جل وهنه یو ډول ناروغي ده چې په تود چاپېریال کې د گرځېدو له امله رامنځ ته کېږي. په دې ناروغۍ کې د ناروغ د بدن تودوخه له ۴۰،۶ درجې د سانتي گراد څخه لوړه وي. د بدن د تودوخې دا لوړالی د تود او گرم چاپېرال له امله رامنځ ته کېږي. دغه حالت د تبې نه په دې توپیر کوي چې په تبه کې د بدن تودوخه په فزیکي ډول لوړېږي خو په جل وهنه کې د بدن تودوخه په فزیکي ډول نه لوړېږي، یوازې د چاپېریال د تاثیر له امله لوړېږی. د دې ناروغۍ درملنه په یخو تطبیقاتو سره کېږي.