توکمیز بیلوالی (توپیر)
توکمیز بیلتون په ورځنیو چارو کې د نژاد یا نورو قومي بڼو پر بنسټ د خلکو وېشل دي. د نړیوالې محکمې د حکم پر اساس، نژادي جلا والی د اپارتاید نړیوال جرم او د بشر ضد جنایت په توګه ګڼل کېدای شي. په دې بېلوالي کې د نژاد پر بنسټ د ځای جلا والی او د مختلفو ادارو لکه ښوونځي او روغتونونه په اجباری توګه په بېل ډول ګټه اخیستنه شامل دي. په ځانګړی ډول، دا کیدای شي د هغو فعالیتونو په اړه لکه په رستورانونو کې خوراک، د اوبو له مخزن څخه څښل، د عامه تشنابونو کارول، په ښوونځیو کې ګډون، سینما ته تلل، په بسونو کې سپرېدل، د کورونو د کرایه کولو یا د کورونو د اخیستلو او یا د هوټل د خونو د کرایه کولو په اړه و کارول شي. سربیره پر دې، بیلوالۍ اکثراً د بېلابیلو توکمو یا قومي ډلو د غړو تر منځ په منظمو حالاتو کې د نږدې اړیکو لامل کېږي، لکه د یو نسل یو شخص ته اجازه ورکوي چې د بل نسل د یوه غړي لپاره د خدمتګار په توګه کار وکړي. [۱]
د نژاد پالنې او نه زغم د اروپا کمېسیون نژادي بېلوالی داسې تعریف کړی : " هغه عمل چې پر بنسټ یې یو( طبیعي یا حقوقي) شخص د عیني او معقول دلیل پرته، د تبعیض د تعریف سره سم، وګړي له یو بل سره بېلوي. د نورو خلکو څخه داوطلبانه بېلوالی د شته شرایطو سره سم بېلوالی نه ګڼل کېږي. د لږکیو په اړه د ملګرو ملتونو د ټولنې د راپور پر بنسټ، " د هغو ټولګیو او ښوونځیو رامنځ ته کول او پراختیا چې د لږکیو په ژبو د زده کړې زمینه برابروي، باید غیر مجاز جلاوالی و نه ګڼل شي که چېرې د دې ټولګیو او ښوونځیو ټاکل دواطلبانه بڼه ولري " . [۲][۳]
توکمي بیلوالی په عمومی توګه په نړۍ کې غیرقانونه شوی دی. په متحده ایالاتو کې، توکمي بیلوالی په ځینو ایالتونو کې د قانون له مخې ټاكل شوی و (د جیم کرو قوانینو ته مراجعه وکړئ) چې د نژادي ودونو ضد قوانینو (د نژادي واده پر وړاندې منع) سره یوځای، تر هغه وخته پلی شو چې د متحده ایالاتو د سترې محکمې د قاضی القضات ایرل واررن په مشرۍ په ټوله امریکا کې نژادي بیلتونپاله قوانین یې منع کړل خو ممکن د ټولنیزو نورمونو له لارې توکمیز بیلوالی حقیقي شتون ولري حتی کله چې د هغه لپاره کومه انفرادي ترجیح موجوده نه وي، څرنګه چې د توماس شيلګ د بیلوالي ماډلونو او وروسته د کار له خوا يې وړاندیز شوی. بیلوالي کیدای شي په پراخه کچه د مشخصو نژادي ډلو د ګمارنې، د کور کرایې، د کور د خرڅلاو له تبعیض څخه نیولې تر ځیرک تاوتریخوالي (هدفي وژنې) پورې، تر خپل پوښښ لاندې راولي. په عمومي توګه، په هغه حالت کې چې د یو نژاد غړی په دوه اړخیزه توګه غوره ګڼي چې د خپلې قبیلې له غړو سره همغږی شي او کار وبار وکړي نو معمولاً به د نژادي بېلوالي په توګه نه پېژندل کېږي بلکې د انزوا په توګه ګنل کېږي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۹۶۰ کلونو پورې تاریخی پیښې
سمولپه هر هغه ځای کې چې ګڼ توکمي ټولنې وي، توکمیز بیلوالی هم را منځ ته شوی وي. لکه هاوايي او برازیل، داسې ښکاري چې دوی له دې خبرې مستثنی دي. له دې سره چې دوی په خپل منځ کې ځینې نژادي طبقات لري. [۱۰]
د چین سترواکي
سمولد تانګ د کورنۍ د سلسلې په وخت کې د هان چینایانو له خوا څو قانونونه چې د خارجیانو توکمیز بیلوالی یې نافذ کړی وو تصویب شول. په ۷۷۹ کال کې د تانګ سلسلې یو داسې فرمان خپور کړ چې ایغوریان یې د خپلو قومي جامو اغوستلو ته اړ کړل او هغوی یې د چینایي ښځینه وو سره له واده کولو او چینایي ګنلو څخه منع کړل . په ۸۳۶ کال کې کله چې لو چن Lu Chun د کنټون د والي په توګه مقرر شو، هغه د چینایانو د اوسېدو او د چینایانو او خارجیانو ترمنځ د واده کولو څخه نفرت درلود. لو چن جلاوالی نافذ کړ، ګن توکم ودونه یې منع کړل اود بهرنیانو لپاره يې ملکیت تر لاسه کول غیرقانونی کړل. لو چن باور درلود چې د هغه اصول عادلانه او سم دي. د ۸۳۶ کال قانون په ځانګړي ډول چینایان د تورو یا رنګ لرونکو خلکو سره له اړیکې منع کړل چې د بهرنیانو د تشخیص لپاره لکه " ایرانیان ، سوغدیان، عرب، هندوانو، مالیزیایانو او سوماترایانو لپاره کارېده. [۱۱][۱۲][۱۳]
د چینګ کورنۍ
سمولد چینګ د کورنۍ بنسټ د هان چینایانو له خوا چی د چین د وګړو اکثریت جوړوي، نه دی ایښودل شوی، بلکې د منچو له خوا اېښودل شوی چې نن ورځ د چین یو قومي اقلیت دی. منچو د خپل لږکي په حالت خبر وو، خو لږ وروسته په دې کورنۍ کې له نورو نژادونو سره واده منع شو.
