جانز هاپکينز

جانز هاپکينز (۱۹ مۍ ۱۷۹۵ – ۲۴ ديسمبر ۱۸۷۳) يو امريکايي سوداګر، پانګوال او بشرپال و، چاچې خپل ډېر ژوند د ميري لينډ په بالټيمور کې تېر کړ، د هغه د وصيتونو په پايله کې د هغه په نوم ګڼې ادارې جوړې شوې، تر ټولو د پام وړ يې د جانز هاپکينز روغتون او جانز هاپکينز بوهنتون دي (د هغه د اکاډميکو څانګو په ګډون، لکه د جانز هاپکينز د رنخورپالنې ښوونځی، د جانز هاپکينز د درملو ښوونځی، د جانز هاپکينز کيري د سوداګرۍ ښوونځی، جانز هاپکينز د عامې روغتيا د بلومبرګ ښوونځی او د جانز هاپکينز د پمختللو نړيوالو مطالعاتو ښوونځی).له تاريخي اړخه هغه د مريتوب د ختمولو د پلوي په توګه پېژندل شوي په توګه، وروستۍ څېړنې ښيي چې هاپکينز يو مریی اخستی و ، څو هغه ازاد کړي، خو دا موضوع تاييد شوې نه ده.

جانز هاپکينز
جانز هاپکينز
جانز هاپکينز

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ مې ۱۷۹۵[۱][۲][۳][۴]
مړینه 24 ډيسمبر 1873 (78 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جانز هاپکينز
جانز هاپکينز

د ژوند لومړي کلونه سمول

جانز هاپکینز د ۱۷۹۵ز کال د مۍ مياشتې په نولسمه نېټه زېږېدلی و. هغه د ميري لينډ د «کرافټن» د سمويل هاپکينز او د ويرجينيا د «لاوډون» ولسوالۍ د «هانا جيني» د يوولسو بچيانو څخه يو و. د هغه کور د «انا ارنولډ» په ولسوالۍ کې د «وايټ شال»په نوم په پنځه سوه ايکړه (۲۰۰ هکتار) جوړ شوی و. د هغه لومړی نوم د هغه له نيکه جان هاپکينز څخه اخستل شوی و، چا چې خپل لومړی نوم له خپلې مور «مارګريټ جانز هاپکينز» څخه تر لاسه کړی و.[۶][۷]

د هاپکينز کورنۍ له انګريزي نسب څخه وه او دوی د «د ملګرو ټولنې» (کواکر) غړي وو. د دوی د «کواکر» (يوه مسيحي مذبي دله ده) د مجلس د پرېکړې پر بنسټ په ۱۷۷۸ز کال کې خپل مزدور مريان ازاد کړل، کوم فرمان چې د روغو بدنونو لرونکو د ازادولو او د نورو په پاملرنې ټينګار کاوه، څوک به چې په کرونده کې پاتې کېدل او هغه شان به يې د مزدورۍ چوپړتياوې وړاندې کولې، څه ډول چې دوی کولای شول. نوموړی د خپلو يوولسو خوېندو وروڼو په ډله کې دويم مشر و، جان بايد په خپله کرونده کې له نورو خوېندو وروڼو او ازادو تور پوستو مزدورانو سره کار کړی وای. له ۱۸۰۶ز کال څخه تر ۱۸۰۹ز کال پورې، د دې شونيا شته چې هغه د ارنيلډ ولسوالۍ په «اني» وړیا ښوونځي کې زده کړې کړي، کوم چې اوس د ميري لينډ په «ډيوډسن ويل» کې موقعيت لري.

په ۱۸۱۲ز کال کې، کله چې دهغه عمر اولس کاله و، هاپکينز د کروندې کار خوشې کړ، څو د خپل اکا «ګيرارډ ټي. هاپکينز» د بالتيمور د ترکاريو په عمده پلورنځي کې کار وکړي. «ګيرارډ ټي. هاپکينز» يو بريالی سوداګر او د بالتيمور د ملګرو د کلني مجلس منشي و. په داسې حال کې چې د خپل اکا له کورنۍ سره اوسېدو، جانز او د هغه ترله «اليزابيت» يو پر بل مين شول؛ خو د سکه تربورانو او ترلو تر منځ د واده په خلاف د «کواکر» د واده مخالفت په ځانګړی ډول پیاوړی و، له همدې امله جانز او اليزابت هېڅکله واده ونه کړ.

کله چې هغه توان تر لاسه کړ، نو هپکينز په خپل ژوندوني او له مړينې وروسته د خپل وصيت په مټ خپلې پراخې شوې کورنۍ سره مرسته وکړه. هغه اليزابيت ته يو کور په وصيت پرېښود، چېرته چې نوموړې په ۱۸۸۹ز کال کې تر مړينې  اوسېده. هغه ۵۰۰۰ امريکايي ډالره او يو کور د خپلې اوږدې مودې خادم «جيمز جانز» ته ورکړ، او ۳۰۰۰ ډالره يې خپلو دوه نورو خادمانو ته ورکړل.

