جودا پي. بنجامین
جودا فیلېپ بنجامین (زوکړه: د ۱۸۱۱ زکال د اګست ۶مه – مړینه: د ۱۸۸۴ زکال د مۍ ۶مه نېټه) امریکايي وکیل او سیاستوال و. دی له لوئیزیانا څخه د متحده ایالاتو سناتور، د ایالتي کنفدراسیون د کابینې غړی او د امریکا د کورنۍ جګړې په پای کې بریتانیا ته له تېښتې وروسته انګلیسي مدافع وکیل و. بنجامین لومړنی یهودي و چې د متحده ایالاتو په کابینه کې یې څوکۍ لرله او ورته مهال لومړنی هغه کس و چې د خپل ایمان له بدلون پرته یې د متحده ایالاتو سنا جرګې ته لار ومونده.
بنجامین لندني الاصله سفاردي یهودي والدین لرل او وروسته له هغه یې د ډنمارکي ویسټ انډیز سنټ کروکس ته کډه وکړه چې د ناپلیوني جګړو پر مهال د بریتانیا له خوا اشغال شو. د دوی کورنۍ د لا فرصتونو په لټون کې متحده ایالاتو ته کډه او بالاخره د سویلي کارولینا په چارلسټون سیمه کې استوګن شوه. جودا بنجامین ییل کالج ته د زده کړو په موخه ولاړ، خو له فراغت وړاندې یې هغه خوشی کړ. له دې ځایه نیو اورلئان ته ولاړ، هلته یې حقوق ولوستل او د وکیلانو په ډله کې یې ځای وموند.
بنجامین د وکالت او هم د سیاست په ډګرونو کې په چټکۍ وده وکړه. دی په یوه بډایه ځمکه لرونکي واوښت چې پریمانه غلامان یې لرل؛ ده په ۱۸۵۲ زکال کې د متحده ایالاتو سنا جرګې ته له لارموندنې وړاندې د لوئیزیانا ایالت په دواړو قانون جوړونکو جرګو کې خدمت وکړ. په دغه جرګه کې نوموړی د غلامۍ یو له پیاوړو ملاتړو څخه و. وروسته له هغې چې لوئیزیانا په ۱۸۶۱ زکال کې جلا شوه، بنجامین له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه او نیواورلئان ته وګرځېد. ورته مهال کله چې د کنفدراسیون ولسمشر جفرسون ډیوېس، د لوی څارنوال په توګه وګماره ډېر ژر یې له هغه ځایه ریچمونډ ته کډه وکړه. بنجامین په دغه ځایګی باندې چندان مسئولیتونه نه لرل، خو ډیوېس د هغه د وړتیاوو تر اغېز لاندې راغلی و او دی یې د جګړې وزیر وګماره. بنجامین په پرېکنده توګه له ډیوېس څخه ملاتړ وکړ او هغه هم د خپلې وفادارۍ له امله د ۱۸۶۲ زکال په مارچ میاشت کې د بهرنیو چارو وزیر وټاکه، په داسې حال کې چې بنجامین د روانوک ټاپو په جګړه کې د پاڅون کوونکو څخه د ماتې له امله له نیوکو سره مخ و. [۱]
بنجامین د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ډېره هڅه وکړه څو فرانسه او بریتانیا د کنفدراسیون دولت په رسمیت وپېژني، خو هڅې یې بریالۍ نه شوې. د کنفدراسیون د خوندیتوب په موخه په داسې حال کې چې پوځي ماتو وضعیت په مخ پر زیاتېدوني ډول ناهیلی کوونکی کړی و هغه د غلامانو له آزادۍ او وسله وال کولو ملاتړ وکړ، خو وړاندیزونه یې یوازې د جګړې په وروستۍ میاشت کې تر یوه بریده ومنل شول. وروسته له هغه چې ډیوېس د ۱۸۶۵ زکال په لومړیو کې د کنفدراسیون له پلازمینې څخه ریچمونډ ته وتښتېد، بنجامین یې ملتیا وکړه. هغه ولمسشریزه ډله پرېښوده او وتوانېد له متحده ایالاتو څخه ځان وباسي، خو ډیوېس د اتحادیې د ځواکونو له خوا ونیول شو. بنجامین د بېړۍ پر مټ لویې بریتانیا ته ولاړ، هلته له استوګن کېدو وروسته مدافع وکیل او په ۱۸۸۳ زکال کې له تقاعد وړاندې یوځل بیا په خپل مسلک کې د شهرت اوج ته ورسېد. دی راتلونکی کال په پاریس کې ومړ.
