جان ویلکس بوث
جان ویلکس بوث (د ۱۸۳۸ز کال د می له ۱۰مې- د ۱۸۶۵ز کال د اپرېل تر ۲۶مې) د تیاتر امریکایي لوبغاړی و، چې د ۱۸۶۵ز کال د اپرېل په ۱۴مه یې په واشنګټن ډي سي کې، په فورډ تیاتر کې د امریکا ولسمشر ابراهام لینکلن وواژه. هغه د ۱۹مې پېړۍ د غوره تیاتري کورنۍ غړی و، بوث له مریلنډ نه و او نامتو لوبغاړی و، چې د کنفدراسیون پلوی هم و. هغه ولسمشر لینکلن په امریکا کې د وروستۍ غلامۍ د لغوه کولو لپاره وغانده او خواشیني یې څرګنده کړه. [۲]
جان ویلکس بوث | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | لوبگري [۱]، وژنه (ترور کول) [۱]، سياسي وژنه [۱] |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
په اصل کې، بوث او کوچنۍ ډلې یې د لینکلن د تښتولو توطیه جوړه کړې وه ترڅو د کنفډراسیون له هیلې سره مرسته وکړي. هغوی وروسته پرېکړه وکړه، چې هغه او د ولسمشر مرستیال اندرو جانسون او د بهرنیو چارو وزیر ویلیم ایچ سوارډ ووژني. که څه د شمالي ویرجینیا پوځ د جنرال رابرت ای لي په قوماندې سره څلور ورځې مخکې د اتحادیې پوځ ته تسلیم شوی و، خو بوث باوري و، چې کورنۍ جګړه نا حل شوې پاتې؛ ځکه چې د جنرال جوزف ای جانستون د کنفډراسیون پوځ جګړې ته دوام ورکوي. [۳]
بوث یوځل د ولسمشر لینکلن پر شا ډزې وکړې. بل سهار د لینکلن د مرګ ورځ وه او له دې سره د بوث سازش هم بشپړ شو. سوارډ کلک ټپي شوی و، خو بېرته جوړ شو په داسې حال کې، چې د ولسمشر پر مرستیال جانسون هېڅ برید ونه شو. بوث پر آس سویلي مریلنډ ته وتښتېد. دولس ورځې وروسته یې د شمالي ویرجینیا په کلیوالي فارم کې په یوه ګودام کې ونیو. ډیویډ هرولډ، چې د بوث ملګری و، تسلیم شو، خو بوث ځنډ وکړ. تر هغه وروسته، چې چارواکو ګودام ته اور واچاوه؛ نو د اتحادیې سرتېري بوستون کوربت د هغه پر غاړه وژونکې ډزې وکړې. هغه فلج شو او څو ساعته وروسته ومړ. اته توطیه جوړونکي محکوم شول او له دې شمېره څلور یې ډېر ژر په دار وځړول شول.
شالید او لومړی ژوند
سمولد بوث والدین، جونیوس بروتوس بوث او د هغه مېرمن مري آن هلمز وو، چې د ۱۸۲۱ز کال په جون کې له انګلستانه متحده ایالاتو ته کډوال شول. هغوی د مریلنډ له بل ایر سره نږدې ۱۵۰ جریبه (۶۱ هکټاره) فارم وپېره، دا هغه ځای و، چې په کې جان ویلکس بوث د ۱۸۳۸ز کال د می په ۱۰مه په یو لرګین څلور اتاقه کور کې وزېږېد. بوث د مور او پلار له لسو اولادونو نه نهم و. د هغه نوم له جان ویلکس نه اخیستل شوی و، چې د انګلستان یو راډیکال سیاستوال و او لرې خپل یې و. د جونیوس مېرمن ادلاید دلانوي بوث په ۱۹۵۱ز کال کې د زنا له امله له هغه طلاق واخیست او هولمز د ۱۸۵۱ز کال د می په ۱۰مه، چې د جان ویلکس له ۱۳مې کلیزې سره سمون خوري، له جونیوس سره واده وکړ. نورا تیتون په خپل کتاب (زما افکار په وینو لړلې دي) (۲۰۱۰ز) کې وړاندیز کوي، چې د لوبغاړي جونیوس بوتوس بوث د زامنو اډوین او جان ویلکس شرم او حرص هغوی د بریا او ستاینې لور ته وهڅول او هغوی یې د سیالانو په توګه معرفي کړل. اډوین د اتحادیې د پلوي په نقش کې او جان ویلکس د ابراهام لینکلن د قاتل په نقش کې خپل سهم لرلی دی. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]
