جنیفر ډاوډنا

جنیفر ډاوډنا (زوکړه: د ۱۹۶۴ زکال د فبروري ۱۹مه) امریکايي بایوکیمیا پوهه ده چې د کریسپر ژن د سمون په برخه کې یې مخکښې چارې ترسره او همدارنګه یې د بایوکیمیا او ژنټیک په برخو کې اساسي مرستې کړې دي. ډاوډنا یو له هغو لومړنیو ښځو څخه ده چې په مشترک ډول یې د ساینس په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړې ده. نوموړې په ۲۰۲۰ زکال کې د کیمیا برخې ته اړونده د نوبل جایزه له امانوئل شرپانټیه سره په ګډه «د ژنوم د سمون په موخه د کړنلارې د پراختیا» له امله ترلاسه کړه. هغه د برکلي په کلیفورنیا پوهنتون کې د کیمیا او همدارنګه د مالیکولي او هجروي ژوند پوهنې په پوهنځیو کې د لي کا شینګ د ریاست د څوکۍ ځای ناستې ده. نوموړې له ۱۹۹۷ زکال څخه را وروسته د هوارډ هیوز په طبي انستیتیوت کې څېړونکې پاتې شوې. [۱][۲][۳][۴][۵]

ډاوډنا په ۱۹۸۵ زکال کې له پومونا کالج څخه د لیسانس سند او په ۱۹۸۹ زکال کې یې د هاروارډ له طبي پوهنتون څخه د دوکتورا سند واخیست. نوموړې په برکلي کې د تدریس سربېره د ژونومیکس نوښتګر انستیتیوت مشره او د هغو د مشرتابه پلاوي غړې، د لاورنس برکلي ملي لابراتور علمي غړې، د ګلاډسټون د انستیتیوت مخکښه څېړونکې او په سانفرانسېسکو کې د کالیفورنیا د پوهنتون د مالیکولي او حجروي فارمکولوژي د څانګې مرستیال ښوونکې ده. په ۲۰۱۲ زکال کې ډاوډنا او امانوئل شرپانټیه له لومړنیو کسانو څخه وو چې وړاندیز یې وکړ، کریسپر – کس ۹ (CRISPR-Cas9؛ هغه باکتریايي انزایم چې میکروبي ایمني سیسټم کنټرول کوي) کېدلای شي د ژنوم د تنظیم شوي سمون په موخه وکارول شي؛ هغه چاره چې د ژوند پوهنې په تاریخ کې د تر ټولو مهم کشف په توګه بلل کېږي. له دغه مهال څخه وروسته نوموړې د ژنومونو د سمون په برخه کې د کریسپر څخه په ګټنې د خپلې اساسي چارې له امله د «کریسپر په انقلاب» کې له مخکښانو بلل کېږي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د هغې په ګڼ شمېر ویاړونو او جوایزو کې د رایبوزمونو په جوړښت باندې د کار له امله، هماغه ډول چې د ایکس وړانګې د بلور نګارۍ پر مټ ښوول کېږي په ۲۰۰۰ زکال کې د آلن ټي. واټرمن جایزه او په ۲۰۱۵ زکال کې د شارپنټیه سره په ګډه د کریسپر – کس ۹ ژنوم د سموونکې ټکنالوژۍ له امله د ژوند پوهنې په علم کې د پراختیاوو جایزه شاملېږي. نوموړې همدارنګه د ژنټیک په برخه کې د ګروبر جایزه (۲۰۱۵)، ټانج جایزه (۲۰۱۶ زکال)، د کاناډا ګایرډنر نړیواله جایزه (۲۰۱۶ زکال) او د جاپان نړیواله جایزه (۲۰۱۷ زکال) ترلاسه کړې ده. ډاوډنا په ۲۰۱۵ زکال کې د ټایمز مجلې له خوا د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو په نوملړ کې ځای وموند. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