په کنفدراسیون کې دولتي څوکۍ
سمولد جګړې وزارت
سمولبنجامین د جګړې د وزیر په توګه له ویرجینیا څخه تر تکزاس پورې د قلمرو مسئولیت پر غاړه درلود. د هغه دنده د کنفدراسیون د پوځونو په تغذیې، تامین او همدارنګه په داسې یو نوي جوړ شوي هېواد کې د هغو د وسله وال کولو څارنه وه چې خپله یې هېڅ د وسلو تولید نه درلود. په دې بنسټ بنجامین خپله دنده بهرنیو چارو ته نږدې بلله، ځکه چې کنفدراسیون د خپلو پوځونو د اړتیاوو پوره کولو په موخه وارداتو ته اړتیا لرله. ډیوېس د «دفاعي جګړې» ستراتیژي غوره کړې وه؛ یعنې دا چې کنفدراسیون د اتحادیې برید ته په تمه و څو د هغو ځواکونو ته ماته ورکړي، تر دې چې لینکولن نور ستړی شو او پوځونه یې ور ولېږل. ډیوېس او بنجامین له یو بل سره نږدې کار کاوه او هغه مهال چې د ډیوېس دې ته پام شو چې هغه کنفدراسیون او ده ته وفادار دی نو پر ده یې بشپړ باور وکړ. وارینا ډیوېس لیکلي، « دا زما لپاره یوه حیرانونکې منظره وه؛ د ولسمشر او د هغه د جګړې د وزیر بشپړې ملګرتیا ته ثابت نږدېتوب. دا یو ډېر تدریجي نږدېوالی و، له همدې امله هم ډېر پیاوړی و». [۲]
په هغو میاشتو کې چې بنجامین د جګړې وزیر و، په زرګونو پیغامونه یې ولېږل. د ایوانز په خبره بنجامین په پیل کې «شته تعصب په خپله ګټه واړوه او یهودي ځلانده اذهانو ته یې د سویلي وګړو له غریزي درناوي ګټنه وکړه». له دې سره بنجامین له داسې ستونزو سره مخ و چې د هغو د حل په برخه کې یې ډیره لږ وړتیا لرله. کنفدراسیون په کافي توګه سرتېري، د هغو د قومندانۍ لپاره روزل شوي افسران او د سمندري پوځ او ملکي چارو لپاره بېړۍ نه لرلې؛ سربېره پر دې یې په کافي کچه د بېړیو، وسلو او د توپخانې لپاره د باروتو د تولید وړتیا نه لرله. اتحادیې بیا ټولو دغو مواردو ته لاسرسی درلود او همدارنګه یې اروپايي منابعو ته د سویل له لاسرسي څخه د مخنیوي په موخه له کلابندیو او همدارنګه د هغو منابعو له پېرلو کار اخیست چې احتمال یې درلود سویل ورته لاس اوږد کړي. د سویلي اړخ په نورو ستونزو کې د هغو د نارینه و او پوځي افسرانو دایمي نشه توب شامل و چې د شمالي اړخ د احتمالي برید د وخت او ځای اړوند یې هېڅ ډاډ نه درلود. ورته مهال بنجامین په پوځ او یا هم د دولت په اجرایوي قوه کې کومه تجربه نه لرله او له امله یې د داسې ټیټ ځایګي لرونکی و چې نه یې شو کولای د ډیوېس له پرېکړو سره مخالفت وکړي. [۳][۳][۴][۵]
د کنفدراسیون د بهرنیو چارو وزارت
سمولبنجامین د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تل دا هڅه وکړه څو بریتانیا او فرانسه کنفدراسیون په رسمیت وپېژني – بل هېڅ هېواد دغه چاره نه ترسره کوله مګر دا چې ځواکمنو هېوادونو د دغې چارې سرلاري کړې وای. ده دغه چاره د کنفدراسیون څخه د ملاتړ د زیاتوالي او د هغو د بهرنۍ سوداګرۍ د غوړېدو لامل بلله چې کولای یې شو کنفدراسیون وژغوري. [۶]
د کنفدراسیون د بهرني سیاست اساسات
سمولپه ۱۸۵۰مه لسیزه کې ارزانې سویلي پنبې اروپايي صنعتونو ته لمن ووهله. د بریتانیا هغه کارخونې چې د ۱۹مې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې یې پراختیا موندلې وه، تر ۱۸۶۰ زکال پورې یې د نورو ټولو صنعتي هېوادونو څخه په زیاته کچه صنعتي پنبه کاروله. بریتانیا ته د پنبې واردات نږدې په بشپړه توګه د امریکا له سوېل څخه وو. [۷]