د هان یاغیانو د چین د چینګ په فتحه کې لویه ونډه درلوده. د مینګ کورنۍ هان چینایي جنرالانو چې منچو Manchu ته پناه وړې وه، اکثراً د امپریال ایسین جیورو Imperial Aisin Gioro د کورنۍ ښځې ورکول کېدې په داسې حال کې چې عادي پناه وړونکو عسکرو ته غیر شاهي منچو مېرمنې د ښځې په توګه ورکول کېدې. د منچو مشر نوراچی Nurhaci وروسته له هغه د مینګ جنرال لی یونګفنګ Li Yongfang ته له خپلې یوې لمسۍ سره واده وکړ چې په ۱۶۱۸ ز کال کې یې فوشون Fushun په لیونکینګ Liaoning کې منچو ته تسلیم کړ. جورچن (منچو) ښځو په لیاودونګ کې د هان چینایي تښتېدلو سره ودونه کړي دي. د آیسن ګیورو ښځې د هان چینایي جنرالانو سن سیکه ( سن سو - ک او ) ، ګنګ جیمائو ( کینګ چی مائو )، شانګ کیشي ( شانګ کاو - هغه )، او وو سنګوی ( وو سن کویی ) د زامنو سره ودونه کړي وو. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
په ۱۶۳۲ز کال کې د شهزاده یوټو Prince Yoto او هانګتایجی Hongtaiji له خوا د منچو له ښځو سره د هان چینايي افسرانو او چارواکو ډله ییزه واده چې شمیر یې ۱۰۰۰ جوړې وې ترتیب شو څو د دوو قومونو ترمنځ یووالي ته وده ورکړي. [۱۸]
جینګ ژونګمنګ Geng Zhongming ، یو هان بیرغ وړونکی ته، د شهزاده جینګنان Jingnan لقب ورکړل شو، او د هغه زوی جینګ جینګمائو Geng Jingmao وکولای شول چې خپل دواړه زامن جینګ زوانګ Geng Jingzhong او جنګ ژائوزوانګ Geng Zhaozhong د شونژې Shunzhi په وخت کې د محکمې ته حاضر شي او د آیسن جیورو Aisin Gioro له ښځو سره واده وکړی ، د هاج ( د هانګ تایجی زوی) لور چې د جینګ جینګ زونګ Geng Jingzhong او د شهزاده اباتای ( هانګ تایجی ) لمسۍ د جینګ ژانګ زوانګ Geng Zhaozhong سره واده کوی. [۱۹]
چینګ د هان بیرغ وړونکو او عادي هان ملکي خلکو تر منځ توپیر وکړ. هان بیرغ وړونکي د هان چینایانو څخه جوړ شوي وو چې تر ۱۶۴۴ پورې یې چینګ ته پناه یوړه او د اته بیرغونو په ډله کې شامل شول او هغوی ته یې د منچو کلتور ته د برابرېدو سربیره ټولنیز او قانونی امتیازات هم ورکول. ډیر نور بیا هان چینګ ته وتښتېدل او د اته بیرغو ډلې لیکې یی زیاتې کړې چې په ترڅ کې یې منچوز توکم اقلیت شو او په ۱۶۴۸ کال کې یې یوازې ۱۶٪ برخه جوړه کړه چې هان ډلو ۷۵ سلنه په کې ولکه کړه. دا یو ګڼ توکمه ځواک و چې منچوس په کې یوازې یو هغه اقلیت وو، چې چین یې د چینګ لپاره فتح کړ. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
دا هان چینايي دلې وې چې د چین د فتحی دنده یې په غاړه درلوده، دوی د چینګ په لومړیو کې اکثریت والیان درلودل او هغه کسان وو چې د فتحی وروسته یی چین اداره او حکومت یی پری وکړ، چې د چین واګی یې ټینګی کړې. هان بیرغیانو د شونژی او کنګکسي امپراتورانو په وخت کې د والي په څوکۍ حکومت وکړ او همدارنګه یې د عادي هان ملکي وګړي له دندو لرې کړل. [۲۴][۲۵]
د قومي یوالي د ودې لپاره، د منچو شونجی امپراتور Manchu Shunzhi Emperor له خوا د ۱۶۴۸ ز کال فرمان د هان ملکي چینایي نارینه وو ته اجازه ورکړه چې د منچو ښځو سره د مالیاتو د بورډ په اجازه واده وکړي که چېرې دوی د مامورینو یا عامو خلکو لوڼې او یا که چېرې دوی ثبت شوي عام خلک نه وي د هغوی د پوځي ډلې د کپټان اجازه دې ترلاسه کړي، دا وروسته په کورنۍ پورې وه چی له نورو نژادونو سره د واده پالیسي ته اجازه ورکړي. [۲۶][۲۷]