د «وايټ شال» کرونده د اوس مهال د ميري لينډ په کرافټون کې موقعيت لري. د هغه کور له هغه وخته له «رايډل» سرک سره نژدې په جانز هاپکينز سرک موقعيت لري، له کومه وخته چې رغول شوی. له دې شتمنۍ څخه د ګالف لوبې «والډن» لوبغالی راچاپېر دی او د يو تاریخي ځای په توګه په نښه شوی.

د سوداګرۍ کلونه سمول

په سوداګرۍ کې د هاپکينز لومړۍ تجربې او برياوې هغه مهال منځ ته راغلې، کله چې هغه د مغازې د مسئول په توګه وټاکل شو، دا هغه مهال و، کله چې د هغه اکا د ۱۸۱۲ز کال د جګړې پر مهال له سيمې لرې و. له کاکا سره له اوو کلونو وروسته، هاپکينز له «بينجامين موري» سره په شریکه سوداګري پيل کړه، څوک چې د هغه يو ملګری کواکر و. وروسته دا شريکه سوداګري له منځه ولاړه او «موري» ادعا وکړه چې لامل يې د هاپکينز له خوا د پانګې د راټولولو لپاره زیاته لېوالتيا درلوده.

له هغه وروسته چې موري له سوداګرۍ په شا شو، هاپکينز له خپلو درې وروڼو سره شراکت وکړ او په ۱۸۱۹ز کال کې يې د هاپکينز او وروڼو عمده پلورنځي جوړ کړل. دا شرکت له کونيسټوګا ويګنو څخه تر شينانډواه ويلي پورې د بېلا بېلو توکو په پلورلو سره وده وکړه، کله کله به يې توکي د جوازو د ويسکي په بدل کې پلورل، کوم به چې وروسته په بالتيمور کې د «هاپکينز بيسټ» په نوم پلورل کېدل. په هر حال، د هاپکينز د نېکمرغۍ ستره برخه په بېلا بېلو برخو کې په هوښيارۍ سره د پانګونې له امله وه، په ځانګړي ډول د بالټيمور او اوهايو د ريل په سرک (B&O) کې، د کوم چې نوموړی په ۱۸۴۷ز کال کې رئيس وټاکل شو او په ۱۸۵۵ز کال کې د يې د مالي کميټې مسئول وټاکل شو. هغه همدا راز د سوداګرو دبانک رئيس او تر څنګ يې د يو شمېر نورو سازمانونو مسئول مدير هم و. له يو بريالي سفر وروسته، هاپکينز وکولال شول د ۱۸۴۷ز کال کې د دوه پنځوس کلنۍ په عمر کې تقاعد شي.

د خېرښېګڼې يو سړي په توګه، د مالي بحرانونو پر مهال هاپکينز له يو ځله څخه زيات خپلې بیسې د بالټيمور ښار د مرستې لپاره مصرف کړې، په ۱۸۵۷ او ۱۸۷۳ز  کلونو کې يې بالټيمور او اوهايو ريل سرک شرکت له پورونو څخه وژغورو. په ۱۹۹۶ز کال کې، جانيز هاپکينز «۱۰۰ شتمن: له بينجامين فرانکلين څخه تر بيل ګيټس پورې – د امريکايي شتمنو، پخوانیو او تېرو» کې په نهه شپېتمه شمېره ځای خپل کړ.

کورنۍ جګړه سمول

د امريکايي کورنۍ جګړې لومړۍ جګړې د جانز هپکينز د دوبي په ځمکه کليفټن کې طرحه شوې وې، چېرته چې هغه د راتلونکي پاچا ايډوارډ VII په ګډون يو شمېر بهرني مشرانو ته تفريح برابره کړې وه. هاپکينز د اتحاد يو پیاوړی ملاتړی و، د ماري لينډ د يو شمېر نورو په څېر نه، چا چې له کانفدراسيون سره خواخوږي درلوده او کله کله يې سويل او کانفدراسيو ملاتړ کاوه. د کورنۍ جګړې پر مها، کليفټن د اتحاد د سیمه ييزو خواخوږو او فدرالي مسئولينو لپاره د متعددو ناستو ځای وګرځېد.

