جغرا-ګنج لوبه

د جغرا- ګنج لوبې یا Geocaching  /ˈdʒiːoʊˌkæʃɪŋ/ یا جغر-پټپټانی یوه له کور نه بهر تفریحي لوبه ده چې ګډونوال یې د نړیوال موقعیت ښوونې سیسټم (GPS) د موندونکي یا ریسیور یا ګرځنده موبایل او نور لارښوونکو تخنیکونو پر مټ د یو شي پټپټانی (پټول او لټول) ترسره کېږي، چې د "جیوکچ" یا "کچ" یا پټپټاني په نوم یادېږي، او په مشخصو ځایونو کې چې په ټوله نړۍ کې د کوردینات پر مټ په نښه کېږي. په ټوله نړۍ کې تر ۲۰۲۱ کال پورې په متحده ایالاتو کې له یو میلیون څخه ډیر فعال لوبغاړي شتون درلود.[۱][۲]

یو عادي کچ د اوبو ضد یوه کوچنی صندوقچه ده چې په کې یوه سمندري سفرنامه (لاګ) او ځینې وختونه یو قلم یا پنسل کېښودل کېږي. موندونکی په خپلو کوډ نومونو سره لاګ نښاني کوي او نېټه یې لیکي، ترڅو ثابت کړي چې دوی صندوقچه (کچ) یې موندلی. د لاګ له لاسلیک وروسته، صندوقچه باید په سمه توګه بېرته په خپل ځای کې کېږدي. لویې صندوقچې یا کڅوړې لکه پلاستيکي کڅوړې (لکه پلاستیکې خریطې یا ورته) یا د مهماتو صندوقونه هم کېدای شي چې په کې سوداګریز توکي موجود وي، لکه د لوبو وسایل یا جواهر، چې معمولا د قیمت په پرتله زیات معنوي ارزښت ولري. جغرا-ګنج له بنچمارکېنګ (نښه ټاکنو)، ټرایګویاینټنګ (مستطیلې نښې)، جهت موندنه، ګنځ موندنه، لیټر باکسینګ، لار-نښانونه، او مونزي لوبو سره ډېر مشابهتونه لري.  [۳]

تاریخچه سمول

جغرا-ګنج لوبه په اصل کې د لیټر باکسینګ (صندوق پټونې) لوبې ته ورته و (چې په ۱۸۵۴ کال کې رامنځ ته شوه)، چې په کڅوړو کې ځای په ځای شوي شواهد یا د ځمکې لاروښود نښې د کیسو به بڼه کارول. جغراګنج لوبه د ۲۰۰۰ کال د می په ۲ نېټه (د آبي بدلون ورځ) د نړیوال موقعیت موندنې له سیسټم څخه د اختیاري موقعیت له حذف لږ وروسته رامنځ ته شوه، ځکه چې د سیسټم غوره کروالي لاره هواره کړه چې یو کوچنۍ صندوقچه په کره توګه ځای په ځای شي او وموندل شي.  [۴][۵][۶][۷][۸]

د GPS پر بنسټ لومړی مستند ځای پرځای شوی ګنج د ۲۰۰۰ کال د می په ۳ نېټه د اوریګون د بیورکریک مېشته ډیو المر له خوا ترسره شو. دا موقعیت په یوزنټ نیوز ګروپ کې د sci.geo.satellite-nav په 45°17.460′N 122°24.800′W  مختصاتو پوست شو. په دریو ورځو کې، دا ګنج دوه ځله وموندل شو، چې لومړی د مایک ټیګ له خوا و. ډیو المر وویل، دا ګنج یو تور پلاستیکي ستل و چې نیم ښخ شوی و او په کې یو سافټویر، ویډیوګانې، کتابونه، پیسې، د لوبیا یو قطی او یوه غولکه پکې اېښودل شوي وو. په پایله کې، دا جغرا ګنج او د هغې زیاتره توکي چمن رېبونکی ماشین له خوا ویجاړ شول؛ او د لوبیا قطی یوازینی پاتې توکی و او تر تعقیب لاندې تو شو چې "د لوبیا اصلي قطي" په نوم یاد شو. یو بل جغراګنج او لوحه چې د اصلي سټیش ټریبوټ لوحې په نوم یادېږي اوس په دې ځای کې اېښودل شوی دی.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د جغراګنج لوبې شرکت ګراونډ سپیک د ځمکې له چاپېریال نه بهر نړۍ کې، د بېلګې په توګه سپوږمۍ یا مریخ، پټنځایونو ته لاره هواروي که څه هم اوس مهال ویب پاڼه یوازې د ځمکې پر سر کوردینات چمتو کوي. د ځمکې له چاپېریال نه بهر لومړی خپور شوی جغرا ګنج GC1BE91 و، چې د ۲۰۰۸  او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ په نړیوال فضایي ستېشن کې و. دې ګنج لوبې د قزاقستان د بایکونور د توغولو سیمه د خپل موقعیت په توګه کاروله. په دې پټنځای کې سفري بکس شتون درلود (چې په فضا کې د جغراګنج لوبې لومړی د تعقیب وړ توکي و) او تر هغه په ستېشن کې وچې په ۲۰۱۳ کال کې ځمکې ته راستون شو. په ستېشن کې د اور وژنې د محدودیتونو له امله، جغراګنج رسمي لاګ بوک نه درلود. د ۲۰۲۱ کال تر فبروري پورې، یوازې یو تایید شوي موندونکي (په ۲۰۱۳ کال کې) جغراګنج وموند، که څه هم نورو ادعا درلوده چې پټنځای یې موندلي او ډول ډول شواهد یې وړاندې کړل. د دې مناسب د یادبود لپاره، ګراونډ سپیک اجازه ورکړه چې د جغراګنج لوبې ځانګړي پیښې په ټوله نړۍ کې خپرې شي او ګډون کونکو یې لاره هواره چې د دوی په پروفایل کې یو مجازی یادګار ترلاسه کړي. [۱۴][۱۵]