لومړنی ژوند او زده کړې سمول

جنیفر ډاوډنا د ۱۹۶۴ زکال د فبروري په ۱۹مه په واشنګټن کې وزیږېده؛ هغه د ډوروټي جین (ویلیامز) او مارټین کرېک ډاوډنا لور ده. پلار یې د مشیګان له پوهنتون څخه په انګلیسي ادبیاتو کې دوکتورا لرله او مور یې په کور کې د خپلو ماشومانو پالنه کوله، په داسې حال کې چې د زده کړو په برخه کې یې د ماسټرۍ سند درلود. هغه مهال چې ډاوډنا اووه کلنه وه، کورنۍ یې هاوايي ته کډه شوه څو پلار یې وکولای شي د هاوايي په پوهنتون کې د امریکايي ادبیاتو د تدریس وړاندیز ومني. د ډاوډنا مور خپله دویمه ماسټري د اسیا د تاریخ په څانګه کې له دغه پوهنتون څخه واخیسته او په یوه سیمه ییز کالج کې یې د تاریخ په تدریس پیل وکړ. ډاوډنا چې د هاوايي په هیلیو کې را لویه شوه، د دغې جزیرې د چاپېریالي ښکلاوو، بوټو او حیواناتو سره یې لیوالتیا ومونده. طبیعت په هغې کې د پلټنې حس رامنځته کړ او لیوالتیا یې پیدا کړه چې د ژوندانه د بنسټیزو بیالوژیکي جوړښتونو اړوند وپوهېږي. دغه چاره له هغه فکري چاپېریال سره مل وه چې والدینو یې نوموړې په کور کې زده کړو ته هڅوله. پلار یې د ساینس په برخه کې له مطالعې خوند اخیست او کور یې له ګڼ شمېر علمي کتابونو څخه ډک کړی و. هغه مهال چې ډاوډنا په شپږم ټولګي کې وه، پلار یې د ډي ان اې د دوه ګوني مارپېچي جوړښت د کشف اړوند د جیمز واټسون کتاب (The Double Helix؛ ۱۹۶۸ زکال) ورته ډالۍ کړ چې د هغې لپاره اصلي الهام بخښونکی و. ډاوډنا همدارنګه په ښوونځي کې له ساینس او ریاضیاتو سره لیوالتیا پیدا کړه. له دې سره چې ډاوډنا ته ویل شوي و چې «ښځې په ساینس کې مخته نه شي تللی»، خو هغه پوهېده چې غواړي ساینس پوهه شي. ډاوډنا ویلي: «ماته هېڅ شي داسې څرګنده نه کړه چې زه دې ورباندې شکمنه شم». له ساینس سره د ډاوډنا علاقه د هغې د لسم ټولګي د کیمیا د ښوونکې مېرمن ژانټ وونګ له خوا وپارول شوله، چې ډاوډنا په معمول ډول نوموړې د خپلو علمې هڅو پارونکې بللې. سربېره پر دې د دوی په ښوونځي کې د سرطاني حجراتو اړوند یو میلمه تدریس کوونکي هغه وهڅوله څو د یو مسلک په توګه د ساینس د زده کړې په لټه کې شي. هغې یو اوړی په هیلیو کې د هاوايي پوهنتون په لابراتوار کې د مرغېړیو د پېژندونکي ډان هامس سره تېر کړ او په ۱۹۸۱ زکال کې د هیلیو له عالي لیسې څخه فارغه شوه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ډاوډنا د کالیفورنیا د کلرمونټ برخې په پومونا کالج کې د لیسانس په کچه زده کړې پیل کړې او دلته یې بایوکیمیا یا بیوشیمي ولوسته. د زده کړو په لومړي کال کې چې د عمومي کیمیا په برخه کې یې زده کړې کولې، هغې ته پوښتنه پیدا شوه چې کولای شي د ساینس په برخه کې مسلک مخته یوسي او که نه؛ دغه مهال یې فکر وکړ چې په دویم ټولګي کې باید خپله ښوونیزه څانګه فرانسوي ته بدله کړي. ورته مهال د هغې د فرانسوي ښوونکي ورته وړاندیز وکړ چې باید د ساینس په برخه کې زده کړو ته دوام ورکړي. په پومونا پوهنتون کې د هغې د کیمیا ښوونکو فریډ ګریمن او کوروین هانش پر هغې پام وړ اغېز وکړ. نوموړې په ۱۹۸۵ زکال کې د بیوشیمي له برخې څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. دې د دوکتورا په کچه د زده کړو لپاره د هاروارډ طب پوهنتون غوره کړ او په ۱۹۸۹ زکال کې یې د بیولوژیکي کیمیا او مالیکولي فارمکولوژي په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

