جنیټیکي ورته والی

جنیټيکي ورته والی یوه پروسه ده چې د کونراډ اچ واډینګټون لخوا توصیف شوې ده چې په هغه کې یو فینوټایپ چې په لومړیو کې د چاپېریالي شرایطو لکه د یوه ټراټوجن په وړاندې پاتې کېدو په ځواب کې تولیدېږي، وروسته د مصنوعي ټاکنې یا طبیعي‌ ټاکنې له لارې په جنیټیکي توګه کوډ کېږي. د سطحي بڼو سربېره، دا د کسبي شخصیتونو (لامارکي) وراثت ته اړتیا نه لري، که څه هم د اپي جنیټیک وراثت په بالقوه توګه کولی شي پر پایلې باندې اغیزې پرېږدي. واډینګټون څرګنده کړه چې جنیټیکي ورته والی د ټاکنې لپاره پر هغه خنډ باندې چې دی یې د پرمختیایي لارو کانالیزه کول بولي، برلاسی کېږي؛ هغه اټکل کاوه چې د ژوندي موجود جنیټیک د دې لپاره تکامل موندلی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د طبیعي چاپېریالي بدلونونو سربېره وده په ځانګړي روش سره مخته ځي.[۱]

د جنیټیکي ورته والي کلاسیکه بېلګه په ۱۹۴۲ او ۱۹۵۳م کلونو کې د واډینګټون لخوا یوه جوړه آزمېښتونه وو. هغه د ډروسوفیلا مېوه يي مچ جنین د ایټر په معرض کې کېښود او د هغوی په فینوټایپ کې یې شدید بدلون رامنځته کړ: هغوی دوه ګونې سینې رامنځته کړې چې د bithorax جېن اغیزې ته ورته وې. دې بدلون ته د هومئوټیک نوم ورکړل شو. هغه مچان چې هالټرانو ته یې وده ورکړې وه (د رښتینو مچانو شاتني اصلاح شوي وزرونه چې د تعادل لپاره کارول کېدل) وزر ته ورته ځانګړتیا سره د ۲۰ نسلونو لپاره وټاکل شول، چې په هغه کې له بلې درملنې پرته د فینوټایپ مرحله د لیدلو وړ وه.[۲]

د واډینګټون توضیحات د بحث وړ وو او د لامارکي توب تور ورپورې دی. داسې ښکاري چې نوي شواهد په تکامل کې د جنیټیکي ورته والي شتون تاییدوي؛ په خمیرو کې، کله چې د میوټیشن له امله یو بند کوډون له منځه ځي، د لوستلو چوکاټ له هغه‌ څه چې تمه یې کېږي څخه زیات ساتل کېږي.

تاریخ

سمول

د واډینګټون آزمېښتونه

سمول

د کونراډ اچ واډینګټون کلاسیک آزمېښت (۱۹۴۲) په ډروسوفېلا مچانو مخ پر ودې جنینونو کې یو شدید چاپېریالي غبرګون رامنځته کړ. د ایټر بخار په ځواب کې، د ځینو جنینونو تناسب یو راډیکال فینوټایپي بدلون، یوه دوهمه سینه، رامنځته کړه. د آزمېښت په دې مرحله کې، بایټوراکس (دوه ګونې سینې) ذاتي نه دي؛ او د یوه غیر معمول چاپېریال لخوا هڅول کېږي. له هغه وروسته واډینګټون د ډروسوفیلا مچ په مکرر ډول د کابو ۲۰ نسلونو لپاره د بایټوراکس فینوټایپ لپاره وټاکه. له دې وخت وروسته، ځینې ډروسوفیلا مچان پرته له دې چې له ایټر سره درمان شي بایټوراکس سینې یې رامنځته کړې.[۳]

واډینګټون په ۱۹۵۳م کال کې ورته آزمېښت ترسره کړ، دا ځل د تودوخې له یوه شاک سره په ډروسوفیلا مچ کې د متقاطع بې رګه فینوکوپي په هڅونې سره؛ چې په هغه کې ۴۰ سلنه مچانو له ټاکنې مخکې فینوټایپ څرګند کړ. هغه بیاځلې دا فینوټایپ د څو نسلونو لپاره وټاکه او هرځل یې د تودوخې شاک ترسره کړ، او بلآخره ان پرته د تودوخې له شاک څخه فینوټایپ راڅرګند شو.[۴][۵]

