جان نیل (لیکوال)

جان نیل (د ۱۷۹۳ کال د اګسټ ۲۵مه – د ۱۸۷۶ کال د جون ۲۰مه) یو امریکایی لیکوال، کره‌کتونکی، اېډېټر، ویناوال او فعال و. نیل چې یو اغېزناک شخصیت بلل کېده، د ۱۸۱۰مو او ۱۸۷۰یمو لسیزو تر منځ یې په متحدو ایالتونو او لویه بریتانیا کې ویناوې او مقالې، ناولونه، شعرونه او لنډې کیسې خپرې کړې او د امریکا د ادبي نېشنلېزم دفاع یې وکړه. نیل امریکایي هنر پراخ کړ، د ښځو د حقونو لپاره یې مبارزه وکړه، د غلامۍ او توکمیز تعصب د پای ته رسولو لپاره یې کار وکړ او د امریکا د جمناسټیک غورځنګ په پیلولو کې یې ونډه لرله.

جان نیل (لیکوال)
جان نیل (لیکوال)
جان نیل (لیکوال)

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ اگسټ ۱۷۹۳[۱][۲][۳]
مړینه 20 جون 1876 (83 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۴]
خبريال
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان نیل (لیکوال)
جان نیل (لیکوال)

جان نیل لومړنی امریکایی لیکوال دی چې په لیکنو کې یې تر ټولو ښې کليمې انتخابولې او د عامیانه ژبې سرلاری و. په ۱۸۱۷ او ۱۸۳۵ کلونو کې تر ټولو لوړو ادبي لاسته‌راوړنو ته ورسېد. دی په دې موده کې لومړنی امریکایی و چې مطالب یې د بریتانیا په ادبي مجلو کې خپرېدل، د امریکا د ادبي تاریخ لومړنی لیکوال، د امریکا لومړنی هنري کره‌کتونکی، د ماشومانو د ادبیاتو مخکښ او د امریکا د ویښتابه سرلاری و. د دې تر څنګ له لومړنیو هغو کسانو څخه و چې په متحدو ایالتونو کې یې د ښځو د حقونو دفاع وکړه او د دغې موضوع په اړه لومړنی امریکایی ویناوال و، څه باندې پنځوس کاله یې د ښځینه لیکوالو ملاتړ وکړ، د ښځو او نرانو په فکري برابرۍ یې ټینګار وکړ، د ښځو د اقتصادي حقونو له پټوونکو قوانینو سره یې مبارزه وکړه او د ښځو لپاره یې د رایې د حق، برابرو حقونو او ښو زده‌کړو غوښتنه وکړه. دی لومړنی امریکایی و چې په متحدو ایالتونو کې یې یو عمومي ورزشي سالون یا جمنازیم جوړ کړ.

نیل تر ډېره له ځان سره زده‌کړې کړې وې او تر ۱۲ کلنۍ وروسته هېڅ ښوونځي ته نه و تللی. دی کاریګر و او په ۲۲ کلنۍ کې یې د جامو په یوه کاروبار کې کار پرېښود او په حقوقو او ادبیاتو کې د دندې په لټه کې شو. په منځني عمر کې یې په خپل ټاټوبي «پورټلنډ» کې د بېلابېلو سوداګریزو پانګونو له لارې ښه هنري ملاتړ او ټولنیز مقام ترلاسه کړ.

که څه هم لنډې کیسې یې تر ټولو لوړې ادبي لاسته‌راوړنې دي او په هم‌عصرو کې یې د ډېرو ښو اثارو په کتار کې ولاړې دي، خو بیا هم نیل بې‌شهکاره لیکوال بلل کېږي. (Rachel Dyer) یې تر ټولو ښه ناول، (Otter-Bag, the Oneida Chief) او (David Whicher) یې تر ټولو ښې کیسې او (The Yankee) یې د هغه مهال تر ټولو اغېزناکه خپرنۍ بلل کېږي. په ۱۸۴۳ کال کې «د ښځو د حقونو» په اړه د نیل وینا چې هغه مهال یو اغېزناک فیمینېست و، د غورځنګ پر راتلونکي لویه اغېزه لرله.

