تکاملي ښکلا پېژندنه

تکاملي ښکلا پېژندنه د تکاملي روانپوهنې نظرياتو ته ورګرځي، چې د Homo sapiens بنسټيز ښکلا غوره توبونو په اړه په کې استدلال کېږي، چې د ژوندي پاتې کېدلو او توليدي بريا د پياوړي کولو په موخه رامنځته شوي دي. [۱]

د دې نظريې پر بنسټ شيان، لکه: د رنګ غوره توب، د غوره ملګري بدن تناسب، شکلونه، له شيانو سره احساساتي نښلتيا او د هنري يا ښکلا تجربې نور زيات اړخونه انساني تکامل ته په غوره توب سره تشرېح کېدلی شي. [۲]

د ښکلا پېژندنې او تکامل روانپوهنه سمول

زياتره د انساني او حيوانې ځانګړتياوو په اړه بحث کېږي، چې د ژوندي پاتې کېدلو او توليدي بريا د غښتلتيا په موخه رامنځته شوي دي. تکاملي روانپوهنه، دا د ښکلاييزو غوره توبونو په ګډون روانپوهنيزو ځانګړتياوو پورې تړي. دا ډول ځانګړتياوې، په عمومي ډول د Pleistocene دورې پر مهال چاپېريال سره د سمون اوسېدلو په توګه کتل کېږي او زموږ په اوسني چاپېريال کې په اړين ډول توافقي (د سمون وړ) نه دي. په بېلګو کې یې په اټکليز ډول د زيان رسوونکو خرابو شويو خوړو هضمو له جنسي اړيکو او د خوږو او غوړ لرونکو خوړو له خوړلو نه خوښي او د غڼو، مارانو او تيارې نه وېره شاملېږي. [۱]

ټول پېژندل شوي کلتورونه، د هنر يا ښکلا ځينې بڼې لري. دا نړيوالتوب وړانديز کوي چې ،هنر له تکاملي سمونونو سره تړلی دی. د هنر په ملتيا غښتلي احساسات هم ورته وړانديز کوي. [۱]

منظره او د نورو بصري (ليدلو وړ) هنرونو غوره توبونه سمول

د يوه ګرځنده ژوندي جسم لپاره يوه اړينه ټاکنه د اوسېدلو لپاره د يوه ښه هستوګنځي غوره کول دي. د انسانانو په اړه ويل کېږي، چې د منظرو لپاره پياوړي هنري غوره توبونه لري، چې په لرغوني چاپېريال کې ښه هستوګنځايونه وو. کله چې د بېلابېلو ملتونو نوي انساني کوچنيان پوښتل کېږي، چې د معياري منظرې له انځورونو نه د يوې ټاکنې په موخه کومې منظرې ته لومړيتوب ورکوي، نو دوی ونه لرونکو هموارې ځمکې غوره کوي. د ختيځې افريقا دښته هغه پخوانی چاپېريال دی، چې استدلال کېږي، زياتره انساني رامنځته کېدنې په کې پېښې شوې دي. د خلاصو او ځنګلي سيمو دواړو په لرلو سره د اوبه لرونکو منظرو يو غوره توب هم شته. هغه بڼې لرونکې منظرې، چې لکه د يوې لارې يا له ليد نه د سيند کږېدلو راسپړنې هڅوي، هغه ونه لرونکي منظرې چې په مناسب لوړوالي څانګې لري او د پورته کېدلو او خوړو خوړولو وړتيا لري او د ليدل شوو يا ضمني وخت تېرۍ حيوانات لرونکې او هغه منظرې چې يو څه ورېځ لري؛ هم د پام وړ غوره توبونه دي. دا ټولې هغه بڼې دي چې د کليزې په هنر کې بڼ او د عمومي وخت تېرۍ ځايونو (پارکونو) په نقشه جوړولو کې زياتره وختونه عملي شوي دي. [۱]

فزيکي راښکون سمول

بېلابېلې تکاملي اندېښنې د دې لپاره استدلال کوي، چې په فزيکي ډول د زړه راښکونکي اوسېدلو لپاره څه شی اغېزناک ګڼل (درک) شوی دی. [۱][۳]

