جان سټورټ مل

جان سټورټ مل John Stuart Mill سمول

--خالد یوسفزی (خبرې اترې) 18:58, 26 جون 2015 (UTC)
دوتنه:John Stuart Mill

جان سټورټ مل(20 May 1806 – 8 May 1873) د برطانیی هغه فیلسوف وو چی په سیاسی تیوری، سیاسی اقتصاد او ټولنیزو تیوریانو یی تاثیر تر نورو فیلسوفانو زیات وو. مل ته د لیبرالیزم د بنسټ ایښودونکی خطاب هم کیږی. د مل د ازادی تصور د دولتونو څخه د افرادو په ازادی کی ډیره مرسته وکړه. مل د ازادۍ په اړه خپله مفکوره داسی تشریح کړه چی د یو فرد لپاره د داسی شرایطو برابریدل په کوم کی چی هغه خپل شخصیت ته په ښه شکل برمختگ ورکړای شی. ازادی د قیود او قیدونو په نه شتون سره تعریف نکړه، بلکه داسی یی وویل چی ازادی د یو داسی منظم حلت څخه عبارت ده په کوم کی چی قید او شرط موجود وی. مل د یوټالیټیریانیزم Utilitarianism د تیوری ملانړی او پرمخ وړونکی وو. دغه تیوری د جرمی بینتهم له خوا رامنځ ته شوه او د مل له خو په ساینسی شکل سره وڅیړل شوه. مل په خپل وخت کی د پارلمان غړی هم وو. او د لیبرال مفکرینو ستوری پیژندل کیده په هغه وخت کی. سټورټ مل د جیمز مل، سکاټلینډی اقتصادپوه او فیلسوف، مشر ځوی وو. په لندی کی زیږیدلی. د جرمی بینتهم تر مستقیمی روزنی لاندی وروزل شو. د مل پلار تل کوشش کاوه چی مل د یو نابغه په صفت رالوی کړی. او مل یی هم دا توقعات پوره کړل. مل په دری کلنۍ کی یونانی ژبه زده کړه. په اته کلنۍ کی یی اته لوی فیلسوفان لکه افلاطون، زینوفون او داسی نور په پوره شکل ولوستل. مل په اته کلنۍ کی لاتینی ژبه، ریاضیات، او الجبر هم زده کړ. مل په لس کلنۍ کی شاعری هم کوله. مل په منطق او د ارسطو د لیکنو نسخی په دولس کلنی کی ولوستلی، او په دیارلس کلنی کی یی په سیاسی اقتصاد او د اکثریتو اقتصاد پوهانو په کتابونو او تیوریانو لکه ادم سمت، او ریکارډو ځان پوه کړ. مل په څوارلس کلنۍ کی فرانسی ته ولاړ او هلته یی کیمیا او منطق ولوستل. مل د فرانسی د ښایسته ځایونو او غرونو سره په مینه کی کیوت او او هلته یی د زیات پاتی کیدو تکل وکړ. خو د پلار په استمرار بیا بیرته راوگرځید. د زیات درس لوستلو او ذهنی فشار له وجهی سټورټ مل په یو ډول روانی ناروغۍ اخته شو. دماغی توازن یی کمزوری شو. د ماشومتوب کوم احساسات چی باید مل په ماشومتوب کی په خپل ځان کی غوړولای وی، هغه پرته له غوړیدلو پاتی شو. ځینی تاریخ پوهان یی دا روانی تکلیف د اوډیپوس په نامه سره یادوی، خو ځینی یی بیا عادی ذهنی فشار گڼی. مل په دوویشت کلنۍ کی د انگلیسی مشهور شاعر، ویلیم وردسورټ او جین فرینکویس په ښکلا ستایونکو لیکنو په لوستلو سره بیرته خپل نورمال حالت راتلو ته شروع وکړه. د مل د مطلقی ازادی د فلسفی له وجهی په هغه کلیسا بندیز ولگو. د اکسفورد او کامبریج په پوهنتونو کی یی د داخلی اجازه ورنکړه. مل وروسته په د University College London کی خپلی زده کړی په ۱۹۵۸ کی تکمیلی کړی. د مل هیریټ ټیلر چی په ۱۹۵۱ کی یی سره واده کړی وو، هم په همدی کال وفات شوه. مل به ویل د ښځو د حقوقو په اړه زه بیخی ناخبره وم، او دا د ټیلر برکت وو چی ما خپلی مشهوری لیکنی لکه On Liberty؛ په ازادی؛ وکړلی. د علماو په نظر مل یو دهری یا اټیسټ وو. هغه د پارلمان د غړیتوب په وخت کی په پالمان کی د ډیرو اصلاحاتو غوښتنه وکړه. مل په فرانسه کی په کال ۱۸۷۳ کی ومړ.

