توماس کلارکسن

توماس کلارکسن [په انګلیسي: Thomas Clarkson ] (د ۱۷۶۰ ز کال د مارچ ۲۸ – د ۱۸۴۶ ز کال د سپتمبر۲۶) یو برتانوي د غلامۍ د له منځه وړلو غوښتونکی او د برتانیې په امپراتورۍ کې د غلامۍ د سوداګرۍ د مخالفانو سرلاری و. هغه د غلامۍ مخالفې ټولنې (همدارنګه د غلامۍ د سوداګرۍ د له منځه وړنې د ملاتړ کوونکې ټولنې په نامه هم پېژندل کېږي) په جوړولو کې مرسته وکړه او د ۱۸۰۷ز کال د غلامۍ د سوداګرۍ لایحې په تصویب کولو کې یې مرسته وکړه، چې په برتانیا کې یې د غلامانو سوداګري پای ته ورسوله.

توماس کلارکسن
توماس کلارکسن
توماس کلارکسن

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

هغه په ۱۸۱۶ز کال کې له سولیزې لارې د اختلافاتو د اواروي پلوی شو او د خپل ورور، جان سره د تلپاتې او نړیوالې سولې د دودولو ټولنې له دوولسو بنسټ ایښودونکو څخه و.[۱][۲]

د خپل فعالیت په ورستیو کلونو کې، کلارکسن په نړیواله کچه د غلامۍ له منځه وړنې لپاره هلې-ځلې وکړې، چې په هغه وخت کې یې تمرکز په امریکا و. په ۱۹۴۰ز کال کې هغه په لندن کې د غلامۍ ضد ټولنې (اوس د غلامۍ ضد نړیوالې ټولنې په نامه پېژندل کېږي) د لومړي کانفرانس کلیدي ویناوال و، چې په نورو هېوادونو کې د غلامۍ د پای ته رسولو په پار یې هلې ځلې کولې.     

د ژوند لومړني حالات او زده کړې

سمول

کلارکسن د ریورینډ جان کلارکسن (۱۷۱۰ز—۱۷۶۶ز) چې د انګلیستان په کلیسا کې کشیش (پادري) و او همدارنګه د ویسبیچ ګرامر ښوونځي ښوونکی و او د هغه د مېرمنې اېن نې (په ۱۷۹۹ز کال کې مړه شوې) مشر زوی و. هغه ته د ۱۷۶۰ز کال د مې په ۲۶ نېټه د ویس بیچ ښارګوټي د سینټ پیټر او سینټ پاول په سیمیزه کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. ورور یې جان (۱۷۶۴ز زېږېدلی) او خور یې اېن نومېده. دواړو ورونو د هیل سټریټ په ګرامر ښوونځي کې نوم لیکنه وکړه چې کورنۍ یې هم هلته مېشته وه. د پلار له مړینې وروسته یې کورنۍ د بریج سټریټ یوه کور ته ولېږدیده چې اوس د نیلي لوحې نښان ورباندې لګیدلی دی. توماس په ۱۷۷۵ز کال کې د لندن سینټ پاول ښوونځي کې داخله وکړه چې هلته یې بدل اعاشه ورکوله. هغه په ۱۷۷۹ز کال کې د کېمبریج په سینټ جان کالج کې نوم لیکنه وکړه. هغه چې یو ځیرک زده کوونکی و، د کېمبریج په کالج کې یې داسې تظاهر کاوه لکه له وخته چې خوند اخلي، په داسې حال کې چې هغه یو جدي او پرهېزګاره سړی و. هغه په ۱۷۸۳ز کال کې په ټولنیزو علومو کې د لیسانس سند تر لاسه کړ او پرېکړه یې کړې وه چې، په کېمبریج کې د خپل پلار د پلونو په نښه لاړ شي او د انګلیستان کلیسا یا انجلیکن مینیسټري (انجلیکنس مینیسټري: انجلیکن وزارت د انجلیکن مذهبي فرقې د عیسوي خدماتو، دواړه؛ مشرتابه او هم د نمایندګۍ دفتر دی. د مؤظفو مذهبي مشرانو، چې د بیشوپ، پریسټ او ډیکون په نومونو درې درجه یزې برخې لري، دفتر ته مینیسټري وایي.) ته ننوځي. هغه یو ډیکون (د پادري مرستیال) وټاکل شو خو هيڅکله یې د پادري د اوامرو اطاعت و نه کړ.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د غلامۍ د وحشت په اړه الهام

