جورج وایت (۳ ډسمبر ۱۷۲۶ – ۸ جون ۱۸۰۶ زکال) د حقوقو لومړنی امریکايي پروفیسور، پام وړ کلاسیک څېړونکی، د متحده ایالاتو له بنسټ اېښودونکو پلرونو او همدارنګه د ویرجینیا قاضي و. وایت له لومړنیو هغو اوو کسانو څخه و چې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه یې لاسلیک کړه او په قاره یي کانګرس او همدارنګه د فلادلیفیا په کنوانسیون کې د ویرجنیا استازی و. هغه د یاد کنوانسیون په هغه کمېټه کې خدمت وکړ چې د کنوانسیون قوانین او مقرارت یې جوړ کړل. نوموړي د متحده ایالاتو د اساسي قانون له لاسلیک کولو وړاندې کنوانسیون پرېښود څو د خپلې ښځې پالنې وکړي چې د مړینې په حال کې وه. نوموړی د متحده ایالاتو د اساسي قانون د تصویب په موخه د ویرجینیا کنوانسیون ته وټاکل شو او مرسته یې وکړه چې د هغه د زېږېدنې د ایالت له خوا د اساسي قانون تصویب ته لار برابره کړي. وایت د توماس جفرسون، جان مارشال، هنری کلې او نورو هغو کسانو چې وروسته د متحده ایالاتو مشران شول؛ ښوونکی و او هغوی یې روزلي و. [۳]

جورج وایت
جورج وایت
جورج وایت

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات

لويې برېتانيا پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک
لاسليک
جورج وایت
جورج وایت

وایت چې د ویرجنیا د کرنیزو ځمکو لرونکې بډایه کورنۍ کې وزېږېد؛ وروسته له هغه چې له خپل تره سره یې زده کړې وکړې د ویرجینیا په ویلیامزبورګ کې یې حقوقي کار ځانته جوړ کړ. نوموړی په ۱۷۵۴ زکال کې د بورګیسیس جرګې غړی شو او د سورپوستو او فرانسویانو ترمنځ د جګړې پر مهال یې د دفاعي لګښتونو د نظارت په برخه کې مرسته وکړه. نوموړي د ۱۷۶۵ زکال له سټمپ قانون (Stamp Act) او همدارنګه په دیارلسو مستعمراتو باندې د بریتانیا له خوا د وضع شوو مالیاتو سره مخالفت وکړ. نوموړی همدارنګه په ۱۷۷۶ زکال کې د ویرجینیا د اساسي قانون د کنوانسیون غړی و او د ویرجینیا د بیرغ او مهر په طراحي کې یې مرسته وکړه. وایت د خپل ژوند ډېر مهال د قاضي په توګه کار وکړ په پیل کې د سولې قاضي و او بیا یې د ویرجینیا په محکمه کې خدمت وکړ. له دې سربېره نوموړی په ویلیام او مري کالج (College of William & Mary) کې د حقوقو مخکښ استاد و او څو تکړه کار زده کوونکي یې له ځان سره استخدام کړل. هغه تر ډېره جفرسون ته نږدې و او خپل د خوښې وړ کتابونه یې په خپل وصیت کې جفرسون ته پرېښودل. وایت د خپل عمر په وروستیو کې په مخ پر زیاتېدونې بڼه له غلامۍ څخه رنځېده او له خپلې مړینې وړاندې یې خپل څلور غلامان آزاد کړل. په ۱۸۰۶ زکال کې د وایت له مړینې وروسته، د هغه د ورور لمسی د هغه د مړینې په تور محاکمه شو خو برائت یې ترلاسه کړ.