لیکوالي سمول

د نیل ټول ادبي اثار کابو شپېته کاله د ۱۸۱۲ کال د جګړې له ختمېدو څخه تر کورنۍ جګړې یوه لسیزه وروسته پورې وخت رانغاړي، که څه هم د نیل د لویو ادبي لاسته‌راوړنو وخت د ۱۸۱۷ او ۱۸۳۵ کلونو تر منځ و. ده په داسې وخت کې فعالیت پیل کړ چې په امریکا کې د لوست فرهنګ نوی پیل شوی و. نیل په پاخه عمر په ځانګړي ډول په ۱۸۳۰مه لسیزه کې له ورځپاڼو او مجلو سره همکاري لرله او د هنري کره‌کتنې، ادبي کره‌کتنې، فرنولوژۍ، د ښځو د حقونو، د جرمني د لومړني جمناسټیک او غلامۍ په ګډون یې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې لیکلې. د بریتانیا د ادبي مخکښانو د نفوذ په کمولو او د امریکايي ادبیاتو په پراختیا کې د نیل هڅې تر ډېره د هغه د ځای‌ناستو امتیاز بلل کېده، خو د یوویشتمې پېړۍ وروستیو څېړنو دغه امتیاز نیل ته ورکړ. د نیل لنډې کیسې «د هغه تر ټولو لویې لاسته‌راوړنې» دي او د «ناټانیل هاتورن»، «اډګر الن پو»، «هرمن ملوېل» او «روډیارډ کيپلېنګ» له کیسو سره په یوه کتار کې درېږي. جان نیل تر ډېره یو داسې لوی ادبي امریکایی شخصیت بلل کېږي چې کوم شهکار نه‌لري.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

فعالیتونه سمول

نیل په خپل پاخه عمر کې په مجلو او ورځپاڼو کې د مقالو، لنډو کیسو، ناولونو، ویناوو، سیاسي او شخصي اړیکو له لارې د فیمینېزم، د ښځو د حقونو، غلامۍ، د ازادو تور پوستانو د حقونو، د امریکا د سور پوستانو د حقونو، اعتدال، د اعدام د سزا او نورو ګڼو موضوعاتو په اړه لیکل وکړل. په دې کې "د ښځو حقونه هغه څه وو چې نیل د هغو لپاره تر نورو اوږده او پرله‌پسې مبارزه وکړه".[۱۲][۱۳]

فېمینېزم سمول

نیل په امریکا کې د ښځو د حقونو په اړه لومړنی ویناوال او په متحدو ایالتونو کې د ښځو د حقونو او فیمینستي موخو د لومړنیو نرینه مدافعانو له ډلې و. د ۱۸۱۷ کال په لومړیو او د ۱۸۷۳ کال په وروستیو کې یې ورځپاڼې، کیسې، ویناوې او سیاسي او شخصي اړیکې په متحدو ایالتونو او بریتانیا کې د فیمینستي مسائلو د مخته وړلو لپاره وکارولې او د ۱۸۴۳ کال په شاوخوا کې په دې برخه کې د نفوذ اوج ته ورسېد. نیل د ښځو ملاتړ وکړ. لیکوالو د ښځو او نرانو تر منځ فکري برابري ومنله، د ښځو د اقتصادي حقونو له پټوونکو قوانینو سره یې مبارزه وکړه او د ښځو د رایې د حق، نورو برابرو حقونو او ښو زده‌کړو غوښتنه یې وکړه.[۱۴]

نیل تر کورنۍ جګړې وروسته د ښځو د رایې د حق‌غوښتنې په غورځنګ کې د تنظیموونکي په توګه ښکېل شو او په ځايي، سیمه‌ييزو او ملي ادارو کې یې نفود پیدا کړ. کله چې په ۱۸۶۹ کال کې د امریکا د برابرو حقونو ټولنه د پنځلسم تعدیل پر سر ګډه وډه شوه، نیل د هڅو پر ضایع کېدو خواشینی شو، خو د ټولو ښځو لپاره یې د رایې د حق‌غوښتنې په دلیل د ښځو د راتلونکې ملي ټولنې ملاتړ وکړ. نیل په ۱۸۶۸ کال کې د نیو انګلنډ د ښځو د رایې د حق‌غوښتنې ټولنه جوړه کړه، په ۱۸۷۰ کال کې یې د ښځو د رایې د حق‌غوښتنې په اړه د پورټلنډ لومړنۍ عمومي غونډه تنظیم کړه او په ۱۸۷۳ کال کې یې په «مین» ایالت کې د ښځو د رایې د حق‌غوښتنې لومړنۍ ټولنه جوړه کړه.[۱۵][۱۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ subject named as: John Neal — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1601191
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?161471 — subject named as: John Neal — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16663072v — subject named as: Jehu O'Cataract — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — منښتلیک: Open License
  4. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  5. Fleischmann 1983، ص. 13.
  6. Merlob 2012، ص. 118n11.
  7. Fleischmann 1983، ص. 187.
  8. Watts او Carlson 2012b، ص. xxiii.
  9. Merlob 2012، ص. 118n7.
  10. Watts او Carlson 2012b، ص. xxvi.
  11. Sears 1978، ص. 125.
  12. Fleischmann 1983، ص. 152, quoting Benjamin Lease and Hans-Joachim Lang.
  13. Fleischmann 1983، ص. 152.
  14. Fleischmann 2007، صص. 565–567.
  15. Weyler 2012، صص. 227–228, 242.
  16. Weyler 2012، ص. 227.