جنوبي اسیا پوهنتون
جنوبي اسیاپوهنتون انګليسي ژبه: South Asian University نړیوال پوهنتون دی چې د سارک (افغانستان، بنگلادیش، بوټان، پاکستان، هند، سري لنکا، مالدیف او نیپال) اتو هېوادونو لخوا په گډه مرسته جوړ شوی دی. پوهنتون د تاسیس ډبره په ۲۰۱۰ز کال کې اېښودل شوې او په تېرو پنځو کلونو کې یې په هند او سیمه کې د لسانس پورته لوړو زده کړو کې یې وتلی نوم موندلی. پوهنتون اوسمهال اوه پوهنځي لري او د ماسترۍ، مافوق ماسترۍ او دکتوراه لپاره محصلین نیسي.
جنوبي اسیا پوهنتون د سارک ټولو غړو هېوادونو محصلین جلبوي او شهادتنامه یې هم د ټولو اتو هېوادونو لخوا منل شوې ده.
اوسمهال يې ودانۍ د نوې ډیلي په دیپلوماتیکه سیمه چنکیاپوري کې ده. اصلي ودانۍ چې په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې به ورغول شي، د جوړولو چارې یې د نوې ډیلي په میدان گړۍ سیمه کې روانې دي او تمه ده چې په ۲۰۱۸ کې به پوهنتون هلته ولېږدول شي.
پروگرامونه
سمولجنوبي اسیا پوهنتون اوسمهال د ماسترۍ، مافوق ماسترۍ او دکتورا لپاره محصلین جلبوي.
ماسترۍ کې شمولیت
سمولجنوبي اسیا پوهنتون ۱۹-۲۰۱۸ تعلیمي کال لپاره په لاندې پوهنځیو کې ۳۰-۳۰ محصلین نیسي. د پوهنځي په اړه معلومات، د شمولیت لارې چارې او د کانکور امتحان پخوانۍ پرچې له لاندې لینکونه خلاصولای شئ.
۱- ریاضیاتو پوهنځی
سمولhttp://sau.int/department-of-mathematics.html Archived 2016-03-23 at the Wayback Machine.
د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات Archived 2016-02-19 at the Wayback Machine.
۲- د بیو ټکنالوژۍ پوهنځی
سمولhttp://sau.int/academics/faculties/faculty-of-life-sciences-biotechnology.html Archived 2016-02-01 at the Wayback Machine.
د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات Archived 2016-02-19 at the Wayback Machine.
۳- کمپیوتر ساینس پوهنځی
سمولhttp://sau.int/computer-science.html Archived 2016-02-10 at the Wayback Machine.
د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات Archived 2016-02-19 at the Wayback Machine.
۴- پرمختیايي اقتصاد پوهنځي
سمول- د اقتصاد پوهنځي لپاره دا ځای وگورئ. Archived 2016-03-24 at the Wayback Machine.*
- د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات Archived 2016-02-19 at the Wayback Machine.
۵-نړیوالو اړیکو پوهنځی
سمولد نړیوالو اړیکو پوهنځي لپاره دا لینک وگورئ Archived 2016-02-14 at the Wayback Machine. د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات Archived 2016-02-13 at the Wayback Machine.
۶- حقوقي زده کړوپوهنځی (نړیوال قانون)
سمولhttp://sau.int/academics/faculties/2012-02-17-14-11-03.html Archived 2016-03-13 at the Wayback Machine.
د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات Archived 2016-02-14 at the Wayback Machine.
۷- ټولنپوهنې پوهنځي
سمولhttp://sau.int/sociology.html Archived 2016-02-04 at the Wayback Machine.
د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات Archived 2016-02-16 at the Wayback Machine.
هغه محصلین چې د شمولیت په امتحان (کانکور) کې بریالي شول، د داخلې پر مهال له هغوی څخه بیا د لسانس او د ښوونځي سکن شوي اصلي اسناد غوښتل کیږي. د نوم ثبتونې پر مهال ترې یواځې د نومرو فیصدي غوښتل کیږي. کوښښ باید وشي چې هر څه دقیق ورکړل شي، څو په اینده کې ستونزه ورته پیدا نشي.
· په پورته ټولو پوهنځیو کې محصل باید پوره وخت محصل وي، یعنی د وظیفې کولو یا پارټ ټایم درس اجازه نه ورکول کیږي.
یادونه: کوم محصل چې لا تر دې دمه د لسانس دورې په وروستي سمستر کې وي، هم کولای شي چې په امتحان کې برخه واخلي او اسناد په هغه صورت کې چې بریالی شي، پوهنتون ته د ورتگ پر مهال جمع کړي.