د ازادۍ تیوری

مل په خپل کتاب On Liberty ؛په ازادۍ؛ کی د هغه محدودیتونو خبری کړی کوم چی د یو قدرت او ټولنی له خوا په یو فرد عملی کیږی. مل پدی عقیده وو چی هری ټولنی او هر ډول خلکو لپاره باید هماغه ډول محدودیتونه وضع شی. هغه ویل د وحشی او غیر منظم خلکو لپاره د ډنډی او زور حکومت وضع کول تر ټولو ښه انصاف دی. مل به ویل چی هر عمل په یو له لاندی دوو کټگوریو کی لویږی. • هغه اعمال چی د هغی نتیجه او عواقب صرف د فرد په ځان پوری محدود وی. • هغه اعمال چی د هغی نتیجه د ټولنی په نورو غړو پوری اړه ولری. مل به ویل چی د هغه اعمالو په تړاو د کوم عواقب چی صرف په فرد پوری اړه ولری، باید فرد پوره ازادی ولری. هر څه یی چی خوښه وی کولای یی شی، تر دی حده چی بل ته ضرر ونه رسی. مخکی بیا هغه ویل چی په فردی ازادی کی باید یو اصل په نظر کی ونیول شی. او هغه دا چی یو فرد ته دا اجازه ورنکړل شی چی ځان ته زیان ورسوی. ځکه فرد هم د ټولنی یو غړی دی. مل د ازادی له دی تیوری هغه خلک وویستل کومو چی د ځان د اداری توان نه لروده، لکه ماشومان. مل به ویل چی ټولنه باید د ازادی یو داسی سیستم رامنځ ته شی چی د هر چا ازادی پکی خوندی وی. داسی نه وی چی د یو د ازادی له وجهی د ټولنی د نورو غړو ژوند ته ضرر پیښ شی. مل به ویل چی ټولنه باید په داسی شکل عیاره شی چی هیڅوک دی ته مجبور نشی چی ځان په غلامی خرڅ کړی. د مل لپاره د یو عمل د ازدۍ او قید کیدو د میزان تله د عمل د عواقب وو. که یی بل چا ته زیان رساوه، نو دا عمل منع، که یی نه رسوو، نو دا عمل جواز لری. مل د بیان د ازادی هم ډیر کلک طرفدار وو. او په هغی کی یی هم همدی پورته اصولو په اساس نظر ورکو. مل به ویل چی د نظر ورکولو ازادی د علمی او ټولنیز پرمختگ لپاره ډیره ضروری ده. ځکه که یو کس بده نظریه هم ورکوی، د هغی په نقد کی په ټولنه کی ډیری ښی نظریی نوری رامنځ ته کیږی. چی دا په اصل کی د ټولنی ترقی ده. مل ټولنیزه ازادي د هر ډول سیاسی فشار او ټولواکۍ څخه د افرادو د ازادۍ په معنی سره تعریف کړه. یا دا چی د ټولو حدوداتو او قیوداتو له منځه تلل. هغه وویل چی زورواکی او ټولواکی کیدای شی د یو بادشاه له خوا وی او یا هم د ډیرو خلکو له خوا، کله چی د اکثریت خلکو رایه د انسان د طبیعی ازادی خلاف وی نو دا هم یو ډول د زورواکی او دیکتاتورۍ دی چی د یوې مجمع له خوا تر سره کیږی. مل د ۱۸۲۳ څخه تر ۱۸۵۸ پوری د ختیځی انډیا کمپنی کی دنده تر سره کړه، او د هغه ځای د تجربو په اساس یی وویل چی عادل شاهی نظام د مستعمرو لپاره دیر غوره او ښه دی. او حتی د ځینو تاریخپوهانو په روایت د غلامی د توجه کولو لپاره یی هم لیکنی کړی وی. گوندي مل به ویل چی د غلامانو او کمزور خلکو د کار سره عادت کول او له هغوی په منصفانه شکل د مزدورۍ کار اخیستل کومه بده خبره نده.