د واډینګټون وضاحت

سمول

واډینګټون چې کوم اغېز لیدلی وو هغه ته یې د «جنیټیکي ورته والي» نوم ورکړ. د هغه وضاحت دا وو چې دا کار د هغې پروسې پایله ده چې هغه ورته د «کانالیزه کېدو» نوم ورکړی دی. هغه جنیني پرمختیا له یوه توپ سره پرتله کړه چې له یوې غونډۍ څخه ښکته لوېږي چې هغه ورته د اپي جنیټیکي منظرې نوم ورکړ، چېرته چې په هر ټکي کې د ژوندي موجود د ممکنه حالت منظره شتون لري (په کې ډېر توپیرونه شتون لري). لکه څنګه چې یو ځانګړی مسیر ریښه پیدا کړي یا «کانالیزه» شي، هغه نور هم ثابت کېږي او په لوړ ګومان ان چاپېریالي بدلونونو سره په مخامخ کېدو هم پېښېږي. لویې ګډوډۍ لکه ایټر او د تودوخې شاک پرمختیایي مسیر له استعاري کانال څخه بهر غورځوي او د اپي جنیټیک منظرې نورې برخې راسپړي. د دې ګډوډۍ په شتون کې ټاکنه د یوه نوي کانال د تکامل لامل کېږي؛ د ګډوډۍ د پای وروسته د پرمختیا مسیرونه لا هم کانالي مسیرونه تعقیبوي.[۶]

یو ډارویني وضاحت

سمول

نور تکاملي بیولوژیسټان موافق دي چې ورته والی رامنځته کېږي، خو د ډاروین طبیعي یا مصنوعي ټاکنې له اړخه د کمیتي جنیټیک متفاوته او خالصه توضیح وړاندې کوي. فرض کېږي چې دا فینوټایپ، د بېلګې په توګه متقاطع رګ، د څو جینونو د ترکیب له امله رامنځته شوی دی. فینوټایپ هغه وخت راڅرګندېږي چې د یوه جېن ټولې اغیزې له حد څخه پورته لاړې شي. که دا حد د یوه ګډوډۍ سره راټیټ شي، د بېلګې په توګه د تودوخې شاک سره، لا ډېر لیدل کېږي. د ګډوډو شرایطو لاندې د ټاکنې دوام، د هغو جېنونو چې فینوټایپ ته وده ورکوي د هغو د آلیلونو فرېکانس لوړېږي او د تودوخې شاک له اړتیا پرته فینوټایپ راڅرګندېږي.[۷][۸]

ګډوډۍ د چاپېریالي سربېره کېدای شي جنیټیکي یا اپي جنیټیکي وي. د بېلګې په توګه، د مېوو ډروسوفیلا مچ د Hsp90 په نوم د تودوخې شاک یو پروټین لري چې په بالغ مچ کې د تودوخې شاک په وړاندې د ډېری جوړښتونو له ودې څخه ساتنه کوي. که دې پروټین د یوه میوټېشن له امله زیان لیدلی وي، لکه څنګه چې د درملو د چاپېریالي اغیزو له امله زیانمن کېږي، بېلابېل فینوټایپي بڼې راڅرګندېږي؛ که دوی ورته وټاکل شي، په چټکۍ سره پرته له دې چې د مېوټنټ Hsp90 ته اړتیا شي رامنځته کېږي.[۹]