په ۱۸۵۱ز کال کې د بوث پلار د هارفورډ د ښارګوټي په املاک کې یو ټیوډور هال جوړ کړ، چې د اوړي د کور په توګه یې و. په داسې حال کې، چې د بالتیمور پر اکستر سړک یې هم یو ژمنی استوګنځی درلود. په ۱۸۵۰ز کال کې د یوې سرشمېرنې په لړ کې د بوث کورنۍ د بالتیمور اوسېدونکې وشمېرل شوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
تیاتر
سمول۱۹۵۰ لسیزه
سمولبوث د ۱۸۵۵ز کال د اګسټ په ۱۴مه په ۱۷ کلنۍ کې، د ریچارډ III په بالتیمور کې د چارلز د سړک په تیاتر کې د ارل ریچموند په ملاتړي رول کې د لومړي ځل لپاره صحنې ته راغی. ځینې کرښې یې له یاده ووتې؛ نو نندارچیانو پرې ملنډې ووهلې. هغه همدارنګه د بالتیمور پر هالیدي سړک هم تیاتر پیل کړ، دغه ځای په جان ټي فورډ پورې اړه لرله، چې د بوث کورنۍ هر وخت دلته خپل تیاترونه ترسره کړي دي. په ۱۸۵۷ز کال کې بوث په فلاډلفیا کې د ارچ سړک د تیاتر له سهامي شرکت سره یوځای شو او یو بشپړ فصل هلته ولوبېد. د هغه په خوښه هغه «جي بي ویلکس» ونومول شو، ترڅو د تسپین د نامتو کورنۍ له غړو سره د پرتلې له امله ډډه وکړي. جیم بشپ ولیکل، چې بوث «د ظالمې صحنې پر غله بدل شو، خو خپل نقشونه یې په داسې علاقې ولوبول، چې نندارچیانو یې نمانځنه وکړه». د ۱۸۵۸ز کال په فبرورۍ کې هغه د ارچ د سړک په لوکرزیا بورجیا تیاتر کې ولوبېد. د پرانیستې په شپه هغه له یوې صحنې نه وېره تجربه کړه، هغه د دې پرځای چې ووایي، «مېرمنې، زه پتروشیو پاندولفو یم»؛ نو په بند شوي غږ یې وویل «مېرمنې، زه پوندولفیو پت یم؛ پدولفیو پت؛ پانتوچیو پد، لعنتي! زه څوک یم؟» دا د نندارچیانو د لوړې خندا لامل شو.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
د کورنۍ جګړې کلونه
سمولبوث په کلکه د لغوه کوونکو د پلویانو مخالفت وکړ، چې غوښتل یې په امریکا کې غلامي پای ته ورسوي. د ۱۸۵۹ز کال د ډسمبر په ۲مه بوث د لغوه کوونکو د مشر جان براون د اعدام په مراسمو کې برخه واخیسته. جان براون د خیانت، قتل، د غلامانو تر منځ د بغاوت رامنځته کولو او د ویرجینیا په هارپرز فري کې د فډرال پر اسلحه خونې د برید په تور اعدام شو. بوث د ریچموند په تیاتر کې د تمرین په حال کې و، چې په ورځپاڼه کې یې د براون د اعدام خبر ولید. هغه د دې لپاره چې خلک ورته لاسرسی ونه لري، له ریچموند ګري نه یې یو یونیفرم په پور واخیست او یوې ملیشې چې ۱۵۰۰ کسانه په کې وو او د چارلز ښار ته د براون د اعدامولو لپاره روان وو؛ نو ورسره په همدې یونیفرم کې ه یوځای شو، ترڅو بروان په احتمالي ډول له اعدام نه وژغوري. کله چې بروان پرته له کومې پېښې په دار وځړول شو؛ نو بوث هغه ته نږدې ورغی او له برخلیکه یې راضي شو. بوث د ځړول شي کس د مړینې د زړورتیا ستاینه وکړه. [۲۹][۳۰][۳۱]
غبرګون
