Southern Illinois University Press, 1965.
  33. Qtd. in Kramnick, 8.
  34. Schofield (1997), 227, 232–38; see also Gibbs, 47; Kramnick, 9–10.