نوې-ډاروینیزم یا لامارکیزم

سمول

د جنیټیکي ورته والي په هکله د واډینګټون نظریه د بحث وړ وه. تکاملي بیولوژیسټ ټئوډوسیوس ډوبژانسکي او رانسټ مایر دواړو فکر کاوه چې واډینګټون له جنیټیکي ورته والي څخه په لامارکي اصطلاح کې د وراثت ملاتړ لپاره کاروي. هغوی د اکتسابي ځانګړتیاوو په میراث وړلو څخه انکار وکړ او وې ویل چې واډینګټون یوازې د هغو جنیټیکي ډولونو طبیعي ټاکنه لیدلې ده چې له پخوا یې د مطالعې وړ ټولنو کې شتون درلود. په خپله واډینګټون خپلې پایلې د نوې-ډارویني په لاره تفسیر کړې، په ځانګړې توګه یې ټینګار وکړ چې هغوی «د هغه چا لپاره لږه آرامتیا رامنځته کوي چې غواړي باور وکړي چې د سازګارۍ لپاره چاپېریالي اغیزې د میراثي بدلونونو رامنځته کولو ته تمایل لري». تکاملي پرمختیایي بیولوژیسټ آدام اس ویلکینس ولیکل چې «[واډینګټون] په خپل ټول ژوند کې... په پراخه توګه د نوې – ډارویني تکاملي نظریې منتقد په توګه پېژندل کېده. د هغه نیوکو... پر هغه څه تمرکز درلود چې هغه ته د جېن ټاکنې او صفت تکامل دواړو غیرواقعي او «اټومیسټي» ښکارېدې». په ځانګړې توګه، د ویلکینس په وینا، واډینګټون احساس کاوه چې نوي-ډاروینيان په شدت د جېن پراخه تعاملاتو او د مېوټیشني اغیزو «تصادفي توب» پدیدې څخه په شدت غفلت کړی دی، کومه چې په دې ټیوري کې مطرح شوې، هغه غلطه وه. سربېره پردې چې واډینګټون د نوې ډارویني ترکیبي تکامل له نظریې څخه نیوکه وکړه، هغه همدارنګه خپل ځان ډارویني توصیف کړ او د خپلو څېړنو پر اساس د یو پراخ تکاملي سنټېز غوښتونکی شو. واډینګټون د خپلو آزمېښتونو پر اساس د جنیټیکي تفسیر څخه انکار وکړ، خو هغه یې «د هغې نسخې په توګه چې ما غوښتل ماشومانو ته وویل شي» تلقي کړه او بحث یې د «د ماهیت پرځای د بیان طریقې» په توګه په پام کې ونیوه. جنیټیکي جذب او اړونده د بالډوین اغېزه دواړه، انعطاف منونکې فینوټایپي نظریې دي چې په هغه کې د ارګانیزم فیزیولوژیکي اړخونه او رفتار تر مستقیمې اغېزې لاندې راځي. تکاملي ایکولوژیسټ اریکا کریسپو بیان کوي چې د هغوی توپیر په دې کې دی چی جنیټيکي ورته والی د پلاسټيسیټي سطحه راټیټوي (د کانالیزه کېدو په هکله د واډینګټون اصلي تعریف ته بېرته راستنېږو؛ په داسې حال کې چې د بالډوېن اغېزه کېدای شي هغه زیات کړي) خو فینوټایپي منځني ارزښت ته بدلون نه ورکوي (چېرته چې د بالډوېن اغېزه هغه بدلوي). کریسپو جنیټیکي ورته والی د جنیټیکي استوګنځي یوې بڼې په توګه تعریفوي، «د جنیټیک او چاپېریال‌ په اساس نوو ځانګړتیاوو په ځواب کې تکامل» چې په خپل وار سره د هغه له نظره د بالډوین اغېزې اصلي محور دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