سمولبوث له فورد تیاتر نه د سټېج له دروازې کوڅې ته وتښتېد، دلته جوزف پینټز باروز د هغه د تېښتې لپاره یو آس درولی و. د اس مالک هغه ته خبرداری ورکړ، چې اس یې لوړه حوصله لري، خو که پام ورته ونه شي، ښایي حوصله وبایلي. بوث اس پرېښود او اډمونډ سپانګلرد سپنګلر ته یې وویل، چې باروز دې یې وساتي. [۳۲]
بوث له ډیویډ هرولد سره د مریلنډ سویل ته لاړ او د خپلې تېښتې د لارې پلان یې ونیو، ترڅو په دغې پاشلې سیمې کې د ټلګراف او د ریل پټلۍ له لږوالي ګټه پورته کړي او له خپلو خواخوږو، په ځانګړې توګه د کنفدراسیون له غړو سره اړیکه ټینګه کړي. هغه فکر کاوه، چې د سیمې ګڼ ځنګلونه او د زکیا جبیزې ځمکې ورته د ویرجینیا کلیوالو سیمو ته د تېښتې لار پیدا کړې. په نیمه شپه کې، بوث او هرولډ په براندي واین پایک کې د سورات شرابخونې ته ورسېدل، دغه ځای له واشنګټن نه ۹ مایله(۱۴ کیلومتره) فاصه لرله. دا هغه سیمه وه، چې په لومړیو کلونو کې یې په کې د انسان تښتونکو نقشه جوړوله او د دې ترڅنګ یې په کې اسلحې او تجهیزات ذخیره کول.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
د بوث د انګېزې نظریه
سموللیکوال فرانسیس ویلسون د لینکلن د وژنې پرمهال ۱۱ کلن و. هغه په ۱۹۲۹ز کال کې په خپل کتاب جان ویلکس بوث کې د بوث د ونډې په اړه ولیکل: «هغه د مالي ګټې له فکر کولو پرته یو ناوړه عمل ترسره کړی و او د ځان قرباني یې ورکوله. ده ویل چې دا به یې غوره موخه وي، خو په اصل کې یوه بشپړه متعصبه کړنه وه». نورو د بریا او شهرت لپاره ځان غوښتونکې انګېزې؛ لکه: شرم، حرص او د ورور او خور سیالۍ لیدې.[۳۹][۴۰]
سرچينې
سمول- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub20231173956 — د نشر نېټه: ۳ اپرېل ۲۰۲۳
- ↑ Clarke, Asia Booth (1996). Alford, Terry (ed.). John Wilkes Booth: A Sister's Memoir. Jackson, Miss.: University Press of Mississippi. p. ix. ISBN 0-87805-883-4.
- ↑ Hamner, Christopher. "Booth's Reason for Assassination Archived December 2, 2010, at the Wayback Machine.". Teachinghistory.org Archived 2011-07-11 at the Wayback Machine.. Accessed July 12, 2011.
- ↑ Smith, Gene (1992). American Gothic: the story of America's legendary theatrical family, Junius, Edwin, and John Wilkes Booth. New York: Simon & Schuster. p. 23. ISBN 0-671-76713-5.
- ↑ Kauffman, Michael W. (2004). American Brutus: John Wilkes Booth and the Lincoln Conspiracies. New York City: Random House. pp. 81–82. ISBN 0-375-50785-X.
- ↑ Smith, p. 18.
- ↑ Booth's uncle Algernon Sydney Booth was an ancestor of Cherie Blair (née Booth), wife of former British Prime Minister Tony Blair. – Westwood, Philip (2002). "The Lincoln-Blair Affair". Genealogy Today. نه اخيستل شوی February 2, 2009. – Coates, Bill (August 22, 2006). "Tony Blair and John Wilkes Booth". Madera Tribune. Archived from the original on September 18, 2008. نه اخيستل شوی February 2, 2009.
