جزیه
جزیه هغه جبري مالیه ده چې مسلمانان د یوه غیر مسلمانه هېواد یا ښار په نیولو سره د هغه ځای له اوسېدونکو څخه اخېستل کېږي. لومړی خو به د یاد هېواد یا ښار غیر مسلمانو اوسېدونکو ته د اسلام منلو ویل کېده، که چېرې به هغوي له اسلام منلو څخه ډډه کوله نو بیا د اسلامي حکومت یا خلافت تر چتر لاندې اوسېدو لپاره یې باید جزیه ورکړې وای. دې خلکو ته چې د مسلمانانو حکومت ته جزیه ورکوله، د ذمي په نامه یادېده. د ذمیانو عبادات او دیني رسوماتو ترسره کول بیخي ازاد او هر ډول خپلواکي یې درلوده. او د هغوي خوندیتابه د حکومت له لومړیتوبونو څخه گڼل کېده. له جگړه ییزو خدمتونو څخه هم ذمیان معاف ول، حال دا چې په مسلمانانو باندې جگړه ییز فعالیتونه ضروري ول.
د ذمیانو، ماشوما، غلامان، معیوبین، زاړه او لیونیان له جزیه ورکولو معاف ول. جزیه له هر بالغه نر او ښځې څخه د هغوي د مالي وړتیا له مخې نقده یا په جنس ډول اخېستل کېده. د جزیې لږه اندازه په کلني حساب یو دینار او زیاته یې څلور دیناره وه.