په ۱۸۵۵ زکال کې د اوهایو یو استوګن ډیوېډ کریسټي د «پنبه پاچا ده: یا غلامي د سیاسي اقتصاد په رڼا کې» تر عنوان لاندې مقاله خپره کړه. کریسټي استدلال کاوه چې د پنبې جریان د صنعتي نړۍ لپاره دومره مهم دی چې قطع یې کولای شي ویجاوړونکې واوسي – نه یوازې د متحده ایالاتو د شمال لپاره ځکه چې پنبه د متحده ایالاتو تر ټولو لوی صادراتي توکی و. دغه نظریې د «پنبې د پاچا» د نظریې په توګه شهرت وموند چې ډیوېس ورسره لېوالتیا لرله. بنجامین هم د دغې نظریې په ګټه خبرې کولې، په داسې حال کې چې بټلر له اروپا څخه د خپل لومړي لاس درک له امله د هغو اړوند شکمن و او پر هغو «ښه پوهېده». [۸]
هغه مهال چې جګړه پیل شوه، ډیوېس د بنجامین د مشورې پر خلاف هغو هېوادونو ته د پنبې په صادراتو بندیز ولګاوه چې د کنفدراسیون دولت یې په رسمیت نه پېژانده؛ په دغو کې په ځانګړي ډول بریتانیا او فرانسه هم شامل وو. له دې امله چې اتحادیې هم هڅه کوله د کنفدراسیون له بنادرو څخه د پنبې د کېدونکو صادراتو مخه د کلابندۍ او یا نورو لارو چارو پر مټ ونیسي؛ دغه پرېکړه تر یوه بریده د ولسمشر لینکولن او د هغه د بهرنیو چارو د وزیر ویلیام اېچ. سیوارډ په ګټه وه. سربېره پر دې هغه مهال چې جګړه پیل شوه، بریتانیا په پریمانه کچه پنبه په خپلو ګودامونو کې لرله چې پر مټ یې د دغه هېواد کارخونو د یو کال لپاره په نیم مهالې بڼه کار کولای شو. په داسې حال کې چې ډېری مخکښو بریتانویانو باور درلود سویل به ګټونکی کېږي، خو تر هغه مهاله یې د ریچمونډ د رسمیت پېژندو اړوند شک درلود تر څو چې هغو د خپل دښمن په ماتولو کې پوځي بریا ته لاسرسی نه وي موندلی. د رسمیت پېژندو پر خلاف ډیری مواردو له غلامۍ څخه له کرکې سرچینه اخیسته، په داسې حال کې چې یو شمېر لږ یې د متحده ایالاتو له دولت سره د غوره اړیکو د ساتلو په موخه وو – د ۱۸۶۲ زکال د وچکالۍ له امله بریتانیا اړ شوه په زیاته کچه غنم او اوړه له متحده ایالاتو څخه هېواد ته وارد کړي. همدارنګه بریتانیا وېرېدله چې پراختیا غوښتونکي امریکایان به په زیان منونکو کاناډايي مستعمراتو برید وکړي، هماغه ډول چې سیوارډ ورته اشاره کړې وه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
سرچينې
سمول- ↑ Weil, Julie Zauzmer (10 January 2022). "More than 1,800 congressmen once enslaved Black people. This is who they were, and how they shaped the nation". Washington Post. نه اخيستل شوی 5 May 2024. Database at "Congress slaveowners", The Washington Post, 2022-01-13, نه اخيستل شوی 2024-04-29
- ↑ Evans، مم. 121–123.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Evans، م. 134.
- ↑ Evans، م. 122.
- ↑ Meade 1943، مم. 189–191.
- ↑ Meade 1943، مم. 248–250.
- ↑ Owsley، مم. 1–11.
- ↑ Butler، م. 256.
- ↑ Evans، م. 223.
- ↑ Evans، م. 222.
- ↑ Owsley، مم. 39–41.
- ↑ Evans، مم. 116–117.