سمول

په ۱۷۸۵ز کال کې کلارکسن په پوهنتون کې د لاتیني ژبې د مقاله لیکنې په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ، چې د هغه د پاتې ژوند ډېرې برخې ته یې لوری ورکړ. د مقالې موضوع (Anne liceat invitos in servitutem dare ) معنا دا چې: ("ایا دا روا ده چې، د نورو د خوښې پرته له هغوی څخه غلامان جوړ کړو؟") وه، چې د پوهنتون رئیس پیټر پیکارډ ټاکلې وه، او دا مقاله د دې موجب شوه چې کلارکسن د غلامانو د تجارت د پوښتنې په اړه فکر وکړي. د دې موضوع په اړه، د غلامۍ د اصولو مخالف کوېکر (کوېکر: هغه خلکو ته ویل کېږي چې، د لرغوني پروتستان مسیحي ډلې چې په رسمي توګه "د ملګرو دیني ټولنه" په نامه پېژندل کېږي، سره تړاو ولري.) انتوني بینيزیت کارونو او همدارنګه د افریقایي غلامانو د تجارت په اړه اول لاس لیکنې لکه؛ د  فرانسیس مور "د افریقا نننيو برخو ته سفرونه"، په ګډون چې څومره شونې وه هغه مطالعه وکړه. هغه همدارنګه د هغو خلکو سره د لیدلو او مرکو کولو له لارې، چې د غلامانو د تجارت او د غلامۍ شخصي تجربې یې لرلې، د مقالې په اړه څېړنه وکړه.   [۱۱]

د انعام له ګټلو وروسته، کله چې کلارکسن د کېمبریج او لندن تر منځ په اس باندې سفر کاوه، هغه څه چې هغه د خدای له لوري روحاني الهام بللو، ترلاسه کړ. هغه خپل سفر د هرټفورډشیر په وېډسمیل کې وېر ته نږدې پای ته ورساوه. هغه وروسته ولیکل:

لکه څرنګه چې د تل په څېر په سینېټ کور (سینېټ کور: د انګلیستان په کېمبریج پوهنتون کې د ۱۷۲۰ز لسیزې ودانۍ ده، په پخوا وختونو کې د یاد پوهنتون د مشرانو جرګې لپاره کارول کېده او اوس د فراغت د مراسمو لپاره کارول کېږي) کې د جایزې له پرېکړې وروسته ډېر ژر دغه مقالې لوستل کېږي، زه کېمبریج ته د دې مقصد لپاره وربللی وم. زه لاړم او خپل مسؤولیت مې ترسره کړ. خو بېرته د را تللو په وخت کې د یادې مقالې موضوع زما افکار محصور کړل. په هغه موده کې چې په لاره وم، په ډېر شدت سره اغېزمن شوم. کله-کله به مې اس ودراوه او پیاده به شوم او په پښو به په لار تللم. ما به په دغه موده کې په وار-وار ځان ته قناعت ورکاوه چې زما د مقالې موضوع رښتیا کېدلی نشي. څومره ډېر چې مې یې په اړه فکر کاوه یا غوره ده ووایم؛ هرڅومره ډېر چې مې د هغې منځپانګې په اړه چې نوموړې مقاله ور باندې لیکل شوې وه فکر کاوه، هغومره ډېر یې په اهمیت قایلېدم. کله چې په هرټفورډشیر کې میل ته نږدې را ورسېدم، د سرک پر غاړه په چمن پرېشان کښېناستم او اس مې ودراوه. دلته مې ذهن ته یو فکر راغی، هغه دا چې که د دې مقالې منځپانګه رښتیا وي، یو څوک باید دا ناورین پای ته ورسوي. په دغسې پارېدلي حالت کې خپل کور ته را ورسېدم. دا پېښه د ۱۷۸۵ز کال په اوړي را وشوه.[۱۲]

د رابلنې دغه تجربه او حس په پایله کې د دې سبب شو، چې هغه خپل ژوند د غلامۍ تجارت پای ته رسولو ته وقف کړي.

د مخاطبانو د زیاتولو په پار د دغې مقالې انګلیسي ته تر ژباړلو ورسته، کلارکسن په ۱۷۸۶ز کال کې د یوې رسالې په بڼه "د انساني نوعې غلامي او خرڅلاو، په ځانګړې توګه د افریقاییانو، په لاتیني ژبه د یو تیزس څخه ژباړل شوې مقالې" تر عنوان لاندې خپره کړه. [۱۳]

