توکم او ځیرکتیا


د لومړي ځل لپاره د توکم د نومهال مفهوم له تعریفولو راهیسې د توکم او ځیرکتیا (په انګلیسي: Race and Intelligence) اړوند بحثونه – په ځانګړې توګه، د توکمیزو کرښو په اوږدو کې د ځیرکتیا د توپیرونو ادعاوې – هم په ساده علومو او هم په اکاډمیکو څېړنو کې راولاړ شوي دي. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د IQ ازمایښتونو په پیلېدلو سره، د توکمیزو ډلو ترمنځ د ازموینې په منځنۍ کارکړنه کې توپیرونه ولېدل شول، خو سره له‌دې، دغه توپیرونه د بدلون په حال کې دي او په ډېري حالتونو کې، د وخت په تېرېدو سره، په دوامداره توګه کم شوي دي. د دغې مسالې په لا لانجمنې کولو سره، معاصر علوم ښیي چې توکم یو بیولوجیکي واقعیت نه، بلکې یو ټولنیز جوړښت دی او ځیرکتیا هېڅ ډول مسلم تعریف نه‌لري. د IQ ازمایښت اعتبار په خپله، د انسان د ځیرکتیا لپاره د یوه معیار په توګه، د بحث وړ دی. څوګونو څېړونکو استدلال کړی دی چې هڅوبي توپیرونه، په غیرصنعتي ټولنو کې د IQ معیاري ازمایښتونو وړتوب تحدیدوي. نن سبا، علمي توافق پر دې دی چې جنتیک، د ډلو ترمنځ د IQ ازمایښت په کارکړنه کې توپیرونه نه‌بیانوي، او ویلای شو چې لېدل شوي توپیرونه چاپېریالي ريښه او لاملونه لري.

د توکمونو ترمنځ د ځیرکتیا ذاتي توپیرونو په تړاو علم‌وزمه (کاذبې علمي) ادعاوې د علمي توکم‌پالنې په تاریخ کې مرکزي نقش لوبولی دی. په متحده ایالاتو کې د وګړو بېلابېلو ډلو ترمنځ د IQ نمرو اړوند توپیرونو ښودونکي ازمایښتونه، په لومړۍ نړیوالې جګړې کې د متحده ایالاتو پوځ له سرتېرو څخه واخېستل شول. په ۱۹۲۰ز لسیزه کې، د توکم د اصلاح سیاسي ټیکه‌دارانو ځینو ډلو ادعا وکړه چې، د دغو ازمایښتونو له‌مخې د افریقایي اصله امریکاییانو او ځانګړو کډوالو ډلو د عقل کچه د سپین‌پوستو انګلوساکسون ډلې په پرتله ښکته ده او دا د ذاتي بیولوجیکي توپيرونه له‌امله ده. هغو، په خپل وار سره، دغه باورونه وکارول ترڅو خپل توکمیز بېلوالي سیاستونو توجېه کړي. سره له‌دې، ډېر ژر نور مطالعات څرګند شول چې دغه پایلې یې وننګولې او په ځای یې داسې استدلال کاوه چې د پوځ ازمایښتونه، د ټولنیز-اقتصادي او د تورپوستو او سپین‌پوستو ترمنځ د ښوونیزې نابرابروالي په څېر، د چاپېریالي لاملونو له پلوه په بشپړه او مناسبه توګه ارزول شوي نه‌وو. د فلین اغېزې او د امېدوارۍ پر مهال پاملرنې ته په نابرابره توګه لاسرسي په څېر د نورو ښکارندو وروستیو ارزونو هغه لارې لا روښانه کړې چې په هغو کې چاپېریالي لاملونه د ډله‌ییزې IQ پر توپیرونو باندې اغېزه ښندي. په وروستیو لسیزو کې، څرنګه چې د انسان جنتیک په اړه پوهاوی پرمختللی دی، د توکمونو ترمنځ د ځیرکتیا ذاتي توپيرونو په تړاو ادعاوې، په پراخه توګه، د ساینس‌پوهانو له‌خوا د تیوریکي او تجربي استدلالونو پر بنسټ رد شوې دي.

د توکم او ځیرکتیا په تړاو د لانجمنو بحثونو مخینه سمول

د توکمونو ترمنځ د ځیرکتیا توپیرونو په هکله ادعاوې د ښکېلاک‌پالنې، غلام‌ساتنې، توکم‌پالنې، ټولنیز داروینیزم او د توکمیز اصلاحاتو سیاست د توجېه کولو په موخه کارول کېږي. د آرتور دو ګوبینو په څېر توکم‌پال متفکرین پر دغې فرضیې باندې ټینګار لري چې تورپوستي، د سپین‌پوستو توکمیز تفوق په هکله د خپلو اېډیالوجیو په پراختیا کې، د سپین‌پوستو په پرتله په ذاتي توګه ښکته دي. د غلام‌ساتونکي ټوماس جېفرسن په څېر، ان د روښاندۍ پېر متفکرین پر دې باور وو چې تورپوستي، په ذاتي توګه، له جسمي او فکري پلوه د سپین‌پوستو په پرتله ښکته دي. په ورته مهال کې، د غلامۍ له‌منځه وړلو غوښتونکي فرېدریک دوګلاس، مخکښ ټولنپوه و. ا. ب. دو بوییس او شاعر پاول لورانس دانبار په څېر د افریقایي اصله امریکایي نبوغ اوڅارې بېلګې د تورپوستو فکري ښکته‌والي د پراخو کلیشه‌یي اندونو پر وړاندې ودرېدل. [۱][۲]