د ښځو په حقوقو:

د مل مشهور کتاب The Subjection of Women ؛ د ښځو لاس لاندې کول، یا د ښځو ماتحت کول؛ چی په ۱۸۶۹ کی خپور شوی، د ښځو په مساوات او حقوق یو له دیر پخوانیو کتابونو څخه شمیرل کیږی. د مل عکس چی یو رسام په کال ۱۸۷۳ کی یوی مجله کی خپور کړی وو او لاندی یی تری لیکلی وو ؛یو فیمینسټ فیلسوف؛ گوندی دا په هغه وخت کی یواخینی فیلسوف وو چی د ښځو د حقوقو لپاره یی غږ پورته کړی وو.

مل ویل چی د نړی په تاریخ کی تر دی دمه د ښځینه ذات ټوله طبقه او یوه څه طبقه د نارینه و تل غلامان پاتی شوی. مل د ښځو ماتحت کیدل سړو ته په حقوقی او قانونی لحاظ سخت تر تنقید لاندی ونیول. او د بشریت د پرمختگ لپاره یی غټ خنډ وبله، او د کلی مساوات لپاره یی غږ پورته کړ. مل د ښځو په اهمیت او د هغوی په مهارتونو خبری وکړی. په خپل کتاب کی یی د ښځو د ژوند هغه دری خنډونه راښکاره کړل چی ښځی یی د یو مساوی ژوند څخه راگرځولی، چی عبارت دی له: • ټولنه او د جنسیت جوړښت • تعلیم • او واده هغه ویل چی له پخوا وختونو د څو راپاتو بدو رواجونو او پدیدو یو د ښځو ښکته والی او ماتحت کیدل دی. مل په کورنۍ او ټولنه کی د ښځو لپاره د یو مشخص رول د تخصیص کولو او ټاکلو سخت خلاف وو. هغه ویل په ودونو کی تل ښځو ته کم رول ورکول کیږی. د ښځو د ماتحت کیدو او انحصار تاوانونه او منفی تاثیرات نه یواځی چی په ښځو وه، بلکه په نارینه او ماشومانو هم وه. هغه ویل چی د نړۍ د پرمختگ په مخکی دا خنډ دی، چی د ښځو رول دی په ټولنه کی منحصر شی او نارینه دی ازاد وی چی څه کوی هغه دی وکړی. مل به ویل چی ښځی د ډیری اوږدی مودی راهیسی د د نارینه و د تسلط او لاس لاندی ماتحت او کمزوری پاتی شوی او دی ماتحت کیدو ددوی په وړتیا او اخلاقو هم تاثیر کړی. مل به په ښځو کی د کمزورۍ او نارینه و سره د احساساتو او حواسو تړاو مصنوعی او د سړیو له خوا په سیستماتیک شکل رامنځ ته شوی گڼه. او دی ته به یی ټولنیز جوړښت ویل، نه طبیعی. هغه ادعا کوله که ښځو ته د نارینه و غوندی ازادی له پخوا ملاو شوی وی نو نن به ښځی هم د نارینه و غوندی د ډیرو وړتیاو او استعدادونو خاوندانی وی. د ښځینه او نارینه و اړیکی په ټولنه کی د یو حقیقی ازادی په راوستلو کی غټ رول لری، که ښځینه د نارینه د تسلت لاندی وی نو د مل په اصطلاح ازادی هیڅ معنی نه لری.