مسلکي چارې او څېړنې سمول

د دوکتورا له زده کړو وروسته نوموړې د ماساچوستس په عمومي روغتون کې د مالیکولي ژوند پوهنې او د هاروارډ په طب پوهنتون کې د ژنټیک اړوند څېړنیز بورسونه ترلاسه کړل. [۳۴][۳۵][۳۶]

ماموت بایوساینس سمول

ډاوډنا په ۲۰۱۷ زکال کې د ماموت بایوساینس په نامه شرکت جوړ کړ چې په سانفراسېسکو کې د بایوانجینرۍ د تخنیک له مخکښو شرکتونو څخه و. هغې دغه شرکت په ۲۳ میلیون ډالرو لومړنۍ پانګې پرانیست چې په ۲۰۲۰ زکال کې یې د دویم پړاو پر مهال د هغو بودیجه ۴۵ میلیون ډالرو ته زیاته کړه. دغه سوداګري په بایو سنجش کوونکو ټېسټونو تمرکز لري چې په «روغتیا پالنې، کرهڼې، چاپیریالي څارنې، بایو دفاع او نورو برخو کې» ننګونې په نښه کوي. [۳۷][۳۸][۳۹]

د کوېډ - ۱۹ پر وړاندې غبرګون سمول

د ۲۰۲۰ زکال د مارچ میاشتې په لومړیو کې ډاوډنا له ډیو ساوج، رابرټ تجیان او همدارنګه په نوښتګر ژنومیک انستیتیوت کې له نورو همکارانو سره په ګډه د کوېډ – ۱۹ وبا سره د مبارزې په موخه د کریسپر پر بنسټ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستونکو لارو چارو پیل وکړ، چېرې چې هغوی یو ازموینځای هم جوړ کړ. دغه مرکز هر ورځ له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو ناروغانو معاینه کوله. ماموت بایوساینس شرکت د کریسپر پر بنسټ د کوېډ – ۱۹ د تشخیص په موخه داسې کړنلار اعلان کړه چې د qRT-PCR پر بنسټ له ازموینو څخه یې په چټکۍ او ارزانه بیه په دغه ناروغۍ اخته ناروغان تشخیص کولای شول. [۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې سمول