په فضا کې بل د تعقیب وړ دوهم جغراګنج TB5EFXK دی او په مریخ ګرځېدونکي (پرسیورانس) کې د SHERLOC د هدف ټاکونکي سره وصل دی، چې د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۱۸ نېټه په مریخ کې راښکته شو. جغراګنج لوبغاړو ته فرصت ورکړل شو چې په مجازي ډول توکی ورسته له هغه ولټوي چې د WATSON کمرې د هدف ټاکونکي خپل لومړني عکسونه بېرته واستول او د تعقیب کوډ نمبر پکې لیدل کېده. کوډ په یوه آزمایشي نمونه خولۍ (هیلمټ) په پیک چاپ شوی تر څو و آزمویل شي چې د مریخ چاپیریال سره څومره ښه مقاومت کولای شي. دا به له ساینس پوهانو سره مرسته وکړي چې مریخ ته د راتلونکي عملې ماموریتونو لپاره د وړ د مریخ فضایي کالي رامنځ ته کړي. [۱۶][۱۷]

دا فعالیت په اصل کې د GPS د پټنځای د موندلو (GPS stash hunt ) په نوم یا gpsstashing  یاد شو. له لومړي پټولو څخه لږ وروسته هغه بدل شو چې په gpsstash eGroup کې وړاندیز وشو چې stash کېدای شي منفي مفهوم ولري، نو له همدې امله د geocaching (جغراګنج) اصطلاح ورکړل شوه. [۱۸]

د وخت په تېرېدو سره، د پټولو او لټون ډول ډول فعالیتونه رامنځ ته شول یا پرېښودل شول، نو "جغراګنج لوبه" ښایي اوس د یوې کڅوړې یا صندوقچې پټولو او لټون ته اشاره وکړي، یا پرته له کڅوړې یا صندوقچې د ځایونو یا معلوماتو لټولو ته وویل شي. [۱۹]

د لومړني تاریخ یوه خپلواکه سرچینه ښیي چې د جیریمي آیرش او ګراونډ، شرکت له خوا څو جنجالي ګامونه پورته شول. دا د ګرواند سپیک څخه وړاندې شرکت و او موخه یې د دې لوبې سوداګریز کول او انحصاري کنټرول و. په دې وروستیو کې، د ځیرک تلیفونونو پر مټ نورې ورته لوبې لکه مونزي په چټکتیا سره ځینې جغراګنج موندونکي راجلب کړي دي، چې "د مونزی له پټپټاني د په اړه د جغراګنج لوبې تنظیم کونکو له خوا یو څه مقاومت" ښودل شوی دی.   [۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. Geocaching. "Geocaching - The Official Global GPS Cache Hunt Site". Geocaching (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في September 28, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. . Geocaching While Black: Outdoor Pastime Reveals Racism And Bias. NPR.org.
  3. (په 2011-01-21 باندې). geocaching.
  4. "Geocaching and Letterboxing". Vermont Agency of Natural Resources Department of Forests, Parks and Recreation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Thomas, Clive (2010). GPS for Walkers (الطبعة 4th). Ordnance Survey. د کتاب پاڼي 64–66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7117-4445-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Happy 20th birthday, geocaching!". Geocaching.com. Groundspeak. مؤرشف من الأصل في May 10, 2021. د لاسرسي‌نېټه May 8, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "U.S Government: GPS accuracy". Gps.gov. February 17, 2012. مؤرشف من الأصل في May 2, 2020. د لاسرسي‌نېټه March 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The History of Geocaching". Geocaching (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The History of Geocaching". Geocaching. Groundspeak. مؤرشف من الأصل في September 8, 2019. د لاسرسي‌نېټه March 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite newsgroup
  11. (په 2009-04-29 باندې). Geocaching. BBC News Oxford.
  12. "GCGV0P- Original Stash Tribute Plaque". Geocaching.com. Geocaching HQ. 2003-09-07. مؤرشف من الأصل في February 18, 2013. د لاسرسي‌نېټه March 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "O.C.B.©". Geocaching.com. 2003-09-07. مؤرشف من الأصل في February 21, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "GC1BE91 International Space Station". Geocaching. مؤرشف من الأصل في May 30, 2013. د لاسرسي‌نېټه March 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Geocaching map". Geocaching. مؤرشف من الأصل في January 5, 2014. د لاسرسي‌نېټه January 24, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Mars Perseverance Rover". geocaching.com. مؤرشف من الأصل في February 22, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 19, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "5 Hidden Gems Are Riding Aboard NASA's Perseverance Rover". NASA's Mars Exploration Program. مؤرشف من الأصل في February 22, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Stum, Matt (May 30, 2000). "Cache vs Stash". Yahoo!. مؤرشف من الأصل في April 4, 2011. د لاسرسي‌نېټه May 21, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Hide And Seek GPS And Geocaching In The Classroom | Download Citation". ResearchGate (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في September 20, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په November 10, 2012 باندې). New game in town, Nerds gain more revenge with Munzee.
  21. The History of Geocaching Archived August 1, 2013, at the Wayback Machine. GPSgames.org; retrieved January 12, 2013