لومړنی ژوند او زده کړې

سمول

وایت د ۱۷۲۶ زکال د ډسمبر په ۳ مه نېټه په چسټرویلې کې وزېږېد، هغه کرونده چې د وایت کورنۍ د دریو نسلونو له خوا اداره کېده او د هغه مهال په الیزابت ښار ګوټي کې چې اوس د ویرجنیا همپټون سیمه ده موقعیت یې درلود. د هغه مورنی بابا جورج کیث نومېده چې له کواکر وزیرانو څخه و او د غلامۍ له لومړنیو مخالفینو څخه و چې د انګلنډ کلیسا ته راګرځېدلی و خو انګلستان ته له ګرځېدو وړاندې ختیځو سواحلو ته د مبلغ په توګه ولېږل شو. مور یې مارګاریت واکر چې د ویرجینیا له کېکوتان څخه وه، یوه باسواده ښځه وه چې د یوې کواکرې په توګه را لویه شوې وه او په خپل زوی کې یې له درس سره لیوالتیا رامنځته کړه. د ژوند په وروستیو کلونو کې وایت د خپلو لرغونو کواکري جامو او همدارنګه نرم چلن له امله ډېر شهرت وموند آن تر دې چې یو خشن سپي به هم ورته «سر ټیټ کاوه او خپله لکۍ یې ورته ښوروله». وایت د خپل پلار له ناڅاپي مړینې وروسته وړاندې له دې چې په پرنس جورج ښارګوټي کې د خپل تره سټیپن ډیوي په دفتر کې حقوقي کار ته مخه کړي په ویلیامزبورګ کې د ګرامر په یوه ښوونځي کې شامل شوی و. [۴][۵][۶]

مسلک

سمول

وایت په ۱۷۴۶ زکال کې هماغه کال چې مور یې مړه شوه د الیزابت ښار په محکمه کې د وکیل په توګه ومنل شو. له دې وروسته هغه سپاتسیلوانیا ښارګوټي ته کډه وکړه څو د پیډمونټ په څو ښارګوټو کې خپل قانوني فعالیتونه مخکې یوسي. په ۱۷۴۷ زکال کې یې د خپل لارښود زاخاري لوئیس له لور آن لوئیس سره واده وکړ. له دې سره د هغه مېرمن د ۱۷۴۸ زکال د اګست په ۱۰ مه نېټه مړه شوه. دغه بې اولاده او غم ځپلی کونډ ویلیامزبورګ ته بېرته راوګرځېد؛ همدلته وایت خپل ژوند حقوقو او د هغو سکالرشیپونو ته وقف کړ او هغه لار یې ونیوله چې د عمومي خدماتو په برخه کې په یو پام وړ مسلک واوښته. [۷][۸]

استعماري سیاستوال او روزونکی

سمول

د ۱۷۴۸ زکال په اکتوبر میاشت کې کورنیو اړیکو (بنجامین والر د زاخاری لوئیس خپل و) له وایت سره مرسته وکړه څو د بورګیسیس جرګې د دوه ځواکمنو کمېټو، د امتیازاتو او انتخاباتو او همدارنګه د وړاندیزونو او شکایاتو د کمیټو د کارکوونکي په توګه لومړنۍ دولتي دنده ترلاسه کړي. وایت په دغه کمېټو کې د وکالت سربېره د ویلیامزبورګ په مقننه قوه کې خپل کار ته دوام ورکړ؛ هغه چاره (په یو وخت کې دوه دندې تر سره کول) چې هغه مهال یې جواز درلود. په ۱۷۵۰ زکال کې وایت د لومړي ځل لپاره د ویلیامزبورګ د مشرانو په ډله کې وټاکل شو. وایت همدارنګه د لنډ مهال لپاره له ۱۷۴۵ زکال څخه تر ۱۷۵۴ زکال پورې د شاهي لوی څارنوال په توګه خدمت وکړ؛ نوموړی د مرستیال والي رابرټ ډینویډي له خوا هغه مهال د دغې څوکۍ لپاره وټاکل شو کله چې پیټون رانډولف د بورګیسیس په استازولۍ لندن ته سفر کړی و څو ډینویډي ته یو د سرو زرو نښان او د ځمکو انحصاري رسمي مهر ترلاسه کړي. وایت وروسته له هغه چې رانډولف له خپل ناکام سفر څخه بېرته راوګرځېد استعفا یې ورکړه. ډینویډي د رانډولف له راګرځېدو نږدې درې کاله وروسته انګلنډ ته بېرته وګرځېد. [۹][۱۰]

د ۱۷۵۴ زکال د اګست د ۲۲ مې نېټې په غونډه کې وایت د مړ شوي ارمیسټیډ بوروېل پر ځای په بورګیسیس کې د ویلیامزبورګ استازی شو. په ۱۷۵۵ زکال کې د وایت مشر ورور توماس له ماشوم لرلو پرته ومړ. وایت ته د کورنۍ چسترویل کرونده په میراث ورسېده او د الیزابت ښار په مقننه قوه کې هغه ته د خپل ورور (وړاندې یې د پلار) ځایګی پاتې شو. احتمال دا دی چې وایت په ویلیامز بورګ کې ژوند ته دوام ورکړ، ځکه د هغه د قانون جوړونې کار دوام وموند او همالته یې له الیزابت تالیافرو سره واده وکړه. د هغې پلار ریچارډ تالیافرو چې د کروندو څښتن و، دوی ته یې په ویلیامزبورګ کې کور جوړ کړ چې د وایت کور ورته ویل کېده.[۱۱]