د IQ لومړنی ازمایښت سمول

د ځیرکتیا لومړني عملي ازمایښت د ۱۹۰۵ او ۱۹۰۸ز کلونو ترمنځ، د «آلفرېد بینې» له‌خوا په فرانسه کې، مکتب کې د ماشومانو د شاملولو لپاره رامنځ‌ته شو. بېنې خبرداری ورکړ چې د دغه ازمایښت پایلې دې د ذاتي ځیرکتیا د اندازه کولو لپاره ونه‌کارول شي او یا د هغو پر بنسټ د وګړو دایمي ځیرکتیا په هکله حکم ونه‌شي. د بینې ازمایښت په ۱۹۱۶ز کال کې د لېویس تېرمان له‌خوا (چا چې د ازمایښت پایلو لپاره د IQ نمرې وټاکلې) انګلیسي ته وژباړل شو او له اصلاح وروسته «د ستنفورد-بینې د ځیرکتیا مقیاسونو» تر سرلیک لاندې لاندې خپور شو. تېرمان په ۱۹۱۶ز کال کې ولیکل چې، «مکسیکویي اصله امریکایي، افریقایي اصله امریکایي او بومي امریکایي وګړي یوه ذهني ‹نیمګړتیا› لري [چې] توکمیزه برېښي، یا لږ تر لږه په اړوندې کورنۍ کې ذاتي نیمګړتیا ده».[۳][۴]

د متحده ایالاتو پوځ، لومړۍ نړیوالې جګړې لپاره د سرتېرو جلب او جذب لړۍ د ارزولو په موخه، د رابرټ یرکس له‌خوا د رامنځ‌ته شویو ازمایښتونو یوه جلا ټولګه وکاروله. د پوځ د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د هنري ھ. ګودارد، هَري ھ. لفلین په څېر مخکښو ساپوهانو او د توکمیزو اصلاح‌پالو، او د پرېنستون پوهنتون پروفیسور کارل بریګهام ولیکل چې د سویلي او ختیځې اروپا وګړي د بومي امریکاییانو یا د شمالي اروپایي هېوادونو د کډوالو په پرتله لږ ځیرکه دي او همدا راز د تورپوستو امریکایي وګړو د ځیرکتیا کچه د سپین‌پوستو امریکاییانو په پرتله ټیټه ده. نوموړې پایلې، د علمي توکم‌پالنې محافظه‌کار او تیوري‌پوه «مډیسن ګرنت» په شمول (چې ویل یې د شمالي اروپا یا نوردیک توکم غوره دی خو د «ښکته توکمونو» د کډوالۍ له‌امله له ګواښ سره مخ دی)، د کډوالۍ ضد فعالانو او سیاسي ټیکه‌دارانو له‌خوا په پراخه توګه خپرې شوې. ساپوه کارل بریګهام، په خپل پیاوړي او معتبر اثر «د امریکایي ځیرکتیا په تړاو یوه مطالعه» کې د پوځ د ازمایښتونو پایلې د کډوالۍ کلک‌دریځه سیاست او «نوردیک توکم» ته اړوند هېوادونو ته د کډوالۍ محدودلو لپاره د استدلال کولو په موخه وکارولې.[۵][۶]

