تکاملي ارواپوهنه

تکاملي ارواپوهنه په ټولنیزو او طبیعي علومو کې یوه نظري تګلاره ده چې له عصري تکاملي لیدلوري رواني جوړښت څېړي. دا هڅه کوي څو دا معلومه کړي چې د انسان کوم رواني ځانګړتیاوې تکامل موندلي جوړښتونه دي. یعنې د انسان په تکامل کې د طبیعي ټاکنې یا جنسي ټاکنې فعال محصولات دي. د زړه، سږو او معافیت سیستم په څېر د فزیکولوژیکي میکانیزمونو په اړه د تطابق فکر په تکاملي بیولوژۍ کې عام دی. ځیني تکاملي ارواپوهان په ارواپوهنه کې ورته فکر پلي کوي او استدلال کوي چې د ذهن انډول د بدن هغه سره او د هغو بېلابېلو ماډیول جوړښت سره چې بېلابېلې دندې ترسره کوي، ورته دی. د تکامل دغه ارواپوهان استدلال کوي چې د انسان ډېری چلند د رواني جوړښتونو پایله ده چې د انسان په پلرني چاپېریال کې د تکراري ستونزو حل کولو لپاره رامنځته شوي دي.[۱][۲]

تکاملي ارواپوهنه یوازې د ارواپوهنې فرعي برخه نه ده. بلکه د هغه د تکامل تیوري کولای شي یو داسې بنسټیز، میټاتیوریټیکmetatheoretical  چوکاټ چمتو کړي چې د ارواپوهنې ټوله ساحه په داسې طریقه یوځای کوي چې تکاملي بیولوژي د بیولوژۍ لپاره  وړاندې کړي دي. [۳][۴][۵]

تکامل ارواپوهان په دې نظر دي هغه چلندونه یا ځانګړتیاوې چې د نړۍ په ټولو کلتورونو کې پېښېږي، د نورو پر احساساتو پوهېدلو، له پردیو د خپلوانو پېژندلو، د سالمو ملګرو غوره کولو او له نورو سره د مرسته کولو د وړتیاوو په ګډون د تکاملي جوړښتونو لپاره غوره نوماندان دي. د نوي زېږېدلي ماشوم وژنې، هوښیارتیا، د واده کولو نمونې، بې تربیتۍ، د ښکلا درک، ولور او د والدینو پانګونې اړوند د انسان ټولنیز چلند په اړه موندنې ترلاسه شوې دي. د تکامل ارواپوهنې نظریې او موندنې د اقتصاد، چاپېریال، روغتیا، قانون، مدیریت، اروا درملنې، سیاست او ادب په څېر په ډېر برخو کې کارول کېږي.[۶][۷][۸]

د تکاملي ارواپوهنې په نیوکه کې د ازموینې وړتیا، فکري او تکاملي انګېرنو (لکه د دماغ ماډیولر فعالیت او د اجدادي چاپېریال په اړه ستره ناڅرګندتیا) چاپیریال په اړه لوی ناڅرګندتیا)، د غیرجنیټیک او غیر انتفاعي توضیحاتو د اهمیت او همدارنګه د څېړنې پایلو د تفسیرونو او تعبیرونو له امله سیاسي او اخلاقي مسایلو په اړه پوښتنې شاملې دي.[۹][۱۰]

محدوده سمول

اصول سمول

د تکامل ارواپوهنه یوه داسې تګلاره ده چې د انسان طبیعت ته په اجدادي چاپېریال کې د بیا پېښېدونکې ستونزو سره د تکامل موندلو رواني جوړښتونو د یوې نړیوالې ټولګې د محصول په توګه ګوري. پلويان یې وړاندیزکوي چې دا هڅه کوي ارواپوهنه په نورو طبیعي علومو کې مدغم کړي او د بیولوژۍ په تنظیموونکې نظریه کې رېښه ولري او له همدې امله ارواپوهنه د بیولوژۍ د یوې څانګې په توګه وپېژني.  انتروپولوژیست (انسان پوه) جان ټوبي John Tooby او ارواپوه لیډا کاسمایډز یادونه کوي:

د تکامل ارواپوهنه له اوږدې مودې راهیسې اټکل شوې ساینسي هڅه ده چې ګډوډې شوې ټوټې شوې او دوه اړخیز متضاد انساني څانګې/برخې د رواني، ټولنیزو او چلند علومو لپاره د یو واحد او منطقي پلوه مدغم شوې څېړنې په چوکاټ راټول کړي. یو داسې چوکاټ چې نه یوازې تکاملي علوم په بشپړ او برابر ډول سره یوځای کوي، بلکه په سیستماتیک ډول موجوده باور او څېړنې په داسې عمل کې د ټولو بیا کتنو په اړه پرېکړه کوي چې دا ډول ترکیب ته اړتیا لري.[۱۱]