سمول
  1. Pocheville, Arnaud; Danchin, Etienne (January 1, 2017). "Chapter 3: Genetic assimilation and the paradox of blind variation". In Huneman, Philippe; Walsh, Denis (eds.). Challenging the Modern Synthesis. Oxford University Press.
  2. Gilbert, Scott F. (1991). "Induction and the Origins of Developmental Genetics". A Conceptual History of Modern Embryology. Plenum Press. pp. 181–206. ISBN 978-0306438424.
  3. Waddington, C. H. (1942). "Canalization of development and the inheritance of acquired characters". Nature. 150 (3811): 563–565. Bibcode:1942Natur.150..563W. doi:10.1038/150563a0. S2CID 4127926.
  4. Waddington, C. H. (1953). "Genetic Assimilation of an Acquired Character". Evolution. 7 (2): 118–126. doi:10.2307/2405747. JSTOR 2405747.
  5. Masel, Joanna (2004). "Genetic assimilation can occur in the absence of selection for the assimilating phenotype, suggesting a role for the canalization heuristic" (PDF). Journal of Evolutionary Biology. 17 (5): 1106–1110. doi:10.1111/j.1420-9101.2004.00739.x. PMID 15312082. S2CID 11050630. Archived from the original (PDF) on 2022-08-23. نه اخيستل شوی 2022-08-23. {{cite journal}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  6. Masel, Joanna (2004). "Genetic assimilation can occur in the absence of selection for the assimilating phenotype, suggesting a role for the canalization heuristic" (PDF). Journal of Evolutionary Biology. 17 (5): 1106–1110. doi:10.1111/j.1420-9101.2004.00739.x. PMID 15312082. S2CID 11050630. Archived from the original (PDF) on 2022-08-23. نه اخيستل شوی 2022-08-23. {{cite journal}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  7. Masel, Joanna (2004). "Genetic assimilation can occur in the absence of selection for the assimilating phenotype, suggesting a role for the canalization heuristic" (PDF). Journal of Evolutionary Biology. 17 (5): 1106–1110. doi:10.1111/j.1420-9101.2004.00739.x. PMID 15312082. S2CID 11050630. Archived from the original (PDF) on 2022-08-23. نه اخيستل شوی 2022-08-23. {{cite journal}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  8. Falconer, D. S.; Mackay, Trudy F. C. (1998). Introduction to quantitative genetics (4th ed.). Longman. pp. 309–310. ISBN 978-0-582-24302-6.
  9. Rutherford, S. L.; Lindquist, S. (1998). "Hsp90 as a capacitor for morphological evolution". Nature. 396 (6709): 336–342. Bibcode:1998Natur.396..336R. doi:10.1038/24550. PMID 9845070. S2CID 204996106.
  10. Pocheville, Arnaud; Danchin, Etienne (January 1, 2017). "Chapter 3: Genetic assimilation and the paradox of blind variation". In Huneman, Philippe; Walsh, Denis (eds.). Challenging the Modern Synthesis. Oxford University Press.
  11. Waddington, Conrad (1953). "Genetic assimilation of an acquired character". Evolution. 7 (2): 118–126. doi:10.2307/2405747. JSTOR 2405747.
  12. Noble, Denis (2015). "Conrad Waddington and the origin of epigenetics". Journal of Experimental Biology. 218 (6): 816–818. doi:10.1242/jeb.120071. PMID 25788723.
  13. Gilbert, Scott F. (2013). A Conceptual History of Modern Embryology: Volume 7: A Conceptual History of Modern Embryology. Springer. p. 205. ISBN 978-1-4615-6823-0.
  14. Pigliucci, M. (2006). "Phenotypic plasticity and evolution by genetic assimilation". Journal of Experimental Biology. 209 (12): 2362–2367. doi:10.1242/jeb.02070. ISSN 0022-0949. PMID 16731812.
  15. Huang, Sui (2012). "The molecular and mathematical basis of Waddington's epigenetic landscape: A framework for post-Darwinian biology?". BioEssays. 34 (2): 149–157. doi:10.1002/bies.201100031. ISSN 0265-9247. PMID 22102361. S2CID 19632484.
  16. Waddington, C. H. (1 November 1958). "Comment on Professor Stern's Letter". The American Naturalist. 92 (867): 375–376. doi:10.1086/282049. ISSN 0003-0147. S2CID 83910453.
  17. Crispo, Erika (2007). "The Baldwin effect and genetic assimilation: revisiting two mechanisms of evolutionary change mediated by phenotypic plasticity". Evolution. 61 (11): 2469–2479. doi:10.1111/j.1558-5646.2007.00203.x. PMID 17714500. S2CID 9292273.