مافوق ماستري او دکتورا
سمولپوهنتون په پورته ذکر شوو پوهنځیو کې د دکتورا او مافوق ماسترۍ لپاره محصلین نیسي. د پوهنځیو په اړه معلومات، د شمولیت لارې چارې او د کانکور پخوانۍ پرچې لوستلو لپاره دلته کلیک کړئ Archived 2016-02-09 at the Wayback Machine..
د دکتورا او ماسترۍ محصلین د کانکور سربېره انترویو هم لري. محصلین باید په دواړو امتحانونو کې لږ تر لږه پنځوس سلنه نومرې واخلي.
یادونه: پوهنتون هند مېشتي محصلینو ته د لارې مصارف ورکوي، خو کوم چې بهر دي او نشي کولای ورشي، هغوی سره بیا د سکایپ له لارې انترویو کوي.
دگډون فیس، نیټه او د ازموینی ځای
سمولجنوبي اسیا پوهنتون کې د داخلې څخه وړاندې د کانکور امتحان په شفافه توگه اخېستل کیږي، په یوه وخت د سارک هېوادونو په ټولو پلازمېنو او ځینو لویو ښارونو کې اخېستل کیږي. پوهنتون د امتحان ټولو مرکزونو ته خپل هیئتونه لیږي، هغوی امتحان اخلي او پرچې مهرلاک هند ته راوړي چې دلته تر کتنې وروسته یې نتایج اعلانیږي.
د امتحان فیس ۱۰ ډالر یا ۶۵۰/- هندي روپۍ دي. غوښتنلیکونه ټول د انترنيت له لارې منل کیږي او فیس د کریډيټ/ډیبيټ یا انلاین بانکینگ له لارې جمع کیږی. (موږ د امتحان پر وخت فیس جمع کړ، ځکه د نيټ له لارې د پیسو جمع کولو لاره مو نه درلودله).
ازموینه په لاندې ښارونو کې اخېستل کیږي:
سمولکابل (افغانستان) چیټاگانک او ډاکه (بنگلادیش) تیمپو (بوتان)، مالي (مالدیف)، کټمنډو (نیپال)، کراچۍ او لاهور (پاکستان) کولمبو (سري لانکا)، بنگلور، چندي گړ، چنايي، حیدر اباد، جيپور، کلکته، لکنو، ممبۍ، نوې ډيلي، پټنه (هند) کې امتحان اخېستل کیږي.
داخلې کارتونه او د امتحان دقیق ځای محصل ته د ایمیل له لارې لېږل کیږي. محصل باید لومړی خپل د امتحان ځای خوښ کړي، هغه کولای شي چې په پورته ټولو ذکر شوو ځایونو کې چې هر یو ور لنډ وي امتحان ورکړي.
تحصیلي ویزه
سمولبهرني محصلین که امتحان کې بریالي شي، هغوی ته د هند حکومت لخوا د پوهنتون په نوم ځانگړې ویزه (SAU Visa) ورکول کیږي. هغه محصلین چې بریالي شي، د پوهنتون لخوا ورته داخلې خط ورلېږل کیږي او د دغه خط پر مټ کولای شي چې اړوند هېوادونو کې د هند له سفارته ویزه واخلي.
فیسونه
سمولد زده کړې فیس (بېرته نه ورکول کیږي)
في سمستر ۴۴۰ ډالر (د کال ۸۸۰ ډالر) چې د هر کال د جولايي او جنورۍ په میاشتو کې به يې پوهنتون ته ورکوي.
داخلې فیس (بېرته نه ورکول کیږي)
۱۰۰ ډالر دي چې په لومړي ځل یو وار ورکول کیږي.
تضمين فيس (بېرته ورکول کیږي)
۱۰۰ ډالر دی چې د داخلې پر مهال ترې یو ځل اخېستل کیږي او د پوهنتون څخه د فراغت پر مهال بېرته ورکول کیږي.
لیلیه او صحی اسانتیاوې
سمولپوهنتون خپله لیلیه لري، په هر اطاق کې ۳ کسان اوسیږي، هغه محصلینو ته ورکول کیږي چې له لرې سیمو څخه راځي. هر اطاق کې المارۍ، څوکۍ، کولر او تشناب شته دی. سربېره پر دې هر تشناب ګریزر یا د اوبو ګرمولو ماشین لري. نور اطاقونه او لیلیه هر دوه یا درې ورځې وروسته د ادارې لخوا ګمارل شوي کسان پاکوي. د لیلیې فیس یواځې ۶۰ ډالر دی.
ډوډۍ
سمولپوهنتون خپل خوړنځای لري چې د میاشتې په کې له ۵۰ تر ۷۵ ډالرو پورې مصرف راځي.
یادونه: پوهنتون دننه اشپزخانې نشته دی خو خوراک يې د نورو پوهنتونونو په پرتله ډیر بد نه دی.