لکه څنګه چې د انسان فزیولوژۍ او تکاملي فیزیولوژۍ کار کړی څو د داسې بدن فزیکي جوړښتونه په ګوته کړي چې د "انسان فزیولوژیکي طبیعت" استازیتوب کوي. د تکاملي ارواپوهنې موخه د تکامل موندلو هغو احساساتي او فکري جوړښتونه پېژندل دي چې د "انسان رواني طبیعت" استازیتوب کوي. د سټیون پنکر په وینا، دا "یوه تیوري نه ده، بلکې د فرضیې یوه ستره ټولګه ده" او یوه اصطلاح ده چې "په ذهن کې د تکامل نظریې د پلي کولو یوې داسې ځانګړې لارې ته هم اشاره کوي چې په تطابق کې د جین د کچې په ټاکنه او انډول/ماډیولاریټي ټینګار کوي." تکاملي ارواپوهنه د ذهن هغه پوهه غوره کوي چې د ذهن حسابي نظریې پر بنسټ ولاړه ده. دا ذهني پروسې د حسابي عملیاتو په توګه تشریح کوي، داسې چې د وېرې پر وړاندې غبرګون د داسې نیورولوژیکي حساب څخه د راپورته کېدو په توګه تشریح کېږي چې د درک معلومات داخلوي، لکه د غڼې یو بصري انځور او مناسب غبرګون رامنځ ته کوي، لکه د خطرناکو حیواناتو څخه احتمالي وېره. تر نوموړي نظر لاندې، د عمومي زده کړې هره برخه د ترکیبي چاودنې له امله احتمال نه لري. تکاملي ارواپوهنه دغه برخه د ژوندي پاتې کېدو او تکثیر د ستونزو په توګه په ګوته کوي.[۱۲]

په داسې حال کې چې فیلسوفانو عموماً د انسان ذهن داسې پېژندلی دی چې د عقل او لېوالتیا په څېر پراخې وړتیاوې په کې شامل کړي، تکاملي ارواپوهان د ارواپوهنې تکامل موندلي میکانیزمونه د خیانت کوونکو د نیولو یا د ملګرو د ټاکلو په څېر د ځانګړو مسایلو د حلولو په موخه د محدود تمرکز په توګه تشریح شوي دي. دغه ترتیب د ډېر فعالو میکانیزمونو څخه د تشکیل شوي جوړښت په توګه ګڼي چې د فکري میکانیزمونو یا فکري ماډیولونو په نوم یادېږي او د انسان دماغو ته د طبیعي ټاکنې د پروسې له خوا ډیزاین شوي دي. په مثالونو کې د ژبې د استملاک ماډیولونه، د جنسي تېري/زنا د مخنیوي میکانیزمونه، د خیانت د کشف میکانیزمونه، د استخباراتو او د جنسیت ځانګړي ملګري غوره والي، د خواړو د پیدا کولو میکانیزمونه، د یووالي د تعقیب میکانیزمونه، د عامل د کشف میکانیزمونه او داسې نور شامل دي. ځینې میکانیزمونه چې ډومین ته د ځانګړیتوب په نوم یادېږي، د انسان د تکامل تاریخ په اوږدو کې د تکراري تطبیقي ستونزو سره معامله کوي. د ډومین عمومي میکانیزمونه، له بلې خوا، وړاندیز شوي څو د تکامل نوښت سره نږدې شي.[۱۳][۱۴]

تکاملي ارواپوهنه په ادراکي ارواپوهنه او تکاملي بیولوژۍ کې ریښې لري خو همدارنګه د چلند ایکولوژۍ، مصنوعي هوښیارتیا، جنیټیک، ایتولوژۍ، انتراپولوژۍ، لرغون پېژندنې، بیولوژۍ او زوالوژۍ ته هم اشاره کوي. دا له ټولنیزې چاپېریالي پوهې سره نږدې تړاو لري، خو ډومین ته د عمومي میکانیزمونو په پرتله د ډومین په ځانګړو شویو میکانیزمونو باندې ټینګار د اوسني سمون د تدابیرو مطابقت، د نه مطابقت نظریې د اهمیت او د چلند په پرتله د ارواپوهنې په ګډون د دوی ترمنځ مهم توپیرونه شته. [۱۵]

د نیکولاس ټینبرګین څلور کټګورۍ پوښتنې کولای شي د توضیحاتو د څو بېلابېل خو بشپړوونکو ډولونو ترمنځ د توپېرونو په روښانه کولو کې مرسته وکړي. تکاملي ارواپوهنه په اصل کې د "ولې؟" په پوښتنو تمرکز کوي، په داسې حال کې چې دودیزه ارواپوهنه د "څنګه؟" په پوښتنو تمرکز کوي. [۱۶][۱۷]