وایت د ۱۷۵۴ او ۱۷۵۵ زکال په غونډو کې (نه د ۱۷۵۶- ۱۷۵۸ زکال په عمومي ناستو کې) د ویلیامزبورګ د استازي په توګه خدمت وکړ. د دغې مهالیزې فاصلې پر مهال وایت بیاځلي د امتیازاتو او انتخاباتو او د شکایاتو او وړاندیزونو په کمېټو کې د منشي په توګه وټاکل شو، همدارنګه یې د عدلي محاکمو د کمېټې منشي توب هم وکړ او په ۱۷۵۹ زکال کې په انګلستان کې د مستعمرې له استازي سره د اړیکې نیولو په موخه د مکاتباتو په کمېټه کې وګمارل شو. په ۱۷۵۹ زکال کې ویلیام او مري کالج وایت د رانډولف د ځای ناستي په توګه وټاکه او په ۱۷۶۰ او ۱۷۶۱ زکال کې یې بیا هم دغه ځای ته وټاکه. وایت د فرانسې او سورپوستو ترمنځ د جګړې د دفاعي لګښتونو په نظارت کې مرسته وکړه. وایت د ۱۷۶۱، ۱۷۶۵ او ۱۷۶۷ زکلونو پر مهال په عمومي ناستو کې د الیزابت ښار له دوه استازو څخه یو و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په داسې حال کې چې وایت د خپلې تواضع او آرام خوی لرلو له امله شهرت درلود خو د ۱۷۶۵ زکال له سټمپ قانون او د بهرنیو مستعمراتو د تنظیم په موخه د بریتانوي دولت د راتلونکو هڅو سره په مخالفت یې راډیکالي شهرت وموند. ورته مهال وایت له راتلونکو والیانو فرانسیس فوکیه، څلورم بارون ناربرون بریکلي سره کلکې د ملګرتیا اړیکې وساتلې. وایت همدارنګه د شخصي صداقت له امله هم شهرت درلود چې آن کلونه وروسته یې کشیش لی ماسي اړ کړ څو وایت «یوازنی رښتیا ویونکي وکیل چې تر اوسه یې زه پېژنم» وبولي. فوکیه، وایت او د کالج استاد ویلیام سمال به تل له یو بل سره کښېناستل او د فلسفې، طبیعي تاریخ، ژبو، تاریخ او نورو موضوعاتو اړوند به یې خبرې کولې. په ۱۷۶۲ زکال کې سمال هغه ته وړاندیز وکړ چې د هغه د یو مخکښ زده کوونکي توماس جفرسون لارښود شي، هغه چاره چې د جفرسون پر ژوند یې ژور اغېز وکړ.  [۱۸][۱۹]

سرچينې

سمول
  1. پیوستون : 133683842  — د نشر نېټه: ۱۶ مارچ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Open Library ID: https://openlibrary.org/works/OL2424244A?mode=all — subject named as: George Wythe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
  3. usconstitution.net Notes on the Constitution, U.S. Constitution
  4. Dill, p. 5.
  5. Dill, p. 12, indirectly citing George Wythe Mumford.
  6. "George Wythe". Colonial Williamsburg. بياځلي په April 9, 2017.
  7. Dill, p. 10.
  8. Dill, p. 3.
  9. Dill, pp. 12–15.
  10. Brown, pp. 38–39.
  11. Stanard, p. 133.
  12. Stanard, pp. 135, 137, 139, 140–146.
  13. Brown, pp. 47–48 argues that Wythe served as burgess from Elizabeth City Country during 1756 and the College of William & Mary in 1758, but Chiswell defeated Wythe for the Williamsburg seat and he also lost the Elizabeth City County election.
  14. Kirtland, p. 89.
  15. Stanard, pp. 146–154.
  16. Dill, p. 15.
  17. Stanard, pp. 154–179.
  18. Brown, p. 36, citing William Meade, Old Churches, Ministers and Families of Virginia (Vol. 1)(Philadelphia 1856) p. 238 and a eulogy by Parson Weems reprinted in R.D. Anderson, "Chancellor Wythe and Parson Weems," William and Mary Quarterly series 1, vol. 25 (July 1916) pp. 13–19.
  19. Brown, pp. 75–79.