ثواب او عذاب

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

ثواب او عذاب سمول

الله د خپلو پېغمبرانو له لارې، له هغو کسانو سره یو لړ ژمنې کړې دي، چې پر الله، قیامت او پېغمبرانو ایمان لري.

ژمنه یې کړې، چې په جنت کې به د تل لپار ژوند ولري او له ډول ډول مېوو، خوړو، خوښیو او خوندونو چې څه غواړي، ګټنه ترې کولای شي. په جنت کې درد، غم، کړاو او خپګان نشته. هلته ناروا خبره نه کېږي. هغوی چې په دې دنیا کې د الله احکام منلي، په خورا غوره ډول مېلسمتیا ورکول کېږي. مېلمه پالان یې هم خورا ښکلي او ښایسته دي.پر جنتي اوبو، نېرونو او جنتي مېوو موږ نه پوهېږو؛ ځکه موږ  چې په دنیا کې له هر ښه څيزه څو ځل ګټنه وکړو؛ نو زړه مو وهي. د بېلګې په ټوګه، سېلانیانو ته هغه ښارونه او ځایونه په زړه پورې دي، چې تر اوسه نه وي ورغلي؛ خو په خپله د هغه ځای، ځایي خلکو ته کوم په زړه پورې توب نه لري؛ خو په جنت کې، سره له دې چې جنتیان د تل لپاره دي؛ خو هره کتنه چې کوي، خوند ترې اخلي.

خو هغو کسانو چې په دې دنیا کې ناوړه چارې کړې وي؛ په خبره او یا په زور یې خلک کړولي وي او د الله له نعمتونو یې ګټنه کړې وي؛ خو د الله مننه یې نه وي کړې، د الله د احکامو د پلي کولو پر ځای یې له ((غیرالله)) لاروي کړې وي، نه یې لمونځ کړی وي او نه یې د پېغمبرانو خبره منلې وي، له خپل موروپلار سره یې ناوړه چلن کړی وي، د نورو حق یې لتاړلی وي، پر خپلو ناوړه کړنو پښېمانه شوي نه وي او بښنه یې نه وي غوښتي؛ نو دې ډول خلکو ته دوزخ چمتو شوی دی. د دوزخ اور هېڅکله نه سړېږي.

په قرآن کې لولو:

(( جنتیان، دوزخیان پوښتي: څه دوزخیان کړئ؟ ))

هغوی ځواب ورکوي:

لومړی وايي: ((قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ[1]= موږ له لمونځ کوونکيو ځنې نه وو،))

دویم وايي: ((وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ[2]= او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول،((

درېیم وايي: ((وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ[3]= او تل له باطل پالو سره ملګري او يوه خوله وو،((

څلورم وايي: ((وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ ='[4]' او تل مو د جزا ورځ دروغ ګڼله،((

کله انسان په یوه شېبه کې چاقو په خپله سترګه ورټومبي؛ خو د تل لپاره ځان ړندوي، د برښنا په لوڅو مزو کې ګوتې وهي او مري؛ نو ګناه او په سترګه کې چاقو ورټومبل یوه شېبه وي؛ خو اغېز یې تر تله پاتېږي. په دنیا کې هم شونې ده، چې انسان په یوه شېبه کې سرغړونه او ګناه وکړي؛ خو د تل لپاره ځان د الله په قهر و عذاب اخته کړي.


[1] . مدثر/ ۴۳ آیت.

[2] . مدثر/۴۴

[3] . مدثر/۴۵

[4] . مدثر/۴۶