  1. (په May 3, 2016 باندې). Pondering 'what it means to be human' on the frontier of gene editing.
  2. "Jennifer Doudna – American biochemist". Encyclopædia Britannica Online. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په October 7, 2020 باندې). Nobel Prize in Chemistry Awarded to 2 Scientists for Work on Genome Editing. The New York Times.
  4. "Press release: The Nobel Prize in Chemistry 2020". nobelprize.org. Nobel Foundation. October 7, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Curriculum Vitae (Jennifer A. Doudna)" (PDF). Lawrence Berkeley National Laboratory. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Multiple sources:
  7. کينډۍ:Cite Q
  8. کينډۍ:Scopus
  9. کينډۍ:Google Scholar id
  10. Jennifer A. Doudna and Samuel H. Sternberg. A Crack in Creation: Gene Editing and the Unthinkable Power to Control Evolution. Houghton Mifflin Harcourt, 2017.
  11. Russell, Sabin (December 8, 2014). "Cracking the Code: Jennifer Doudna and Her Amazing Molecular Scissors". Cal Alumni Association. د لاسرسي‌نېټه November 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په May 11, 2015 باندې). Jennifer Doudna, a Pioneer Who Helped Simplify Genome Editing. The New York Times.
  13. Jennifer A. Doudna and Samuel H. Sternberg. A Crack in Creation: Gene Editing and the Unthinkable Power to Control Evolution. Houghton Mifflin Harcourt, 2017.
  14. "Alan T. Waterman Award Recipients, 1976 – present". National Science Foundation. د لاسرسي‌نېټه October 31, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Laureates: Jennifer A. Doudna". breakthroughprize.org. د لاسرسي‌نېټه October 31, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "2015 Genetics Prize: Jennifer Doudna". The Gruber Foundation. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Laureates: Biopharmaceutical Science (2016)". Tang Prize Foundation. د لاسرسي‌نېټه November 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Jennifer Doudna". Canada Gairdner Foundation. د لاسرسي‌نېټه November 2, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Laureates of the Japan Prize: Jennifer A. Doudna, Ph.D." The Japan Prize Foundation. د لاسرسي‌نېټه November 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. King, Mary-Claire (April 16, 2015). "Time 100 Most Influential People: Emmanuelle Charpentier & Jennifer Doudna". Time. د اصلي آرشيف څخه پر December 29, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 28, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Jennifer Doudna – American biochemist". Encyclopædia Britannica Online. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Who's who in the West. Marquis-Who's Who. 1999. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780837909240. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Jennifer A. Doudna and Samuel H. Sternberg. A Crack in Creation: Gene Editing and the Unthinkable Power to Control Evolution. Houghton Mifflin Harcourt, 2017.
  24. Russell, Sabin (December 8, 2014). "Cracking the Code: Jennifer Doudna and Her Amazing Molecular Scissors". Cal Alumni Association. د لاسرسي‌نېټه November 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Mukhopadyay, Rajendrani. "On the same wavelength". American Society for Biochemistry and Molecular Biology. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Jennifer A. Doudna and Samuel H. Sternberg. A Crack in Creation: Gene Editing and the Unthinkable Power to Control Evolution. Houghton Mifflin Harcourt, 2017.
  27. Russell, Sabin (December 8, 2014). "Cracking the Code: Jennifer Doudna and Her Amazing Molecular Scissors". Cal Alumni Association. د لاسرسي‌نېټه November 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Becoming a Scientific Leader". The Women in Medicine Legacy Foundation (په انګلیسي ژبه کي). September 8, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Mukhopadyay, Rajendrani. "On the same wavelength". American Society for Biochemistry and Molecular Biology. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Cataluna, Lee (October 11, 2020). "Remembering The Hilo Teacher Who Inspired A Nobel Prize Winner". Honolulu Civil Beat. د لاسرسي‌نېټه October 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Big Questions, Big Answers". SBGrid Consortium. د لاسرسي‌نېټه October 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "2018 Kavli Prize in Nanoscience: A Conversation with Jennifer Doudna, Emmanuelle Charpentier and Virginijus Šikšnys". The Kavli Prize. د لاسرسي‌نېټه October 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Genome editing pioneer and Hilo High graduate Jennifer Doudna speaks at UH Hilo about her discovery: CRISPR technology". UH Hilo Stories. September 19, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Scopus preview – Doudna, Jennifer A. – Author details – Scopus". www.scopus.com. د لاسرسي‌نېټه October 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. کينډۍ:Google Scholar id
  36. "Curriculum Vitae (Jennifer A. Doudna)" (PDF). Lawrence Berkeley National Laboratory. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Mammoth Biosciences | About Us". Mammoth Biosciences. د لاسرسي‌نېټه April 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Mammoth Biosciences Closes on Series A Worth $23 Million". BioSpace. August 1, 2019. د لاسرسي‌نېټه April 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Mammoth Biosciences Raises $45 Million to Build Next Generation CRISPR Products For Therapeutics and Diagnostics". BioSpace. January 30, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "CRISPR pioneer Doudna opens COVID-19 testing lab – BioNews". www.bionews.org.uk. April 3, 2020. د لاسرسي‌نېټه May 2, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Release, Press (April 21, 2020). "Mammoth Biosciences Announces Peer-Reviewed Validation Of Its Rapid, CRISPR-Based COVID-19 Diagnostic". SynBioBeta (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه May 2, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Isaacson 2021، ص. 401.