نوموړې مقاله ډېره اغېزمنه وه، چې په پایله کې یې کلارکسن د ډېرو نورو هغو اشخاصو سره چې د غلامۍ د ختمولو پلوي و، چې ځینو یې له دې څخه مخکې د غلامۍ خلاف لیکنې، تبلیغ، نشرات او هلې-ځلې کړې وې، پېژندګلوي پیدا کړه. په دې اشخاصو کې ډېر اغېزناک خلک لکه جېمز رېمزي او ګرانویل شارپ، ډېری کوېکران (کوېکر وګورئ) او نور د رسمي کلیسا مخالفین شامل وو. نوموړی غورځنګ چې د کوېکرانو په واسطه په امریکا او برېتانیا کې د اتلانتیک دواړو خواوو ته د رسمي کلیسا مخالفینو په ملاتړ چې په بنسټیزه توګه میتودیستان او باپټیستان وو رامنځته شوی و، د څو کالو لپاره د غښتلتیا په حال کې و. په ۱۷۸۳ز کال کې ۳۰۰ کوېکرانو چې ډېری یې د لندن اوسېدونکي وو، د لومړي ځل لپاره پارلمان ته د غلامۍ د تجارت پر خلاف لاسلیک شوی غوښتنلیک وړاندې کړ.    

د دې اقداماتو په تعقیب، یوې کوچنۍ فرعي ډلې "د غلامانو تجارت د پای ته رسولو لپاره کمېټه" جوړه کړه، دا یوه نا-مذهبې ډله (نا-مذهب: یوه اصطلاح ده چې د هغه څه د تعریفولو لپاره کارول کېږي، چې خلک د دین، نژاد او جنسیت په واسطه نه ډلبندي کوي.) وه چې د انګلستان د کلیسا د غړو (انجلیکنس) سره په یو ځای کېدلو یې په لا بریا سره (د لایحو په منظورۍ کې) د نفوذ اعمال کولای شو. د ازموینې قانون په بنسټ، یوازې هغه کسان چې د انګلیستان د کلیسا د ادابو مطابق د رباني ماښامنۍ (یعنې هغه ماښامنۍ چې عیسی وړاندې له نیول کېدو او مصلوب کېدو د خپلو حواریونو سره وخوړه.) مراسمو کوربه توب ته تیار وو، د پارلمان د غړي په توګه یي د دندې ترسره کولو اجازه لرله، په دې توګه کوېکران د  ۱۹ز پېړۍ تر لومړیو پورې په ټولیزه توګه د عوامو مجلس څخه منع کړل شوي وو. د نوموړې کمېټې له دوولس بنسټ ایښودونکو څخه نه (۹) کوېکران او درې یې انجلیکنس سرلاري وو: کلارکسن، ګرانویل شارپ او فیلیپ سېنسوم. دوی د هغو دیني ډلو د احیا او اصلاحاتو غوښتونکي وو چې، په ځانګړې توګه یې د رسمي کلیسا مخالفینو ته ریښې رسېدې، خو د باور لرونکو ترمنځ د "لویې ویښتیا" لپاره د نا-مذهبي ملاتړ په لټه کې وو.          

د غلامۍ ضد هلې ځلې

سمول

د کلارکسن د مقالې څخه په الهام اخيستنې، د پارلمان په غړو باندې د نفوذ د اعمال په موخه، د معارضو کوېکرانو، کلارکسن او نورو څخه، د کوچنیو ګروپونو ترمنځ یوه غیر رسمي کمېټه جوړه شوه. د ۱۷۸۷ز کال په مې کې دوی د "د غلامۍ تجارت د پای ته رسولو لپاره کمېټه" جوړه کړه.    

سرچينې

سمول
  1. "Thomas Clarkson". www.wisbechmuseum.org.uk. بياځلي په 9 January 2021.
  2. Ceadel, Martin (1996). The origins of war prevention : the British peace movement and international relations, 1730-1854 (Reprint. ed.). Oxford: Clarendon Press. p. 521. ISBN 9780198226741.
  3. کينډۍ:CCEd
  4. "Thomas Clarkson". Westminster Abbey Website.
  5. "parish registers". wisbechmiseum.org. بياځلي په 21 December 2019.
  6. Ellen Gibson Wilson (1992). The Clarksons of Wisbech. Wisbech Society.
  7. "Thomas Clarkson". www.waymarking.com. بياځلي په 9 January 2021.
  8. "Wisbech Grammar School". London Evening Standard. 13 March 1894. p. 6.
  9. کينډۍ:Acad
  10. GMG Woodgate (1960). "Thomas Clarkson of Wisbech". Annual Report. 21. Wisbech Society: 6–10.
  11. "Janus: Papers of Thomas Clarkson". University of Cambridge.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  12. Clarkson, Thomas (1808). The History of the Rise, Progress, and Accomplishment of the Abolition of the African Slave-Trade by the British Parliament. Vol. 1. London: Longman, Hurst, Rees and Orme. pp. 209–210.
  13. Clarkson, Thomas (1786). An Essay on the Slavery and Commerce of the Human Species, Particularly the African. Translated from a Latin Dissertation, Which Was Honoured With the First Prize in the University of Cambridge, for the Year 1785, With Additions. London.