د دې ډول تکامل پر بنسټ غوره توبونه په اړين ډول ثابت نه دي، مګر کېدای شي د چاپيريالي اشارو پر بنسټ توپير ولري. پر همدې بنسټ د خوړو شتون د ښځينه بدن اندازې په زړه راښکون باندې اغېزه کوي، چې کېدای شي تکاملي دليلونه ولري. هغه ټولنې چې د خوړو کمښت لري، د هغو ټولنو په پرته چې پرېمانه خواړه لري، د لوی بدن لرونکې ښځينه ته غوره والی ورکوي. په لويديځه ټولنه کې نارينه د لوږې پر مهال د مړښت په پرتله، د لوی بدن لرونکې ښځينه ته ترجېح ورکوي. [۴]

تکاملي موسيقي پېژندنه سمول

تکاملي موسيقي پېژندنه، د (biomusicology) يوه فرعي برخه ده، چې د تکامل په نظريه کې د موسيقي ادراک او توليد روانپوهنيز ميکانيزمونه پلي کوي. دا په ناانساني ژوو په نوعو کې غږيزې اړيکې، د انساني موسيقي د تکامل نظريات او د موسيقي په وړتيا او پړاوونو تېرولو کې د دوه ګونو کلتورونو انساني نړۍ رانغاړي. په دې کې د هغه څه لپاره د تکامل تشرېحات هم ګډ دي، چې په ښکلاييز ډول زړه راښکونکي دي که نه. [۵]

د ډاروين ادبي څېړنې سمول

د ډاروين ادبي څېړنې (aka Literary Darwinism) د ادبي کره کتنې يوه څانګه ده، چې د تکامل په برخه کې د هنري اړخونو په ګډون ادبيات څېړي.

ښکلا پېژندنه په احساساتو پورې تړلې ده. د احساس تکامل په پام کې نيولو سره بېلابېل تشرېحات شته.

يوه بېلګه د کرکې احساس دی، چې له خرابو شويو خوړو، feces او خرابېدونکو جسمونو سره د اړيکې له امله د ساري ناروغيو په توګه د بېلابېلو زيان رسوونکو عملونو د مخنيوي په موخه رامنځته شوي دي.

د جنسي زوی فرضيه، معلول اصل او هنرونه سمول

د جنسي زوی فرضيه (sexy son hypothesis) وړانديز کوي، چې د بالقوه ملګرو تر منځ د يوه ښځينه غوره ټاکنه هغه نارينه دی، چې جينونه به يې نورو ښځينه و ته د زړا راښکونکي ځانګړنو يا ځانګړنې لرلو له مخې د توليدي بريا په تر ټولو غوره موکې سره نارينه اولادونه وزېږوي. ځيني وختونه کېدای شي، ياده ځانګړنه په خپل ځان کې د ښځو له راښکلو پرته د کب نيونکي تېښتې (Fisherian runaway) ناتوليدي ګټه ولري. د نارينه طاوس لکۍ کېدای شي يوه بېلګه وي، چې د معلول اصل د يوې بېلګې په توګه هم مشاهده شوې ده.

استدلال شوی دی چې د انسان د مغز وړتيا له هغه اندازې نه خورا زياتېږي، چې پر دښته باندې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره اړينه ده. يوه تشرېح يې دا هم کېدلی شي، چې د انسان مغز او ورسره مل ځانګړتياوې (لکه هنري وړتيا او خلاقيت) د انسانانو لپاره د طاوس لکۍ سره برابر دي. د دې نظريې له مخې د هنر غوره تر سراوی ځکه اړين و، چې ملګري (پيروان) يې جذب کړل. [۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Dutton, Denis. 2003. 'Aesthetics and Evolutionary Psychology' in "The Oxford Handbook for Aesthetics". Oxford University Press.
  2. Wang, H.M., Chen, K. H., & Chou, G. J. 2011. 'Pleasurable elements in emotional design,' Designing Pleasurable Products and Interfaces.
  3. Carey, Bjorn. 2006. 'The Rules of Attraction in the Game of Love,' "Live Science.""
  4. Nettle, D. (2009). "Ecological influences on human behavioural diversity: A review of recent findings". Trends in Ecology & Evolution. 24 (11): 618–24. doi:10.1016/j.tree.2009.05.013. PMID 19683831. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tybur, J. M.; Lieberman, D.; Griskevicius, V. (2009). "Microbes, mating, and morality: Individual differences in three functional domains of disgust". Journal of Personality and Social Psychology. 97 (1): 103–122. CiteSeerX = 10.1.1.186.6114 10.1.1.186.6114. doi:10.1037/a0015474. PMID 19586243. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dutton, Denis. 2003. 'Aesthetics and Evolutionary Psychology' in "The Oxford Handbook for Aesthetics". Oxford University Press.