د هاپکينز له خوا د ابراهم لنکن ملاتړ هم ډير وخت هغه د ميري لينډ د ډېرو نومياليو خلکو سره، په ځانګړي ډول د سترې محکمې د قاضي راجر بي ټيني سره په اختلاف کې وغورځاوه، چا چې په پرله پسې ډول د لینکن د ولسمشريزو پرطکړو مخالفت وکړ، لکه د بند د څرګندولو په موخه د قاضي په وړاندې  د بندي د راوستلو په اړوند د هغه د محدوديتونو تګلارې او په ميري لينډ کې د سرتېرو ځای پر ځای کول. په ۱۸۶۲ز کال کې، هاپکينز لينکن ته يو ليک واستاوه، له ولسمشر يې غوښتنه کړې وه چې د مخالفينو غوښتنو ته غوږ ونه نيسي او په ميري لينډ کې د سرتېرو ځای پر ځای کولو ته دوام ورکړي. هاپکينز همدا راز د لينکن مالي او لوژيستيکي ملاتړ ته ژمنتيا وښوده، په ځانګړي ډول د B&O اورګاډي نظام وړيا کارول.

د مريتوب ختمول سمول

په ۲۰۲۰ز کال کې، د جانز هاپکينز پوهنتون څېړونکو د ۱۸۴۰ او ۱۸۵۰ز کلونو د سرشمېرې د معلوماتو پر بنسټ وموندله چې شونې ده جانز هاپکينز مريان يا په کار ګومارلي يا يې ملکيت درلود، چا چې د هغه په کور او په کليواله سيمه کې د هغه په شتمنيو کې کار کاوه.[۸][۹]

د مريتوب د مخالف په توګه د جانز هاپکينز شهرت اوسمهال د اختلافاتو ښکار دی. لکه چې د ۲۰۲۰ز کال د ډيسمبر مياشتې په نهمه نېټه ټولو کار کوونکو ته د جانز هاپکينز د پوهنتون له خوا په استول شوي يو برېښنا لیک کې راغلي «د مارتا ايس. جونز او اليسن سيلر له خوا شوې اوسنۍ څېړنه داسې شواهد نه مومي چې دا خبره روښانه کړي جانز هاپکينز د مريتوب د يای ته رسولو پلوی و، او دوی همدا راز لټون کړی او يو شمېر نور اړوند مواد يې روښانه کړي دي. هغوی نه دي توانيدلي چې په ۱۸۰۷ز کال کې د جانز هاپکينز د مور او پلار له خوا د مريانو د ازادولو کيسه مستنده کړي، خو دوی په ۱۷۷۸ز کال کې د جانز هاپکينز د نېکه له خوا د مريانو د جزوي ازادۍ ثبوت موندلی او له هغې وروسته يې د څو لسيزو لپاره د مريانو دلودل او د داسې معاملو ته دوام ورکړ چې مريان پکې ښکېل و. هغوی د هاپکينز وروڼو (يو شرکت، به کوم کې چانز هاپکينز يو مشر و) له خوا د ۱۸۳۸ز کال ليک له نژدې کتل یدی، په کوم کې چې يو مریی د واجب الاداء پور د ضمنات په توګه منل شوی دی، او په وروستيو کې د مړينې يو اضافي ليک موندل شوی دی، په کوم کې چې جانز هاپکينز د مريتوب ضد سياسي نظرياتو درلودونکي په توګه ښودل شوی دی (دا د ولسمشر مشر لنکن او اتاديې لپاره د منځ ته راوړي ملاتړ د توضيح کونکي ليک سره ورته والی لري) او د هغه د حتمي ازادۍد خوندي کولو په موخه د يو مريي د رانيولو څرګندونه کوي. په ورته وخت کې په نورو اسنادو کې د جانز هاپکينز د مهال د یادونې وړ تبصرې شته، په کومو کې چې نوميالي تور بوستي مشران هم شامل دي، کومو چې د تور پوستو ماشومانو لپاره د يتيم خانو د جوړولو لپاره د هغه د  هوښيارې بشرپالنې د ملاتړ تعريف شوی دی.[۱۰]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Johns-Hopkins-American-philanthropist — subject named as: Johns Hopkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cr62bd — subject named as: Johns Hopkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/500 — subject named as: Johns Hopkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16639036t — subject named as: Johns Hopkins — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۵ مارچ ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  6. "Reexamining the history of our founder". December 9, 2020. د اصلي آرشيف څخه پر March 24, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په December 9, 2020 باندې). The founder of Johns Hopkins owned enslaved people. Our university must face a reckoning..
  8. "Contrary to century-old family lore, Johns Hopkins was an enslaver". The Johns Hopkins News-Letter. د لاسرسي‌نېټه December 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. . Hopkins researchers discover namesake benefactor owned slaves. wbal.com.
  10. Phil Helsel (په December 9, 2020 باندې). Johns Hopkins, long believed by university to be abolitionist, owned slaves, records show. NBC News.