تیر یادونه

تیر یادونه

په تیر و وختونو کې هیواد د خپلواکۍ جشنونه

په پخوا وختونو کې به دهیواد دخپلواکۍ جشن معمولا دوږی دمیاشتې په لومړۍ نیټه لمانځل کیده . درې ورځې رخصتی ( چهوټي ) به وه ،خو زموږ ولس او خلکو به دغه جشن په ډیر شان او شوکت سره تر یوې اونۍ پورې لمانځه. دجشن سیمه او حضوري چمن به په ملی بیرغونو اورنګارنګ څراغونو سره ښکلی شوی و ه. دمیوند واټ به په ښکلو او رنګینو څراغونو سینګارشوی و.

خلک به دافغانستان له نورو ولایتونو ته په ډیر شوق او ذوق سره کابل ته راتلل ،پيسې به یې پورکولې څو دخپلواکۍ دجشن رسم ګذشت او عسکري پریډ له نږدې نه وګوري . زموږ عامو نا لوستو خلکو به جشن ته جشم وایه . دظاهرخان دپاچاهۍ په وخت کې به پاچا او سلطنتي کورنۍ او لوړ رتبه پوځی او ملکی لوړرتبه چارواکی هغو ځانګړو لوژونوته چې دوی ته جوړشوی و و راتلل ا و دعسکری رسم ګذشت او پریډ به یې له نږدې لیده.پاچابه په داسې حال کې دسلطنتي ارګ نه راووت چې یوې ډلې موټرسایکل سپرو به بدرګه کاوه .دی به لومړی دخپل پلار محمد نادرخان مزارته ته او دهغه پرمزاربه یې د ګلانو نو ګیډۍ ایښودله و بیا به یې په حضوری چمن کې پوځي ګارډ معاینه کاوه او درسم ګذشت عسکري مراسم به په رسمي ډول پیل شول . په رسم ګذشت کې به دافغانستان دملي دفاع دوزارت او ملي اردو بیلا بیل قطعات دسلطنتي لوژ په وړاندې تیریدل ، په دغه عسکر ی رسم ګذشت کې به داردو دبیلا بیلو قطعاتو سرتیري ، واړه ضابطان او پوځی افسران ، دحربي ښو نخي زده کوونکي او دحربي پوهنتون او هوايي پوهنتون محصلین هم شامل وو. پردې برسیره به ځمکني او هوایی پوځي قطعات په عسکري موټرو او محاربوی وسایطو لکه توپونو ، ماشینګڼو ، راکټونو ، هاوان او غرنی توپونو سره دپاچا په وړاندې داحترام مراتب څرګندول ، درسم ګذشت مراسم به سهار وختي په اوو یاووه نیمو بجو پیل شول او تریوولسو بجو پورې به یې دوام کاوه ، پوځي چورلکې او الوتکي به هم دسلطنتي لوژ په وړاندې تیریدلې .

دجشن په دویمه ورځ به په غازي لوبغالی کې دکابل دښوونځیو ، دپو هنتون د محصلینو او دهنری اوورزشي ډلو رسم ګذشت و چې پا چا او وزیرانو به پکې ګډون کاوه او دکابل ملی لوبغالی ( غاز ي ستډیوم ) به دخلکو نه ډک و.دپکتیا ، غزنی او نورو سیمو نه به ځوانان داتڼ لپاره کابل ته راتلل.

خلک په معمولا دشپی له خوا دجشن سیمې یا منطقې ته تلل. دهروزارت لپاره بیلابیل کمپونه جوړشوی وو چې پر هر کمپ کې به هنری ډلو سندرې ویلې .دغه کمپونه ډیر ښایسته او په منظم ډول جوړشوی وو. په حضوری چمن کې به دبیلا بیلو ولایتونو خلک راغلی وو .اتڼونه به وو . خټکی ، هندوانی او نورې ډول ډول میوې به پکې خر څیدلې . څارندویان چې معمولا به دښوونخيو ضاکاران وو دجشن دسیمې په امنیت کې به یې ونډه اخیستله .

دجشن په دریمه یا څلورمه شپه به اورلوبه ( اتش بازي ) کیدله او خلک به خوشاله وواو دغه جشن به ټولو په پرتمینه توګه لمانځه .باید ووایم چې ددغه جشن لیدلو ته به دګاونډی هیوادونو هند ، پاکستان او ایران نه هم خلک راتلل.

دسلطنتی نظام تر ړنګیدو وروسته د شهید داودخان په وخت کې هم دغه جشنونه په پرتمینه توګه لمانځل کیدل ، خو دداودخان تر مړینې وروسته دخپلواکۍ ددغو جشنونو مزه هم اوبو یووړه او تر هغې وروسته دهیواد حالات بدل شول او امنیتي ستونزې هم رامینځ ته شوې .

دشهید داودخان ترمړینې وروسته دخپلواکۍ جشن دیوې ورځې لپاره لمانځل کیده او ددغه یوه ور ځني جشن لړۍ تر کرزي پورې راورسیدله چې دکرزی په وروستیو کې دغه جشن دارګ پورې محدود شو او اوس هم دارګ په دننه کې بې خونده لمانځل کیږي .