صحی اسانتیاوې
سمولهر محصل چې په پوهنتون کې بریالی شي، طبي بیمه (۱۵۰زره هندي روپیو پورې) ورکول کیږي. همدا راز پوهنتون خپل کلینک لري، د ډاکتر لخوا ورکول شوې نسخې ټول مصارف بېرته محصل ته ورکول کیږي.
یو پوهنځي ته څو افغانان نیسي؟
سمولعموما پوهنتون د ټولو محصلینو له جملې ۴٪ افغانان نیسي چې تقریبا هر پوهنځي کې یو محصل راځي. خو تېرو محصلینو ته په کتلو په هر صنف کې لږ تر لږه ۳ افغان محصلین له دې امله نیول کیږي چې د نورو هېوادونو محصلین کم راشي. که د نورو هېوادونو محصلین رانشي او ډیرو افغان محصلینو امتحان ورکړی وي، د هغوی پر ځای بیا دوی نیول کیږي.
بورسونه
سمولپوهنتون محصلینو ته بورسونه هم ورکوي. تر دې مهاله دوی څلور - پنځه ډوله بورسونه لري.
لومړی يې پریزیډنټ سکالرشيپ دی چې تکړه او اوله درجه محصلینو ته ورکول کیږي. دغه بورس کې محصل ټول د زده کړې او لیلیې فیس معافیږي، همدا راز ۷۰۰۰ هندي روپۍ میاشتینۍ ورکوي. سربېره پر دې ۱۰-۱۰ زره روپۍ د لومړي کال په پیل کې او د دوهم کال په اخر کې ورکول کیږي. د دکتورا محصل ته بیا د میاشتې ۲۵۰۰۰ هندي روپۍ جیب خرڅ ورکول کیږي.
سېلور جوبلي
سمولدا یواځې د افغانستان، بوتان، نیپال، بنگلادیش او مالدیف هېوادونو محصلینو ته ورکول کیږي. دغه بورس کې محصل ټول د زده کړې او لیلیې فیس معافیږي، همدا راز ۷۰۰۰ هندي روپۍ میاشتینۍ ورکوي. سربېره پر دې ۱۰-۱۰ زره روپۍ د لومړي کال په پیل کې او د دوهم کال په اخر کې ورکول کیږي. . د دکتورا محصل ته بیا د میاشتې ۲۵۰۰۰ هندي روپۍ جیب خرڅ ورکول کیږي. محصل باید د سکالرشيپ ترلاسه کولو لپاره د پوهنتون لخوا غوښتل شوي اسناد برابر کړي.
میرټ سکالرشیپ
دغه سکالرشیپ کې محصل ته د زده کړو او لیلیې ټول فیس بخښل کیږي. سربیره پر دې ۵۰۰۰ روپۍ میاشتینی جیب خرڅ هم ورکوي.
مالی بسپنه/ وړیا زده کړې
سمولپوهنتون ځینو محصلینو سره د مفته زده کړو په خاطر مرستې کوي. د محصل اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره له هغه څخه د زده کړې او لیلیې فیس نه اخلي خو د جیب خرڅ په دغو مرستو کې نه ورکوي.
یادونه: بورس ته حتما غوښتنلیک جمع کړئ او کوښښ وکړئ چې خپل عاید مو تر ۲زره ډالر پورې یا تر دې ښکته ولیکئ. همدا راز له یوې مالي ادارې څخه یو سند تر لاسه کړئ چې کلنی عاید مو په کې تر ۲زره ډالر یا تر دې ښکته لیکل شوی وي.
یادونه: تر دې دمه هېڅ یو افغان محصل په پوهنتون کې نشته چې سکالرشيپ ورته نه وي ورکړل شوی. ټولو محصلینو ته د فیس سربېره جیب خرڅ هم ورکول کیږي.
څنگه غوښتنلیک جمع کړو:
سموللاندې لینک باندې کلیک کړئ، ټول اړوند معلومات مو ورکړئ، نور درسره پوهنتون ټول هر څه د ایمیل له لارې شریکوي.
ځنډ مه کوئ، همدا اوس خپل غوښتنلیکونه جمع کړئ. http://sau.int/admissions/admission-notice-2018.html Archived 2018-02-15 at the Wayback Machine.
د پوهنتون په اړه فلم
سمولاړیکې
سمولد نورو معلوماتو لپاره له موږ یا د پوهنتون له ادارې سره اړیکه ونیسئ:
- اکرام الدین کامل
- برېښلیک پته: Ikramuddin129@gmail.com
- فیسبوک: https://www.facebook.com/ikramudd
- عبیدالله وردګ
- ایمیل: Obaid.wardak22@live.com
- فیسبوک:
- https://www.facebook.com/obaidullah.wardak.9
- د پوهنتون اداره
- Deputy Registrar (Admissions)
South Asian University Akbar Bhavan, Chanakyapuri New Delhi 110 021 India
- فون: +91-11-24122512 — 14
- برېښلیک: admissions@sau.int