د افادی د اصالت نظریه (یوټلیټریانزم) Utilitarianism

د جیمز مل او جرمی بینتهام نظریه مفاد پرستی، د گټی پالنی فلسفه یا هم د افادی د اصالت نظریه د یوټلیټریانیزم Utilitarianism په نامه یادیږی. د گټې پالنې تیوري دگټې اصالت یا د گټې پالنې فلسفه: هغه فلسفه چې په هر عمل او پرېكړه كې د اكثريت گټو ته ارزښت وركوي. مثلآ جیریمی بنتیم(Jeremy Bentham) د اخلاقیاتو او قانون ټاکنې اصولو)۱۷۸۰ ( هغه استدالال کوي چې هغه کار سم دئ چې د یو ټولنې اکثریت پکې سودمند شی نو که حتا د څو تنو زیان د یو ټولنې نیکمرغي باندی بدلیدلائ شي دا کار د اخلاقیاتو(Morality) د اصولو له اړخه منطقی گنل کیږي. هغه تاکید کوي چې د قانون ، سیرت او اخلاقیاتو اساس باید گټورتوب یا هوسایی(Utility) باندې کیښودل شي. نوموړئ وایی چې هغه اعمال چې درد لږوی او خوشحالی زیاتوي د صحي او غلط د فلسفی(The Wrong and Right Philosophy) ټولو پوښتنو ځواب پکې راټول دئ. د بینتهام مشهوره جمله دغه فلسفه په ځان کی رانغاړی چی وایی : ؛د ډیرو ډیره هوساینه؛ بینتهام د هر عمل د مشروعیت، صحت، اخلاقیت، محبوبیت، موءثریت، او علت لپاره د ؛ډیرو ډیره هوساینه؛ اصل استعمالوه. د نويتابه له خوځښت څخه په اخلاقي ډگر کې د گټې پالنې utilitarianism تصور راپيدا شو په دې معنا چې د اخلاقي ارزښتونو او اړيکو اساس گټه او فايده ده ، په څه کې چې د انسان خپله گټه متصوره وي، هماغه اخلاقي کار دى، او کوم سلوک چې د ټولنې لپاره گټه لري هغه قانوني او کوم چې فايده نلري، هغه غير قانوني دى، نو د اخلاقي ارزښتونو معيار او تله فايده او گټه ده.چې د دې په پايله کې د نوي اباحيت ا و آزادۍ تصور رامنځ ته شو. او نن دغه فلسفه او اصل تر ټولو زیات په غربی نړۍ کی استعمالیږی. د مل کتاب گټه پالنه یا Utilitarianism د گټی پالنی دی فلسفی ته د لا پرمختگ ورکول غټه سرچینه ده. مل د خپل پلار جیمز مل او کاکا بینتهام څخه ډیر متاثره وو. مل د گټی پالنی فلسفه کی زیاتونی راوستلی، هغه پدی شکل چی مل د هوساینی او گټو درجه بندی وکړه. بینتهام هر گټه او هو ساینه په یوه اندازه مهمه بلله، مل وویل چی نه!!! اخلاقی او علمی هوساینی او گټی پورته دی نسبت بدنی، او فزیکی هوساینو ته. مل د هوساینی او هوس تر منځ توپیر راولی، هوساینه مهمه او ضروری گڼی نسبت هوس ته. مل دا اصل په یو مثال کی داسی واضح کړ چی د انسان لږه هوساینه نسبت د یو خنځیر د ډیری هوساینی نه مهمه ده. یا بل مثال داسی چی د سقراط لږ هوسا کیدل او قناعت د یو کمعقل انسان د ډیری هوساینی او قناعت څخه ډیر غوره او مهم دی. بینتهم به ویل چی که د ټولنی ډیر خلک د شاعری پر ځای د ماشومانو توشلی ؛کانچې؛ کی خوند او هوساینه احساسوی نو د ټولنی مسوءلیت دا دی چی د کانچو رایجولو او خپرولو ته ډیر کار وکړی، او کانچی د ډیر اهمیت خاوندی دی. مل ددی اصل په خلاف ویل چی نه کانچی د کمی هوساینی او گټی وړاندی کونکی دی، نسبت د شاعری ته. کانچی هغه انسان خوښوی چی د شاعری په هنر یی دماغ نه خلاصیږی. نو حتی که کانچی د ډیرو خلکو له خوا خوښی کړای شی دولت ته پکار نده چی د بل مهم شی پر ځای د کانچو رایجولو ته کار وکړی. مل د بینتهام ددی اصل چی ؛د ډیرو ډیره هوساینه؛ پر ځای دا اصل خپور کړی چی ؛ډیره هوساینه او گته د ټولو لپاره؛.

=== اقتصادی فلسفه:

مل د ازاد مارکیټ اقتصادی تیورۍ ته معتقد وو. اگر چی د هوساینو او گټو د اصل په سبب یی د دولت ځینی مداخلې مهمې گڼلی، لکه په شرابو د مالیی او ټیکس لگول. مل د اقتصادې ډیموکراسۍ داسی طرفدار وو چی د هغه په قول د کپیتالیزم یا سرمایه داری سیستم ته لاره هواره نکړی او د کارگرو حقوق پکی محفوظ وی. هغه د اقتصادی ډیموکراسۍ ښه شکل د کوپراتیفونو یا Worker Cooperatives په شکل کی وستایله.

مننه --خالد یوسفزی (خبرې اترې) 18:58, 26 جون 2015 (UTC) Khalid Yousafzai