- ↑ Smith, pp. 43–44.
- ↑ Titone, Nora (2010). My Thoughts Be Bloody: The Bitter Rivalry Between Edwin and John Wilkes Booth That Led to an American Tragedy. New York City: Simon and Schuster. ISBN 978-1-4165-8605-0.
- ↑ Kimmel, Stanley (1969). The Mad Booths of Maryland. New York City: Dover Books. p. 68. LCCN 69019162.
- ↑ McCardell, Lee (December 27, 1931). "The body in John Wilkes Booth's grave". The Baltimore Sun. Baltimore, Maryland: Tronc.
- ↑ John Wilkes Booth's boyhood home of Tudor Hall still stands on Maryland Route 22 near Bel Air. It was acquired by Harford County in 2006 to be eventually opened to the public as a historic site and museum.
- ↑ Ruane, Michael E. (February 4, 2001). "Birthplace of Infamy". Washington Post. Washington DC: Nash Holdings LLC. نه اخيستل شوی September 29, 2018.[مړه لينکونه]
- ↑ Tom (September 12, 2013). "John Wilkes Booth's Family on North Exeter Street". Ghosts of Baltimore (په انګليسي). Archived from the original on February 18, 2019. نه اخيستل شوی February 17, 2019.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Townsend, George Alfred (1865). The Life, Crime and Capture of John Wilkes Booth (1977 ed.). New York: Dick and Fitzgerald. p. 20. ISBN 978-0-9764805-3-2.
- ↑ Kimmel, p. 70.
- ↑ Clarke, pp. 39–40.
- ↑ Kaufman, Michael W. (2004). American Brutus: John Wilkes Booth and the Lincoln Conspiracies. New York City: Random House. pp. 87–91. ISBN 0-375-50785-X.
- ↑ Goodrich, Thomas (2005). The Darkest Dawn. Bloomington, Indiana: Indiana University. p. 210. ISBN 0-253-32599-4.
- ↑ Tom (September 9, 2013). "Original Ad For John Wilkes Booth's Acting Debut". Ghosts of Baltimore (په انګليسي). Archived from the original on February 18, 2019. نه اخيستل شوی February 17, 2019.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Smith, pp. 61–62.
- ↑ Kauffman, American Brutus, p. 95.
- ↑ "Original Ad for John Wilkes Booth's Acting Debut". Ghosts of Baltimore. September 9, 2013. Archived from the original on February 27, 2021. نه اخيستل شوی September 9, 2013.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Bishop, Jim (1955). The Day Lincoln Was Shot. Harper & Row. pp. 63–64. LCCN 54012170.
- ↑ Sheads, Scott; Toomey, Daniel (1997). Baltimore During the Civil War. Linthicum, Md.: Toomey Press. pp. 77–79. ISBN 0-9612670-7-0.
- ↑ Kimmel, p. 149.
- ↑ Balsiger, David; Sellier, Charles Jr. (1994). The Lincoln Conspiracy. Buccaneer. p. 24. ISBN 1-56849-531-5.
- ↑ Kimmel, p. 150.
- ↑ Allen, Thomas B. (1992). The Blue and the Gray. Washington, D.C.: National Geographic Society. p. 41. ISBN 0-87044-876-5.
- ↑ Kauffman, American Brutus, p. 105.
- ↑ Goodrich, pp. 60–61.
- ↑ Pitman, Benn, ed. (1865). The Assassination of President Lincoln and the Trial of the Conspirators. Cincinnati: Moore, Wilstach & Baldwin. p. vi.
- ↑ Townsend, pp. 42–43.
- ↑ Bishop, p. 66.
- ↑ Kauffman, American Brutus, pp. 143–144.
- ↑ Townsend, pp. 42–43.
- ↑ "The Death of John Wilkes Booth". eyewitnesstohistory.com. نه اخيستل شوی August 15, 2010.
- ↑ Smith, p. 174.
- ↑ Wilson, p. 19.
- ↑ Titone, Nora (2010). My Thoughts Be Bloody: The Bitter Rivalry Between Edwin and John Wilkes Booth That Led to an American Tragedy. New York City: Simon and Schuster. ISBN 978-1-4165-8605-0.