د «مخکښ بنسټ» ټولنه او د «زنګ‌ډوله منحني» کتاب سمول

څرنګه چې په ۱۹۵۰ز لسیزه کې په سویلي امریکا کې د توکمیز بېلوالي له منځه وړلو بهیر تر ډېره د پام وړ وګرځېده، د تورپوستو ځیرکتیا په هکله بحثونه بیاځلي راولاړ شول. «اودري شویی»، چې د دراپر مخکښ بنسټ (Pioneer Fund) له‌خوا یې مالي ملاتړ ترلاسه کاوه، د یرکس ازمایښتونو یوه نوې شننه خپره کړه او پایلې یې داسې سره راغونډې کړې چې ګڼې د تورپوستو د ځیرکتیا کچه په واقعي توګه د سپین‌پوستو په پرتله ښکته ده. دغه مطالعه د توکمیز بېلتون‌پالو له‌خوا وکارول شوه ترڅو استدلال وکړي چې دا به د تورپوستو لپاره غوره وي چې له سپین‌پوستو ماشومانو څخه جلا زده‌کړې وکړي. په ۱۹۶۰ز لسیزه کې، کله چې ویلیام شاکلي په څرګنده توګه له هغه لیدلوري څخه دفاع وکړه چې تورپوستي ماشومان په ذاتي ډول د سپین‌پوستو په ماشومانو په څېر د زده‌کړې وړتیا نه‌لري، دغه لانجمنې شخړې بیا راوپارېدلې. آرتور جنسن «د هاروارډ ښوونیزه بیاکتنه» په مجله کې د خپلې خپرې شوې مقالې «IQ او ښوونیزې لاس‌ته راوړنې څومره غښتلې کولای شو؟» له‌لارې ورته نظریې بیان کړې، چې د افریقایي اصله امریکایي ماشومانو لپاره یې د زده کړو د تلافي کولو ارزښت تر پوښتنې لاندې راوړ. د نوموړي د څرګندونو له‌مخې، په داسې حالتونو کې، په زده‌کړې او تعلیم کې د ضعیفې کارکړنې او فعالیت لامل په کور کې د هڅېدنې نه‌شتون یا نور چاپېریالي لاملونه نه‌دي، بلکې دغه کمزورتیا د یوه بنسټیز جنتیکي لامل ښکارندوی دی.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د نوموړي عمومي لانجمن بحث د راولاړېدو یو بل لامل د ریچارد هرنشتاین او چارلس موري د «زنګ‌ډوله منحني» (۱۹۹۴ز) کتاب ؤ چې د جنسن د ټولیز لیدلوري ملاتړ یې کاوه. د هرنشتاین او موري د ملاتړ په موخه، «د ځیرکتیا په هکله د علم اصلي بهیر» تر سرلیک لاندې یوه څرګندونه په وال ستریت ژورنال کې له ۵۲ لاسلیکونو سره خپره شوه. «زنګ‌ډوله منحني» کتاب ته په انتقادي غبرګونونو کې، د امریکا د ساپوهنې ټولنې له‌خوا د «ځیرکتیا: څرګند او ناڅرګند اړخونه» تر سرلیک لاندې څرګندونه او همدا راز، «د زنګ‌ډوله منحني بحث» (۱۹۵۵ز)، «د طراحي نابرابروالی» (۱۹۶۶ز) او د سټیفن جې ګولډ له‌خوا «د انسان د اندازه کولو ناسم معیار» (۱۹۹۶ز) کتاب دوه‌یم اېډېټ په شمول، څوګوني کتابونه خپاره شول.[۱۲][۱۳][۱۴]

ځینو لیکوالانو، چې د ډلو ترمنځ توپیرونو په هکله یې جنتیکي څېړنې او څرګندونې وړاندې کولې، د «مخکښ بنسټ» له‌خوا مالي ملاتړ ترلاسه کړ، چې د نوموړي بنسټ مشري تر ۲۰۱۲ز کاله پورې ج. فیلیپ راشتون کوله. آرتور جنسن او راشتون په ۲۰۰۵ز کال کې په ګډه د بیاکتنې یوه مقاله خپره کړه او استدلال یې وکړ چې د تورپوستو او سپین‌پوستو ترمنځ د IQ منځنیو کچو ترمنځ توپیر تر یوه بریده جنتیکي لامل لري؛ د دغې لیکنې په خپرولو سره، آرتور د «مخکښ بنسټ» له‌خوا 1.1 میلیون ډالر ترلاسه کړل. د آشلي مونتاګیو څرګندونې له‌مخې، «کالیفرونیا پوهنتون آرتور جنسن، چې د ‹زنګ‌ډوله منحني› په اخذلیکونو کې درویشت ځلي ذکر شوی دی، د تورپوستو د فکري ښکته‌والي په هکله د کتاب اصلي سرچینه ده».[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. Marable, Manning (2011), Living Black History: How Reimagining the African-American Past Can Remake America's Racial Future, p. 96. ISBN 978-0-465-04395-8.
  2. Jackson او Weidman 2004، م. 23.
  3. Terman, Lewis (1916). The Measurement Of Intelligence. Houghton, Mifflin and Company. د کتاب پاڼې 91. OCLC 557712625. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Plotnik او Kouyoumdjian 2011.
  5. Jackson او Weidman 2004، مم. 116, 309.
  6. Jackson او Weidman 2004، م. 116.
  7. Panofsky, Aaron (2014). Misbehaving Science. Controversy and the Development of Behavior Genetics. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-05831-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Alland 2002، مم. 79–80.
  9. Shurkin 2006.
  10. Jackson 2005.
  11. Jensen 1969، مم. 1–123.
  12. Maltby, Day & Macaskill 2007
  13. Mackintosh 1998
  14. Herrnstein او Murray 1994.
  15. Tucker 2002.
  16. Maltby, Day & Macaskill 2007
  17. Graves 2002a.
  18. Graves 2002b.
  19. Grossman & Kaufman 2001
  20. Adam, Miller (1994). "The Pioneer Fund: Bankrolling the Professors of Hate". The Journal of Blacks in Higher Education (6): 58–61. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Blakemore, Bill; Jennings, Peter; Nissen, Beth (November 22, 1994). "The Bell Curve and the Pioneer Fund". ABC World News Tonight. ABC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Vanderbilt Television News Archive : ABC Evening News for Tuesday, Nov 22, 1994. Headline: American Agenda (Intelligence)
  22. Montagu, Ashley (2002). Race and IQ (الطبعة 2). New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-510221-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)