بنسټیزې برخې سمول

تکاملي ارواپوهنه په لاندې څو اساسي برخو کې جوړه شوې ده.[۱۸][۱۹]

  1. دماغ د معلوماتو پروسسولو وسیله ده او دا د بهرنیو او داخلي معلوماتو په ځواب کې چلند تولیدوي.[۱۸][۱۹]
  2. د دماغو د تطابق وړ میکانیزمونو ته په طبیعي او جنسي ټاکنې سره بڼه ورکړل شوې ده.[۱۸][۱۹]
  3. بېلابېل عصبي میکانیزمونه د بشريت په تکاملي تېر وخت کې د ستونزو د حل لپاره ځانګړي شوي دي.[۱۸][۱۹]
  4. مغز ځانګړي عصبي میکانیزمونه رامنځ ته کړي چې د هغو ستونزو د حل لپاره ډیزاین شوي چې په ژور تکاملي وخت کې بیا پېښ شوي او عصري انسانانو ته د ډبرین دور ذهنونه ورکوي.[۱۸][۱۹][۲۰]
  5. د مغز ډېری منځپانګه او پروسې بې هوښه دي او ډېری رواني ستونزې چې حلول یې اسانه برېښي، په حقیقت کې داسې ډېرې سخت ستونزې دي چې د پېچلو عصبي میکانیزمونو په واسطه په غیرشعوري توګه حل کېږي.
  6. د انسان ارواپوهنه له ډېرو ځانګړو میکانیزمونو جوړه ده او هر یو یې بېلابېل ډول معلوماتو ته حساس دي. دغه میکانیزمونه د ښکاره چلند رامنځ ته کولو سره ترکیب او یوځای کېږي.[۱۸][۱۹]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Schacter, Daniel L.; Gilbert, Daniel T.; Wegner, Daniel M. (2010). Psychology (په انګلیسي ژبه کي). Macmillan. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4292-3719-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Confer et al. 2010; Buss, 2005; Durrant & Ellis, 2003; Pinker, 2002; Tooby & Cosmides, 2005
  3. Cosmides, L.; Tooby, J. (13 January 1997). "Evolutionary Psychology: A Primer". Center for Evolutionary Psychology. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Duntley and Buss 2008
  5. Carmen, R.A., et al. (2013). Evolution Integrated Across All Islands of the Human Behavioral Archipelago: All Psychology as Evolutionary Psychology. EvoS Journal: The Journal of the Evolutionary Studies Consortium, 5, pp. 108–26. کينډۍ:ISSN PDF
  6. Schacter et al. 2007, pp. 26–27
  7. The Oxford Handbook of Evolutionary Psychology, Edited by Robin Dunbar and Louise Barret, Oxford University Press, 2007
  8. The Handbook of Evolutionary Psychology, edited by David M. Buss, John Wiley & Sons, Inc., 2005
  9. Rose, Hilary (2000). Alas, Poor Darwin : Arguments Against Evolutionary Psychology. Harmony; 1 Amer ed edition (10 October 2000). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-609-60513-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lancaster, Roger (2003). The Trouble with Nature: Sex in Science and Popular Culture. Berkeley: University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520236202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Tooby, John; Cosmides, Leda (2005). [[[:کينډۍ:Google books]] "Conceptual Foundation of Evolutionary Psychology"] تحقق من قيمة |chapter-url= (مساعدة). In Buss, David M (المحرر). The Handbook of Evolutionary Psychology. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 5. OCLC 61514485. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470939376. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Buss, David M. "Evolutionary Psychology: The New Science of The Mind" 5th edition. pages 28-29.
  13. Chiappe, Dan; MacDonald, Kevin (2005). "The Evolution of Domain-General Mechanisms in Intelligence and Learning". The Journal of General Psychology. 132 (1): 5–40. doi:10.3200/GENP.132.1.5-40. PMID 15685958. S2CID 6194752. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Buss, David. "Evolutionary Theories in Psychology". NOBA Textbook series. DEF Publishers. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Schacter et al. 2007, pp. 26–27
  16. Nesse, R.M. (2000). Tingergen's Four Questions Organized. Read online Archived 2012-01-18 at the Wayback Machine..
  17. Gaulin and McBurney 2003 pp. 1–24.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ ۱۸٫۴ ۱۸٫۵ Cosmides, L.; Tooby, J. (13 January 1997). "Evolutionary Psychology: A Primer". Center for Evolutionary Psychology. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ ۱۹٫۳ ۱۹٫۴ ۱۹٫۵ "Buss Lab – Evolutionary Psychology at the University of Texas". د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "I can't believe it's evolutionary psychology!". 2016-03-07. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)