جاوا (په انګلیسي: JAVA) د نړۍ په سطحه د پروګرام لیکلو ( پروګرامینګ  ) له ژبو څخه يوه پيژندل شوې ژبه ده چې دپروګرام جوړونې ټولې وړتياوې  لري لکه  دمتن ليکل ، دتصوير رسمول ، د رياضی د مغلقو او پيچلو محاسبو تر سره کول ، ګرځنده تصويرونه  ( Animation ) جوړول او داسې نور ...

. نن ورځ جاوا د انټر نيټي د ويبپاڼو د طراحی او جوړونې له پاره ښه او مناسبه ژبه ده . په زړه پورې خبره يې داده  چې په جاوا کې جوړ شوي پروګرامونه  د وزن له پلوه  ډير سپک وي چې کمزوری کمپيوټرونه يې  هم  چلولی شي .په موبايل تليفونونو  کې زياتره سافتويرونه هم  د جاوا ژبې محصول دي . بله ځانګړتيا يې داده چې مستقله ده يعنې د کمپيوټر په هر عامل سيستم ( Operating System  )کې کار کولی شي .

د امنيت کچه يې هم  لوړه ده. جاوا ژبه دلومړي ځل له پاره د  (سان مايکرو سيستمز) شرکت له خوا منځ ته راغلی ده ، دا يو امريکايي شرکت دی چې د کمپيوټر د سافټويرونو او هارډ ويرونوپه برخه کې فعاليت کوي .

نوموړي  شرکت په ١٩٩٠ م کال کې يو ه څيړنيزه  پروژه د گرين(  Green) په نا مه پيل کړه . هدف  يې  د يوې داسې نوې ژبې جوړول و چې هغه  په مجموع کې  د C  او ++C ژبو ځای ونيسي . په پايله کې  ټول هغه مثبت ټکي چې په هغو دواړو ژبو کې وو ، هغه په دې ژبه کې را ټول شول.

ددې ژبې ليکونکی ( جيمز ګاسلينګ )  و هغه  په لومړي سر کې يې  دغه جوړه شوې  ژبه  د Oak (څيړۍ _ بلوط) په نامه ونوموله . خو کله چې دې ژبې  نيټ ته لاره پيدا کړه نو د ځينو حقوقي ستونزو له امله يې نوم په جاوا بدل  شو. دګرين پروژه په لومړيو وختونو کې د له منځه تللو په حال کې وه خو کله چې په ١٩٩٣ م کال کې Web د انټرنيت نړۍ ته لاره پيدا کړه ، نو په دې وخت کې  د جاوا ژبې ته هم اړتيا پيدا شوه . همدا سبب و چې (سان مايکرو سيستمز) شرکت د١٩٩٥ م کال  د مۍ په مياشت کې جاوا په تجارتي  بڼه بازار ته وړاندې کړه او په همدې کال کې Netscape Navigator هم له دې ژبې څخه  خپل ملاتړ اعلان کړ.


په ١٩٩٦ م کال کې د سن مايکروسيستمز شرکت   دجاوا ژبې د Java Development Kit په نامه برخه  غښتلې کړه.

په کال ١٩٩٧ کې د (سان مايکرو سيستمز)  شرکت د مايکروسافټ پر ضد شکايت وکړ، او نوموړي شرکت يې په دې تورن کړ چې په خپل قرارداد يې وفا  نه ده کړې او جاو ا يې  په Internet Explorer کې کارولې ده.


په وروستيو وختونو کې (سان مايکرو سيستمز) شرکت د JDK2.1 Swing تر نامه لاندې د ګرافيکي چارو له پاره يو بل پوستکالي ( سافتوير)  نړۍ ته وړاندې کړچې اوس مهال د نوموړي پوستکالي پنځم ورژن ( نسخه ) هم بازار ته وړاندې شوی دی .