چینګ د اتو بیرغونو ( د منچو بیرغیان ، منګول بیرغیان ، هان بیرغیان) او هان چینایي ملکی وګړو تر منځ د بیلوالي سیاست پلی کړ. دې توکمیزه جلا والي کلتوري او اقتصادي لاملونه درلودل: د جلا مذهبو واده له دې امله منع شوی وو چې د منچو میراث وساتل شي او په غیر چینایي وګړو د چینایي کلتور تاثیر کم کړي. هان چینایي ملکي وګړي او د منګول ملکي وګړي په منچوریا Manchuria کې د ځای پر ځای کولو نه منع شول. د هان ملکي وګړي او د منګولیا ملکي وګړي د یوبل ځمکې ته له تګ نه منع شول. په داخلي منګولیا کې د منګولیا عادي وګړي د نورو منګولیایانو قلمرو ته له تګ څخه منع شول. (په منګولیا کې یو بیرغ د ادارې ویش و او اته بیرغونه له منګولیایانو سره تړاو نه لري). [۲۸]
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ Principles to Guide Housing Policy at the Beginning of the Millennium, Michael Schill & Susan Wachter, Cityscape
- ↑ ECRI General Policy Recommendation N°7: National legislation to combat racism and racial discrimination — Explanatory memorandum, Para. 16
- ↑ Recommendations of the Forum on Minority Issues A/HRC/10/11/Add.1 — para. 27
- ↑ E.g., Virginia Racial Integrity Act, Virginia Code § 20–58 and § 20–59
- ↑ "The Court's Decision - Separate Is Not Equal". americanhistory.si.edu. نه اخيستل شوی 20 October 2019.
- ↑ "The Warren Court: Completion of a Constitutional Revolution" (PDF). William & Mary Law School Scholarship Repository. Archived from the original (PDF) on 3 October 2019.
- ↑ "Brown v. Board of Education of Topeka". Oyez (په انګليسي). نه اخيستل شوی 20 October 2019.
- ↑ "Heart of Atlanta Motel, Inc. v. United States". Oyez (په انګليسي). نه اخيستل شوی 20 October 2019.
- ↑ Thomas C. Schelling (1969) "Models of segregation", American Economic Review, 1969, 59(2), 488–493.
- ↑ Racial segregation. Britannica Online Encyclopedia.
- ↑ Edward H. Schafer (1963). The golden peaches of Samarkand: a study of Tʻang exotics. University of California Press. p. 22. ISBN 978-0-520-05462-2. نه اخيستل شوی 28 June 2010.
- ↑ Mark Edward Lewis (2009). China's cosmopolitan empire: the Tang dynasty. Harvard University Press. p. 170. ISBN 978-0-674-03306-1. نه اخيستل شوی 28 October 2010.
- ↑ Jacques Gernet (1996). A history of Chinese civilization. Cambridge University Press. p. 294. ISBN 978-0-521-49781-7. نه اخيستل شوی 28 October 2010.
836 decree chinese people of colour.
- ↑ ed. Walthall 2008, p. 148.
- ↑ Wakeman 1977, p. 79.
- ↑ Crossley, 2010, p. 95.
- ↑ eds. Watson, Ebrey 1991, pp. 179–180.
- ↑ ed. Walthall 2008, p. 148.
- ↑ JR, FREDERIC WAKEMAN (1 January 1985). The Great Enterprise: The Manchu Reconstruction of Imperial Order in Seventeenth-century China. University of California Press. ISBN 9780520048041 – via Google Books.
- ↑ Naquin 1987, p. 141.
- ↑ Fairbank, Goldman 2006, p. 2006.
- ↑ "Summing up Naquin/Rawski". pages.uoregon.edu.
- ↑ eds. Watson, Ebrey 1991, p. 175.
- ↑ Spencer 1990, p. 41.
- ↑ Spence 1988, pp. 4–5.
- ↑ Wang 2004, pp. 215–216 & 219–221.
- ↑ Walthall, Anne (1 January 2008). Servants of the Dynasty: Palace Women in World History. University of California Press. ISBN 9780520254442 – via Google Books.
- ↑ "From Ming to Qing". Darkwing.uoregon.edu. نه اخيستل شوی 18 January 2010.